• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

اروپايي ټولنه: قابله‌ګانې د میندو او ماشومانو په ژوند ژغورلو کې بنسټیز رول لري

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې د قابله‌ګانو په مشرۍ د زیږون او ولادت روغتیايي خدمتونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه کېدو لپاره مهم ارزښت لري.

اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوقله استازو سره یې په ګډه د لوګر ولایت هغه د مور او ماشوم د پاملرنې مرکز لیدلی چې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ فعالیت کوي.

د اروپايي ټولنې په وینا، په دغه مرکز کې روزل شوې قابله‌ګانې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته خوندي، باعزته او مسلکي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې دا ډول روغتیايي مرکزونه د افغانستان د میندو د مړینې د لوړې کچې په کمولو کې مهم رول لوبوي، ځکه افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه پکې تر ټولو لوړه ده.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مور او ماشوم د روغتیا د خدمتونو دوام او د قابله‌ګانو ملاتړ د ښځو او ماشومانو د ژوند د خوندیتوب او د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره اړین دی.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم د روغتیا په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی او نړیوال بنسټونه د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره د نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار کوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۴

په لاهور کې د امریکايي مېرمنې او درېیو ماشومانو د مړینې قضیه ثبت شوې

۵

پاکستان سره د افغانستان ترانزیټي سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رارسېدلې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان بانک مرستیال د پورونو د تضمین له بنسټ سره د مالي همکاریو پر پراختیا غږیدلی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو په واک کې دافغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان دپورونو تضمین بنسټ له چارواکو سره د کوچنیو پورونو د تضمین، بلاعوضه مرستو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک او د افغانستان د پورونو تضمین بنسټ مسوولانو د کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو د مالي ملاتړ د پراختیا او د بانکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د دغه بانک مرستیال په دې لیدنه کې ویلي، چې افغانستان بانک ژمن دی د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره روڼ، مناسب او معیاري کاري چاپېریال رامنځته کړي.

نوموړي ویلي، د دې هڅو موخه دا ده چې خلکو او کاروباریانو ته د کوچنیو، وړو او منځنیو مالي تمویلونو ترلاسه کول اسانه شي.

د طالبانو د افغانستان بانک مرستیال د افغانستان د پورونو تضمین بنسټ له استازو غوښتي چې مالي خدمتونه د هېواد په ټولو سیمو کې، له هر ډول توپیر او تبعیض پرته، ټولو اړوندو بنسټونو ته په مساوي ډول وړاندې کړي.

یاد بانک ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د پورونو تضمین بنسټ مرستیال د دغه بنسټ د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

نوموړي له افغانستان بانک څخه غوښتي، چې د کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو د مالي ملاتړ د پراختیا، له بانکونو او مالي بنسټونو سره د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو پروګرامونو د پلي کولو او د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو د پراخېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د غونډې ګډونوالو د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک او د ګډو فعالیتونو د پراختیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان د پورونو تضمین بنسټ یو نړیوال پراختیايي بنسټ دی چې د کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو د مالي ملاتړ، د بانکونو او مالي ادارو د پورونو د تضمین، تخنیکي مرستو او د ظرفیت لوړونې په برخو کې فعالیت کوي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي چې یوه ایم‌ای-۱۷ چورلکه یې ترمیم کړې ده

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې تخنیکرانو یې یوه ایم‌ای-۱۷ چورلکه په بشپړ ډول ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې ده. وزارت ویلي، چې دغه چورلکه د ۱۳ میاشتو په لړ کې په اساسي ډول ترمیم شوې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۸مه وویل، چې په دې موده کې پر چورلکه بېلابېلې تخنیکي ازموینې او تخصصي ارزونې شوې دي څو په خوندي ډول الوتنې ته چمتو شي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د هوايي وسایطو د ترمیم، بیا رغونې او چمتو کولو لړۍ به په دوامداره توګه روانه وساتي.

طالبانو د دغې چورلکې بیا رغول له خپله اړخه د هوايي او دفاعي ځواکونو د عملیاتي وړتیا او چمتووالي د کچې د لوړولو او پیاوړتیا په لاره کې یو مهم ګام بللی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم د مخکیني حکومت د یو شمېر نورو ویجاړو او زیانمنو شویو الوتکو او هلیکوپترو د ترمیمولو خبرونه ورکړي وو.

طالبانو په دې وروستیو کې له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ددغه تړون په اړه ویلي، چې له طالبانو سره د مسکو پوځي او تخنیکي هوکړه لیک په افغانستان کې د پخوانیو روسي پوځي وسایلو او چورلکو د ترمیم لپاره دی.

د طالبانو د کلتور وزارت معیین پر پانګوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو غږ کړی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معیین پر سوداګرو او پانګوالو غږ کړی چې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې خپله ونډه واخلي. نوموړي ویلي، چې «د حکومت تر څنګ خصوصي سکتور هم د کارموندنې مسوولیت لري». عام خلک نیوکه کوي، چې طالبان په ادارو کې یوازې خپل کسان ګوماري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۸مه په اېکس کې لیکلي، چې ددې وزارت معین مهاجر فراهي ویلي، چې سوداګر او پانګوال باید د ځوانانو د بې‌کارۍ ستونزې ته «جدي پاملرنه» وکړي.

هغه زیاته کړې چې اړوندې دولتي ادارې مکلفې دي پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټیټه شي.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره به ځوانان مجبور نه شي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په تکل په سختو لارو بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

هغه له ټولو سوداګرو غوښتي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. ډېری ځوانان د کار د نشتوالي او بې‌وزلۍ له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي او په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړي.

د طالبانو پر ادارې نیوکې دي، چې په ادارو کې خپلو کسانو او جنګیالیو ته کاري فرصتونه ور کوي او د نورو ځوانانو پر وړاندې یې سخت شرایط وضع کړي دي.

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ناپېژانده وسله‌والو تېره شپه د خوست په مرکز ۱۲ فامیلو سیمه کې د کي پي ایف ځواکونو یو پخوانی غړی ننګیالی چې په لالو مشهور و، وژلی دی. ننګیالي تازه له امریکا څخه خوست ته تللی و.

په خوست کې ځايي سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۸مه وویل، چې ننیګیالی د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته له خپلو درې وروڼو سره، چې هغوی هم د کي پي ایف غړي ول، له خپلو کورنیو سره امریکا ته تللی و.

د سرچینو په وینا، ننیکالی یوه اونۍ مخکې له امریکا څخه خوست ته ستون شوی و.

ننګیالی د خوست مرکز متون د حبشخېلو سیمې اصلي اوسېدونکی دی او جنازه یې هم نن په همدې سیمه خارو ته سپارل شوې ده.

طالبانو تراوسه ددې پيښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

100%
د وژل شوي کي پي ایف ځواکونو د پخواني غړي کشر ورور سید نظر

د معلوماتو له مخې، دوه کاله وړاندې د ننګیالي کشر ورور سید نظر هم ناپېژاندو وسله والو په خوست کې ترور کړی و.

د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي پر ۸مه په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي وو، چې د امریکا د استخباراتي ادارې له لوري روژل شوي ۷۳ پخواني د کی پي اېف نظامیان د طالبانو د استخباراتو په زندان کې دي.

هغه وخت ځینو کورنیو ویلي وو، چې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو د استخباراتو مسولانو د کي پي اېف د پخوانیو غړو کورنۍ په مرګ ګواښلې دي، چې د کورنۍ غړي له امریکا څخه راوغواړي او له ځینو کورنیو څخه د جزیې په شکل پیسې اخیستل شوې دي.

د کی پي ایف دغه پخواني غړی پر داسې مهال ترور کېږي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره سم د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د عمومي بښنې اعلان وکړ؛ خو د راپورونو پر بنسټ د کی پي اېف پر غړو سربېره د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت یو شمېر پخواني سرتېري او کارکوونکي د دغې ډلې له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او یا وژل شوي دي.

کی پي اېف یا د خوست ولایتي ساتندویه ځواک

د خوست ولایتي ځواکونه چې په کی پي ایف ځواکونو مشهور دي، په دغه ولایت کې د امریکايي استخباراتو مرکز له لوري طرحه او جوړ شول.

د دې ځواک غړي یوازې د خوست اوسېدونکي وو، چې د امریکا له خوا په پرمختللو نظامي تجهیزاتو سمبال وو او لوړ معاش یې درلود.ددغو ځواکونو شمېر شاوخوا اووه زره ته رسېده، خو د استخباراتي او ملکي کارکونکو شمېر په اړه یې کره معلومات نشته.

دا قطعه په خوست کې د سي ای اې مرکز له خوا رهبري کېده، او ویل کېدل، چې پر دوی د افغانستان هېڅ امنیتي ادارې واک نه درلود. طالبانو ته هم دغو ځواکونو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اړوله.

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۱
100%

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو د یکشنبې په سهار د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه سرحدي کنډک برید کړی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو یو شمېر ځايي اوسېدونکي د دغه برید په تور نیولي دي.

سرچینو زیاته کړې چې دغه سرحدي کنډک د شپې شاوخوا ۲ بجې په راکټونو او څو ډوله وسلو په نښه شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو تر دې برید وروسته یو شمېر ځوانان هم نیول دي. په نیول شویو کسانو کې پخوانی پوځي جهانګیر رحماني، ښوونکی نور محمد، حبیب‌الرحمان رستمي او عبدالستار په ګډون سیمه ییز اوسېدونکي هم شامل دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

سرچینو وویل چې طالب ځواکونو د تورنو کسانو د نیولو پر مهال هغوی وهلي ټکولي او شکنجه کړي دي. سرچینو همدارنګه زیاته کړه چې نیول شوي کسان د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو له منځګړیتوب وروسته د طالبانو له بنده خوشې شول.

له دې سره سره، طالب ځواکونو د بنديانو له خوشې کېدو څو ساعته وروسته، یو ځل بیا په خواهان ولسوالۍ کې د پخواني پوځي جهانګیر رحماني کور ته ورغلل او هغه یې بیا ونیوه.

دوه ورځې وړاندې د سپاهیانو جبهې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ سقوط کړې وه او طالب ځواکونه یې بې وسلې کړي وو.