له ستونزو ډک سفر؛ په لنډي کوتل کې سېلابي اوبو د یوې افغان کډوالې کورنۍ موټر يووړ

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د تورخم په لاره سلطان خېل مارکېټ ته څېرمه د سختو بارانونو له امله راغلو سېلابي اوبو افغانستان ته د ستنېدونکې افغان کډوالې کورنۍ له سامانه ډک موټر يووړ.
