• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

قطر پر کویټ او بحرین د ایران پرله‌پسې بریدونه په کلکه غندلي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱

قطر پر کویټ او بحرېن د ايران پرله پسې بریدونه په کلکه غندلي او دغه بریدونه یې د دواړو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه او د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د ښه ګاونډیتوب د اصولو ښکاره نقض بللي دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار وکړ چې د دغو بریدونو دوام یو جدي تاوتریخوالی دی چې د تاوتریخوالي د قابو کولو هڅې پېچلې کوي او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکې هڅې کمزورې کوي.

وزارت پر ټولو هغو نظامي اقداماتو او بریدونو چې د سیمې امنیت او ثبات ګواښي، د سمدستي او بشپړ بندولو ترڅنګ، له هر هغه څه څخه چې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل کېږي د ډډه کولو، د خبرو اترو او مذاکراتو جدي بهیر ته د راستنېدو او د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې پر ترلاسه شویو هوکړو د عمل کولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې دوحې له کوېت او بحرین سره د قطر هېواد بشپړ پیوستون او د خپل حاکمیت او امنیت د ساتلو لپاره د هغوی د هر ډول اقداماتو ملاتړهم څرګند کړی دی.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۳

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴
تازه خبر

سرچینې: د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له امله ۴۳ کسان مړه شوي

۵

ځايي اوسېدونکي: په سېلابونو کې د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان لادرکه شوي دي

•
•
•

نور کیسې

پنټاګون په اردن کې د ایراني بریدونو له امله د وژل شویو دوو امریکايي سرتېرو هویت اعلان کړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
100%

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د اردن په خاوره کې د ایراني بریدونو له امله د وژل شویو دوو امریکايي سرتېرو هویت اعلان کړی دی.

امریکایي رسنۍ «فوکس نیوز» د پنټاګون له قوله ویلي، په وژل شویو سرتېرو کې ۱۹کلنه سرتېرې ایزابیلا ګونزالس او ۲۵کلن لومړی بریدمن ټایلر جېمز فیهن شامل دي.

د معلوماتو له مخې، لومړی بریدمن ټایلر جېمز فیهن د امریکا د پوځ د هوايي دفاع د توپخانې د ۵۵م غنډ د دویم کنډک غړی و او د شمالي کارولینا ایالت په فورټ براګ کې یې دنده ترسره کوله.

همدارنګه، سرتېرې ایزابیلا ګونزالس د هوايي دفاع د توپخانې د ۵۷م غنډ د لومړي کنډک غړې وه او د جرمني په انسباخ ښار کې د امریکا د پوځ د هوايي دفاع له قطعې سره یې دنده ترسره کوله.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په منځني ختیځ کې کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي. د راپورونو له مخې، امریکا او ایران د هرمز تنګي او د ایران د اټومي پروګرام پر سر له زیاتېدونکو تاوتریخوالو سره مخ دي، چې د سیمې امنیتي وضعیت یې لا پسې ترینګلی کړی دی.

د امریکا او ایران کړکېچ یو وار بیا د تېلو نړۍوالې بیې لوړې کړې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۱
100%

د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي کړکېچ له پراخېدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د برنېټ خامو تېلو بیه د یوې میاشتې په موده کې د لومړي ځل لپاره په هر بېرل کې له ۹۰ ډالرو واوښته.

 بلخوا اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که جګړه نوره هم پراخه شي د انرژۍ نړۍوال بازارونه به له لا ډېرو فشارونو سره مخ شي. رویټرز د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) راپور ورکړی، چې د امریکا له‌خوا پر ایران د پرله‌پسې نهمې ورځې بریدونو او د ایران له غبرګون وروسته د خلیج په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او ورسره په نړۍوالو مالي بازارونو کې هم اندېښنې ډېرې شوې دي.

د راپور له مخې؛ د برېنټ خامو تېلو بیه ۲.۴ سلنه لوړه شوې او ۹۰.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده. همداراز د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۲.۱ سلنه لوړه شوې او ۸۴.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده.

رویټرز د پانګونې د ستراتېژۍ شنونکی شېن اولیور په حواله لیکلي، که د هرمز تنګی د اوږدې مودې لپاره وتړل شي او جګړه پراخه شي؛ د تېلو بیه ښايي په هر بېرل کې تر ۱۵۰ ډالرو لوړه شي.

بلخوا اقتصادي کارپوهان وایي، د انرژۍ د بیو لوړېدو د انفلاسیون د بیا زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي. د دوی په باور؛ که د تېلو بیې همداسې لوړې پاتې شي، د امریکا مرکزي بانک ښايي د سود کچه لوړه کړي څو بیې کنټرول کړي.

د امریکا سفارت په بحرین کې د ایران د احتمالي برید خبرداری ورکړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱
100%

په بحرین کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې ښايي ایران د پلازمېنې منامې په مرکزي سیمو کې پر نامعلومو هدفونو برید وکړي.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د احتمالي ګواښ په اړه یې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، خو د دغه ګواښ د څرنګوالي، د احتمالي برید د وخت او یا هم د نښه کېدونکو سیمو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې امنیتي سپارښتنې په پام کې ونیسي او د سیمه‌ییزو چارواکو لارښوونې تعقیب کړي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ په سیمه کې پوځي او امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په وروستیو ورځو کې امریکا او یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو خپل امنیتي تدابیر سخت کړي او تر دې وړاندې هم د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا د ګټو او پوځي اډو پر وړاندې د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

تر اوسه ایراني چارواکو د امریکا د سفارت د دې خبرداري په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سېنټکام: امریکا د نهمې پرله‌پسې شپې لپاره پر ایران نوي بریدونه پیل کړي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر پوځي هدفونو یې د بریدونو نوې څپه د امریکا د ختیځ وخت د یکشنبې د ماښام په اوو بجو (د تهران په وخت د دوشنبې د سهار ۲:۳۰ بجې) پیل کړې ده.

سېنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا عملیات د نهمې پرله‌پسې شپې لپاره دوام لري او موخه یې د ایران د هغو پوځي وړتیاوو لا کمزوري کول دي چې د دې قوماندانۍ په وینا، د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري تګ راتګ د نښه کولو لپاره کارول کېږي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، دا بریدونه د هغو پوځي تاسیساتو او ظرفیتونو پر ضد ترسره کېږي چې د سیمې د سمندري امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د بریدونو د ځایونو، د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې، د ایران د بېلابېلو ښارونو اوسېدونکو د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی دی. د ټولنیزو رسنیو او ځینو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په یو شمېر سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د دغو پېښو د کره ځایونو او لاملونو په اړه لا هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو تر اوسه د سېنټکام د دغو تازه بریدونو او د چاودنو د راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا بریدونه داسې مهال دوام لري چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي ترینګلتیا لا هم لوړه ده او په سیمه کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ایراني رسنۍ: په خوزستان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د خوزستان ولایت په ماهشهر او بندر امام سیمو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي او په همدې وخت کې د ایران هوايي دفاعي سیسټم د یوې «متخاصمې» بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورولو ادعا هم کړې ده.

د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس ویلي چې د ماهشهر بندر او بندر امام په شاوخوا کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د دغو چاودنو د لامل، احتمالي زیانونو او یا تلفاتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

بل لور ته، مهر خبري اژانس د خپل خبریال له قوله راپور ورکړی چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو هوايي دفاعي سیسټم د هېواد په سوېل کې یوه «متخاصمه» بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

تر اوسه هېڅ ایراني رسمي چارواکي دا نه دي تایید کړي چې ایا په خوزستان کې د اورېدل شویو چاودنو او د یادې بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورېدو ترمنځ اړیکه شته که نه.

همدارنګه، د دغې بې‌پیلوټه الوتکې د کره موقعیت، هویت او د پېښې د نورو جزییاتو په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د ایران په بېلابېلو سیمو کې د احتمالي امنیتي پېښو په اړه اندېښنې دوام لري.