په خوست کې ځايي سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۸مه وویل، چې ننیګیالی د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته له خپلو درې وروڼو سره، چې هغوی هم د کي پي ایف غړي ول، له خپلو کورنیو سره امریکا ته تللی و.
د سرچینو په وینا، ننیکالی یوه اونۍ مخکې له امریکا څخه خوست ته ستون شوی و.
ننګیالی د خوست مرکز متون د حبشخېلو سیمې اصلي اوسېدونکی دی او جنازه یې هم نن په همدې سیمه خارو ته سپارل شوې ده.
طالبانو تراوسه ددې پيښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د وژل شوي کي پي ایف ځواکونو د پخواني غړي کشر ورور سید نظر د معلوماتو له مخې، دوه کاله وړاندې د ننګیالي کشر ورور سید نظر هم ناپېژاندو وسله والو په خوست کې ترور کړی و.
د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي پر ۸مه په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي وو، چې د امریکا د استخباراتي ادارې له لوري روژل شوي ۷۳ پخواني د کی پي اېف نظامیان د طالبانو د استخباراتو په زندان کې دي.
هغه وخت ځینو کورنیو ویلي وو، چې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو د استخباراتو مسولانو د کي پي اېف د پخوانیو غړو کورنۍ په مرګ ګواښلې دي، چې د کورنۍ غړي له امریکا څخه راوغواړي او له ځینو کورنیو څخه د جزیې په شکل پیسې اخیستل شوې دي.
د کی پي ایف دغه پخواني غړی پر داسې مهال ترور کېږي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره سم د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د عمومي بښنې اعلان وکړ؛ خو د راپورونو پر بنسټ د کی پي اېف پر غړو سربېره د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت یو شمېر پخواني سرتېري او کارکوونکي د دغې ډلې له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او یا وژل شوي دي.
کی پي اېف یا د خوست ولایتي ساتندویه ځواک
د خوست ولایتي ځواکونه چې په کی پي ایف ځواکونو مشهور دي، په دغه ولایت کې د امریکايي استخباراتو مرکز له لوري طرحه او جوړ شول.
د دې ځواک غړي یوازې د خوست اوسېدونکي وو، چې د امریکا له خوا په پرمختللو نظامي تجهیزاتو سمبال وو او لوړ معاش یې درلود.ددغو ځواکونو شمېر شاوخوا اووه زره ته رسېده، خو د استخباراتي او ملکي کارکونکو شمېر په اړه یې کره معلومات نشته.
دا قطعه په خوست کې د سي ای اې مرکز له خوا رهبري کېده، او ویل کېدل، چې پر دوی د افغانستان هېڅ امنیتي ادارې واک نه درلود. طالبانو ته هم دغو ځواکونو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اړوله.