د جبري ستنولو دوام؛ د خیبر بښتونخوا په چارسده کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي

د خيبر پښتونخوا په چارسده کې د افغان کډوالو پرضد عمليات لاهم دوام لري. ځایي چارواکي وايي، یوازې د تېرې ورځې په عملياتو کې ۱۱ افغان کډوال نيول شوي دي. د چارسدې ځایي چارواکو ويلي، چې د روانې مياشتې له ۱۰مې نېټې راهيسې تراوسه له یادې ولسوالۍ تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
