د بنو پولیسو له دوه سوه زیات افغان وکړي جبري افغانستان ته ستانه کړي

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې ۲۰۱ مېشت افغان وګړي د پېژندنې او قانوني چارو له بشپړېدو وروسته د تورخم پولې له لارې افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې ۲۰۱ مېشت افغان وګړي د پېژندنې او قانوني چارو له بشپړېدو وروسته د تورخم پولې له لارې افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي دي.
د بنو مرستیال کمېشنر عمر خطاب ګروکي ویلي، د پولیسو له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د ټولو ستانه کړل شویو کسانو پېژندنه په بشپړه توګه تصدیق شوي او له قانوني پړاوونو وروسته د حکومتي اصولو له مخې د تورخم پولې له لارې افغانستان ته استول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه اقدامات د فدرالي او صوبايي حکومتونو د پالیسۍ له مخې، د پولیسو او نورو اړوندو ادارو په همغږۍ ترسره کېږي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې پکې د کورونو نړول، د پېژندپاڼو پلټنه او د افغانانو نیول او ایستل شامل دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د پېښور اړوند د مټني په سیمه کې، چې شاوخوا ۲۰۰ افغان کورنۍ پکې اوسېدې، ګڼ کورونه د جولای په روانه میاشت کې نړول شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي، ۵۰ کلن نجیب الرحمن، ویلي چې غوښتل یې د خپل پلار درمل او د ماشومانو د ښوونځي اسناد له کوره وباسي، خو د ده په وینا پولیسو ورته اجازه ورنه کړه او کور یې ونړاوه.
هغه وویل، اوس خلک خپل د کور سامانونه، لکه بسترې او لمریزې برېښنا وسایل، په موټرو کې باروي او افغانستان ته ستنېږي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د جون په میاشت کې امنیتي ادارو ته امر کړی و چې د جولای له لسمې نېټې وروسته بې ویزې افغانان ونیسي او بېرته یې افغانستان ته ولېږي.
په پېښور کې یوه امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی خپور شوی، ویلي د جولای له لسمې راهیسې د بې اسناده افغانانو پر ضد پراخ عملیات روان دي او پولیسو له دې وړاندې د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو معلومات راټول کړي وو.
چارواکو ویلي، د جولای له لسمې مخکې افغانانو ته د جوماتونو د لاوډسپیکرونو او د قومي مشرانو له لارې خبرداری ورکړل شوی و چې سیمه پرېږدي.
خو ځینو افغانانو ویلي، د اقتصادي ستونزو او بې وسۍ له امله نه شي کولای ژر ووځي.
د مټني یوه بل اوسېدونکي ۷۰ کلن احمد ملا، چې کور یې هم نړول شوی، ویلي: «پولیس زموږ شرایط نه ګوري، نه زما روغتیا ته پام کوي او نه دا چې جېب کې پیسې لرم که نه.»
په همدې حال کې، په پېښور کې د «وړوکی کابل» په نوم مشهور بورډ بازار، چې زرګونه افغان سوداګر پکې کاروبار کوي، هم اغېزمن شوی دی.
د بازار یوه سوداګر ذبيح الله ویلي، د پولیسو د عملیاتو له امله ډېر افغانان په خپلو کورونو کې پټ دي او کاروبارونه نږدې درېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جولای تر ۱۱مې پورې په اوو ورځو کې نږدې شپږ زره او ۲۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته جبري ستانه شوي، چې دا د تېرې اوونۍ په پرتله شاوخوا یو پر درېیمه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د امنیتي دلایلو له مخې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او تر اوسه شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
اوس هم د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
پاکستان ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې د وسلهوالو بریدونو له زیاتېدو وروسته یې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پالیسي پلې کړې او ان د افغانستان دننه یې هم د هغو وسلهوالو پر ضد هوايي بریدونه کړي چې د اسلاماباد په وینا له افغان خاورې فعالیت کوي.
خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د خيبرپښتونخوا کوز دير ولسوالۍ کې ۲ ورځې وړاندې پر پوليسو له وسلهوال بريد وروسته په دغه ایالت کې د پوليسو امنيتي ګزمې ډېرې شوې دي. تر دې مخکې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وو، چې په پښتونخوا کې له ماښام وروسته د حکومتي ځواکونو پر ځای وسلهوال حاکمیت لري.
د خیبرپښتونخوا په کوز دير ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) پر پوليسو د وسلهوالو په برید کې درې سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپيان شوي وو.
په خيبرپښتونخوا کې پر پوليسو د وسلهوالو د بریدونو له ډېرېدو سره سم پر ځايي حکومت سختې نیوکې روانې دي.
له دغو نیوکو وروسته د بره دير ولسوالۍ د پوليسو مشر اسلم نواز د ډیورند کرښې په اوږدو کې له پوستو د لیدنې په ترڅ کې ویلي، په سيمه کې به د امن د دښمانو پر ضد عمليات دوام ولري.
د خيبرپښتونخوا پوليسو په شانګله، چارسده، صوابۍ او کرک ولسواليو کې هم د ورته چاڼیزو عملياتو له پیله خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، په دې وروستيو کې د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان يوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، چې په پښتونخوا کې له ماښامه تر سهاره حکومت نهشته او په دې موده کې پوليس له خپلو حوزو (تاڼو) څخه بهر نه راوځي او پر ځای یې وسلهوال خپل حاکمیت چلوي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې یې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د سختو نښتو پر مهال لږ تر لږه ۲۴ وسلهوال وژلي دي. خو پوځ په دې اړه چې ایاد په دې نښتو کې دوی ته څه زیان رسېدلی او که نه، څه نهدي ویلي.
د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه عملیات د یادې ولسوالۍ پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د وروستیو ځانمرګو بریدونو او «ترهګریزو» بریدونو په غبرګون کې پیل شوي دي.
په دې وروستيو کې د ډيورند کرښې ته څېرمه قبايلي او د ایالت سویلي ولسواليو کې د ناامنیو لمن پراخه شوې ده.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې وژل شوي کسان د هند په نیابتي ډلې پورې تړاو لري، چې په سیمه کې یې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.
دوی همداراز څرګنده کړې، چې په دغو عملیاتو کې یې یوه انداه وسلې یې ترلاسه کړي، خو په دې اړه ایا په دغو نښتو کې دوی ته هم زیان اوښتی او که نه، څه نهدي ویلي.
د پاکستان پوځ ټینګار کړی، چې د هېواد د ملي امنیت د عالي کمېټې لهخوا د تصویب شوي پلان «عزم استحکام» تر عنوان لاندې به د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د تمویل کېدونکو وسلهوالو پر وړاندې د بېرحمانه مبارزې لړۍ په ټول هېواد کې په پوره سرعت سره پر مخ یوړل شي.
په پېښور کې د خيبرپښتونخوا د اعلی وزیر په کور کې د ایالتي حکومت تر چتر لاندې له دغه ایالت سره د یو ځای شویو ولسوالیو (پخوانۍ فاټا) او ملاکنډ ډویژن کې د مالیاتو د نفاذ په اړه جوړه شوې لويه جرګه کې په ملاکنډ، پخوانۍ فاټا او پاټا کې د لګول شویو مالیاتو د بېرته اخیستلو غوښتنه وشوه.
د دغې جرګې په پرېکړه لیک کې چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) خپره شوې راغلي: «جرګه په پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) او پاټا کې د ولسونو پر وړاندې ناامنیو، بېځایه کېدو، ځاني او مالي زیانونو، بې روزګارۍ او وروسته پاتې والي ژوره اندېښنه څرګندوي. د دغو سیمو خلکو د سولې او د هېواد د ثبات لپاره بېسارې قربانۍ ورکړي او نن هم د ناامنیو درنه بیه پرې کوي. په ايالت کې د ورګډولو پر مهال د لس کلن مالیاتي معافیت، په ملي مالياتي کمېسيون کې د مناسبې برخې، د پلان لاندې د پرمختیایي سرچینو، بنسټیزو اسانتیاوو او د سولې د بیا رغونې ژمنې شوې وې، نه مرکزي مالي ژمنې پوره شوې، نه لازمې پرمختیایي سرچینې چمتو شوې او نه هم بشپړه سوله راغله».
په پرېکړه لیک کې څرګنده شوې: «په داسې شرایطو کې پر ولس، سوداګرو او صنایعو د مالیاتو لګول لویه تېروتنه او بېانصافي ده. جرګه د ایالتي حکومت تر واک لاندې د ټولو مالیاتو د بېرته اخیستلو د اعلان هرکلی کوي او له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په پخوانۍ فاټا او پاټا کې لګول شوي وفاقي مالیات سمدستي بېرته واخلي».
همداراز ويل شوي: «مالیاتي معافیت دې بېرته فعال شي او ټولې مالي، پرمختیایي او له سولې سره تړلې ژمنې دې پوره کړل شي او د غوښتنو د نهمنل کېدو په صورت کې به د قانوني، پارلماني او سوله ییزې ولسي مبارزې ګډه تګلاره غوره کړل شي».
د اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ جوړه شوې ایالتي جرګه کې د ایالت والي فيصل کريم کنډي، سیاسي مشرانو، غوره شويو استازو، قبایلي مشرانو او سوداګرو ګډون درلود او د پرېکړه ليک بشپړ ملاتړ یې څرګند کړی دی.
د پېښور د پولیسو عملیاتي څانګې مشر فرحان خان ویلي، په دغه ښار کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات (د جولای په ۱۰مه) د اعلان شوي ضربالاجل تر پای ته رسېدو وروسته روان دي او تر اوسه په دغه ښار کې ۶۴۰ افغان کډوال نیول شوي دي.
هغه وویل، نیول شوي ټول کسان په ناقانونه ډول په پاکستان کې اوسېدل چې تر نیول کېدو وروسته د افغان کډوالو د ناصر باغ پنډغالي ته لېږدول شوي او وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، پولیس د دغه عملیاتو اړوند بشپړ معلومات او شمېرې راټولوي؛ خو د وروستیو او کره شمېرو ورکول لا وختي دي، ځکه د معلوماتو راټولولو لړۍ لاهم دوام لري.
د هغه په وینا؛ د کډوالو د پنډغالو تر تړل کېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د ښار بېلابېلو استوګنیزو سیمو ته لېږدول شوي وو، چې اوس یې بشپړه نقشه او معلومات چمتو شوي دي. هغه وایي، د ښار په بېلابېلو برخو کې امنیتي پوستې فعالې دي او د پلټنو او عملیاتو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده.
هغه ومنله، چې په تېر کې د دغه عملیاتو پرمهال ځینې شکایتونه ثبت شوي وو چې د همدې لپاره شاوخوا یوه میاشت وړاندې ټولو پولیسو ته سپارښتنه شوې چې له هېڅ افغان وګړي سره دې له ناوړه چلند، ځورونې یا زور زیاتي کار نه اخلي.
فرحان خان وویل، افغان وګړي د اوږدې مودې لپاره په پاکستان کې د مېلمنو په توګه اوسېدلي؛ نو له همدې امله د بډې اخیستنې او هر ډول ناقانونه معاملې پر وړاندې د نه زغم تګلاره خپله شوې ده.
هغه ټینګار وکړ، د عملیاتو پرمهال تر ټولو مهمه خبره دا ده چې له هیچا سره بېانصافي، ځورونه او یا هم ناقانونه چلند ونه شي او پولیس په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي.