• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو چارواکی: القاعده لا هم پر افغانستان له حاکمو طالبانو سره پیچلې اړیکې لري

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۱ GMT+۱

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په افغانستان کې د القـ.ـاعده شبکې فعالیتونه کم شوي، خو دا ډله لا هم دغه هېواد کې خپل حضور ساتلی دی. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف ویلي، دغه ډله په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره پېچلې اړیکې لري.

الکساندر زویف له روسي خبري اژانس «ټاس» سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې له لسګونو کلونو راهیسې په دودیز ډول بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالې دي. هغه زیاته کړه، که څه هم القاعده اوس مهال هلته ډېره فعاله نه‌ده، خو خپل حضور یې ساتلی او له هغو طالب چارواکو سره «پېچلې» اړیکې لري چې اوس مهال پر هېواد واکمن دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د طالبانو ادارې ته په اشارې سره وویل، چې دوی هغوی ته د «فعلې چارواکو» په توګه ګوري، ځکه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رسمي استازو په توګه نه‌دي پېژندل شوي، خو په عملي توګه هېواد اداره کوي.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې تر ټولو فعالې ډلې د داعش د خراسان څانګه او تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا منظم کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړی چارواکی وایي، چې د دغو ډلو فعالیتونه او د هغوی بېلابېل اړخونه له نږدې څاري.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۳

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۴

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

•
•
•

نور کیسې

اوکراینۍ رسنۍ: پر ښځو د طالبانو بندیزونو د افغانستان نیمه ټولنه له‌منځه وړې ده

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
100%

اوکراینۍ رسنۍ «لیویف هیرالډ» د شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په سیستماتیک ډول ځپلو سره د هېواد نیمه ټولنه له‌منځه وړې ده. دغه راپور زیاتوي، چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه د دې لامل شوي، چې افغانستان د جنسیتي اپارتاید پر لور لاړ شي.

د دغه راپور له مخې، تر ټولو زیات زیان د نجونو زده‌کړو ته رسېدلی دی، ځکه افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په‌کې له ثانوي زده‌کړو او پوهنتونونو څخه په بشپړ ډول بې‌برخې شوې دي. راپور وایي، چې د طالبانو دا پرېکړه د افغانستان د راتلونکي فکري جوړښت د بدلولو هڅه ده، څو ښځې په‌کې هېڅ رول ونه‌لري.

په راپور کې راغلي، چې د کار په برخه کې پر ښځو سخت بندیزونه لګول شوي، هغوی له دولتي دندو ګوښه شوي او په نړیوالو سازمانونو کې له کار کولو هم منع شوې دي. د دغه راپور پر بنسټ، له کاري ځواک څخه د میلیونونو باسواده ښځو اېستلو د کورنیو عایدات کم کړي او د افغانستان پر ملي اقتصاد یې چې لا وړاندې ځپل شوی، خورا سخت ګوزار کړی دی.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې د سفر او تګ راتګ محدودیتونو او د حجاب د سختو مقرراتو پلي کولو د افغان ښځو ټولنیز ژوند په بشپړ ډول اغېزمن کړی دی. دغه راز په روغتیايي برخه کې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابله‌ګانو د کمښت جدي اندېښنې هم راپارېدلې دي، ځکه د زده‌کړو بندیز به په اوږد مهال کې روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ کړي.

بل خوا، ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې په دولتي ادارو او موسسو کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د محدودیتونو او له کار څخه د هغوی له یو مخیز اخراج وروسته، په افغانستان کې د هغو ښځو شمېر چې د شخصي سوداګرۍ جوازونه لري، ۱۰ زرو ته رسېدلی دی.

د دغه سازمان په وینا، دا شمېره د پنځو کلونو وړاندې پرتله لس چنده زیاته شوې، چې ښيي افغان ښځې له سختو شرایطو سره سره د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره هڅې کوي.

د لویدیځ زون لپاره طالب مسوولینو دیني او عصري زده‌کړو ته د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱
100%

د لویدیځ زون د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو واليانو او نورو مسوولینو په همغږۍ غونډه کې د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کولو، د جنايي پېښو د راکمولو، د نشه يي توکو د کر، تولید او قاچاق د مخنیوي او خلکو ته د دیني او عصري زده‌کړو د لا ښې زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

د هرات لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې چې د هرات لپاره د طالبانو د والي په مشرۍ جوړه شوې وه، د بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو لپاره د طالبانو والیانو، قاضیانو، امنیه قومندانانو او نورو مسوولینو ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې غونډه کې د کارموندنې د فرصتونو رامنځته کولو، د جنايي پېښو د کچې د راکمولو، د نشه يي توکو د کر، تولید او قاچاق د مخنیوي او همدارنګه خلکو ته د دیني او عصري زده کړو د لا ښې زمینې د برابرولو په اړه بحث او خبرې وشوې».

پر دیني او عصري زده‌کړو د دغو طالب چارواکو ټینګار په داسې حال کې دی، چې دغې ډلې له نږدې پنځو کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې دي.

د هرات لپاره د طالبانو والي اسلام‌جار ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو له ټینګار سربېره وویل، په هر ولایت کې دې د کرنې، صنعت او رغنیزو چارو په برخو کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوالو د طالبانو له لوري پر ټولنیز ژوند د محدودیتونو د لګولو او په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د مخنیوي او همداراز د بېکارۍ او فقر له امله په مرګونو او ناقانونو لارو نورو هېوادنو ته مخه کړې ده.

اروپایي پولیسو له ترکیې نه اروپا ته د افغان کډوالو د قاچاق لویه شبکه ړنګه کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱
100%

د اروپايي پولیسو ادارې (یورو پول)په همغږۍ د انسانانو د قاچاق یوه مشکوکه شبکه په نښه شوې چې ویل کېږي افغان کډوال یې د بالکان له لارې لوېدیزې اروپا ته انتقالول. په نیول شویو کسانو کې د شبکې یو اصلي مشکوک مشر، دوه پولیس افسران او د دې ډلې دوه نور احتمالي غړي شامل دي.

د څېړنو له مخې، دا شبکه له ۲۰۲۵ کال راهیسې فعاله وه او په ځانګړي ډول یې افغان وګړي له ترکیې، بلغاریا او سربیا څخه د لوېدیزې اروپا پر لور قاچاق کول. ویل کېږي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او جولای ترمنځ دې ډلې ګڼ شمېر کډوال انتقال کړي دي.

د عملیاتو پر مهال پلټونکو پنځه کورونه او ځایونه تلاشي کړي دي.

چارواکو درې موټر نیولي چې د کډوالو د انتقال لپاره ترې کار اخیستل کېده.

همدارنګه وسلې، مرمۍ، مخابره‌يي دستګاه، ګرځنده ټیلیفونونه او شاوخوا ۵۷۰۰ یورو او ۴۰ زره سربیايي کرنسي هم ترلاسه شوې دي.

د دې قضیې اهمیت ځکه زیات شوی چې دوه پولیس افسران هم د دې قاچاقي شبکې په فعالیتونو کې د ښکېلتیا په تور نیول شوي دي.

د یورو سکیوریټي او بلغاریايي رسنیو د رپوټونو له مخې، کډوال لومړی له ترکیې څخه بلغاریا ته انتقالېدل، وروسته هغوی د بلغاریا او سربیا ترمنځ د «شنې پولې» سیمې ته رسول کېدل او له رسمي سرحدي لارو پرته به پلي تېرېدل. وروسته د قاچاق شبکې غړو هغوی د مخکې ټاکل شویو جي پي اېس نښو له مخې په سربیا کې ترلاسه کول.

د څېړونکو په وینا، دې ډلې کډوالو ته لنډمهاله استوګنځایونه برابرول او بیا یې د سربیا له لارې د هنګري تر پولې او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې لوېدیزو هېوادونو ته د تګ زمینه برابروله.

ویل کېږي چې کډوالو د بلغاریا او سربیا له پولې څخه تر بلګراد پورې د انتقال لپاره شاوخوا زر یورو ورکول او د سربیا ـ هنګري پولې ته د رسېدو لپاره یې نور ۳۰۰ یورو ورکول.

د پلټونکو په وینا، ډېری پیسې د حوالې له لارې لېږدول کېدې، چې له بانکي سیستم پرته د پیسو د انتقال لپاره کارول کېږي.

دا عملیات د یوروپول د ځانګړې عملیاتي ډلې له لارې ترسره شوي چې د بالکان پر مسیر د انسانانو د قاچاق د شبکو پر ضد مبارزه کوي.

یوروپول د اړوندو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو تبادله او د عملیاتو همغږي برابره کړې ده. د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، دغه سازمان څلور بلغاریايي څېړونکي سربیا ته استولي وو چې د عملیاتو پر مهال له ځایي چارواکو سره مرسته وکړي.

د عملیاتو په ورځ د یوروپول یو متخصص هم په ساحه کې موجود و چې د اروپا د معلوماتي سیستمونو له لارې یې د معلوماتو ارزونه او څېړونکو ته عملیاتي ملاتړ برابر کړی و.

دغه ځانګړې کاري ډله د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې جوړه شوې وه، چې د بالکان پر مسیر د نړیوالو قاچاقي شبکو پر وړاندې ګډه مبارزه پیاوړې کړي. سربیا هم په دې وروستیو کې له دې نوښت سره یوځای شوې ده.

یوروپول وايي، د کډوالو قاچاق په اروپايي ټولنه کې د منظمو جرمونو له مهمو بڼو څخه دی او د دې شبکو د له منځه وړلو لپاره د هېوادونو ترمنځ نږدې همکارۍ ته اړتیا ده.

د دې ادارې په وینا، د قاچاق شبکې د کډوالو له جذب څخه نیولې، تر انتقال، مالي جریانونو او لوژستیکي چارو پورې په منظم ډول فعالیت کوي.

د کډوالو ماشومانو د ملاتړ لپاره په جاپان کې د افغان دودیزو غالیو ګرځند نندارتون پیل شوی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱
100%

د جاپان د کاماکورا ښار په «ګالري انیشي» کې د افغانستان د دودیزو لاسي اوبدل شویو غالیو نندارتون پیل شوی دی. د جاپاني رسنیو د راپور له مخې، دغه نندارتون د هغو افغان کډوالو ماشومانو د ملاتړ لپاره جوړ شوی چې د جګړو او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله له خپلو سیمو کډوال دي.

د «جیکو نو اتلیه نیګاتا» نندارتون‌ځای، چې د فرنیچر د وارداتو او پلور شرکت «سانپوشا» له خوا اداره کېږي، د افغانستان د لاسي غالیو دغه ګرځند نندارتون په بېلابېلو جاپاني ښارونو کې ګرځوي.

د یاد شرکت استازي ویلي چې غواړي خلک د افغان غالیو له لارې د افغانستان د کډوالو د وضعیت په اړه فکر ته اړباسي.

راپور زیاتوي چې د غالیو د پلور د عوایدو یوه برخه د کډوالو ماشومانو لپاره د مرستو په موخه کارول کېږي.

د نندارتون په ترڅ کې د هغو ماشومانو لپاره بکسونه هم برابر شوي چې د مرستو له لارې یې ترلاسه کوي.

دغه نندارتون به د جولای تر ۲۱مې نېټې پورې دوام وکړي.

په دایکندي او غزني کې په دوو پېښو کې یو پخوانی نظامي او یو قومي مشر وژل شوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
100%

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې په دایکندي کې د ملي امنیت یو پخوانی افسر او د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې یو قومي مشر په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي. د دوی په وینا، پخوانی نظامي محمدعلي توپان د پنجشنبې په ماښام ناپېژاندو وسله‌والو وژلی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په غزني کې د یوه قومي مشر قادرعلي رفعت جسد هم تر یوې شپې او ورځې بې‌درکه کېدو وروسته موندل شوی دی.

سرچینو د هغه په بدن کې د شکنجې او ټپونو د نښو لیدلو خبر ورکړی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، پخواني نظامي محمدعلي توپان له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، د طالبانو د ټولبښنې له اعلان وروسته په هېواد کې پاتې شوی و.

د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو استخباراتو شاوخوا دوه کاله وړاندې هغه د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی و.

هغه یو څه وخت د کابل په پلچرخي او په پروان کې د بګرام په زندانونو کې تېر کړ او شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې خوشې شو او دایکندي ولایت ته راستون شو او په کرنه بوخت شو.

هغه ۶ اولادونه لري چې تر ټولو مشر یې یو ۲۷ کلن زوی دی.

په یوه بله پېښه کې، په غزني کې سیمه‌ییزو سرچینو وویل چې د قره‌باغ ولسوالۍ یو قومي مشر قادرعلي رفعت، د پنجشنبې په سهار د چنګاښ په ۲۴مه له خپل کور څخه په موټرسایکل د «علي‌اباد تمکي» بازار په لور روان او بې‌درکه شوی و.

د دغو سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو تر یوې شپې او ورځې لټون وروسته، د هغه جسد وموند.

ویل کېږي بریدګرو لومړی هغه شکنجه کړی او بیا یې په ډزو وژلی دی.

د دغو دوو وژنو انګېزه او عاملین تر اوسه نه دي څرګند شوي او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.