• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو عملیاتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په بنو، ښکته جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو او د ترهګرۍ ضد ادارو په بېلابېلو استخباراتي عملیاتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي او ۲۸ شکمن کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې د بنو ولسوالۍ د بکاخېل په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شویو عملیاتو کې درې وسله‌وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د بکاخېل، جاني‌خېلو، میریان، سره درګې او وزیر په سیمو کې د وسله‌والو پر ضد عملیات دوام لري. د بنو پولیسو هم ویلي چې د میریان تحصیل د نورړ او ممبتي برکزۍ په سیمو کې د لټونیزو عملیاتو پر مهال ۲۸ شکمن کسان نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، د ښکته جنوبي وزیرستان د وانا په سیمه کې امنیتي ځواکونو د چاودېدونکو توکو له ډک یوه موټر او موټرسایکل د له منځه وړلو خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې د یوه احتمالي ځانمرګي برید مخه یې نیولې ده. د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې یو وسله‌وال وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي چې د ډېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې یې د استخباراتي عملیاتو پر مهال یو مطلوب وسله‌وال، چې د «کمانډر خالد» په نوم یې یاد کړی، وژلی دی.

د دغې ادارې په وینا، خالد په څو قضیو کې مطلوب و چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ترهګرۍ ضد ادارې د یوه سرتېري، محمد علي، د هدفي وژنې قضیه هم پکې شامله ده. ادارې ویلي چې له وژل شوي وسله‌وال څخه یې یوه ۹ ملي‌متري تومانچه، لاسي بم او ګرځنده ټیلیفون ترلاسه کړي او د هغه د ادعا شویو همکارانو د موندلو لپاره عملیات روان دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۴

په لاهور کې د امریکايي مېرمنې او درېیو ماشومانو د مړینې قضیه ثبت شوې

۵
ځانګړی

طالبانو د کندهار پر پخوانیو نظامیانو د سفر محدودیت لګولی او د ځمکو په ضبط کېدو یې ګواښلي

•
•
•

نور کیسې

خوشحال کاکړ: پښتانه دې د ملي حقونو لپاره په ګډه مبارزه وکړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
100%

د پښتونخوا نیشنل عوامی ګوند مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ ویلي، د افغانستان او پښتونخوا برخلیک له یو بل سره تړلی دی او تر هغه چې پښتانه ملي فکر، یووالی او ګډ دریځ خپل نه کړي، نه شي کولای د خپلو حقونو او راتلونکي لپاره اغېزمنه مبارزه وکړي.

هغه د کوټې پرلت ته د وینا پر مهال وویل، پښتانه باید د خپل ملي هویت او ګډو ګټو پر محور راټول شي، ځکه د ده په وینا، بې اتفاقي او داخلي اختلافونه د پښتنو د کمزورۍ ستر لاملونه دي.

د هغه په وینا اوس پښتانه راټول شوي دي او اتفاق يي کړي ده .

کاکړ وویل، د پاکستان په اوسني نظام کې د پښتنو پر وړاندې د جبر، بې‌عدالتۍ او توپیر چلند دوام لري او ادعا یې وکړه چې په پښتون مېشتو سیمو کې د امنیت، سیاست او اقتصاد په برخه کې پرېکړې د خلکو له ارادې پرته کېږي.

هغه زیاته کړه چې په پښتونخوا کې د خلکو کورونه نړېږي، خلک وژل کېږي، ورکېږي او د جګړو بار هم پر همدې سیمو اچول شوی، خو د ده په وینا، د دغو ستونزو د هواري لپاره د پښتنو غږ نه اورېدل کېږي.

د نوموړي په خبره، د پښتنو پر وړاندې د فشارونو، پوځي عملیاتو او ناامنۍ له امله زرګونه کورنۍ اغېزمنې شوې دي، خو لا هم د دوی اساسي غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات او د پښتونخوا امنیت د سیمې د خلکو په ګټه دی او باید د جګړو او تاوتریخوالي پر ځای د سیاسي حل‌لارو لټه وشي.

کاکړ له پښتنو وغوښتل چې د ملي یووالي لپاره په ګډه کار وکړي او هغه وړاندیز وکړ چې په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې دې د جرګو، سیمنارونو او ولسي غونډو لړۍ پیل شي، څو خلک د خپلو ملي حقونو، سیاسي شعور او ګډ دریځ په اړه لا ډېر پوهاوی ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، د جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو، پوهنتونونو او کلیو په کچه باید د ولسي پوهاوي پروګرامونه پراخ شي، څو د پښتنو ترمنځ د یووالي او ګډ اقدام فضا پیاوړې شي.

خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات؛ پولیسو د استوګنې کورونه هم نړولي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۱
100%

په خیبر پښتونخوا ایالت کې پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې پکې د کورونو نړول، د پېژندپاڼو پلټنه او د افغانانو نیول او ایستل شامل دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د پېښور اړوند د مټني په سیمه کې، چې شاوخوا ۲۰۰ افغان کورنۍ پکې اوسېدې، ګڼ کورونه د جولای په روانه میاشت کې نړول شوي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي، ۵۰ کلن نجیب الرحمن، ویلي چې غوښتل یې د خپل پلار درمل او د ماشومانو د ښوونځي اسناد له کوره وباسي، خو د ده په وینا پولیسو ورته اجازه ورنه کړه او کور یې ونړاوه.

هغه وویل، اوس خلک خپل د کور سامانونه، لکه بسترې او لمریزې برېښنا وسایل، په موټرو کې باروي او افغانستان ته ستنېږي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د جون په میاشت کې امنیتي ادارو ته امر کړی و چې د جولای له لسمې نېټې وروسته بې ویزې افغانان ونیسي او بېرته یې افغانستان ته ولېږي.

په پېښور کې یوه امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی خپور شوی، ویلي د جولای له لسمې راهیسې د بې اسناده افغانانو پر ضد پراخ عملیات روان دي او پولیسو له دې وړاندې د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو معلومات راټول کړي وو.

چارواکو ویلي، د جولای له لسمې مخکې افغانانو ته د جوماتونو د لاوډسپیکرونو او د قومي مشرانو له لارې خبرداری ورکړل شوی و چې سیمه پرېږدي.

خو ځینو افغانانو ویلي، د اقتصادي ستونزو او بې وسۍ له امله نه شي کولای ژر ووځي.
د مټني یوه بل اوسېدونکي ۷۰ کلن احمد ملا، چې کور یې هم نړول شوی، ویلي: «پولیس زموږ شرایط نه ګوري، نه زما روغتیا ته پام کوي او نه دا چې جېب کې پیسې لرم که نه.»

په همدې حال کې، په پېښور کې د «وړوکی کابل» په نوم مشهور بورډ بازار، چې زرګونه افغان سوداګر پکې کاروبار کوي، هم اغېزمن شوی دی.

د بازار یوه سوداګر ذبيح الله ویلي، د پولیسو د عملیاتو له امله ډېر افغانان په خپلو کورونو کې پټ دي او کاروبارونه نږدې درېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جولای تر ۱۱مې پورې په اوو ورځو کې نږدې شپږ زره او ۲۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته جبري ستانه شوي، چې دا د تېرې اوونۍ په پرتله شاوخوا یو پر درېیمه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د امنیتي دلایلو له مخې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او تر اوسه شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

اوس هم د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.

پاکستان ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې د وسله‌والو بریدونو له زیاتېدو وروسته یې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پالیسي پلې کړې او ان د افغانستان دننه یې هم د هغو وسله‌والو پر ضد هوايي بریدونه کړي چې د اسلام‌اباد په وینا له افغان خاورې فعالیت کوي.
خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خيبرپښتونخوا په کوز دير کې پر پوليسو له وسله‌وال بريد وروسته امنيتي ګزمې ډېرې شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱
100%

د خيبرپښتونخوا کوز دير ولسوالۍ کې ۲ ورځې وړاندې پر پوليسو له وسله‌وال بريد وروسته په دغه ایالت کې د پوليسو امنيتي ګزمې ډېرې شوې دي. تر دې مخکې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وو، چې په پښتونخوا کې له ماښام وروسته د حکومتي ځواکونو پر ځای وسله‌وال حاکمیت لري.

د خیبرپښتونخوا په کوز دير ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) پر پوليسو د وسله‌والو په برید کې درې سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپيان شوي وو.

په خيبرپښتونخوا کې پر پوليسو د وسله‌والو د بریدونو له ډېرېدو سره سم پر ځايي حکومت سختې نیوکې روانې دي.

له دغو نیوکو وروسته د بره دير ولسوالۍ د پوليسو مشر اسلم نواز د ډیورند کرښې په اوږدو کې له پوستو د لیدنې په ترڅ کې ویلي، په سيمه کې به د امن د دښمانو پر ضد عمليات دوام ولري.

د خيبرپښتونخوا پوليسو په شانګله، چارسده، صوابۍ او کرک ولسواليو کې هم د ورته چاڼیزو عملياتو له پیله خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، په دې وروستيو کې د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان يوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، چې په پښتونخوا کې له ماښامه تر سهاره حکومت نه‌شته او په دې موده کې پوليس له خپلو حوزو (تاڼو) څخه بهر نه راوځي او پر ځای یې وسله‌وال خپل حاکمیت چلوي.

د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د ۲۴ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱
100%

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې یې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د سختو نښتو پر مهال لږ تر لږه ۲۴ وسله‌وال وژلي دي. خو پوځ په دې اړه چې ایاد په دې نښتو کې دوی ته څه زیان رسېدلی او که نه، څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه عملیات د یادې ولسوالۍ پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د وروستیو ځانمرګو بریدونو او «ترهګریزو» بریدونو په غبرګون کې پیل شوي دي.

په دې وروستيو کې د ډيورند کرښې ته څېرمه قبايلي او د ایالت سویلي ولسواليو کې د ناامنیو لمن پراخه شوې ده.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې وژل شوي کسان د هند په نیابتي ډلې پورې تړاو لري، چې په سیمه کې یې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.

دوی همداراز څرګنده کړې، چې په دغو عملیاتو کې یې یوه انداه وسلې یې ترلاسه کړي، خو په دې اړه ایا په دغو نښتو کې دوی ته هم زیان اوښتی او که نه، څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان پوځ ټینګار کړی، چې د هېواد د ملي امنیت د عالي کمېټې له‌خوا د تصویب شوي پلان «عزم استحکام» تر عنوان لاندې به د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د تمویل کېدونکو وسله‌والو پر وړاندې د بې‌رحمانه مبارزې لړۍ په ټول هېواد کې په پوره سرعت سره پر مخ یوړل شي.

د سهيل اپريدي په مشرۍ جرګه؛ په پخوانۍ فاټا او ملاکنډ کې دې د ماليې نفاذ بېرته واخيستل شي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۱
100%

په پېښور کې د خيبرپښتونخوا د اعلی وزیر په کور کې د ایالتي حکومت تر چتر لاندې له دغه ایالت سره د یو ځای شویو ولسوالیو (پخوانۍ فاټا) او ملاکنډ ډویژن کې د مالیاتو د نفاذ په اړه جوړه شوې لويه جرګه کې په ملاکنډ، پخوانۍ فاټا او پاټا کې د لګول شویو مالیاتو د بېرته اخیستلو غوښتنه وشوه.

د دغې جرګې په پرېکړه لیک کې چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) خپره شوې راغلي: «جرګه په پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) او پاټا کې د ولسونو پر وړاندې ناامنیو، بې‌ځایه کېدو، ځاني او مالي زیانونو، بې روزګارۍ او وروسته پاتې والي ژوره اندېښنه څرګندوي. د دغو سیمو خلکو د سولې او د هېواد د ثبات لپاره بې‌سارې قربانۍ ورکړي او نن هم د ناامنیو درنه بیه پرې کوي. په ايالت کې د ورګډولو پر مهال د لس کلن مالیاتي معافیت، په ملي مالياتي کمېسيون کې د مناسبې برخې، د پلان لاندې د پرمختیایي سرچینو، بنسټیزو اسانتیاوو او د سولې د بیا رغونې ژمنې شوې وې، نه مرکزي مالي ژمنې پوره شوې، نه لازمې پرمختیایي سرچینې چمتو شوې او نه هم بشپړه سوله راغله».

په پرېکړه لیک کې څرګنده شوې: «په داسې شرایطو کې پر ولس، سوداګرو او صنایعو د مالیاتو لګول لویه تېروتنه او بې‌انصافي ده. جرګه د ایالتي حکومت تر واک لاندې د ټولو مالیاتو د بېرته اخیستلو د اعلان هرکلی کوي او له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په پخوانۍ فاټا او پاټا کې لګول شوي وفاقي مالیات سمدستي بېرته واخلي».

همداراز ويل شوي: «مالیاتي معافیت دې بېرته فعال شي او ټولې مالي، پرمختیایي او له سولې سره تړلې ژمنې دې پوره کړل شي او د غوښتنو د نه‌منل کېدو په صورت کې به د قانوني، پارلماني او سوله ییزې ولسي مبارزې ګډه تګلاره غوره کړل شي».

د اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ جوړه شوې ایالتي جرګه کې د ایالت والي فيصل کريم کنډي، سیاسي مشرانو، غوره شويو استازو، قبایلي مشرانو او سوداګرو ګډون درلود او د پرېکړه ليک بشپړ ملاتړ یې څرګند کړی دی.