• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو تر وتلو وروسته؛ په بلوچستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دی

عبدالکریم ملاخېل
عبدالکریم ملاخېل

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو، بلوچستان

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د بلوچستان د غالۍ اوبدلو کاروباریان وایي، له پاکستان نه د افغان کډوالو د وتلو او د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله په دغه ایالت کې د غالۍ اوبدلو صنعت د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ شوی دی.

په کوټه کې د غالۍ اوبدلو کاروبار سره تړلی خدانظر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پخوا په کوټه کې د لاسي غالیو ګڼ بازارونه وو؛ خو اوس د ګوتو په شمېر یوازې څلور هټۍ پاتې دي.
هغه وویل، سیمه‌ییز غالۍ اوبدونکي هغه مهارت او امکانات نه‌لري چې افغان کارګرو لرل او که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو دغه صنعت به په بشپړه توګه له‌منځه ولاړ شي.
د نوموړي په وینا؛ د افغان کډوالو تر وتلو سربېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارې تړل کېدو هم دغه صنعت ته سخت زیان رسولی، ځکه پخوا به د غالیو لپاره وړۍ له افغانستان نه راتلې؛ خو اوس یې واردات په ټپه درېدلي دي.
خدانظر وایي، له افغان کارګرو سره یوشمېر سیمه‌ییزو کارګرو هم کار کاوه؛ خو د هغوی له وتلو وروسته دغه کسان هم بې‌روزګاره شوي دي. هغه زیاته کړه، پخوا به په کوټه کې ډېرې غالۍ اوبدل کېدې؛ خو اوس نه یوازې دا چې تولید یې کم شوی؛ بلکې د غالیو کیفیت هم ټیټ شوی.
هغه وایي، سیمه‌ییز کارګر د افغان غالۍ اوبدونکو په څېر مسلکي تجربه نه‌لري. د نوموړي په وینا، مخکې به په افغانستان کې هم د دوی لپاره غالۍ اوبدل کېدې او بیا به پاکستان ته راوړل کېدې؛ خو د لارو د تړل پاتې کېدو له امله اوس دغه چاره هم په ټپه درېدلې ده.
د یادونې ده، چې د کوټې د سبزل روډ، کمالو، بشیر څلور لارې، سملۍ او غوث‌اباد په ګډون په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر افغان کډوال د غالۍ اوبدلو په صنعت بوخت وو. د دوی په لاس اوبدل شوې غالۍ نه یوازې د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته؛ بلکې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته هم صادرېدې او د لوړ کیفیت له امله یې ښه بازار درلود. خو د دغه سیمو څخه د افغان کډوالو له وتلو وروسته د غالۍ اوبدلو صنعت سخت اغېزمن شوی او د دغه دودیز صنعت د له‌منځه تلو اندېښنې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

۵

په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو

•
•
•

نور کیسې

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو عملیات د دوبي د سختې ګرمۍ له داسې څپو سره هم‌مهاله پیل شوي، چې په ډېرو برخو کې د تودوخې درجه ۴۰ سانتي ګراده اټکل شوې. د سختې ګرمۍ او د اړینو اسانتیاوو د نشتوالي له امله ستنېدونکي افغان ماشومان، سپین ږېري، مېرمنې او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

تر تورخم پورې رسېدل او له هغه ځایه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تګ څو ساعته او ځینې وختونه ټوله ورځ وخت نیسي، چې له امله یې د کډوالو د ساتنې لنډمهاله پنډغالي او د لارې په اوږدو کې د مساپرو کورنیو ستونزې لا زیاتې شوې دي.

100%

تورخم ته نږدې په یوه لنډمهاله پنډغالي کې ۵۵ کلن نورالله چې له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره له لاهور نه اېستل شوی وایي، د ورځې له‌خوا دومره سخته ګرمي وي چې سړی په سختۍ ساه اخلي. هغه وایي: «زما مېرمن د وینې د لوړ فشار ناروغي لري او د لارې په اوږدو کې یې دوه ځله روغتیايي حالت خراب شو».

د کډوالو په لنډمهاله پنډغالي کې یو ۲۸ کلن ځوان عبدالرحیم چې له خپل ناروغ پلار سره پاکستان ته تللی و وایي:« موږ څو ساعته د لمر لاندې انتظار ته اړ شو. زما پلار د زړه ناروغي لري او د سختې ګرمۍ له امله یې روغتیايي حالت نور هم خراب شو. د پنډغالي شاوخوا سیوری نه‌شته او د څښاک اوبه هم پر وخت نه ترلاسه کېدې. ما څو ځله له مسوولینو د روغتیایي مرستې غوښتنه وکړه. وروسته زما پلار ته په ساه اخیستلو کې سختې ستونزې پیدا شوې، چې زه یې ډېر اندېښمن کړم. بالاخره د نږدې رضاکارو په مرسته مو هغه د لنډي کوتل روغتون ته ولېږداوه؛ که نه نو حالت یې لا ډېر جدي کېدای شو».

100%

د بشري حقونو فعالانو او مرستندویه بنسټونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د ګرمې څپې پرمهال د کډوالو اېستل په ځانګړي ډول د ماشومانو، سپین ږېرو او ناروغانو لپاره جدي روغتیايي ګواښونه رامنځته کولای شي.

د جبري ستنولو دوام؛ له نوښار نه تر ۴۲زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد د نیولو او بېرته ستنولو بهیر چټک شوی دی. د یادې ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ګوهر زمان وزیر ویلي، چې د مرکزي حکومت او ایالتي حکومت د لارښوونو له مخې په روانو عملیاتو کې تراوسه تر ۴۲زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي۔

د هغه په وینا؛ په بېلابېلو کلیو، ښارګوټو او ښاري سیمو کې د مېشتو افغان کډوالو د پېژندنې او ثبت بهیر دوام لري، څو د حکومت له تګلارې سره سم د هغوی د بېرته ستنولو لړۍ بشپړه شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، هغه پاکستاني وګړي چې افغان کډوالو ته په کرایه کورونه ورکوي یا ورسره په سوداګریزو فعالیتونو کې شریک دي؛ د قانون له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل (د جولای په ۱۰مه) پای ته ورسېد او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول. د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ باید سملاسي ونیول شي.

دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلام‌اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې د صوبې په کچه د عملیاتو ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.

معترضې مېرمنې: له زده‌کړو د نجونو محرومول د طالبانو د پلان شويو سیاستونو برخه ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۱
100%

د «لمر ازادۍ» په نوم د افغان معترضو ښځو غورځنګ افغانستان کې د پنځم پرلپسې کال لپاره له نجونو پرته د کانکور ازموینه او له لوړو زده‌کړو د هغوی محرومیت غندلی او هغه یې د طالبانو د پلان شویو سیاستونو برخه او د بشر له بنسټیرو حقونو ښکاره سرغړونه بللې.

دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه ده. په اعلامیه کې راغلي، چې دغه بندیز او د نجونو له حضور پرته د کانکور ازموینې ترسره کول د افغانستان د نفوس نیمایي برخه له زده‌کړو او ښه راتلونکې محروموي.

یاد غورځنګ خبرداری ورکړی، چې د دغه وضعیت دوام به د هېواد پر راتلونکې ناوړه اغېزې ولري او د بشري پانګې کمزورتیا، د بې‌وزلۍ زیاتېدو، جبري کډوالۍ او د نابرابرۍ د پراختیا لامل کېدای شي.

دغه غورځنګ طالبان د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو مسوول بللي او له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي، د هغه څه د پای ته رسولو لپاره چې دوی یې په افغانستان کې «جنسیتي توپیر» بولي؛ عملي ګامونه پورته کړي.

دغه ډلې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو، کار او په ټولنه کې د برابر ګډون پر حق ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغان ښځو لپاره به د دوی حق غوښتنه تر هغه دوام ولري؛ تر څو هغوی خپلو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه وي موندلی.

په برېتانیا کې مېشتې افغان مېرمنې: د طالبانو له وېرې زموږ ژوند لاهم په چوپتیا کې تېرېږي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱
100%

په برېتانیا کې مېشتې یوشمېر افغان ښځې وایي، له افغانستان نه تر وتلو نږدې پنځه کاله وروسته هم د طالبانو له ګواښونو او فشارونو ځان خوندي نه احساسوي او د خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره چوپ پاتې کېدو ته اړ اېستل کېږي.

د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان په ځانګړې توګه ښځې او د بشري حقونو فعالان، د تخلیې پروګرامونو له لارې برېتانیا ته ولېږدول شول؛ خو یوشمېر ښځې وایي د طالبانو فشارونه اوس هم د برېتانیا تر پولو ور رسېدلي دي.

یوې افغانې ښځې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه‌دی خپور شوی، ویلي: «تاسو باید دوه ځله چوپ پاتې شئ؛ یو ځل د خپل ځان لپاره او بل ځل د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره چې لاهم په افغانستان کې دي».

بله افغانه مېرمن وایي، کله چې یې په برېتانیا کې د ښځو د حقونو په اړه څرګندونې وکړې، ویډیو یې خپره شوه او څو اوونۍ وروسته طالبانو په افغانستان کې د هغې د کورنۍ غړي ور وغوښتل او ترې یې پوښتنې وکړې.

د بشري حقونو څېړونکي دغه ډول کړنې له «پولې اوښتې ځپنه» بولي؛ هغه حالت چې حکومتونه د خپلو مخالفانو د غلي کولو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې هم فشار، ګواښ او د کورنیو ځورول کاروي.

د «ازادۍ کور» بنسټ سږکال په خپل راپور کې طالبان د لومړي ځل لپاره د هغو حکومتونو په ډله کې شامل کړل، چې د خپلو مخالفانو پر ضد له هېواده بهر هم د ځپنې هڅې کوي. په لندن کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د ټولنې مشر نورالحق نسیم ویلي، د طالبانو مفکوره ورو، ورو د افغان کډوالو ځینو ټولنو ته هم لاره کړې او هغه ښځې چې د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي؛ له ګواښونو او ټولنیزو فشارونو سره مخ کېږي.

د هغه په وینا؛ یوشمېر کورنۍ خپلې لوڼې او ښځې د مدني فعالیتونو پرځای یوازې مذهبي غونډو ته هڅوي او هڅه کوي، چې د هغوی غږ خاموش وساتي. دغه ښځو ویلي، که څه هم په برېتانیا کې ازاد ژوند لري؛ خو د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې نه‌شي کولی په ازاده توګه خبرې وکړي، ځکه اندېښنه لري چې په افغانستان کې به یې کورنۍ له ستونزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې ادارې (یونسکو) او د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د معلوماتو له مخې؛ دامهال شاوخوا ۲.۲ مېلیونه افغانې نجونې له منځنۍ زده‌کړو محرومې دي او که اوسنی وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰کال پورې به دغه شمېر نږدې څلور مېلیونو ته ورسېږي.

یوشمېر افغان ښځې وایي، که څه هم په برېتانیا کې یې نوی ژوند پیل کړی؛ خو هره ورځ د افغانستان او هغو ښځو لپاره اندېښمنې دي، چې لاهم د طالبانو تر محدودیتونو لاندې ژوند کوي.

د ضرب‌الاجل تر پای ته رسېدو وروسته؛ په چارسده کې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۲۶ GMT+۱
100%

د ضرب‌الاجل تر پای ته رسېدو وروسته د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. د چارسدې د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د روانې جولای میاشتې له ۱۱مې نېټې راهیسې د روانو عملیاتو پرمهال تر ۱۱۵ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

نیول شوي کسان لومړی په پېښور کې د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول کېږي او هلته د قانوني او اداري چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته استول کېږي. دغه عملیات د چارسدې پولیسو او ځایي ادارې تر مستقیم څار لاندې ترسره کېږي، چې په‌کې د بېلابېلو سیمو تالاشي او د استوګنځایونو پلټنه هم شامله ده.

ځایي چارواکي وایي، دغه بهیر به تر هغه وخته دوام وکړي چې د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر بشپړ شوی نه‌وي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل (د جولای په ۱۰مه) پای ته ورسېد او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول. د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ باید سملاسي ونیول شي.

دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلام‌اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې د صوبې په کچه د عملیاتو ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.