روان کال؛ د ۱۴مېلیون ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۶۰زره متره مربع افغاني غالۍ بهر ته صادرې شوې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د روان کال په ترڅ کې د ۱۴ مېلیون ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۶۰زره متره مربع افغاني غالۍ بهر ته صادرې شوې دي. طالبانو زیاته کړې، چې د افغانستان د غالیو په صنعت کې په مستقیم او نامستقیم ډول شاوخوا یو مېلیون کسان په کار بوخت دي.
