ټرمپ غواړي د فیفا مشر چې نوموړي ته یې د سولې جایزه ورکړې د ملګرو ملتونو سرمنشي شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر جیاني اینفانتینو د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي په توګه وټاکل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر جیاني اینفانتینو د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي په توګه وټاکل شي.
نیویارک پوسټ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ اینفانتینو په نړۍ کې د درناوي وړ شخصیت بولي او په باور یې، نوموړی د خلکو د یو بل ته نږدې کولو ځانګړې وړتیا لري.
۵۶ کلن اینفانتینو په سویس کې زېږېدلی او له ټرمپ سره یې اړیکې د سږني نړیوال جام پر مهال نږدې شوې دي. هغه تېر کال ټرمپ ته د فیفا د سولې لومړنۍ جایزه هم ورکړې وه.
د ملګرو ملتونو راتلونکی سرمنشي سږکال ټاکل کېږي او انتونیو ګوترېش به د ۱۴۰۵ کال په مرغومي میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شي. نوماند باید لومړی د امنیت شورا او وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ملاتړ ترلاسه کړي.
لا روښانه نه ده چې اینفانتینو دې څوکۍ ته لېوالتیا لري او که نه. نوموړی د فیفا د راتلونکو ټاکنو نوماند هم دی او په دغه سازمان کې هر کال شاوخوا شپږ میلیونه ډالره عاید لري.

یوه لبناني چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ایټالیا په کوربهتوب او د امریکا په منځګړیتوب به له اسراییل سره د خبرو بل پړاو د اګسټ په څلورمه په روم کې ترسره کړي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې دواړو لورو په سویلي لبنان کې د اسراییلي ځواکونو د وتلو او پر ځای یې د لبنان د پوځ د ځای پر ځای کېدو پلان عملي کول پیل کړي دي.
اسراییلي ځواکونه روانه اوونۍ د ازمایښتي سیمو د پروګرام له مخې د سویلي لبنان له زوتر الغربیه ښارګوټي ووتل او لبناني پوځ هلته خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل. چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې له ناچاودو مهماتو څخه د سیمې تر پاکېدو پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.
د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د چهارشنبې په ورځ دې ښارګوټي ته د سفر پر مهال د اسراییل وتل یو مهم لومړی ګام وباله، خو ټینګار یې وکړ چې بیروت د لبنان له ټولې خاورې د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل غواړي.
لبنان او اسراییل، چې لا هم په رسمي ډول د جګړې په حالت کې دي، له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د سفیرانو په کچه مخامخ خبرې کوي. د امریکا په کوربهتوب د دوی پنځو غونډو تېره میاشت د یوه چوکاټي تړون زمینه برابره کړه.
په دغه تړون کې د حزبالله بېوسلې کول، له سویلي لبنان څخه د اسراییلي ځواکونو پړاویز وتل او په دغو سیمو کې د لبناني ځواکونو ځای پر ځای کېدل شامل دي.
اسراییل اوس هم د لبنان د پولې په اوږدو کې شاوخوا لس کیلومتره پراخه سیمه تر ولکې لاندې لري او هغه حایله سیمه بولي. اسراییلي چارواکي وايي، تر هغه چې حزبالله وسله ولري، ځواکونه به یې په سویلي لبنان کې پاتې وي.
خو حزبالله له اسراییل سره د لبنان د حکومت مستقیمې خبرې رد کړې او په بشپړ ډول یې له بېوسلې کېدو انکار کړی دی.
د لبنان ولسمشر جوزف عون واشنګټن ته د خپل لومړي رسمي سفر پر مهال ویلي، له لبنان څخه د اسراییل وتل کولای شي هغه اصلي لامل له منځه یوسي چې حزبالله له اوږدې مودې راهیسې د وسلو د ساتلو لپاره د توجیه په توګه یادوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د فلیپین په مانیلا کې د اسیان غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره کتلي. دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو او د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د اسیان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۹مه غونډه د دوشنبې په ورځ د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې پیل شوې ده چې د اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي هم د اسیان د غړو هېوادونو ترڅنګ په دې غونډه کې ګډون لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې سرګي لاوروف له اسحاق ډار سره لیدنه کې د سوداګرۍ، انرژۍ، سیمه ییز اتصال او په څو اړخیزو نړیوالو فورمونو کې د همغږۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې خپلې نږدې اړیکې او سلا مشورو ته به دوام ورکړي
په جلا خبرپاڼه کې د لاوروف او د هند د بهرنیو چارو وزیر د لیدنې یادونه هم کړې ده.
د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، په ټولو کچو د باور پر بنسټ د خبرو د دوام او د مهمو نړیوالو چوکاټونو په دننه کې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هسپانیې او فرانسې ویلي، د سختې ګرمۍ له امله د ځنګلي اورونو د لا پراخېدو خطر لا هم ډېر لوړ دی. که څه هم د هسپانیې د ګوادالاخارا لوی اور تر یوه بریده مهار شوی خو سږ کال په اروپا کې د تېرو شلو کلونو د کلني اوسط په پرتله ډېره ځمکه د اورونو له امله سوځېدلې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، سږ کال په اروپا کې د تېرو شلو کلونو د کلني اوسط په پرتله ډېره ځمکه د ځنګلي اورونو له امله سوځېدلې ده. اروپا، چې د نړۍ تر ټولو په چټکۍ تودېدونکې وچه بلل کېږي، سږ کال د ګرمۍ له درې پرله پسې سختو څپو سره مخ شوې ده.
په فرانسه کې د سې شنبې په ورځ د ګیروند په سیمه کې د اور وژني دوه کارکوونکي هغه مهال مړه شول چې موټر یې د اور لمبو محاصره کړ. چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ګرمۍ ځپلو سیمو کې له باربیکیو څخه کار وانخلي، ځکه د دوی په وینا، له لسو ځنګلي اورونو نهه یې د انسانانو د فعالیتونو له امله رامنځته کېږي.
په ورته مهال په هسپانیا کې هم د ګوادالاخارا اور شاوخوا ۳۲ زره هکټاره ځمکه سوځولې او د ۳۴ ښاروالیو اوسېدونکي یې ایستلو ته اړ کړي و. چارواکو اوس د پنځو کلیو خلکو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړې.
د هسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز ویلي، هېواد یې سږ کال تر دې دمه له ۲۲ لویو ځنګلي اورونو سره مخ شوی او نږدې ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه سوځېدلې ده. هغه ټینګار کړی چې د اورونو د مخنیوي لپاره باید نور جدي اقدامات ترسره شي.
د هسپانیا د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ډېری برخو کې د ځنګلي اورونو خطر «ډېر لوړ» یا «بېساری» دی او په راتلونکو ورځو کې به نور هم زیات شي. د ادارې په وینا، د ګرمۍ څپه، وچ تندر او صحرايي دوړې د اورونو د خپرېدو خطر زیاتوي.
په فرانسه کې نسبتاً ټیټې تودوخې او سپکو بادونو د وار سیمې د اور د مهارولو هڅې اسانه کړې، خو چارواکي وایي چې اور لا هم فعال دی او د هېواد په لوېدیځ، سوېل لوېدیځ او سوېل ختیځ کې د نورو اورونو خطر د اوونۍ تر پایه لوړ پاتې کېږي.
په همدې حال کې، په یونان او قبرس کې د سختې ګرمۍ له امله د ورځې په تودو ساعتونو کې په ازاده فضا کې کار کول منع شوي دي.
په شمالي مقدونیه او کوسوو کې بیا د ګرمۍ پر ځای سخت توپانونه او ږلۍ رامنځته شوې دي. په شمالي مقدونیه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي، ونې نسکورې شوې، د کورونو چتونه زیانمن شوي او د برېښنا او اوبو شبکې هم اغېزمنې شوې دي. د کوسوو چارواکو هم د نورو توپانونو، برېښنا، سېلابونو او مالي زیانونو خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان ایالت کې یې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې د څو امنیتي عملیاتو پر مهال ۱۰ وسلهوال وژلي او دوه ښځینه ځانمرګي بریدګرې یې له یوه همکار سره نیولې دي.
د پاکستان پوځ د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد عملیات یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د بلوچستان ایالت د سوراب او مستونګ په سیمو کې کړي دي.
د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، دا عملیات د «شعبان عملیاتو» په چوکاټ کې ترسره شوي، چې د «سد منګي» د پولیسو پر پوسته له برید وروسته پیل شوي دي. پوځ وايي، دغه ګډ عملیات د سرحدي ځواکونو او د بلوچستان د پولیسو په همکارۍ د وسلهوالو ډلو پر ضد لا هم روان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، امنیتي ځواکونو په سوراب کې د هدفمندو عملیاتو پر مهال اووه وسلهوال وژلي دي. همداراز، په مستونګ کې په جلا عملیاتو کې درې نور وسلهوال وژل شوي او دوه ښځینه ځانمرګي بریدګرې له یوه همکار سره نیول شوې دي.
د پاکستان پوځ ویلي، نیول شوي او وژل شوي کسان د بلوڅو له وسلهوالو ډلو سره تړاو لري.
پوځ زیاته کړې چې په دغو عملیاتو کې وسلې، مهمات او لاسي جوړ چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي او د نورو وسلهوالو د موندلو لپاره د سیمې د پلټنې عملیات لا هم دوام لري.
دا عملیات داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستاني چارواکي په وروستیو میاشتو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسلهوالو بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، د ایران او پاکستان ترمنځ د اورګاډي شبکو نښلول به د سیمې په کچه ستراتیژیک بدلون رامنځته کړي او د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییز اتصال د پراختیا لپاره به مهم فرصتونه برابر کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د چارشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د پاکستان د اورګاډو له وزیر محمد حنیف عباسي سره په لیدنه کې کړې دي. په دې غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري، د ایران د سیستان او بلوچستان والي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو او په پاکستان کې د ایران سفیر هم ګډون درلود.
مومني وویل، ایران او پاکستان ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي. هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه د اوسني وضعیت په پرتله د همکاریو د لا پراخولو وړتیا لري او د پولې دواړو غاړو ته د پرمختګ او هوساینې لپاره ګډ کار کولی شي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل، د اقتصادي همکاریو سازمان د کانټینري اورګاډي فعالېدل او د پولې دواړو غاړو ته د رېل پټلۍ د زیربناوو بشپړېدل به سوداګریزې راکړې ورکړې او سیمهییز اتصال پیاوړی کړي.
هغه همدا راز اعلان وکړ چې د زاهدان–میرجاوه د اورګاډي پټلۍ د عصري کولو چارې به په راتلونکې یوه میاشت کې بشپړې شي او له پاکستان یې وغوښتل چې د میرجاوه او تفتان ترمنځ د معیاري رېل پټلۍ جوړول هم بشپړ کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډو تګ راتګ له خنډ پرته ترسره شي.
مومني وویل، د زاهدان–چابهار د اورګاډي پروژه هم بشپړېدو ته نږدې شوې او د ایران او پاکستان ګډه رېل پټلۍ به د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اروپا ترمنځ ترانسپورټي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د پاکستان د اورګاډو وزیر محمد حنیف عباسي د دې طرحې هرکلی وکړ او ویې ویل، لومړی وزیر شهباز شریف له ایران سره د اورګاډي همکاریو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د پاکستان د اورګاډو وزارت د تفتان د رېل پټلۍ د عصري کولو په ګډون د ګډو پروژو د پرمختګ لپاره لازم چوکاټ جوړ کړی دی.