د خيبرپښتونخوا په کوز دير کې پر پوليسو له وسلهوال بريد وروسته امنيتي ګزمې ډېرې شوي

د خيبرپښتونخوا کوز دير ولسوالۍ کې ۲ ورځې وړاندې پر پوليسو له وسلهوال بريد وروسته په دغه ایالت کې د پوليسو امنيتي ګزمې ډېرې شوې دي. تر دې مخکې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وو، چې په پښتونخوا کې له ماښام وروسته د حکومتي ځواکونو پر ځای وسلهوال حاکمیت لري.
