افغان ایواک: ۱۱۰۰ افغانان لا هم په قطر کې دي او د کمپ د تړل کېدو نېټه رانږدې کېږي

امریکا ته د افغانانو د لېږد همکار بنسټ «افغان ایواک» وايي، شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان، د قطر په «السیلیه» کمپ کې بند پاتې دي. په داسې حال کې چې د امریکا ادارو ویلي، دغه کمپ به د سپټمبر په ۳۰مه وتړل شي، خو تر اوسه د دغو افغانانو د انتقال یا راتلونکي په اړه روښانه پلان نه دی وړاندې شوی.
افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې ویلي، د کمپ اوسېدونکي له زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او مناسبې سرپناه سره له ستونزو سره مخ دي. د دغه بنسټ په وینا، په سیمه کې د روانو جګړو پر مهال د توغندیو د پاتې شونو له نږدې لوېدو وروسته د کمپ ځینې سرپناهوې په موقتي ډول جوړې شوې وې او اوسېدونکو ویلي چې په سیمه کې یو ځل بیا د توغندیو الوتنې پیل شوې دي.
دغه بنسټ وايي، په کمپ کې پاتې افغانان هغه کسان دي چې امریکا مخکې ارزولي او د انتقال په تمه یې په یوه مرکز کې ځای پر ځای کړي دي. افغان ایواک خبرداری ورکړی چې د داسې کمپ تړل، چې د اوسېدونکو لپاره یې د انتقال او خوندي منزل مشخص پلان نه وي جوړ شوی، د ستونزې حل نه، بلکې د دغو کورنیو د برخلیک لا نامعلومول دي.
افغان ایواک په خپل راپور کې د امریکا د رود ټاپو ایالت د فدرالي محکمې هغې پرېکړې ته هم اشاره کړې چې له مخې یې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره نه شي کولای د افغانانو او د سفر له بندیز سره مخ د نورو هېوادونو د اتباعو د کډوالۍ اړوند قضیې وځنډوي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، د افغانانو د شین کارت، د کار اجازې، تابعیت او پناه غوښتنې په ګډون د کډوالۍ اړوند غوښتنلیکونو پروسس باید دوام وکړي. افغان ایواک وايي، ځینو افغان غوښتونکو لا له وړاندې د خپلو قضیو په اړه د پرېکړو ترلاسه کول پیل کړي دي.
د افغان ایواک په وینا، د دغه بنسټ د ارزونې له مخې، زرګونه افغانان لا هم د ځانګړې کډوالۍ ویزې، پناه، بیا مېشتېدو او نورو کډوالۍ پروسو د ځنډ له امله په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو قضیو د برخلیک په تمه دي.
