• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په دایکندي او غزني کې په دوو پېښو کې یو پخوانی نظامي او یو قومي مشر وژل شوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۵۹ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې په دایکندي کې د ملي امنیت یو پخوانی افسر او د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې یو قومي مشر په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي. د دوی په وینا، پخوانی نظامي محمدعلي توپان د پنجشنبې په ماښام ناپېژاندو وسله‌والو وژلی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په غزني کې د یوه قومي مشر قادرعلي رفعت جسد هم تر یوې شپې او ورځې بې‌درکه کېدو وروسته موندل شوی دی.

سرچینو د هغه په بدن کې د شکنجې او ټپونو د نښو لیدلو خبر ورکړی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، پخواني نظامي محمدعلي توپان له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، د طالبانو د ټولبښنې له اعلان وروسته په هېواد کې پاتې شوی و.

د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو استخباراتو شاوخوا دوه کاله وړاندې هغه د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی و.

هغه یو څه وخت د کابل په پلچرخي او په پروان کې د بګرام په زندانونو کې تېر کړ او شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې خوشې شو او دایکندي ولایت ته راستون شو او په کرنه بوخت شو.

هغه ۶ اولادونه لري چې تر ټولو مشر یې یو ۲۷ کلن زوی دی.

په یوه بله پېښه کې، په غزني کې سیمه‌ییزو سرچینو وویل چې د قره‌باغ ولسوالۍ یو قومي مشر قادرعلي رفعت، د پنجشنبې په سهار د چنګاښ په ۲۴مه له خپل کور څخه په موټرسایکل د «علي‌اباد تمکي» بازار په لور روان او بې‌درکه شوی و.

د دغو سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو تر یوې شپې او ورځې لټون وروسته، د هغه جسد وموند.

ویل کېږي بریدګرو لومړی هغه شکنجه کړی او بیا یې په ډزو وژلی دی.

د دغو دوو وژنو انګېزه او عاملین تر اوسه نه دي څرګند شوي او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۴
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۵

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

د تورخم له لارې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو ۷۳ کانټینر لېږدول شوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱
100%

د تورخم د ګمرک سرچینې وایي، چې افغانستان ته په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو ۷۳ موټر تللي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ۱۳ نورو کانټینرو د ګمرک د تصفیې چارې روانې دي. افغانستان ته د تورخم له لارې د زر کانټینرو لېږد په پام کې نیول شوی.

په تورخم کې د ګمرک سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د خوراکي توکو ۷۳ کانتینر افغانستان ته اوښتي دي او د ۱۳ نورو کانټینرو د ګمرګي تصفیې بهیر روان دی.

د دې مرستو په لېږد کې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې، په ځانګړي ډول د خوړو نړیوال پروګرام او نور بشري بنسټونه شامل دي.

د ګمرک د معلوماتو له مخې، ملګرو ملتونو د بشري مرستو په موخه پرېکړه کړې چې افغانستان ته د خوراکي توکو ۱۰۰۰ کانتینر ولېږي.

د پاکستان حکومت او د طالبانو ادارې ددغو کانټینرونو له لېږد سره هوکړه کړې ده.

دغه کانټینر لیږدووونکي موټر د جولای له ۱۴مې نېټې راهیسې افغانستان ته د بشري مرستو اړوند توکي لېږدوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا له امله د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې تړل شوې دي.

دغه مرستې به د افغانستان بېلابېلو زیانمنو سیمو، په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ ولایتونو او شاوخوا سیمو کې اړمنو کورنیو ته ورسول شي.

په دغو مرستو کې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ ماشومانو او میندو لپاره ځانګړي غذایي مواد، غذایي مکملونه، نباتي غوړي او بډایه شوي بسکټ شامل دي.

د طالبانو د کلتور وزارت معیین: د واخان د نا امنه کولو هڅې به له سخت غبرګون سره مخ شي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معیین حیات‌الله مهاجر فراهي خبرداری ورکړی چې د واخان دهلېز د ناامنه کولو هر ډول هڅه به د دوی له سخت غبرګون سره مخ شي. نوموړي ویلي، چې د هېواد کورني او بهرني دښمنان باید په دې برخه کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو جدیت او حساسیت درک کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معیین حیات‌الله مهاجر فراهي د چنګاښ پر ۲۶مه په اېکس کې یو پوسټ خپور کړی او وايي، چې د دغه ستراتیژیک دهلېز د امنیت ساتنه د دوی د ځواکونو په لومړیتوبونو کې ده او په دې برخه کې به هېڅ ډول غفلت ونه شي.

د طالبانو دغه جګپوړي چارواکي همدارنګه زیاته کړې، «هغه کړۍ او ډلې چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ نشي زغملی او په دې لاره کې خنډونه جوړوي، د ترحم وړ نه دي».

هغه په ډاګه کړې چې د هېواد د اقتصادي پروژو او پرمختګونو پر وړاندې به د هر ډول اخلال او ورانکارۍ مخه په کلکه او په سختو اقداماتو ونیول شي.

د واخان دهلېز د افغانستان یو له خورا مهمو او ستراتیژیکو سیمو څخه دی چې هېواد له چین سره نښلوي او په وروستیو کې د ترانزیت او اقتصادي نښلونې لپاره پرې ځانګړی تمرکز شوی دی.

پر دې سربېره دا سیمه د چین لپاره هم مهمه ده او تاجکستان هم چې په بدخشان کې له افغانستان سره پوله لري، د افغانستان له اړخه وخت ناوخته د امنیتي اندېښنو څرګندونې کوي.

د طالبانو د کلتور وزارت د معیین دغه غبرګون داسې مهال دی، چې تازه د سپاهیان میهن په نامه یوې نوې وسله والې ډلې د بدخشان د کوز یفتل ولسوالۍ ودانۍ د څو ساعتونو لپاره ونیوله.

دې ډلې د خپل برید او فعالیت لامل د طالبانو له خوا له خلکو سره بې عدالتي ښودلې ده.

په هلمند کې د «وطن غږ» په نامه یوې نوې راډیو خپرونې پیل کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۱
100%

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د «وطن غږ» په نوم یوې نوې سیمه ییزې خصوصي راډیو پر اف ام څپو په فعالیت پیل وکړ. د دې راډیو د نشراتو مدیر ویلي، چې د دوی موخه اسلامي او ملي ارزښتونو ته کار کول او هلمندي ولسونو ته په دیني، ښوونیزو او اقتصادي برخو کې خدمت کول دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه، د چنګاښ پر ۲۷مه ددې راډیو د یو مسوول له قوله ویلي، چې د دغې نوې راډیو ټول کارکوونکي به پوره هڅه وکړي چې په دیني، ښوونیزو، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ولس ته بېلابېلې خپرونې وړاندې کړي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو امر د دغې نوې خصوصي غږیزې رسنۍ د فعالیت پیل د خوښۍ ځای بللی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هلمند ولایت کې ۲۴ انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

یاد طالب چارواکي د ټولو فعالو رسنیو له مسوولینو غوښتنه کړې چې په خپلو خپرونو کې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي.

یادې خصوصي راډیو داسې مهال په فعالیت پیل کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمه‌ییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدودیتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوې او تړل شوې دي.

په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته «۱۰ زره ښځو شخصي کاروبار ته مخه کړې»

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغان ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو د محدودیتونو له امله، په افغانستان کې د هغو ښځو شمېر چې د شخصي کاروبار رسمي جواز لري، ۱۰زرو ته رسېدلی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا شمېر د پنځو کلونو مخکې په پرتله لس برابره زیات شوی.

یاد سازمان ټینګار کوي چې دا زیاتوالی د ښځو لپاره د نویو فرصتونو نښه نه، بلکې د نورو کاري لارو د تړل کېدو پایله ده.

ملګرو ملتونو د نیویارک ټایمز یوه رپوټ ته اشاره کړې او ددغه سازمان د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مرستیالې دیول مکرجي ویلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر ۱۰ زرو ډېر د ښځو د کاروبار رسمي جوازونه ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې تر ۱۴۰۰ کال مخکې دغه شمېر د ۶۰۰ او زر ترمنځ و.

هغې زیاته کړې چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ارزونو له مخې، شاوخوا ۱۲۰زره نورې ښځې هم له رسمي جواز پرته په شخصي کاروبارونو بوختې دي. د هغې په وینا، نړیوال بانک اوس کوچني کاروبارونه د ښځو تر مشرۍ لاندې تر ټولو لوی اقتصادي فعالیت ګڼي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه له اوه سلنې کمې افغانې ښځې په کار بوختې وې.

د سازمان په وینا، ډېری ښځې چې پخوا یې د انجینرۍ، وکالت او نورو مسلکونو هیله لرله، اوس د غالیو اوبدلو، صابون جوړولو او ورته محدودو فعالیتونو ته مخه کړې، ځکه یوازې د همدومره کارونو اجازه لري.

د راپور له مخې، سوداګرې ښځې لا هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي؛ د بېلګې په توګه، له محرم پرته اوږده سفرونه، له نارینه مشتریانو، عرضه کوونکو او بانکي کارکوونکو سره مستقیمه اړیکه نه شي نیولای.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې د ښځینه ښکلا سالونونو تړل کېدو شاوخوا ۶۰زره ښځې له عاید او مالي سرچینو بې برخې کړې. د راپور له مخې، له اوه سلنې کمې افغانې ښځې بانکي حساب لري او ډېری یې په کورنیو سپماوو، غیررسمي مالي شبکو او نړیوالو مرستو متکي شوې دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په وینا، له ۱۴۰۰ کال راهیسې یې له خپلو شریکانو سره په ګډه له ۹۰زرو څخه ډېرو کوچنیو او منځنیو کاروبارونو سره مالي او تخنیکي مرسته کړې، چې له امله یې د دغو کاروبارونو عاید په اوسط ډول ۲۵سلنه زیات شوی دی.

په ورته وخت کې، د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله سوداګرو ښځو ته په کورنیو نندارتونونو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې او یو شمېر ښځینه سوداګرو هم مخکې د خپلو تولیداتو د نندارې پر وړاندې د محدودیتونو شکایت کړی و.

د طالبانو دفاع وزارت د بي اېم ۲۱ په برخه کې د ۹۵ منسوبانو د فراغت خبر ور کړی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی چې د «عبدالله بن مسعود د جګړه‌ييزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ» څخه ۹۵ تنه ځوان منسوبان یې فارغ کړي دي. د وزارت په وینا، دغه کسان د سیمه‌ییزو قطعاتو او قول‌اردوګانو غړي دي چې د څلورو میاشتو لپاره یې د بي‌ايم-۲۱ ۴۰ میله دستګاه مسلکي زده‌کړې کړې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۷مه ویلي، چې ددغه وزارت رستیزوال مولوي شیراحمد «محمدي» فارغانو ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې په ترلاسه شویو مسلکي زده کړو بسنه ونه کړي او د عصري ټکنالوژۍ، وسلو او پوځي وسایلو کارول په ښه او مسلکي ډول زده کړي.

د طالبانو د دغې قوماندانۍ چارواکو ویلي چې د دوی هدف د یو قوي او منظم ځواک رامنځته کول دي چې ددوی په وینا، د اسلامي نظام دفاع او ساتنه وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مراسمو په پای کې یادو فارغ شویو منسوبینو د هېواد او اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع او ساتنې په لاره کې خپل بشپړ چمتووالی وښود.

د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې ده، چې په وروستیو میاشتو کې یې په بېلابېلو قول اردوګانو او پوځي مرکزونو کې د خپلو ځواکونو د مسلکي کېدو لپاره روزنیز پروګرامونه زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت اړوند پولیسو اکاډمۍ محصلانو ویلي، چې د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو نږدې څلور میاشتې تېریږي، خو لا هم د دغه روزنیز مرکز درسونه نه دي پیل شوي.