په بلخ کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي

د بېپولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په ابوعلي سینا ښوونیز او سیمهییز روغتون کې یوې ۲۸ کلنې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي دي.

د بېپولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په ابوعلي سینا ښوونیز او سیمهییز روغتون کې یوې ۲۸ کلنې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي دي.
یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) ویلي، د یادې مېرمنې پنځه واړه ماشومان چې له خپلې مودې وړاندې او په کم وزن زېږېدلي وو؛ د دغه سازمان په ملاتړ د همدې روغتون د نویو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې په څانګه (NICU) کې تر درملنې او څار لاندې وو.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان ویلي، له نږدې اتو ورځو ځانګړې روغتیایي پاملرنې وروسته د ماشومانو روغتیایي وضعیت په تدریجي ډول ښه شوی او هغوی د نویو زېږېدلو ماشومانو عادي څانګې ته لېږدول شوي دي.
تېره میاشت هم په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مېرمنې په یو ځل پنځه ماشومان زېږولي چې درې یې نجونې او دوه یې هلکان وو.

د کندهار ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لوري پر خلکو لګېدلي محدودیتونه تر پخوا زیات شوي او د ښار په ګڼو سیمو کې یې حضور پراخ شوی. د دوی په وینا؛ د ږېرو، جامو، حجاب او د خلکو د شخصي ټیلیفونونو پلټنې او ځورنې زیاتې شوې دي.
د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، پخوا به د ښار په محدودو سیمو کې د محتسبینو حضور لیدل کېده؛ خو اوس د ښار په مهمو واټونو، څلورلارو او ګڼو بازارونو کې د دوی د درولو او پلټنې مرکزونه ډېر شوي دي.
د طالبانو امربالمعروف محتسبان په چېک پاینټونو کې هغه موټرونه هم دروي او پوښتنې ترې کوي، چې ښځې ورسره وي او عربي حجاب یې کړی وي. د سرچینو په وینا؛ ډېری ځوانان د ږېرې خریلو او لنډولو یا د ظاهري بڼې له امله درول کېږي او په ځینو مواردو کې د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه هم پلټل کېږي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «موږ هره ورځ له دې وېرې سره له کوره وځو چې معلومه نهده په کوم ځای کې به ودرول شو. لومړی ماسک لرې کوي، بیا ږېره ګوري او که د دوی له نظر سره برابره نهوي، سړی له ځان سره بیايي، ځینې کسان څو ورځې ورک وي او کورنۍ یې نه پوهېږي چې چېرې دي».
یو بل ځوان چې تازه له بند څخه خوشې شوی وايي، چې د هغه د نیول کېدو یوازینی لامل د ږېرې لنډوالی و. هغه وویل: «ماته یې وویل ږېره دې شرعي نهده، وروسته یې ټیلیفون هم وکوت، درې ورځې بندي وم او کورنۍ مې نه پوهېده چې زه چېرې یم؛ تر خوشې کېدو وروسته یې خبرداری راکړ چې بیا داسې ونه شي».
بل خوا بیا په دغه ولایت کې یوشمېر ښځې وایي، د طالبانو امربالمعروف د ښځو پر وړاندې هم فشارونه زیات کړي او ان ښځو ته سپکې خبرې هم کوي. د کندهار یوه اوسېدونکې په دې اړه وايي: «موږ تور حجاب اغوندو، نو کله ناکله سپکې خبرې راته کېږي. یوه ورځ یوه راته وویل، که امریکایان تر اوسه افغانستان کې وای، تاسو به اوس بربنډې ګرځېدلای دغه ډول خبرې زموږ عزت ته زیان رسوي او ښځې سختې ځوروي».
هغه وایي: «طالبان غواړي چې د دوی د خوښې حجاب «څادري» په سر کړو».
د کندهار د اوسېدونکو په وینا؛ په وروستیو میاشتو کې د امر بالمعروف د فعالیتونو ساحه پراخه شوې ده. یوشمېر ټولنیز فعالان چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي وایي، د خلکو ترمنځ د وېرې فضا ورځ تر بلې پراخېږي.
د دوی په باور؛ دغه وضعیت د ځوانانو ترمنځ د ناامنۍ احساس زیات کړی او ډېری کسان هڅه کوي له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي.
د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې د ۴زره ودانیو جوړولو جوازونه صادر کړي دي. د یادې ښاروالۍ په وینا؛ دغه ودانۍ به د کابل د ماسټر پلان او ټاکل شویو ودانیزو معیارونو له مخې جوړې شي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزي ویلي، د ودانیو جوازونو د صادرولو بهیر د ټاکل شوې تګلارې له مخې روان دی او په راتلونکي کې به د نورو ودانیو لپاره هم جوازونه صادر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوشمېر کابل ښاریان د ودانیو د جوازونو صادرولو پر بهیر نیوکې کوي او وایي د طالبانو هغه ادعاوې چې د جوازونو ترلاسه کول یې اسانه کړي تر ډېره د تبلیغاتو تر کچې محدودې دي.
څه موده وړاندې د کابل ښار یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي و، چې د ودانۍ جوړولو جواز ترلاسه کولو لپاره یې له یو کال څخه ډېر وخت په اداري مراحلو او ستونزو کې تېر کړی؛ خو تر اوسه یې هم هڅې بېپایلې پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې مېلیونونه مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۴.۹ مېلیونه مېندې او ماشومان د خوړو مرستو ته اړتیا ولري.
دغه اداره وایي، د یادې ستونزې د حل لپاره پر وخت اقدام او لازم ملاتړ کولای شي د ډېرو انسانانو ژوند وژغوري. اوچا د افغان ښځو مقاومت او پیاوړتیا ستایلې او وایي، افغانستان کې مېندې د ستونزو او خوارځواکۍ له ګواښ سره، سره د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د هیلې او مقاومت هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر ټینګار کوي، چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره دوامداره بشري مرستې او پر وخت اقدام ډېر مهم دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او که د ژوند ژغورونکو او مخنیوي وړ تغذیوي پروګرامونو پراختیا ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي؛ نو دغه وضعیت به لا کړکېچن شي.
همداراز د بېپولې ډاکټرانو (MSF) سازمان هم روانه میاشت په خپل یو راپور کې ویلي و، چې د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی. دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو کې د دوی تر ملاتړ لاندې د تغذیې مرکزونو ته د بستر شويو خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
په پنجشېر کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۵کال په ترڅ کې د دغه ولایت د توتانو حاصلات د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي. یاد ریاست زیاته کړې، سږکال د توتانو ټول حاصلات له ۳۵۰۰ متریک ټنو څخه ۴۰۲۳ متریک ټنو ته رسېدلي دي.
د طالبانو د کرنې ریاست د توتانو د زیاتوالي عمده لاملونه مناسب اقلیم، د حاصلاتو د راټولولو پر مهال د باران نشتوالی او بڼوالو ته د مېوو وچوونکو دستګاوو وېش یادوي. د سیمهییزو طالب چارواکو په وینا؛ دغه عواملو د توتانو د کیفیت او حاصلاتو په ښه والي کې مهم رول لوبولی دی.
په پنجشېر کې د طالبانو د کرنې ریاست زیاتوي، د مېوو وچوونکو دستګاوو په وېش سره بڼوال توانېدلي چې د خپلو حاصلاتو یوه برخه په معیاري ډول وچه او بازار ته وړاندې کړي چې دغه چارې د محصولاتو د ضایع کېدو مخه هم نیولې ده.
طالبانو ویلي، د بڼوالۍ د ودې او د بزګرانو د ملاتړ لپاره به په راتلونکو کلونو کې هم ورته پروګرامونه دوام ومومي؛ څو د کرنیزو محصولاتو تولید او کیفیت لاښه شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.
نن (د جولای ۲۰مه) د شطرنج د نړۍوالې ورځې سره سمون لري. دغه لوبه شاوخوا ۱۵۰۰کاله پخوانۍ مخینه لري او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مېلیونونه مینهوال لري؛ خو طالبانو له څه باندې یوکال راهیسې پر یادې لوبې بندیز لګولی. د شطرنج مینهوال وایي، دغه لوبه د هېریدو له ګواښ سره مخ ده.
د طالبانو لهخوا د شطرنج پر لوبې تر بندیز وروسته د شطرنج نړۍوال فدراسیون په افغانستان کې د یادې لوبې د راتلونکې او پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. دغه فدراسیون ویلي و، چې پر شطرنج بندیز ښايي د یادې لوبې پر پرمختګ منفي اغېز وکړي.
دغه فدراسیون همداراز ویلي و، چې شطرنج په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړی و او د ځوانانو په ډله کې یې ترټولو ډېر مینهوال لرل. د کابل ښار ۲۶ کلن اوسېدونکی عبدالله چې د شطرنج مینهوال دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې دغه لوبه د ځوانانو فکري وړتیاوې پیاوړې کوي او د نورو لوبو پرتله ځانګړی ځای لري.
نوموړی وایي، چې شطرنج یې له خپل پلار څخه زده کړی و او وروسته یې د شطرنج فدراسیون ته هم د لوبو لپاره تګ راتګ کاوه. د عبدالله په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر دغه لوبه بندیز لګولی، حتی په بازارونو کې هم د شطرنج تختې او دانې په سختۍ موندل کېږي.
هغه وایي، د دغه بندیز له امله د شطرنج مینهوال ورو ورو کمېږي چې دا به په افغانستان کې د یادې لوبې پر کلتور او راتلونکې اغېز وکړي. د ۱۴۰۴کال (د غويي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې طالبانو دغه لوبه د ناروښانه مودې لپاره ځنډولې ده. دغه سرچینو ویلي و، چې د بدني روزنې عمومي ریاست چارواکو ویلي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لهخوا شطرنج «حرام» ګڼل شوی دی.
وروسته طالبانو په افغانستان کې د شطرنج انلاین بڼه هم بنده کړه. طالبان وایي، دغه لوبه د قمار د دودېدو لامل کېږي چې د دوی له نظره «ګناه» ده؛ خو د شطرنج د شرعي حکم په اړه د اسلامي علماوو ترمنځ بېلابېل نظرونه شته.
ځینې دیني عالمان وایي، که شطرنج د شرط، پیسو یا د مال د ګټلو او بایللو لپاره ولوبول شي؛ نو د «قمار» بڼه خبلوي او قمار په اسلام کې «حرام» دی. له بلې خوا ځینې دیني عالمان بیا وایي: «که په شطرنج کې قمار نه وي، د دیني مسوولیتونو د پرېښودو لامل نهشي او له حرامو چارو سره تړاو ونه لري؛ نو یوازې لوبه کول یې جواز لري».
شطرنج په لومړي ځل په لرغوني هند کې رامنځته شو. تاریخپوهان وایي، چې دغه لوبه د هند د «چترنګا» (Chaturanga) له لوبې سرچینه اخلي؛ خو وروسته د ساساني فارس له لارې اسلامي نړۍ او بیا اروپا ته ورسېده.
اوسمهال هند، امریکا، چین، ازبکستان، روسیه او ناروې د شطرنج له مخکښو هېوادونو ګڼل کېږي.
ولې شطرنج له سیاست سره پرتله کېږي؟
شطرنج له پخوا راهیسې د سیاست له ډګر سره پرتله کېږي. د دې اصلي لامل دا بلل کېږي، چې دواړه برخې فکري تمرکز، هوښیارۍ، ستراتیژیک فکر او د راتلونکو ګامونو د اټکل وړتیا ته اړتیا لري.
په شطرنج کې لوبغاړی هڅه کوي د خپل مقابل لوري حرکتونه وارزوي او د بریا لپاره اوږدمهاله پلان جوړ کړي. په سیاست کې هم مشران او سیاسي ډلې د خپلو پرېکړو پایلې، د مخالفینو دریځونه او راتلونکي حالتونه ارزوي.
په دې توګه، شطرنج یوازې یوه فکري لوبه نهده؛ بلکې د ستراتیژیک فکر، پلان جوړونې او د پرېکړو د پایلو د ارزونې یوه بېلګه هم ګڼل کېږي. خو دغه لوبه چې په افغانستان کې هم ډېر زیات مینهوال لري، اوسمهال د محدودیتونو له امله د هېرېدو په حال کې ده او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دی.