• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل اپریدی: افغانستان سره د لارو بندیز ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالۍ سختې ځپلې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپريدي ويلي، افغانستان سره پر ډیورڼد کرښه پرتې د خيبرپښتونخوا قبايلي ولسوالۍ «چې پر سرحدي سوداګرۍ تکیه لري د لارو د تړل کېدو له امله سختې اغېزمنې شوې دي».

د خيبرپښتونخوا ایالت د اطلاعاتو څانګې د خبرپاڼې له مخې، سهیل اپریدي دغه څرګندونې د پاکستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو ايف پي او) د مشرې انيتا هرش سره په ليدنه کې کړي دي.

100%

اپريدي ويلي، قبايلي ولسوالۍ چې په ايالت کې ورګډې شوي، له ترهګرۍ څخه ډېرې اغېزمنې شوې دي او د زیربناوو ترڅنګ یې اقتصاد ته هم سخت زیان رسېدلی دی.

هغه زياته کړې، د ایالت د خيبر ولسوالۍ له تیرا سيمې څخه ۲۴ زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او کار، روغتیا او زده کړو ته لاسرسی د هغوی لویې ننګونې دي.

اپريدي ادعا کړې چې مرکزي حکومت په ايالت کې ورګډو شویو ولسوالیو کې د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره د کال ۱۷ ملیارده روپیو ورکولو ژمنه کړې وه چې تر اوسه یې نه ده پوره کړې او اوس ايالتي حکومت د دغو مرستو پوره کولو لپاره ډېرې سرچینې مصرفوي.

د خبرپاڼې له مخې، انیتا هرش وویل چې «د خوړو نړیوال پروګرام به په خیبرپښتونخوا کې د خوړو خوندیتوب، تغذیې او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي».

په خبرپاڼه کې زياته کړل شوې، په ليدنه کې د خوړو د نړیوال پروګرام لخوا د خیبرپښتونخوا له حکومت سره د ګډو کړنو د لا پیاوړي کولو او په لومړیتوب لرونکو برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو هوکړه شوې ده.

همداراز په ایالت کې د خوړو د خوندیتوب، اقلیمي بدلون، د ماشومانو د خوارځواکۍ او د کورنیو بې‌ځایه شویو د مرستو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۳
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۴

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په پښتونخوا کې د ورښتونو او سېلابونه له امله د درېيو افغان کډوالو په ګډون ۱۲ کسان مړه شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

په خيبرپښتونخوا ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د زورورو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله په رامنځته شوو پېښو کې د درېيو افغان کډوالو په ګډون ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

په خيبر ولسوالۍ کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند مقصود افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، د خيبر په لنډي کوتل سيمه کې د زورور باران له امله سېلاب راغلی، د افغان کډوالو يو موټر د تورخم - پېښور په لویه لار د نېکي خېلو په سیمه کې د سېلاب ښکار شوی چې په کې څلور تنه سپاره وو، د موټر ډرايور ځان ژغورلی خو د لغمان ولایت اوسېدونکي درې تنه کډوال ښځه او خاوند او ماشوم یې سېلاب وړي او جسدونه یې بيا د رېسکيو په عملياتو کې ترلاسه کړل شوي دي.

هغه وويل، د افغان کډوالو جسدونه بيا تورخم ته لېږدول شوي او طالبانو ته سپارل شوي دي.

100%

مقصود زياته کړه، دوه نورې پېښې هم په لنډي کوتل او جمرود کې شوي دي، په يو ځای کې دوه ماشومان سېلاب وړي او بل ځای يو ځوان هم د سېلابي څپو ښکار شوی او بيا دغه واړه جسدونه هم سيمه ييزه خلکو او د ژغورنې ادارې موندلي دي.

همداراز هغه وويل، په خيبر ولسوالۍ کې په مختلفو سيمو کې د افغان کډوالو او سيمې خواوشا ۱۰۰ موټرېې ایسار شوې او هغه د سېلاب څخه ژغورل او په خوندي توګه اړول شوي دي.

په خيبرپښتونخوا کې د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې (پي ډي اېم اې) له مخې د ایالت په خيبر، مردان، کورمې، باجوړ، پېښور، بونېر، کوز چترال، تورغر او مانسهره ولسواليو کې د شديدو بارانونو او سېلابونو له امله پېښې رامنځته شوي دي.

د ادارې لخوا د رامنځته شوو پېښو په اړه خپرو کړو جزیاتو کې ويل شوي، په خيبر ولسوالۍ کې د راغلي سېلاب له امله د درېيو ماشومانو په ګډون اووه کسان، په مردان کې د کور د چت راپرېوتو په پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي، په اېبټ اباد، باجوړ او پېښور کې هم يو يو تن ژوند له لاسه ورکړی دی. هم په يادو سيمو کې زيات کسان ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په خيبرپښتونخوا کې د طبيعي پېښو د مديریت ادارې د جولای په ۱۷مه يوه خبرپاڼه د ۱۹مې جولای څخه تر ۲۵ جولای پورې په غرنو سيمو کې د تېزو بارانونو، سېلابونو راتلو او غرونو ښوېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

ادارې ويلي، په ټولو سيمو کې اړوندو چارواکو ته د چمتو پاتې کېدو او خلکو ته د غير اړين سفر او سېلګرۍ سيمو ته د تللو څخه د ډډې کولو لارښوونه شوې ده.

علیمه خان د عمران خان د درملنې او د یوازیتوب بند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۱
100%

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان خور علیمه خان ويلي، چې د ده د ورور درملنه دې وشي او د هغه د يوازيتوب بند دې پای ته ورسيږي. هغې د دغه کار لپاره د تحریک انصاف ګوند پر غړو غږ کړی چې په حکومت دې فشار زیات کړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل بندي مشر د درملنې او يوازيتوب بند ختمولو په موخه د ولسي لاريونونو خوځښت پيل کړی دی.

عليمه خان د پښتونخوا بونېر او سوات ولسواليو ته ورغلې او د تحریک انصاف د پلويانو سره یې ليدلي او ويناوې یې کړي دي.

هغې ويلي، اووه مياشتې وشوې چې دوی غوښتنه کوي چې د عمران خان درملنه دېد هغه او د کورنۍ په خوښه وشي او د هغه د يوازيتوب بند دې پای ته ورسول شي.

همداراز هغې زياته کړې، څو پورې په حکومت فشار نه وي سېوا کړل شوی تر هغې پورې نه د عمران خان درملنه کيږي او نه یې د يوازيتوب بند ختموي.

عليمه خان ويلي، دا وخت د دوی يوازينۍ غوښتنه همدغه ده، ځکه دوی په حکومت باور نه لري چې په کوم ځای کې یې کوم ډول درملنه کولی شي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند دا تور هم لګوي چې حکومت د عمران خان سمه درملنه نه کوي، خو حکومت دغه تورونه ردوي او تل یې ويلي چې عمران خان ته کله کومه روغتيايي ستونزه جوړه شوې هغه روغتون ته لېږدول شوی او درملنه یې شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پراخ شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پراخ شوي او د استوګنځایونو له تخلیې او نړولو وروسته سلګونه افغان کورنۍ د لنډي کوتل حمزه بابا کمپ ته انتقال شوې دي. کډوال وايي، د کلونو ژوند، کورونه او کاروبارونه پرېږدي، خو په افغانستان کې د نوي ژوند د پیل لپاره کافي امکانات نه لري.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان د حکومت د عملیاتو له پراخېدو سره، ګڼې افغان کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي او د بېرته ستنېدو لپاره د لنډي کوتل حمزه بابا لنډمهالي پنډغالي ته ولاړې شي.

په ځینو سیمو کې د افغانانو استوګنځي تخلیه شوي او د چارواکو په وینا، د ناقانونه ودانیو د نړولو لړۍ هم روانه ده. د دغو اقداماتو له امله سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو، کاروبارونو او د کلونو له ژوند سره د تړلو شتمنیو څخه د جلا کېدو له ستونزې سره مخ شوې دي.

په حمزه بابا کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، د سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او د سفر د اسانتیاوو کمښت د دوی مهمې ستونزې دي. په کمپ کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم د سختو شرایطو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د لنډي کوتل یوه افغان کډوال رحمت‌الله وايي، ډېری کلونه یې په دغه سیمه کې تېر کړي، خو اوس اړ شوی چې خپل کور او کاروبار پرېږدي.

هغه وايي: «دلته مو کور، کاروبار او د ژوند ټولې هیلې وې. زموږ ماشومان همدلته لوی شول او هېڅکله مو فکر نه کاوه چې یوه ورځ به هر څه پرېږدو او بېرته ستنېدو ته اړ شو. اوس زموږ تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې په افغانستان کې له سره د ژوند د پیلولو لپاره کافي امکانات نه لرو.»

بل افغان کډوال عبدالکریم، چې د حمزه بابا په ترانزیټي کمپ کې دی، وايي چې د بېرته ستنېدو لپاره یې د کور ډېری وسایل او د کاروبار سامانونه په ټیټه بیه پلورلي دي.

هغه وايي: «موږ خپله ټوله شتمني دلته لګولې وه، خو اوس چې د بېرته ستنېدو لپاره اړ شوي یو، د کور فرنیچر، د کار وسایل او هغه شیان مو چې له ژوند او خاطرو سره تړلي وو، پرېښودل. کومې لږې پیسې چې راسره پاتې وې، د سفر، لېږد او نورو اړینو لګښتونو لپاره مصرف شوې.»

عبدالکریم وايي، په کمپ کې د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو لپاره ژوند سخت دی او دوی نه پوهېږي چې افغانستان ته له رسېدو وروسته به څنګه خپل ژوند له سره پیل کړي.

کډوال غوښتنه کوي چې که د بېرته ستنېدو بهیر حتمي وي، نو باید په «عزت، امنیت او ارامۍ» ترسره شي او د سفر پر مهال او افغانستان ته له رسېدو وروسته د دوی لومړنیو اړتیاوو ته پاملرنه وشي.

د پېښور پولیس چارواکي وایي، د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات د جولای له ۱۰مې راهیسې دوام لري. د هغه په وینا، د عملیاتو له پیل مخکې افغان کډوالو ته د جوماتونو د لوډسپیکرونو، قومي مشرانو او نورو لارو له مخې په وار وار خبر ورکړل شوی و چې پاکستان پرېږدي.

بلخوا، د بشري حقونو فعالان وايي چې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې باید روڼتیا، انساني چلند او د لومړنیو اړتیاوو برابرول یقیني شي، په ځانګړي ډول ځکه چې د اغېزمنو شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم شامل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد روان اقدامات په داسې حال کې دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې، د سرحدي وضعیت او د افغان کډوالو موضوع لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ له حساسو مسئلو څخه ګڼل کېږي.

ګوزڼ ویروس لا هم د افغانستان او پاکستان په پښتني سیمو کې جدي ګواښ دی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۱
100%

د ګوزڼ د له منځه وړلو نړیوال نوښت ویلي، افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ کې د وحشي پولیو ویروس څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې دوه یې په ننګرهار، یوه په هلمند او یوه هم په هرات ولایت کې دي. له دې سره په ۲۰۲۶ کال کې د ګوزڼ ټولې ثبت شوي پېښې ۱۱ ته ورسېدې.

د نړیوالو معلوماتو له مخې، افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې له منځه نه دی تللی. په روان کال کې پاکستان هم د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د کوټې د پولیو پروګرام د اړیکو مسول اصف کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پولیو ویروس د دوام مهم لاملونه د پوهاوي کموالی، بېوزلي، د واکسین په اړه ناسم تبلیغات او د افغانستان او پاکستان د پښتني سیمو پراخ جغرافیایي پراخوالی دی.

د هغه په وینا، د پاکستان په سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې او د افغانستان په هلمند ولایت کې د چاپېریال له نمونو د پولیو ویروس موندل شوی، چې دا د ماشومانو لپاره د خطر زنګ دی.

اصف کاکړ وویل، که په کومه سیمه کې د پولیو ویروس په چاپېریال کې موجود وي، نو ټول هغه ماشومان چې واکسین شوي نه وي، د ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، ګوزڼ یوه لاعلاجه ناروغي ده او که یو ماشوم پرې اخته شي، د ټول عمر لپاره معلول پاتې کېږي.

د نوموړي په وینا، د پولیو د بشپړ له منځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ همغږي، د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د ماشومانو پر وخت واکسین کول او د تګ راتګ پر مهال د ټولو ماشومانو واکسین کول اړین دي.

اصف کاکړ وویل، اوس د پولیو ویروس ډېری پېښې په پښتني سیمو کې ثبتېږي، ځکه نو ځینې کسان ورته د "پښتون ویروس" نوم هم کاروي، ځکه چې ویروس تر ډېره په همدې سیمو کې موندل کېږي او اغېزمن ماشومان هم ډېری پښتانه وي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاند اولیور روزنباور ویلي، پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو عصبي سیستم زیانمنوي او د فلج او حتی مړینې لامل کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه، ویروس د ککړو اوبو او خوړو له لارې هغو ماشومانو ته انتقالېږي چې واکسین شوي نه وي، او شاوخوا ۹۰ سلنه اخته کسان هېڅ نښې نه لري، خو ویروس نورو ته لېږدولای شي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو عملیاتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په بنو، ښکته جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو او د ترهګرۍ ضد ادارو په بېلابېلو استخباراتي عملیاتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي او ۲۸ شکمن کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې د بنو ولسوالۍ د بکاخېل په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شویو عملیاتو کې درې وسله‌وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د بکاخېل، جاني‌خېلو، میریان، سره درګې او وزیر په سیمو کې د وسله‌والو پر ضد عملیات دوام لري. د بنو پولیسو هم ویلي چې د میریان تحصیل د نورړ او ممبتي برکزۍ په سیمو کې د لټونیزو عملیاتو پر مهال ۲۸ شکمن کسان نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، د ښکته جنوبي وزیرستان د وانا په سیمه کې امنیتي ځواکونو د چاودېدونکو توکو له ډک یوه موټر او موټرسایکل د له منځه وړلو خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې د یوه احتمالي ځانمرګي برید مخه یې نیولې ده. د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې یو وسله‌وال وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي چې د ډېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې یې د استخباراتي عملیاتو پر مهال یو مطلوب وسله‌وال، چې د «کمانډر خالد» په نوم یې یاد کړی، وژلی دی.

د دغې ادارې په وینا، خالد په څو قضیو کې مطلوب و چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ترهګرۍ ضد ادارې د یوه سرتېري، محمد علي، د هدفي وژنې قضیه هم پکې شامله ده. ادارې ویلي چې له وژل شوي وسله‌وال څخه یې یوه ۹ ملي‌متري تومانچه، لاسي بم او ګرځنده ټیلیفون ترلاسه کړي او د هغه د ادعا شویو همکارانو د موندلو لپاره عملیات روان دي.