• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د تېلو د پمپونو مالکانو په ټول هېواد کې کاربندیز اعلان کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱

په پاکستان کې د تېلو (پټرولو او ډيزلو) د پمپونو د مالکانو ټولنې د سې شنبې په ورځ له حکومت سره د تېلو د ورځنيو بیو په اړه د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته، په ټول هېواد کې کاربندیز اعلان کړی دی.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، د تېلو د مرکزي وزير علي پروېز ملک په مشرۍ د حکومت له مذاکراتي ټیم سره له کتنې وروسته، د یادې ټولنې استازو رسنیو ته وویل چې د تېلو د ورځنيو بييو د میکانیزم په اړه د دوی یو ساعت اوږدې خبرې وشوې خو کومې موافقې ته ورنه رسېدل او له همدې امله دوی بله لاره نه درلوده پرته له دې چې کاربندیز وکړي، ځکه د دوی په وینا چې دا د دوی د بقا مسله وه.

د ټولنې مشر همایون خان وويل، چې په ورځني ډول د تېلو بييو ته د بیاکتنې په اړه د حکومت پلان «د تېلو د پمپونو د مالکانو لپاره د منلو وړ نه دی او دا د عملي کېدو وړ هم نه دی».

هغه وویل د دوی اصلي غوښتنه دا وه چې د تېلو بيې باید په میاشتني ډول وټاکل شي، او زیاته یې کړه چې د تېلو د کاروباريانو د کمېشن د زیاتوالي په اړه د دوی پخوانۍ غوښتنه لا هم پاتې ده، ځکه چې دا کمېشن د تېرو درېیو کلونو راهیسې کنګل شوی دی.

په ورته وخت کې، خان وویل چې د پټرول پمپونو مالکان لا دمخه د تیلو او ګازو د تنظیم کونکي ادارې (اوګرا)، د تیلو د بازارموندنې شرکتونو او د حکومت د پالیسیو د مختلفو فشارونو له امله له «سختو مالي ننګونو» سره مخ دي.

هغه وویل: «د ورځنيو بيو میکانیزم ګډوډی رامنځته کړی او زموږ هغه سوداګري یې له منځه وړې چې لا دمخه په لږه ګټه روانه وه».

د تېلو د پمپونو مالکانو ددغې سره اړونده اعتراضونه هم وړاندې کړي دي.

د تېلو د پمپونو مالکانو کاربنديز پر داسې مهال اعلان کړ چې تېره اوونۍ په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان د تېلو مرکزي وزیر علي پروېز ملک اعلان کړی و چې د تېلو او ګازو د تنظیم اداره (اوګرا) به له دې وروسته د اوو ورځو پر ځای هره ورځ د تېلو بیې ټاکي.

د امریکا او ايران د جګړې پيل کېدو راهيسې په پاکستان کې د تېلو بيې ډېرې لوړې شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې یو قومي مشر او د امن کمېټې غړی وژل شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱
100%

د خیبر پښتوخوا د هنګو ولسوالۍ پولیسو ویلي چې د امن کمیټې غړی او سیمه ییز قومي مشر ملک عزت ګل د سړک غاړي په ماین چاودنه کې وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د هنګو د پولیسو مشر طارق حبیب ویلي، چې د امن کمېټې پر غړي ملک عزت ګل د هنګو ښار په کډاپه سیمه کې د سړک غاړي ماین چاودنه شوې، نوموړی لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې د زړه د حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

پولیسو ویلي، له ماین چاودنې وروسته په ډزو کې یو بل تن هم ټپي شوی دی.

پولیسو ویلي، ملک عزت ګل د کورمې ولسوالۍ د امن کمېټې مهم غړی و او په کورمه، اورکزیو او هنګو کې یې د سولې په ټینګښت کې مهم رول درلود.

په انځورونو کې د افغان کډوالو ژوند؛ په حمزه بابا پنډغالي کې تر باران لاندې د کډوالو انتظار

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې د حمزه بابا په نوم لنډمهاله پنډغالی چې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو د راټولولو او ثبت مرکز دی، هره ورځ د لسګونه افغان کورنیو کوربه وي. زیاتې کورنۍ تر باران لاندې په دغه وروستي‌ تم ځای کې د تګ یو اوږد انتظار کوي.

زموږ همکار جواد شینواري په لنډي کوتل سیمه کې د هغو افغان کډوالو د ورځني ژوند انځورونه اخیستي، چې افغانستان ته د جبري ستنېدو لړۍ بشپړوي. دغه کورنۍ لومړی په لنډي کوتل سیمه کې د حمزه بابا پنډغالي ته راوستل کېږي، هلته یې د پاکستاني چارواکو له لوري د هویت او اسنادو د ثبت چارې ترسره کېږي او وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

100%
حمزه بابا پنډغالي کې افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو پر مهال

په پنډغالي کې ډېری مېشت کسان ښځې، ماشومان او سپین‌ږېري دي، چې د لنډمهاله استوګنځي له ستونزو سره مخ دي. د سیمې د پرونیو بارانونو له امله اوبه خېمو ته ننوتې او د کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

100%
په پنډغالي کې د افغان کډوالو د انتظار او اوسېدو خېمې
100%
یوه افغانه کورنۍ چې تازه پنډغالي ته راوړل شوې او د قانوني‌پروسې تر بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ستنه شي
100%
حمزه بابا پنډغالي کې د افغان کډوالو لپاره جوړې شوې د اوسېدو خېمې او د اسانتیاوو نشتوالی

د خیمو لمدېدل، د پاکو اوبو محدود لاسرسی، د حفظ‌الصحې ستونزې او د ماشومانو لپاره د مناسب سرپناه نشتوالی هغه ننګونې دي چې په پنډغالي کې د اوسېدونکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

100%
تر باران وروسته د یوې افغانې کورنۍ وضعیت
100%
لنډي کوتل سیمه، د افغان کډوالو د ستنېدو ګادي
100%

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د بې‌اسناده او یوشمېر نورو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده. د یاد بهیر له امله هره ورځ لسګونه کورنۍ د لنډي کوتل د حمزه بابا پنډغالي ته راوستل کېږي او له ثبت وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.

100%
100%

په پندغالي کې کډوالې کورنۍ وايي، چې د اوسېدو او ژوند هيڅ اسانتیاوې نشته او د ژوند دغه شیبې یې خورا سختې تېرېږي. د بشري حقونو فعالان او افغان کډوال د ملګرو متلونو، کډوالۍ عالي‌ کمېشنرۍ، پاکستان حکومت او اړوندو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې باید روڼتیا، انساني چلند او د لومړنیو اړتیاوو برابرول یقیني شي؛ ځکه د اغېزمن شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږېري هم شامل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پرضد روان اقدامات په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې، د سرحدي وضعیت او د افغان کډوالو موضوع لاهم د دواړه هېوادونو ترمنځ له حساسو مسلو ګڼل کېږي.

دغه وضعیت په داسې حال کې دوام لري، چې بشري مرستندویه ادارو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې د کډوالو د ډله‌ییزې ستنېدو له امله به د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوړو او نورو لومړنیو بشري اړتیاوو پر وړاندې کولو فشار لا زیات شي.

100%

د پاکستان سترې محکمې د اډیاله زندان له ادارې د عمران خان د ملاقات په اړه بشپړ راپور غوښتی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۱
100%

د پاکستان سترې محکمې د اډیاله زندان ادارې ته لارښوونه کړې، چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند موده کې د هغه له کورنۍ، وکیلانو او نورو دوستانو سره د ملاقات تفصیلي راپور دې په درېیو اوونیو کې محکمې ته وړاندې کړي.

دغه امر د قاضي محمدعلي مظهر په مشرۍ درې کسیز پلاوي د دوشنبې په ورځ د سلمان اکرم راجا له لوري محکمې ته د سپکاوي په اړه د یوې عریضې د اورېدنې پرمهال صادر کړ.

د اورېدنې په پیل کې د اسلام‌اباد لوی څارنوال نوید ملک محکمې ته وویل، د ملاقات په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کېږي او د وړاندې کولو لپاره لږ وخت ته اړتیا لري. محکمې د اډیاله زندان ادارې ته امر وکړ، چې د عمران خان د بند له پیل راهیسې د ټولو ملاقاتونو نېټې، د لیدونکو نومونه او نور اړوند معلومات په بشپړ ډول راټول او په درېیو اوونیو کې محکمې ته وسپاري.

قاضي محمد علي مظهر وپوښتل، چې له عمران خان سره تر اوسه څومره لیدنې شوې دي. هغه ټینګار وکړ، چې محکمه باید د ټولو لیدنو بشپړ او مستند معلومات ترلاسه کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند وکیل سلمان اکرم راجا محکمې ته وویل، چې عمران خان په انفرادي بند خونه کې ساتل کېږي او د سترګو له ناروغۍ هم کړېږي.

د کډوالو د بېرته ستنېدو چټک بهیر؛ هره ورځ زرګونه کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
100%

د ټاکل شوي ضرب الاجل تر پای ته رسېدو وروسته پاکستان د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد د اېستلو لړۍ چټکه کړې او د جولای تر ۱۰مې وروسته افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. پاکستاني چارواکي وايي، د تورخم او چمن له لارو هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال له سپټمبر میاشتې راهیسې چې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پیل کړی، تراوسه تر ۲.۵ مېلیونه ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدی ویلي، په وروستیو ورځو کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
په پېښور کې د کډوالو چارو ادارې چارواکي فضل ربي ویلي، د پاکستان حکومت له‌خوا د جولای له ۱۰مې نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو تر اعلان وروسته په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېر نږدې دوه برابره زیات شوی دی.
د هغه په وینا؛ تر دې وړاندې هره ورځ شاوخوا زر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته تلل، خو اوس دغه شمېر نږدې ۲۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. بل لور ته د بلوچستان د چمن له لارې هم د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی دی.
د کډوالو چارو ادارې چارواکی ذاکر درانی وایي، د چمن له لارې هره ورځ تر زرو ډېر افغانان افغانستان ته ستنېږي چې دغه شمېر د پخوا پرتله نږدې دوه برابره زیاتوالی ښیي.

د پاکستان د رسمي شمېرو له مخې؛ د ۱۹۷۰مې لسیزې له وروستیو راهیسې په بېلابېلو پړاوونو کې له درې مېلیونه ډېر افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي. په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نږدې یو مېلیون نور افغانان هم پاکستان ته تللي دي.

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر وضعیت او امنیتي ګواښونو غږېدلي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
100%

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام‌اباد کې د افغانستان د وضعیت، له افغانستان څخه د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو، امنیتي همکاریو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ترهګرۍ او له کرښې هاخوا د سازمان‌یافته جرمونو پر ضد د امنیتي همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان وروستي وضعیت او د هغو امنیتي اندېښنو په اړه هم خبرې کړې چې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره تړاو لري، خو د دغو خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي. طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

انیتا اناند د خپل یو ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم لیدلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، اناند او عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د دفاعي همکاریو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې او د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراخولو یې ټینګار کړی دی.

اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم د دواړو هېوادونو د خبرو مهمه برخه وه. د شهباز شریف په حضور کې کاناډا او پاکستان له کاناډا څخه پاکستان ته د کنولا د صادراتو تړون لاسلیک کړ.

دواړو لورو همدارنګه د بهرنیو پانګونو د ملاتړ د هوکړې د وروستي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تېر کال پاکستان ته د کاناډا صادرات ۶۵سلنه زیات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۱.۲میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

اناند زیاته کړه، کاناډا په پاکستان کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او موټرو جوړونې په برخو کې د پانګونې له پراخولو سره لېوالتیا لري.

نوموړې په اېکس خواله رسنۍ کې هم لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ولسي اړیکې د همکاریو له مهمو بنسټونو څخه دي. د هغې په وینا، په کاناډا کې له ۳۰۰زرو ډېر پاکستاني الاصله کاناډایان ژوند کوي او کولای شي د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دا نږدې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان ته د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر بلل کېږي. دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د تعقیب لپاره به هر کال منظمې مشورتي غونډې ترسره کوي.