• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بښنې نړیوال سازمان: د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان برید باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۷ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي څېړنیز راپور کې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۶مه د کابل د روږدو د درملنې پر «امید» مرکز د پاکستان د پوځ خونړي هوايي بریدونه باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول. د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان د پوځ د هغو ادعاوو د تایید لپاره هېڅ ډول شواهد نشته چې ګواکې له دغه مرکز څخه د وسلو او مهماتو د زېرمې یا نورو پوځي موخو لپاره ګټه اخیستل کېده.

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا د څانګې سرپرستې ایزابل لاسي په دې اړه وویل چې پر امید مرکز برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو جدي سرغړونه ده او د جنګي جرم کچه پورته کوي. هغې زیاته کړه چې دغه ځای د څه باندې یوې لسیزې لپاره د روغتیايي مرکز په توګه کارول کېده او د پاکستان دا برید د دغه هېواد په پوځي پلان جوړونه کې یوه لویه او وژونکې ناکامي ښيي چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه سازمان د جولای په ۹مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه د دې برید په اړه د جزییاتو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه یې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د بښنې نړیوال سازمان د خپلو پلټنو لپاره تر ۶۰ ډېر عکسونه او ویډیوګانې، د سیمې ۳۰ سپوږمکیز انځورونه او له ۱۱ عیني شاهدانو، د مرکز له کارکوونکو او د قربانیانو له کورنیو سره مرکې کړې دي. د وسلو کارپوهانو تایید کړې چې په دغه برید کې د پاکستان جوړه شوې د «تکبیر» په نوم دقیق رهبري کېدونکی بم کارول شوی دی. دغه برید د شپې په شاوخوا ۹ بجو د روژې میاشتې د تراویح لمانځه په پای کې شوی و، چې له امله یې په نښه شوي هنګر کې، چې د ناروغانو د اوسېدو او ډوډۍ خوړلو ځای و، تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله رامنځته شوه.

دا برید د هغو هوايي بریدونو د لړۍ برخه وه چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو له زیاتوالي وروسته د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان په خاوره کې ترسره شول.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنوري او مارچ میاشتو ترمنځ په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۲ نور ټپیان شوي دي. بلخوا، د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان له خاورې څخه د هاوان د ډزو په پایله کې په پاکستان کې هم لږ تر لږه اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي
۱

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۲

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۳

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

۴

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۵

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی

•
•
•

نور خبرونه

بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، د پاکستان هوايي بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سازمان له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د جګړې نړیوال قوانین مراعات کړي

د اعلامیې له مخې، د جون په ۲۹مه د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان په درېیو ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دغه شمېرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د موندنو پر بنسټ وړاندې شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې یې هغه وسله‌وال په نښه کړي چې د دوی په وینا، څو ورځې وړاندې یې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی و، خو د عملیاتو د هدفونو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د یوناما د راپور په حواله ویلي، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله په افغانستان کې له ۷۵۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو تلفاتو ډېره برخه د افغانستان په ختیځو او سویلي سیمو کې د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې که څه هم یوازې د ملکي وګړو تلفات په خپله د جنګي جرم ثبوت نه ګڼل کېږي، خو د ملکي وګړو د پرله‌پسې وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه د دې اړتیا ډېروي چې د جګړې د قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې ترسره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز د اپرېل د ۲۷مې نېټې د کونړ هوايي برید ته اشاره کړې او د یوناما د معلوماتو له مخې یې ویلي چې په دغه برید کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹ نور، چې ۱۳ ښځې او ۳۹ ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي چې په دې برید کې یې څلور کلنې لور د لاس ګوتې له لاسه ورکړې او ۱۱ کلن ورور یې وژل شوی دی.

اعلامیه همداراز د مارچ د ۱۶مې نېټې هغه هوايي برید ته اشاره کوي چې په کابل کې د «امید» په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز شوی و. د بشري حقونو د څار سازمان ادعا کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۲۲ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د دوی څېړنو داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې وښيي د «امید» مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده، له همدې امله یې دغه برید «غیرقانوني او بې‌تفکیکه» بللی دی.

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو او توپچي بریدونو له امله د افغانستان په ځینو سیمو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او دا وضعیت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو له بهیر سره یوځای، بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

افراسیاب خټک: پاکستان د طالبانو مخالفانو سره په ګډه افغانستان کې د رهبرۍ د بدلون هڅه کوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۰ GMT+۱
100%

پښتون ملت‌پال سیاستوال او د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک ویلي، د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد د تېرو پنځو لسیزو سیاست «ناکام» شوی دی. هغه زیاته کړه، پاکستان اوس د طالبانو له مخالفانو سره د یوه نوي اېتلاف په جوړولو سره افغانستان کې د سیاسي معادلو او رهبرۍ د بدلون هڅه کوي.

افراسیاب خټک د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) له افغانستان انټرنشنل سره د پاکستان د امنیتي او سیاسي کړکېچ، د افغانستان او طالبانو په اړه د اسلام‌اباد د سیاست او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بریدونو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.

دغه ملت‌پال سیاستوال وویل، اسلام‌اباد باید د امنیتي ګواښونو د مهارولو لپاره د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. هغه زیاته کړه، چې پاکستان د طالبانو د مخالفو ډلو او شخصیتونو په را بللو سره د یوه نوي اېتلاف د جوړولو هڅه کوي، خو د دې هڅو موخه د طالبانو د نظام نسکورول نه‌دي.د هغه په باور، اسلام‌اباد غواړي په افغانستان کې د رهبرۍ او د واک په معادلو کې بدلون راولي.

هغه خبرداری ورکړ: «که پاکستان هماغه تګلاره روانه وساتي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې څو ځله ازمویل شوې او ناکامه شوې ده، نو د افغانستان له غبرګون سره به مخ شي».

هغه همدارنګه، په تېرو کلونو کې د پاکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ د څرنګوالي په یادولو سره وویل، چې پاکستان د افغانستان په اړه روښانه پالیسي نه‌لري او ډېری وخت د سترو قدرتونو د سیاستونو په چوکاټ کې عمل کوي.

افراسیاب خټک باور لري، چې پاکستان له ژور سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او د دغه هېواد مشران هڅه کوي، د خپلو ډیپلوماټیکو بریاوو په لوی ښودلو سره د خلکو پام له کورنیو ستونزو واړوي.

د هغه په وینا، د بلوچستان ایالت امنیتي وضعیت داسې پړاو ته رسېدلی چې د جګړې نوم پرې اېښودل کېدای شي. هغه وویل، چې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو فعالیتونو د بلوچستان په ډېرو سیمو کې ناامني زیاته کړې ده.

افراسیاب خټک د بریدونو د زیاتېدو لامل د اسلام‌اباد د پخوانیو سیاستونو دوام وباله او ویې ویل، چې د پاکستان پوځ طالبان خپل اصلي ګواښ نه‌ګڼي، بلکې «بلوڅ او پښتون ملتپالنه» تر ټولو ستر خطر بولي او د دغو خوځښتونو د ځپلو لپاره له طالبانو ګټه اخلي.

د افغان طالبانو او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې، د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتېدو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د کړکېچونو له امله له جدي ترینګلتیاوو سره ملې وې.

اسلام‌اباد په دې موده کې څو ځلي د طالبانو د مخالفو څېرو کوربه هم پاتې شوی دی.

پاکستاني چارواکو څو ځله طالبان تورن کړي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکړې، خو طالبانو دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱
100%

د ټي‌ټي‌پي شورا يوه غړي عين‌الزمان د بلوچستان له علماوو او قومي مشرانو غوښتي، چې ولس د پاکستان د پوځ په ملاتړ له امن کمېټو سره له یو ځای کېدو وساتي. د هغه په باور، د پاکستان پوځ وارخطا دی او د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډیو هېوادونو تورونه لګوي او کله کله پرې بمبارۍ هم کوي

د تحریک طالبان پاکستان د شورا غړی عين‌الزمان چې ځان د بلوچستان ایالت اوسېدونکی معرفي کوي، د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي: «تحریک د اسلام دښمنه پوځ پر ضد مبارزه پيل کړې ده. هره ورځ پر دوی په لسګونه بريدونه کوي او وار یې ورله ورخطا کړی دی. د پاکستان ادارې وارخطا دي کله پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي او کله پرې بمبارۍ کوي او کله د ولسي خلکو پر ضد عمليات او بمبارۍ کوي او خلک لادرکه کوي».

د راپورونو له‌مخې، په پاکستان کې له وسله‌والو بریدونو او چاودنو وروسته د دغه هېواد چارواکي افغانستان او هند ته ګوته نیسي او بیا د یادو وسله‌والو د ځالو د په نښه کولو په پلمه پر افغانستان هوايي بریدونه کوي، خو افغان طالبانو په وار وار ویلي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه کورنۍ مسئله ده او ډاډ یې ورکړی، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د پاکستان د طالبانو تحریک دغه غړي همداراز ادعا کړې: «لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د پاکستان پوځ ماتې خوړلې ده، پوځ بېلابېلې حربې کاروي چې يوه په‌کې د امن کمېټه ده».

د عین‌الزمان په اړه ويل کيږي، چې د ژوب اوسېدونکی دی او د بلوچستان د مذهبي چارو د پخواني ایالتي وزیر زوی دی. هغه په دې ويډيويي پیغام کې زياته کړې: «د اسلام دښمنه پوځ او ادارې د امن کمېټې په نوم ساده مسلمانان خلک راپورته کوي چې له مجاهدينو سره په مقابله کې شي او په جګړه کې ورسره ښکېل شي، هوښيار مشران او قومونه چې په دې جال کې را نه‌شي».

د پاکستاني طالبانو دغه مسوول وويل: «زه د بلوچستان يم په بلوچستان کې پر بلوڅانو ظلمونه روان دي. د پښتنو په سيمو کې دوی (پوځ) هڅه کوي، چې د امن کمېټې په نوم لښکرې جوړې کړي او ساده مسلمان خطا کړي، دا د علماوو کار دی چې خلک له امن کمېټو څخه وساتي او ولس له طالبانو سره په جنجال کې ښکېل نه‌شي».

نوموړي زياته کړه: «د قوم مشرانو که سرداران دي او که نور ملکان دي موږ ورته احترام لرو هغو ته خواست کوو چې خپل خلک د پوځ لپاره ونه کاروي، خو دوی (پوځ) بیا ځينې اېجنټان لري چې هغوی د مالي او نورو دولتي ګټو لکه د پارلمان د غړيتوب په شکل کې هم راځي نو دوی بيا هڅه کوي چې قوم له طالبانو سره په جګړه شي».

عين الزمان ادعا کوي، چې پوځ «د اېجنټانو له لارې د ولس په ذهنونو کې دا خبره اچوي چې دا طالبان د حکومت خلک دي پوځ ته د قبضې لپاره لاره جوړوي، نو موږ پوښتنه کوو چې هغه کوم ځای پاتې دی چې د پوځ په ولکه کې نه دی؟ پوځ خو قبضه اچولې ده او پر ضد یې موږ مبارزره کوو. خلک دې پروپاګند کې را نه‌شي خلک دې له جاسوسۍ، امن کمېټو او لښکرو څخه ځانونه په ډډه وساتي».

هغه زياته کړه، ټي‌ټي‌‌پي له خلکو څخه قلنګ نه‌اخلي پوځ او ادارې له خلکو څخه د ټي‌ټي‌پي په نوم قلنګ اخلي او همداراز یې په ډاګه کړه: «د روس پر ضد د پاکستان ولس د افغانستان د مسلمانانو کومه مرسته وکړه هغه تاريخي ده او بيا چې څه وخت امریکې په افغانستان باندې يرغل وکړ د پاکستان ولس بیا قرباني ورکړه، په داسې حال کې چې پاکستان د امریکا همکار دی او بيا چې تحریک د دوی پر ضد عمليات پيل کړل نو بيا هم ولس ور سره همکاري کوله».

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
100%

د سوداګرو په وینا، تر ۹ میاشتو مخکې د افغانستان له نورو صادراتي توکو سربېره تازه میوې پاکستان او د پاکستان له لارې بیا نورو هېوادونو ته صادرېدل،خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو له امله اوس د افغانستان تازه میوې عربي هېوادونو، منځنۍ اسیا او اروپا ته صادرېږي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

100%
د تورخم لاره

د افغان سوداګرو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون مخکې، پاکستان به هر کال د افغانستان د تازه میوو د فصل پر مهال په یوه پلمه نه‌ په یوه پلمه یې لارې بندولې او یا به یې د تعرفو له لوړولو سربېره په دروازو کې یې د تازه میوو لیږدونکي موټر درول، څو په موټر کې میوې خوسا شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان د بدیل مارکېټ په توګه یې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو او همدارز اروپا ته مخه کړې ده.

د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له هرات ولایت څخه ۱۱۷ زره ټُنه تازه میوه چې ټولیز ارزښت یې ۱۴۶ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، عربي او د اسیا یو شمېر هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د تازه مېوو د صادراتو زیاتوالی، د اقتصادي ودې، د بزګرانو د ملاتړ او د افغانستان د صادراتي بازارونو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي».

د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۷مه د ازبکستان د پرایم کرنیز صنعت شرکت رييس مراد قدرتوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په کال کې به ۲ زره ټُنه تازه میوې او په ځانګړې توګه ګیلاس، زردالو، مڼې او انار لومړی ازبکستان او بیا روسیې او هماغسې یې اروپايي هېوادونو ته صادرې کړي.

https://www.afintl.com/pa/202606078657

د بڼوالو په وینا، نورو هېوادونو ته د افغانستان له تازه میوو یوه کمه برخه صادرېږي او د پاتې نورو میوو د ساتنې لپاره د سړوخونو نشتوالی جدي ننګونه یادوي. دوی له طالبانو غواړي چې پر معیار برابر د سړو خونو جوړولو ته پام وکړي، څو پر بڼوالۍ یې شوې خواري په سیند لاهو نه‌شي.

100%

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د هندوانو کښت او حاصلات له ۲۵ سلنې زیاتوالي خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال په دغه ولایت کې د هندوانو مناسب بازار، ښې بیې او د حاصلاتو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د کښت ساحه د تېر کال په پرتله نږدې ۲۵سلنه پراخه شي او په ټولیزه توګه پر شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه هندوانې وکرل شي.

د لوګر یو بزګر افغانستان انټرنشنل- پښتو ویلي، سږکال یې د هندواڼې حاصلات ډېر دي او په باور یې هره میوه چې بازار کې ډېره شي، نو ورسره سم بیې هم رالوېږي.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د تازه میوو او نورو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي، څو بزګران د خپل لاس ثمره وګوري او محصولات یې په ښه بیه وپلورل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له‌مخې، په تېر ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان څخه د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۱۷ زره او ۵۱۷ ټُنه تازه مېوه او په ځانګړې توګه مڼې، انار، زردالو، انګور، خربوزه، هندوانه، انځر او نورې میوې بهر ته صادره شوې دي. د معلوماتو پر بنسټ، له دغو میوو ډېری یې عربي هېوادونو، ترکیې، منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د دغه وزارت مسوولینو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د تازه مېوو د صادراتو د کچې او ارزښت د پرتلې کولو په تړاو معلومات نه‌دي ورکړي، خو په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړل کېدل د کروندګرو د ډېری محصولاتو د خرابېدو لامل شول.

https://www.afintl.com/pa/202607037190

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وایي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.