• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي له افغانستان سره د برېټانیا د مرستو د اعلان هرکلی کړی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره په راتلونکو دریو کلونو کې د برېټانیاد هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډو مالي مرستې د اعلان هرکلی کړی. کرزي هیله ښودلې چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د برېټانیا دا ګټورې همکارۍ په راتلونکي کې هم ادامه ومومي.

حامد کرزي نن شنبه، په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا مرستې د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه والي او د هغوی د لاسنيوي لپاره خورا ګټورې تمامېدای شي.

د پخواني ولسمشر په وینا، د برېټانیا دغه ډول بشري مرستې په اوسني ستونزمن وخت کې د افغانانو لپاره خورا مهمې دي.

برېټانیا د دغو مرستو د ورکړې اعلان په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اقتصادي او بشري وضعیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی.

تر اوسه د دې مرستو د وېش د څرنګوالي او د لګښت د دقیقو برخو په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

دا مرستې داسې مهال دي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما سرپرستې جورجت ګانیون په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ټینګار کړی چې یادو مرستو د افغانستان د بشري بحران په کابو کولو کې رول لوبولی دی.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۴
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۵

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بېلابېلو سرحدي سیمو کې د ګڼو قاچاقي توکو او وسلو د نیولو خبر ور کړی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې ځواکونو یې په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو سرحدي سیمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي، طبي درمل، وسایط او وسلې کشف او نیولي دي. په دغو توکو کې بېلابېل روغتیایي درمل، اپین، شیشه، کلاشنکوفونه او لسګونه موټر شامل دي.

د طالبانو د دفاع وزارت نن شنبه، د چنګاښ پر ۲۷مه وویل، چې په نیول شویو توکو کې نهه کارتنه بېلابېل روغتیایي درمل، ۲۳ بنډله ثانیه سوز، دوه زره او ۳۰۰ ګرامه اپین او ۱۸ کیلوګرامه شیشه شامل دي.

یاد وزارت ویلي، چې د دې ترڅنګ اته میله کلاشنکوفونه، دوه میله روسي پیکا، اووه میله ایم-۴ ټوپک، ۱۲ تومانچې او ۲۶۲ بېلابېلې درندې مرمۍ هم د طالبانو د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت زیاته کړې ده چې د یادو قاچاقي توکو د لېږد په تړاو ۱۶ تنه قاچاقبران هم نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغو کسانو غوښتل چې یاد توکي او وسلې په غیرقانوني توګه له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته قاچاق کړي، چې تر نیول کېدو او لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو قانوني مراجعو ته وسپارل شول.

په دغو کشف شویو توکو کې شپږ موټرسایکلونه، ۵۶ موټر او د موټرو پرزې هم شاملې دي چې د طالبانو دفاع وزارت اړوند د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو او قطعاتو د مسوولیت په ساحو کې نیول شوي دي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې سرحدي ځواکونه یې په سرحدي سیمو کې د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو او د توکو د قاچاق مخنیوي ته ژمن دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزو لارو تړل کېدو سره په سرحدي سیمو کې د قاچاق کچه لوړه شوې ده.

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱
100%

په کندهار کې د یوه چینايي وګړي د واده پر مراسمو ددغه ولایت یو شمیر اوسېدونکو نیوکه کړې او په ټولنیزو شبکو کې یې غبرګونونه ښودلي دي. د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د ادعاوو له مخې، یوه چینايي وګړي په کندهار کې له یوې ځايي نجلۍ سره واده کړی دی.

د کندهار یو اوسېدونکي په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې که دا حالت دوام وکړي او بهرني وګړي یونیم میلیون څخه تر دوه میلیونه پورې افغانۍ ولور ور کړي نو د ټولنې غریب قشر چې اوس هم د شاوخوا نیم میلیون افغانۍ په بدل کې خپلې لوڼې زیات عمر لرونکو کسانو ته په نکاح ور کوي، لا هم دغه وضعیت پېچلی کړي.

یو شمېر نورو کاروونکو د پاکستان په ځینو سیمو کې د چینايي وګړو د ودونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې په ځینو مواردو کې د داسې ودونو په اړه وروسته ستونزې راپورته شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو یو غړي قاري تکل خوستي لیکلي، چې «په وطن کې خپل خلک ورک شول چې اوس چینايي وګړو ته خلک لوڼې ور کوي».

هغه دا د طالبانو بې مسوولیتي بللې ده.

لاتروسه طالبانو ددې چینايي وګړو د هویت او د ودونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د اماده‌ګۍ ادارې د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې په فراه، نیمروز، هلمند او د جوزجان او بلخ ولایتونو په شمالي برخو کې به د اعظمي تودوخې درجه له ۴۵درجې سانتي‌ګراډ څخه لوړه شي.

یادې ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ له ۲۶مې (جمعې) څخه د چنګاښ تر ۳۱مې (چارشنبې) پورې به د افغانستان په ډېرو سیمو کې د تودوخې درجه د نورمال حالت په پرتله لوړه وي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، په فراه، نیمروز، هلمند او د جوزجان او بلخ ولایتونو په شمالي برخو کې به د اعظمي تودوخې درجه له ۴۵درجې سانتي‌ګراډ څخه لوړه شي، چې له امله یې په دغو سیمو کې د غیرعادي ګرمۍ خطر اټکل شوی دی.

ادارې زیاته کړې چې په شمالي نیمایي کې به د اعظمي تودوخې درجه د نورمال په پرتله له دوو تر ۴ درجې سانتي‌ګراډ لوړه وي، او د اووه ورځو د اصغري تودوخې اوسط به هم د هېواد په ډېری سیمو کې له عادي کچې یو تر ۶ درجې لوړ وي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ورښتونو او سېلابونو په اړه ویلي چې د وړاندوینې په موده کې به په سوېل‌ختیزو، ختیزو او شمال‌ختیزو سیمو کې له ۵ تر ۵۰ ملي‌مترو پورې سپک او منځنی ورښت وشي، چې له امله یې په ځینو محدودو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د ادارې د معلوماتو له مخې، د تېرو ۳۰ ورځو د ورښتونو پر بنسټ په ختیزو او سوېل‌ختیزو سیمو کې مثبت بدلونونه ثبت شوي او اوس مهال کومه سیمه د سختې وچکالۍ تر اغېز لاندې نه ده.

د یوناما سرپرسته: نړۍ له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرستې اعلان وکړ چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۱ کال کې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه پورې ۱۶ میلیارده ډالره مالي مرسته چمتو کړې ده.

هغې د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې بشري اړتیاوې خورا پراخې دي او له افغانستان سره د تعامل پرې کول، د دغه هېواد راتلونکی ګواښي.

د یوناما مشرې جورجت ګانیون له «امو» خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د معیشت وضعیت او د فقر کړکېچ په تشرېح کولو سره وویل چې نړیوالو له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

هغې زیاته کړه چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي؛ په داسې حال کې چې اوسمهال د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خلک د خوړو له سختې ناامني سره مخ دي او د خپل بل وخت د ډوډۍ د لرلو په اړه ډاډه نه دي.

ګانیون په دې ټینګار سره چې د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس تر ۲۴ کلونو کم عمره ځوانان جوړوي، د نړیوال ملاتړ او تعامل د زیاتوالي غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د افغانستان پرېښودل او انزوا، د دغه ځوان نسل راتلونکی نه شي جوړولی.

د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مشرې د دغې مرکې په بله برخه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خپلواکې ارزونې له واکمنو چارواکو (طالبانو) سره د یوه جوړښت لرونکي تعامل د پیل لپاره سپارښتنې وړاندې کړې وې.

د هغې په وینا، که څه هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکتور په څېر برخو کې رغنده ګامونه پورته شوي، خو په کلیدي دوسیو کې چې ډیپلوماتیک مشروعیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، نړیوالې ژمنې او د ټولشموله حکومت جوړول پکې شامل دي، هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

هغې څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د سیمې هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو د حضور په اړه خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې دي.

ګانیون همدارنګه د تېر حکومت د پخوانیو چارواکو ترور ته په اشارې، د طالبانو د ټولبښنې په اړه وویل، چې «د دغه فرمان له اعلان سره سره، د هغې د نقض پېښې لا هم روانې دي. واکمنو چارواکو ته زموږ پیغام روښانه دی؛ تاسو ټولبښنه اعلان کړې ده، نو باید په بشپړه توګه یې پلي کړئ.»

د یوناما مشرې د نجونو د زده کړو له محرومیت او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار له بندیز سره د طالبانو چلند د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض وباله او ویې ویل: «افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په دولتي ښوونځیو کې د زده کړې اجازه نه ورکوي».

ګانیون په دې مرکه کې د یوناما پر سیاسي رول ټینګار وکړ او دا ماموریت یې په افغانستان کې «د نړیوالې ټولنې سترګې او غوږونه» وبلل.

اڅکزی: امریکا او روس دواړه د افغانستان پوروړي دي، خو افغانان لا هم د جګړو بیه پرېکوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۴ GMT+۱
100%

د پاکستان د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال ټولې نړۍ د افغانستان د ازادۍ ملاتړ کاوه، خو وروسته یې افغانان یوازې پرېښودل او هېواد یې د جګړو او ورانۍ کندې ته وغورځاوه.

اڅکزي په کوټه کې پرلت ته د وینا پر مهال وویل، کله چې شوروي ځواکونه افغانستان ته ننوتل، امریکا او د نړۍ ډېرو هېوادونو دا د یوه ستر ځواک له لوري پر یوه کوچني هېواد یرغل وباله او د افغانانو د ازادۍ د ملاتړ شعارونه یې ورکول.

د نوموړي په وینا، د نړۍ په دوو لویو جګړو کې شاوخوا ۳۰ هېوادونه ښکېل وو، خو د افغانستان د جګړې پر مهال نړۍ په دوو برخو ووېشل شوه، شوروي اتحاد او متحدین یې یوې خوا ته او امریکا، عربي او غربي هېوادونه، کمونېست چین او جاپان بلې خوا ته ودرېدل او ویل یې چې شوروي د افغانستان ازادي تر پښو لاندې کړې ده.

اڅکزي وویل، د هغه وخت د پاکستان پوځي واکمن جنرال ضیاءالحق د یوې خبري غونډې پر مهال، یوه خبریال افغان جنګیالیو ته د "باغیانو" ټکی وکاراوه، خو ضیاءالحق هغه سملاسي ودرولو او ویې ویل چې هغوی باغیان نه، بلکې "مجاهدین" او "د ازادۍ لپاره جنګېدونکي" دي.

هغه زیاته کړه، پاکستان هغه مهال د خپلو موخو لپاره افغانان د "الله سپاهیان" بلل او ویل یې چې افغانان د خالد بن ولید وارثان دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ادعا وکړه چې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري، چې په مصر کې د انور سادات د وژنې په قضیه کې بندي و، پاکستان له خپلو ملګرو سره راوست او د چیچن، تاجک او ازبک جنګیالیو ترڅنګ یې په پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) کې ځای پر ځای کړل.

د نوموړي په وینا، دغه وسله‌وال وروسته دومره پیاوړي شول چې شاوخوا ۱۳۰۰ سیمه‌ییز مشران یې ووژل.

اڅکزي وویل، کله چې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، امریکا ژمنه کړې وه چې د ازادۍ او ولسواکۍ لپاره ولاړه ده، خو د شوروي له وتلو وروسته امریکا هم افغانستان پرېښود او هېواد یې د ده په ټکو "د لېوانو خولې ته وغورځاوه".

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې داسې سخت وضعیت رامنځته شو چې "خلکو د لوږې له امله د خلکو غوښې وخوړې."

اڅکزي وویل، امریکا، د هغې متحدین، روس او د هغه متحدین ټول د افغانستان پوروړي دي، ځکه د ده په وینا، په افغانستان کې یې له اټومي بم پرته نږدې هر ډول وسلې وکارولې او هېواد یې په کنډوالو بدل کړ.

هغه وویل، اوس هم هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، لوی شوي او زده کړې یې کړې دي، له هېواده ایستل کېږي، حال دا چې د ده په خبره، د جګړو او سیاستونو قربانیان همدغه خلک دي.