د طالبانو لهخوا د شطرنج پر لوبې تر بندیز وروسته د شطرنج نړۍوال فدراسیون په افغانستان کې د یادې لوبې د راتلونکې او پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. دغه فدراسیون ویلي و، چې پر شطرنج بندیز ښايي د یادې لوبې پر پرمختګ منفي اغېز وکړي.
دغه فدراسیون همداراز ویلي و، چې شطرنج په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړی و او د ځوانانو په ډله کې یې ترټولو ډېر مینهوال لرل. د کابل ښار ۲۶ کلن اوسېدونکی عبدالله چې د شطرنج مینهوال دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې دغه لوبه د ځوانانو فکري وړتیاوې پیاوړې کوي او د نورو لوبو پرتله ځانګړی ځای لري.
نوموړی وایي، چې شطرنج یې له خپل پلار څخه زده کړی و او وروسته یې د شطرنج فدراسیون ته هم د لوبو لپاره تګ راتګ کاوه. د عبدالله په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر دغه لوبه بندیز لګولی، حتی په بازارونو کې هم د شطرنج تختې او دانې په سختۍ موندل کېږي.
هغه وایي، د دغه بندیز له امله د شطرنج مینهوال ورو ورو کمېږي چې دا به په افغانستان کې د یادې لوبې پر کلتور او راتلونکې اغېز وکړي. د ۱۴۰۴کال (د غويي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې طالبانو دغه لوبه د ناروښانه مودې لپاره ځنډولې ده. دغه سرچینو ویلي و، چې د بدني روزنې عمومي ریاست چارواکو ویلي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لهخوا شطرنج «حرام» ګڼل شوی دی.
وروسته طالبانو په افغانستان کې د شطرنج انلاین بڼه هم بنده کړه. طالبان وایي، دغه لوبه د قمار د دودېدو لامل کېږي چې د دوی له نظره «ګناه» ده؛ خو د شطرنج د شرعي حکم په اړه د اسلامي علماوو ترمنځ بېلابېل نظرونه شته.
ځینې دیني عالمان وایي، که شطرنج د شرط، پیسو یا د مال د ګټلو او بایللو لپاره ولوبول شي؛ نو د «قمار» بڼه خبلوي او قمار په اسلام کې «حرام» دی. له بلې خوا ځینې دیني عالمان بیا وایي: «که په شطرنج کې قمار نه وي، د دیني مسوولیتونو د پرېښودو لامل نهشي او له حرامو چارو سره تړاو ونه لري؛ نو یوازې لوبه کول یې جواز لري».
شطرنج په لومړي ځل په لرغوني هند کې رامنځته شو. تاریخپوهان وایي، چې دغه لوبه د هند د «چترنګا» (Chaturanga) له لوبې سرچینه اخلي؛ خو وروسته د ساساني فارس له لارې اسلامي نړۍ او بیا اروپا ته ورسېده.
اوسمهال هند، امریکا، چین، ازبکستان، روسیه او ناروې د شطرنج له مخکښو هېوادونو ګڼل کېږي.
ولې شطرنج له سیاست سره پرتله کېږي؟
شطرنج له پخوا راهیسې د سیاست له ډګر سره پرتله کېږي. د دې اصلي لامل دا بلل کېږي، چې دواړه برخې فکري تمرکز، هوښیارۍ، ستراتیژیک فکر او د راتلونکو ګامونو د اټکل وړتیا ته اړتیا لري.
په شطرنج کې لوبغاړی هڅه کوي د خپل مقابل لوري حرکتونه وارزوي او د بریا لپاره اوږدمهاله پلان جوړ کړي. په سیاست کې هم مشران او سیاسي ډلې د خپلو پرېکړو پایلې، د مخالفینو دریځونه او راتلونکي حالتونه ارزوي.
په دې توګه، شطرنج یوازې یوه فکري لوبه نهده؛ بلکې د ستراتیژیک فکر، پلان جوړونې او د پرېکړو د پایلو د ارزونې یوه بېلګه هم ګڼل کېږي. خو دغه لوبه چې په افغانستان کې هم ډېر زیات مینهوال لري، اوسمهال د محدودیتونو له امله د هېرېدو په حال کې ده او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دی.