د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان د حکومت د عملیاتو له پراخېدو سره، ګڼې افغان کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي او د بېرته ستنېدو لپاره د لنډي کوتل حمزه بابا لنډمهالي پنډغالي ته ولاړې شي.
په ځینو سیمو کې د افغانانو استوګنځي تخلیه شوي او د چارواکو په وینا، د ناقانونه ودانیو د نړولو لړۍ هم روانه ده. د دغو اقداماتو له امله سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو، کاروبارونو او د کلونو له ژوند سره د تړلو شتمنیو څخه د جلا کېدو له ستونزې سره مخ شوې دي.
په حمزه بابا کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، د سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او د سفر د اسانتیاوو کمښت د دوی مهمې ستونزې دي. په کمپ کې ښځې، ماشومان او سپینږیري هم د سختو شرایطو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د لنډي کوتل یوه افغان کډوال رحمتالله وايي، ډېری کلونه یې په دغه سیمه کې تېر کړي، خو اوس اړ شوی چې خپل کور او کاروبار پرېږدي.
هغه وايي: «دلته مو کور، کاروبار او د ژوند ټولې هیلې وې. زموږ ماشومان همدلته لوی شول او هېڅکله مو فکر نه کاوه چې یوه ورځ به هر څه پرېږدو او بېرته ستنېدو ته اړ شو. اوس زموږ تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې په افغانستان کې له سره د ژوند د پیلولو لپاره کافي امکانات نه لرو.»
بل افغان کډوال عبدالکریم، چې د حمزه بابا په ترانزیټي کمپ کې دی، وايي چې د بېرته ستنېدو لپاره یې د کور ډېری وسایل او د کاروبار سامانونه په ټیټه بیه پلورلي دي.
هغه وايي: «موږ خپله ټوله شتمني دلته لګولې وه، خو اوس چې د بېرته ستنېدو لپاره اړ شوي یو، د کور فرنیچر، د کار وسایل او هغه شیان مو چې له ژوند او خاطرو سره تړلي وو، پرېښودل. کومې لږې پیسې چې راسره پاتې وې، د سفر، لېږد او نورو اړینو لګښتونو لپاره مصرف شوې.»
عبدالکریم وايي، په کمپ کې د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو لپاره ژوند سخت دی او دوی نه پوهېږي چې افغانستان ته له رسېدو وروسته به څنګه خپل ژوند له سره پیل کړي.
کډوال غوښتنه کوي چې که د بېرته ستنېدو بهیر حتمي وي، نو باید په «عزت، امنیت او ارامۍ» ترسره شي او د سفر پر مهال او افغانستان ته له رسېدو وروسته د دوی لومړنیو اړتیاوو ته پاملرنه وشي.
د پېښور پولیس چارواکي وایي، د بېاسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات د جولای له ۱۰مې راهیسې دوام لري. د هغه په وینا، د عملیاتو له پیل مخکې افغان کډوالو ته د جوماتونو د لوډسپیکرونو، قومي مشرانو او نورو لارو له مخې په وار وار خبر ورکړل شوی و چې پاکستان پرېږدي.
بلخوا، د بشري حقونو فعالان وايي چې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې باید روڼتیا، انساني چلند او د لومړنیو اړتیاوو برابرول یقیني شي، په ځانګړي ډول ځکه چې د اغېزمنو شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سپینږیري هم شامل دي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد روان اقدامات په داسې حال کې دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې، د سرحدي وضعیت او د افغان کډوالو موضوع لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ له حساسو مسئلو څخه ګڼل کېږي.