• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو د ازادۍ غورځنګ: دامهال په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له وېرې او ګواښه ډک ژوند تېروي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د ښځو د ازادۍ غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، په پاکستان کې افغان کډوال د ځپلو، نیولو او جبري‌ اېستلو له ګواښ سره مخ دي. اعلامیه زیاتوي: «هغه څه چې نن پر افغان کډوالو په پاکستان کې تېرېږي، د نړۍ د وجدان لپاره یوه ازموینه ده».

په یاده اعلامیه کې راغلي، افغان کډوال له خپل هېواده د جګړې، ځپنې او ګواښونو له امله تښتېدلي او دامهال په پاکستان کې هم له وېرې او ګواښ ډک ژوند تېروي. یاد غورځنګ خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت به نه جبرانېدونکې پایلې ولري او د جبري ستنېدو لړۍ باید ژر تر ژره ودرېږي.
په اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې: «سملاسي د نیولو او جبري اېستلو پر بنسټ ولاړې تګلارې پای ته ورسوئ او د انساني کرامت په رعایت سره د افغان پناه‌غوښتونکو حقونه خوندي کړئ».

په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو او په ځانګړې توګه د کډوالو له عالي کمېشنرۍ هم غوښتنه شوې، چې په دې برخه کې چوپتیا او بې‌غوري نوره ختمه کړي. دوی ویلي: «وخت رارسېدلی، چې د کډوالو عالي کمېشنري خپل قانوني، انساني او اخلاقي مسوولیت ادا کړي، د افغان پناه‌غوښتونکو اغېزمن ملاتړ وکړي او د هغوی د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره بېړني او پرېکنده اقدامات ترسره کړي».

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

اوچا: سږکال په افغانستان کې ۴.۹ مېلیونه افغان مېندې او ماشومان د خوړو مرستو ته اړتیا لري

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې مېلیونونه مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۴.۹ مېلیونه مېندې او ماشومان د خوړو مرستو ته اړتیا ولري.

دغه اداره وایي، د یادې ستونزې د حل لپاره پر وخت اقدام او لازم ملاتړ  کولای شي د ډېرو انسانانو ژوند وژغوري. اوچا د افغان ښځو مقاومت او پیاوړتیا ستایلې او وایي، افغانستان کې مېندې د ستونزو او خوارځواکۍ له ګواښ سره، سره د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د هیلې او مقاومت هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر ټینګار کوي، چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره دوامداره بشري مرستې او پر وخت اقدام ډېر مهم دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او که د ژوند ژغورونکو او مخنیوي وړ تغذیوي پروګرامونو پراختیا ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي؛ نو دغه وضعیت به لا کړکېچن شي.

همداراز د بې‌پولې ډاکټرانو (MSF) سازمان هم روانه میاشت په خپل یو راپور کې ویلي و، چې د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی. دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو کې د دوی تر ملاتړ لاندې د تغذیې مرکزونو ته د بستر شويو خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

طالبان وایي سږکال په پنجشېر کې د توتانو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۱
100%

په پنجشېر کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۵کال په ترڅ کې د دغه ولایت د توتانو حاصلات د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي. یاد ریاست زیاته کړې، سږکال د توتانو ټول حاصلات له ۳۵۰۰ متریک ټنو څخه ۴۰۲۳ متریک ټنو ته رسېدلي دي.

د طالبانو د کرنې ریاست د توتانو د زیاتوالي عمده لاملونه مناسب اقلیم، د حاصلاتو د راټولولو پر مهال د باران نشتوالی او بڼوالو ته د مېوو وچوونکو دستګاوو وېش یادوي. د سیمه‌ییزو طالب چارواکو په وینا؛ دغه عواملو د توتانو د کیفیت او حاصلاتو په ښه والي کې مهم رول لوبولی دی.

په پنجشېر کې د طالبانو د کرنې ریاست زیاتوي، د مېوو وچوونکو دستګاوو په وېش سره بڼوال توانېدلي چې د خپلو حاصلاتو یوه برخه په معیاري ډول وچه او بازار ته وړاندې کړي چې دغه چارې د محصولاتو د ضایع کېدو مخه هم نیولې ده.

طالبانو ویلي، د بڼوالۍ د ودې او د بزګرانو د ملاتړ لپاره به په راتلونکو کلونو کې هم ورته پروګرامونه دوام ومومي؛ څو د کرنیزو محصولاتو تولید او کیفیت لاښه شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

د شطرنج نړۍواله ورځ؛ د طالبانو د بندیزونو له امله د شطرنج لوبه د هېرېدو له ګواښ سره مخ ده

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۱
100%

نن (د جولای ۲۰مه) د شطرنج د نړۍوالې ورځې سره سمون لري. دغه لوبه شاوخوا ۱۵۰۰کاله پخوانۍ مخینه لري او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مېلیونونه مینه‌وال لري؛ خو طالبانو له څه باندې یوکال راهیسې پر یادې لوبې بندیز لګولی. د شطرنج مینه‌وال وایي، دغه لوبه د هېریدو له ګواښ سره مخ ده.

د طالبانو له‌خوا د شطرنج پر لوبې تر بندیز وروسته د شطرنج نړۍوال فدراسیون په افغانستان کې د یادې لوبې د راتلونکې او پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. دغه فدراسیون ویلي و، چې پر شطرنج بندیز ښايي د یادې لوبې پر پرمختګ منفي اغېز وکړي.

دغه فدراسیون همداراز ویلي و، چې شطرنج په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړی و او د ځوانانو په ډله کې یې ترټولو ډېر مینه‌وال لرل. د کابل ښار ۲۶ کلن اوسېدونکی عبدالله چې د شطرنج مینه‌وال دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې دغه لوبه د ځوانانو فکري وړتیاوې پیاوړې کوي او د نورو لوبو پرتله ځانګړی ځای لري.
نوموړی وایي، چې شطرنج یې له خپل پلار څخه زده کړی و او وروسته یې د شطرنج فدراسیون ته هم د لوبو لپاره تګ راتګ کاوه. د عبدالله په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر دغه لوبه بندیز لګولی، حتی په بازارونو کې هم د شطرنج تختې او دانې په سختۍ موندل کېږي.
هغه وایي، د دغه بندیز له امله د شطرنج مینه‌وال ورو ورو کمېږي چې دا به په افغانستان کې د یادې لوبې پر کلتور او راتلونکې اغېز وکړي. د ۱۴۰۴کال (د غويي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې طالبانو دغه لوبه د ناروښانه مودې لپاره ځنډولې ده. دغه سرچینو ویلي و، چې د بدني روزنې عمومي ریاست چارواکو ویلي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له‌خوا شطرنج «حرام» ګڼل شوی دی.

وروسته طالبانو په افغانستان کې د شطرنج انلاین بڼه هم بنده کړه. طالبان وایي، دغه لوبه د قمار د دودېدو لامل کېږي چې د دوی له نظره «ګناه» ده؛ خو د شطرنج د شرعي حکم په اړه د اسلامي علماوو ترمنځ بېلابېل نظرونه شته.
ځینې دیني عالمان وایي، که شطرنج د شرط، پیسو یا د مال د ګټلو او بایللو لپاره ولوبول شي؛ نو د «قمار» بڼه خبلوي او قمار په اسلام کې «حرام» دی. له بلې خوا ځینې دیني عالمان بیا وایي: «که په شطرنج کې قمار نه وي، د دیني مسوولیتونو د پرېښودو لامل نه‌شي او له حرامو چارو سره تړاو ونه لري؛ نو یوازې لوبه کول یې جواز لري».

شطرنج په لومړي ځل په لرغوني هند کې رامنځته شو. تاریخپوهان وایي، چې دغه لوبه د هند د «چترنګا» (Chaturanga) له لوبې سرچینه اخلي؛ خو وروسته د ساساني فارس له لارې اسلامي نړۍ او بیا اروپا ته ورسېده.

اوس‌مهال هند، امریکا، چین، ازبکستان، روسیه او ناروې د شطرنج له مخکښو هېوادونو ګڼل کېږي.

ولې شطرنج له سیاست سره پرتله کېږي؟

 شطرنج له پخوا راهیسې د سیاست له ډګر سره پرتله کېږي. د دې اصلي لامل دا بلل کېږي، چې دواړه برخې فکري تمرکز، هوښیارۍ، ستراتیژیک فکر او د راتلونکو ګامونو د اټکل وړتیا ته اړتیا لري.

په شطرنج کې لوبغاړی هڅه کوي د خپل مقابل لوري حرکتونه وارزوي او د بریا لپاره اوږدمهاله پلان جوړ کړي. په سیاست کې هم مشران او سیاسي ډلې د خپلو پرېکړو پایلې، د مخالفینو دریځونه او راتلونکي حالتونه ارزوي.

په دې توګه، شطرنج یوازې یوه فکري لوبه نه‌ده؛ بلکې د ستراتیژیک فکر، پلان جوړونې او د پرېکړو د پایلو د ارزونې یوه بېلګه هم ګڼل کېږي. خو دغه لوبه چې په افغانستان کې هم ډېر زیات مینه‌وال لري، اوس‌مهال د محدودیتونو له امله د هېرېدو په حال کې ده او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دی.

تر پنجاب وروسته؛ په خیبرپښتونخوا کې هم افغان کډوالو ته د کورونو پرېښودو خبرداری ورکړل شوی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان وګړو پرضد روان عملیات نور هم چټک کړي دي. په دې لړ کې د پېښور ښار د کورونو هغه مالکانو ته هم رسمي خبرتیاوې ورکړل شوې، چې افغان کډوالو ته یې خپل کورونه په کرایه ورکړي دي.

د ولسوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د پېښور په بېلابېلو سیمو کې د کورونو مالکانو ته ویل شوي، چې په خپل ملکیت کې مېشت افغان وګړي ژر تر ژره له کورونو وباسي. ځایي چارواکو خبرداری ورکړی، که د ټاکل شوې مودې تر پایه د حکومت لارښوونې عملي نه‌شي د سرغړونکو پرضد به قانوني اقدام وشي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو ریاست د شمېرو له مخې؛ افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل وروستۍ نېټې سره هم‌مهاله د ستنېدونکو افغانانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. د جولای له ۱۱مې تر ۱۶مې پورې ټولټال ۲۳زره او ۳۳۶ افغان وګړي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد ریاست په وینا؛ تر دې مخکې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې افغانان بېرته افغانستان ته تلل، خو اوس دغه شمېر هره ورځ نږدې ۳زره او ۴۰۰ څخه تر ۴زره او ۱۰۰ کسانو پورې لوړ شوی دی.

د کورنیو چارو ریاست وایي، د بېلابېلو ولسوالیو د عملیاتو پرمهال پولیسو ۲زره او ۱۶۳ افغان وګړي نیولي، قانوني چارې یې بشپړې کړې او وروسته یې افغانستان ته ستانه کړي دي. یوازې په پېښور کې د تېرو پنځو ورځو عملیاتو پرمهال له ۶۰۰ څخه ډېر افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو بهرنیو وګړو پرضد روان عملیات د حکومت د پالیسۍ له مخې به له توپیر پرته دوام ولري.

د پاکستان په سند ایالت کې مور او لور د ډرون څرخکې په برید کې وژل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د پاکستان د سيند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې د ډرون څرخکې په بريد کې يوه مور او لور وژل شوي، اغېزمنې کورنۍ د ډرون څرخکې تور په پوليسو لګولی خو پوليسو دغه تور رد کړی دی.

د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د راپور له مخې، د ډرون خرڅکې د بريد پېښه د یکشنبې په ورځ د ګوټکي ولسوالۍ کې د سيند غاړې ته پروت پر یوه کلي کې رامنځته شوې، په بريد کې د لور او مور د وژل کېدو ترڅنګه دوه نورې ښځې ټپيانې شوې هم دي.

د راپور له مخې، اغېزمنې کورنۍ پولیس ملامت کړي او په ځانګړې توګه یې د راونټي د پولیسو حوزې پر مشر عبدالجبار مهر تور پورې کړی دی.

د ډرون څرخکې په بريد کې د هدف شوې کورنۍ مشر ادعا کړې: «زه او زما د کورنۍ غړي بې‌ګناه یُو». هغه زياته کړې څو ورځې وړاندې ترې د پوليسو سيمه یيز مشر د مرستې غوښتنه کړې وه.

خو د ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد انور کهېتران له رسنیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې په یاده سیمه کې د پولیسو کوم عملیات روان دي. پولیسو په خپل وار سره، د دې پېښې پړه پر مطلوبو غلو اچولې او زياته کړې یې ده چې غلو د نويو ترلاسه کړو ډرون ازموينه کوله او دغه پېښه رامنځته شوې ده.