څو ورځې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځو د پیاوړتیا نهم اسلامي کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو استازو ګډون کړی و. د غونډې اصلي موضوع په اسلامي هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا، د زدهکړو فرصتونو پراختیا، د مهارتونو لوړول او په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د ونډې زیاتول وو.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دې کنفرانس موخه د مسلمانو ښځو د ملاتړ لپاره د ګډو تګلارو او عملي لارو چارو رامنځته کول دي.
خو د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د ښځینه چارواکو د نشتوالي له امله، افغانستان په دې غونډه کې رسمي ښځینه استازې نه درلوده.
د کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه د اسلامي ارزښتونو، د ښځو د کرامت او حقونو خلاف وبلل شول. ګډونوالو د افغان ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون د حقونو د خوندي کېدو غوښتنه وکړه.
د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وویل چې په افغانستان کې د شریعت له مخې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.
هغه د اسلامي همکاریو سازمان هڅې وستایلې، خو ویې ویل چې طالبان یوازې هغه حقونه مني چې د اسلام له احکامو سره سم وي، نه هغه حقوق چې د ده په وینا د لوېدیځو ټولنو او نړیوالو سازمانونو له خوا تعریف شوي دي.
مجاهد زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د اسلامي عالمانو له لوري اداره کېږي او د ښځو د حقونو په اړه خپلې پرېکړې د اسلامي شریعت پر بنسټ کوي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي هم ویلي چې په افغانستان کې د ښځو ټول حقونه د شریعت په چوکاټ کې تامین دي.
د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې
نړیوالو بنسټونو او یو شمېر هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنې ښودلې دي. دوی وایي، پر زدهکړو او کار بندیزونه د ښځو پر ژوند، رواني وضعیت او د ټولنې پر راتلونکې اغېز کوي.
فرزانه (مستعار نوم)، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د طب پوهنځي محصله وه، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي چې د بندیزونو له امله یې زدهکړې پرېښودې او ژوند یې له لوی بدلون سره مخ شو.
هغه وایي: «پنځه کاله عمر مې بې ګټې تېر شول او له زدهکړو او ټولنې ته له خدمت کولو پاتې شوم.»
فرزانه زیاتوي چې د ښځینه ډاکټرانو د کمېدو له امله د ښځو روغتیايي ستونزې هم زیاتېدای شي او پوښتنه کوي چې ایا د یوې اسلامي ټولنې لپاره دا مناسبه ده چې ښځې د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.
یو دیني عالم چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي چې د طالبانو له خوا د تعلیم او کار په برخه کې لګېدلي عمومي محدودیتونه د ټولنې اړتیاوې نه پوره کوي.
هغه وایي، په ځینو برخو کې د ښځو حضور، لکه طب او ښوونه او روزنه، د ټولنې اړتیا ده او طالبان باید په دغو برخو کې محدودیتونه لرې کړي.
د نوموړي په وینا، هغه مسایل چې د اسلامي اصولو خلاف ګڼل کېږي، د دواړو جنسونو لپاره باید په یوه ډول وارزول شي، خو تعلیم او کار د ټولنې اساسي اړتیا ده.
هغه زیاتوي چې له دې امله چې په افغانستان کې د نظر څرګندولو فضا محدوده ده حتی نه شي کولای په ښکاره ډول د حکومت پر تګلارو نیوکه وکړي.
بلخوا، په هرات کې د طالبانو لخوا د بد حجابۍ په تور د ښځو تر نیول کېدو وروسته هم پر طالبانو نیوکې زیاتې شوې.
د افغانستان د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال طارق عثمان هم د حجاب په اړه د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې وه.
هغه وایي چې حجاب او ستر عورت یو شان مفاهیم نه دي او ځینې دیني عالمان دا موضوعات سره ګډوي. د هغه په وینا، د یوې ځانګړې جامې پر اغوستلو ټینګار او د نه مراعت په صورت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري.
طارق عثمان ټینګار کوي چې اسلامي شریعت خلک یوې ځانګړې جامې ته نه اړ باسي او د لباس بڼه د ټولنو له دودونو او عرف سره هم تړاو لري.
هغه همداراز د حجاب او لباس د مراعت په نوم د خلکو د ځورولو او سزا ورکولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د خلکو سپکاوی او په عام محضر کې سخت چلند د اسلامي لارښوونو او انساني کرامت خلاف دی.
د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو او د اسلامي نړۍ د ځینو هېوادونو ترمنځ اختلافونه داسې مهال دوام لري چې افغانستان لا هم د ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې له جدي بحثونو او ننګونو سره مخ دی