شهباز شریف: زغم او ډیپلوماسي د سیمې د ثبات یوازینۍ لار ده
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په خليج سیمه کې پر وروستیو تاوتريخوالي اندېښنه ښودلې او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې په سیمه کې د لا زیاتې بېثباتۍ لامل کېږي.
هغه زياته کړې، پاکستان د یوه «ریښتیني او مخلص منځګړي او اسانتیا برابروونکي» په توګه خپل رول ته دوام ورکولو ته ژمن دی.
د لومړي وزیر د دفتر له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، شهباز شريف د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ايران د کورنیو چارو له وزیر سکندر مومني سره ليدلي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر وروستي وضعیت او د سولې لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو یې ورسره خبرې اترې کړي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، د ايران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د پاکستان د مشرتابه له کوربهتوب څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د ده دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو د ایران پوځي وړتیاوې تر هغه ډېرې کمزورې کړې چې د ده په وینا، «هیچا یې تصور نه شو کولای». هغه خبرداری ورکړی چې تهران باید یا خبرو ته کښېني او یا به له «جګړې وزارت» سره مخ شي.
ټرمپ دغه څرګندونې د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره د لیدنې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، امریکا د ایران پوځي توان «په جدي او پراخه کچه» کمزوری کړی دی.
هغه زیاته کړه، ایران وتوانېد چې ځینې تجهیزات د اردن له لارې ولېږدوي، خو که هلته نور عملیاتي ځواکونه موجود وای، ښايي دا کار ممکن نه وای. د هغه په وینا، امریکا د نړۍ تر ټولو پرمختللي پوځي تجهیزات لري او «نږدې هر څه یې درولي دي».
ټرمپ همدارنګه وویل: «ایران کولای شي خبرې وکړي، که نه نو باید د جګړې وزارت سره مخ شي».
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې پر ایران بشپړه محاصره لګېدلې او هېڅوک نه شي کولای له هغې تېر شي. د هغه په ټکو، «دا محاصره د فولادي دېوال په څېر ده».
ټرمپ د حزبالله سره د احتمالي خبرو په اړه هم وویل، له هر اړخ سره خبرو ته چمتو دی، حتی له هغو ډلو سره چې د ده په وینا، ډېر کسان باور لري چې باید ورسره خبرې ونه شي.
هغه زیاته کړه، که د لبنان ولسمشر ترې غوښتي وای چې له حزبالله سره خبرې وکړي، نو دا کار به یې کړی وای، ځکه د ده په وینا، د لبنان ولسمشر له اوږدې مودې راهیسې د حزبالله له موضوع سره مخامخ دی.
د اورېدنې په پیل کې د اسلاماباد لوی څارنوال نوید ملک محکمې ته وویل، د ملاقات په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کېږي او د وړاندې کولو لپاره لږ وخت ته اړتیا لري. محکمې د اډیاله زندان ادارې ته امر وکړ، چې د عمران خان د بند له پیل راهیسې د ټولو ملاقاتونو نېټې، د لیدونکو نومونه او نور اړوند معلومات په بشپړ ډول راټول او په درېیو اوونیو کې محکمې ته وسپاري.
قاضي محمد علي مظهر وپوښتل، چې له عمران خان سره تر اوسه څومره لیدنې شوې دي. هغه ټینګار وکړ، چې محکمه باید د ټولو لیدنو بشپړ او مستند معلومات ترلاسه کړي.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند وکیل سلمان اکرم راجا محکمې ته وویل، چې عمران خان په انفرادي بند خونه کې ساتل کېږي او د سترګو له ناروغۍ هم کړېږي.