• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورستان په منډول ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۱

د نورستان د منډول ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، په دې سېلابونو کې تر اوسه ۶ کورونه او د برېښنا یوه شبکه ویجاړ شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، له نن ماښام (یکشنبه د چنګاښ ۲۸مې) راهیسې بارانونو او سېلابونو د منډول ولسوالۍ د باندول، انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو سیمو کې استوګنیز کورونه او کرنیزي ځمکې اغېزمنې کړې دي.

د دوی په وینا، د دغو سېلابونو له امله تر اوسه شپږ کورونه، په جناخېل سیمه کې د برېښنا یوه شبکه، یوه ژرنده، سړک، یو پلچک، کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوي دي.

ویل کېږي، تر اوسه د دغو سېلابونو له امله چا ته د سر زیان نه‌ی اوښتی او له اغېزمنو کسانو سره طالبانو لا تر اوسه څه مرسته نه‌ده کړې.
د نورستان ځايي طالبانو هم تر اوسه د دغې پېښې په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۴

په لاهور کې د امریکايي مېرمنې او درېیو ماشومانو د مړینې قضیه ثبت شوې

۵
ځانګړی

طالبانو د کندهار پر پخوانیو نظامیانو د سفر محدودیت لګولی او د ځمکو په ضبط کېدو یې ګواښلي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېره یوه ورځ ۸۲۹ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱
100%

طالبانو ویلي، په تېره یوه ورځ کې ۸۲۹ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۴ زره او ۴۱۵ کسان په کې شامل دي، د هېواد له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستانه شوې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۸مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۷۱۲ کورنۍ، چې ۳ زره او ۸۳۱ کسان په کې شامل دي، د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ۷۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، درې کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې او ۴۱ کورنۍ د نیمروز له پولې افغانستان ته راستانه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او بېرته ستنولو بهیر لا هم دوام لري او د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي په افغانستان کې اقتصادي، ټولنیزې او بشري ننګونې لا پسې زیاتې کړې دي.

بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان(اې او ایم) ویلي، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان څخه تر یو میلیون ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

نړیوال بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د کډوالو د جبري ستنېدو دوام، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او د لومړنیو خدماتو له کمښت سره مخ دی، د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل کېدای شي.

د نابینایانو د فوټسال څلور لوبډلې په غزني کې سیالۍ کوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
100%

په غزني کې د کابل او غزني ولایتونو د نابینایانو د فوټسال د څلورو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې. د دغو سیالیو مسوولین وایي، موخه یې د نابینا ورزشکارانو د وړتیاوو ارزونه، د هغوی هڅونه او د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د طالب مسوولینو په وینا، په دغو دوستانه سیالیو کې د کابل او غزني د نابینایانو څلور لوبډلې برخه لري او لوبغاړي به د خپلو تخنیکي او بدني وړتیاوو له مخې وارزول شي.

دوی ویلي، د دغې ارزونې په پای کې به ۱۲ غوره لوبغاړي د افغانستان د نابینایانو د فوټسال ملي لوبډلې ته غوره شي، څو په راتلونکو کورنیو او نړیوالو سیالیو کې د هېواد استازیتوب وکړي.

د سیالیو تنظیموونکي ټینګار کوي چې دا ډول ورزشي پروګرامونه نه یوازې د نابینا ورزشکارانو د استعدادونو د ودې او پیاوړتیا لپاره مهم دي، بلکې د هغوی د ټولنیز ګډون، رواني ملاتړ او پر ځان د باور د زیاتېدو په برخه کې هم اغېزناک رول لري.

ورزشکارانو هم د ورته سیالیو د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د سیالیو زیاتوالی به د دوی د تخنیکي کچې په لوړولو او د نړیوالو سیالیو لپاره په ښه چمتووالي کې مرسته وکړي.

افغانستان کې د نابینایانو ورزش، سره له دې چې له ګڼو مالي او امکاناتي ننګونو سره مخ دی، په وروستیو کلونو کې د ودې په حال کې دی او د ورزش مسوولین هیله لري چې د ورته پروګرامونو په دوام سره به د معلولیت لرونکو ورزشکارانو لپاره د سیالۍ او پرمختګ فرصتونه نور هم پراخ شي.

له جرمني د افغان محکومانو ایستل؛ د قربانیانو کورنۍ له بند مخکې شړل د عدالت نیمګړتیا بولي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د هغو دوو افغان کورنیو غړي چې خپلوان یې په جرمني کې د افغان وګړو له خوا په قتل رسېدلي، وایي د محکومو افغانانو د بند د سزا تر بشپړېدو مخکې افغانستان ته لېږدول، په عمل کې د هغوی د وخت نه مخکې خوشې کېدو معنا لري او د عدالت پر پلي کېدو جدي پوښتنې راپورته کوي.

دغو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، که څه هم د سزا تر بشپړېدو وروسته د محکومانو له ایستلو سره مخالفت نه لري، خو اندېښنه لري چې که مجرمان د بند له مودې مخکې افغانستان ته ولېږل شي، د پاتې سزا د عملي کېدو لپاره هېڅ تضمین نه شته.

د یوه ۲۱ کلن افغان ځوان کورنۍ، چې زوی یې دوه کاله وړاندې د جرمني په یوه ښار کې د یوه افغان له خوا وژل شوی، ویلي د زوی قاتل ښايي د افغان مجرمانو د ایستلو په لړۍ کې تر بشپړې سزا مخکې افغانستان ته واستول شي.

د کورنۍ په وینا، د جرمني او طالبانو ترمنځ هېڅ داسې حقوقي هوکړه نشته چې طالبان د جرمني د محکمو د صادره شوو بند سزاوو د دوام پلي کولو ته مکلف کړي.

ورته اندېښنه د یوه ۱۷ کلن افغان هلک کورنۍ هم لري چې د جرمني په شمال کې د یوه افغان له خوا وژل شوی و. د دوی په باور، د محکمې صادر شوی حکم هغه وخت خپل ارزښت لري چې محکوم یې بشپړه موده په زندان کې تېره کړي، که نه نو عدالت نیمګړی پاتې کېږي.

د جرمني د جزایي اجراآتو د قانون د ۴۵۶ الف مادې له مخې، څارنوالۍ کولای شي د یوه بهرني محکوم د ایستلو پر مهال د هغه د بند د پاتې مودې اجرا وځنډوي.

د جرمني حکومت ویلي، د دې پرېکړې پر مهال د جرم ډول، د محکوم د بند تېر شوی وخت، پاتې موده او د عامه ګټو موضوع ارزول کېږي. په ځینو ایالتونو کې د داخلي لارښوونو له مخې، محکومان معمولاً د بند د مودې له نیمایي تېرولو وروسته ایستل کېږي.

خو برلین ټینګار کړی چې د سزا د اجرا درول د بښنې یا د محکومیت د لغوه کېدو معنا نه لري. که چیرې محکوم بېرته جرمني ته داخل شي، د بند پاتې موده بیا عملي کېدای شي.

له طالبانو سره د بندیانو د لېږد هوکړه نشته

د جرمني حکومت منلې چې له طالبانو سره د بندیانو د لېږد یا د جرمني د محکمو د بند د حکمونو د عملي کولو په اړه هېڅ دوه اړخیزه هوکړه نه لري.

د برلین په وینا، طالبانو هم هېڅ تضمین نه دی ورکړی چې ایستل شوي کسان به افغانستان ته تر رسېدو وروسته زنداني کړي. جرمني هم د دغو کسانو د سپارلو وروسته د هغوی وضعیت نه تعقیبوي، ځکه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په افغانستان کې د دې کار لپاره رسمي ډیپلوماتیک حضور نه لري.

طالبان ایستل شوي کسان خوشې کوي

جرمني د ۱۴۰۳ کال د وږي په نهمه، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره ۲۸ افغان محکومان کابل ته واستول. له هغه وروسته دا بهیر دوام موندلی او پراخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، طالبانو دغه کسان د کورنیو له لیکلي تعهد اخیستو وروسته خوشې کړي دي. د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین مخکې ویلي وو چې د دوسیو تر ارزونې وروسته دغه کسان ازاد شوي دي.

افغان حقوق‌پوه او د پوهنتون پخوانی استاد احمد رفیع نادري وایي، جرمني باید د محکومانو تر ایستلو مخکې له طالبانو سره د «محکومو کسانو د لېږد» رسمي هوکړه لاسلیک کړي.

هغه وايي، یوازې د «مجرمانو ایستل» طالبان دې ته نه مکلفوي چې د جرمني د محکمو صادر شوي حکمونه عملي کړي، ځکه طالبان دغه کسان د ایستل شویو کډوالو په توګه تسلیموي، نه د هغو بندیانو په توګه چې باید د بند پاتې موده تېره کړي.

د نادري په وینا، د داسې هوکړې په صورت کې طالبان به مکلف وي چې یا هم د جرمني صادر شوی حکم هماغسې عملي کړي او یا یې د خپلو قوانینو له مخې د اجرا وړ حکم ته واړوي، او هغه موده چې محکوم په جرمني کې تېره کړې هم باید حساب شي.

بل لورته د اروپا د پارلمان جرمنۍ غړې هانا نیومن هم د افغان محکومانو پر ایستلو نیوکه کړې ده.

هغې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، محکومان باید خپله سزا د جرمني په زندانونو کې بشپړه کړي، ځکه طالبان به هغوی زنداني نه کړي.

نیومن خبرداری ورکړی چې د جنسي جرمونو په ګډون د خطرناکو مجرمانو ایستل، ښايي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر لا زیات کړي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې لږ تر لږه شپږ افغانان په جرمني کې د نورو افغانانو له خوا وژل شوي دي.

په دغو پېښو کې د شوورین، برلین، ګوسترو، هسیش‌لیشتناو او هرشینګ ښارونو وژنې شاملې دي چې په جرمنیو رسنیو کې یې پراخ انعکاس درلود.

کارپوهان وایي، د دغو پېښو له زیاتېدو سره د افغان محکومانو د ایستلو موضوع یوازې د کډوالۍ مسله نه ده پاتې شوې، بلکې د عدالت، د قربانیانو د حقونو او د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو له پلوه هم یوه مهمه او جنجالي موضوع ګرځېدلې ده.

له طالبانو سره د ناروې هوکړه؛ د ناروې د مرستو دفتر د کونړ له ۲۲۰۰ اړمنو سره مرستې کوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ناروې دولت د مرستو دفتر (اېن‌سي‌اې) د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې سره د ۳۶۷ زره او ۴۲ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کړه. د دې هوکړې پر بنسټ به یاد دفتر د کونړ له ۲۲۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي او غیر نغدي مرستې وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې رييس نورالدین ترابي په همدې تړاو د افغانستان لپاره د ناروې دولت د مرستو دفتر له رييس «یاکوب پیټر میشیا بونکه» سره په کتنه کې له افغانستان سره د ناروې دولت د مرستو د دفتر له همکاریو د مننې ترڅنګ، د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو، د وقایوي پروژو د پلي کولو او اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو د وړاندې کولو په برخو کې د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغې هوکړې پر بنسټ د افغانستان لپاره د ناروې دولت د مرستو دفتر به د کونړ په سرکاڼو، څوکۍ، شېګل او نورګل ولسوالیو او همداراز مرکز اسعداباد کې د ۱۲۰۰ بې‌وزلو کورنیو پر هرې یوې به ۱۵۰ ډالره نغدې پیسې، د ۵۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو پر هرې یوې به د ۱۵۰ ډالرو په ارزښټ د پخلنځي وسایل او د ۵۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو پر هرې یوې کورنۍ به د ۱۵۰ ډالرو په ارزښت روغتیايي بستې ووېشل ښي.

له دې سربېره به د ۱۳۰۰ کسانو لپاره د حفظ الصحې روزنیز پروګرامونه جوړ شي او همداراز به د ۳۷ زره او ۷۷۱ ډالرو په ارزښت په کونړ کې استنادي دېوالونه هم جوړ شي.

طالبان وايي په هلمند کې یې نږدې ۷ ټُنه قاچاقي مواد وسوځول

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
100%

په هلمند کې سیمه‌ییز طالب مسوولین وايي، د هلمند د فرعي ګمرکاتو له لوري قاچاقي ۶۸۰۰ او ۸۲ کیلوګرامه انساني او کرنیز درمل له ترلاسه کولو وروسته نن د بُست کلا په رېګ سیمه کې وسوځول شول. دوی د مبدا هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې دغه ډول توکي له پاکستان څخه واردېدل.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مبدا یا صادرونکي هېواد د نوم له اخیستلو پرته ویلي، دغه قاچاقي مواد چې په‌کې ۵۷۲۲ کیلوګرامه انساني درمل او ۱۱۶۰ کیلوګرامه کرنیز درمل شامل وو، په تېرو درېیو اونیو کې د فرعي ګمرکاتو د ګرځنډه ټيمونو له‌خوا ترلاسه شوي وو.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه مواد د دوی د محکمې د حکم پر بنسټ نن د بُست کلا په رېګ سیمه کې له‌منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادرونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول توکي د بهرامچې له لارې پاکستان ته وارد او یا هم صادرېدل.

د هلمند د فرعي ګمرکاتو مسوولینو ټولو سوداګرو او واردوونکو ته سپارښتنه کړې، چې د قاچاقي توکو له واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه د هر ډول سرغړونې په صورت کې به ورسره د نافذو قوانینو له مخې قانوني چلند وشي.

له نږدې یوه کال راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.