د څېړنو له مخې، دا شبکه له ۲۰۲۵ کال راهیسې فعاله وه او په ځانګړي ډول یې افغان وګړي له ترکیې، بلغاریا او سربیا څخه د لوېدیزې اروپا پر لور قاچاق کول. ویل کېږي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او جولای ترمنځ دې ډلې ګڼ شمېر کډوال انتقال کړي دي.
د عملیاتو پر مهال پلټونکو پنځه کورونه او ځایونه تلاشي کړي دي.
چارواکو درې موټر نیولي چې د کډوالو د انتقال لپاره ترې کار اخیستل کېده.
همدارنګه وسلې، مرمۍ، مخابرهيي دستګاه، ګرځنده ټیلیفونونه او شاوخوا ۵۷۰۰ یورو او ۴۰ زره سربیايي کرنسي هم ترلاسه شوې دي.
د دې قضیې اهمیت ځکه زیات شوی چې دوه پولیس افسران هم د دې قاچاقي شبکې په فعالیتونو کې د ښکېلتیا په تور نیول شوي دي.
د یورو سکیوریټي او بلغاریايي رسنیو د رپوټونو له مخې، کډوال لومړی له ترکیې څخه بلغاریا ته انتقالېدل، وروسته هغوی د بلغاریا او سربیا ترمنځ د «شنې پولې» سیمې ته رسول کېدل او له رسمي سرحدي لارو پرته به پلي تېرېدل. وروسته د قاچاق شبکې غړو هغوی د مخکې ټاکل شویو جي پي اېس نښو له مخې په سربیا کې ترلاسه کول.
د څېړونکو په وینا، دې ډلې کډوالو ته لنډمهاله استوګنځایونه برابرول او بیا یې د سربیا له لارې د هنګري تر پولې او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې لوېدیزو هېوادونو ته د تګ زمینه برابروله.
ویل کېږي چې کډوالو د بلغاریا او سربیا له پولې څخه تر بلګراد پورې د انتقال لپاره شاوخوا زر یورو ورکول او د سربیا ـ هنګري پولې ته د رسېدو لپاره یې نور ۳۰۰ یورو ورکول.
د پلټونکو په وینا، ډېری پیسې د حوالې له لارې لېږدول کېدې، چې له بانکي سیستم پرته د پیسو د انتقال لپاره کارول کېږي.
دا عملیات د یوروپول د ځانګړې عملیاتي ډلې له لارې ترسره شوي چې د بالکان پر مسیر د انسانانو د قاچاق د شبکو پر ضد مبارزه کوي.
یوروپول د اړوندو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو تبادله او د عملیاتو همغږي برابره کړې ده. د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، دغه سازمان څلور بلغاریايي څېړونکي سربیا ته استولي وو چې د عملیاتو پر مهال له ځایي چارواکو سره مرسته وکړي.
د عملیاتو په ورځ د یوروپول یو متخصص هم په ساحه کې موجود و چې د اروپا د معلوماتي سیستمونو له لارې یې د معلوماتو ارزونه او څېړونکو ته عملیاتي ملاتړ برابر کړی و.
دغه ځانګړې کاري ډله د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې جوړه شوې وه، چې د بالکان پر مسیر د نړیوالو قاچاقي شبکو پر وړاندې ګډه مبارزه پیاوړې کړي. سربیا هم په دې وروستیو کې له دې نوښت سره یوځای شوې ده.
یوروپول وايي، د کډوالو قاچاق په اروپايي ټولنه کې د منظمو جرمونو له مهمو بڼو څخه دی او د دې شبکو د له منځه وړلو لپاره د هېوادونو ترمنځ نږدې همکارۍ ته اړتیا ده.
د دې ادارې په وینا، د قاچاق شبکې د کډوالو له جذب څخه نیولې، تر انتقال، مالي جریانونو او لوژستیکي چارو پورې په منظم ډول فعالیت کوي.