سېنټکام: د ټرمپ په امر مو د ایران پر پوځي موخو د بریدونو نوې څپه پیل کړې

دامریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ایران د پوځي هدفونو پر ضد د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

دامریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ایران د پوځي هدفونو پر ضد د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
سېنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د ایران پر وخت د شپې په یوه بجه پیل شوي او د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو بریدونو موخه د ایران د هغو پوځي وړتیاوو لا کمزوري کول دي چې د سیمې په اوبو کې د ملکي سمندري تګراتګ او سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
سنټکام زیاته کړې چې دا پوځي عملیات به تر هغه دوام وکړي څو د ایران هغه وړتیاوې نورې هم کمزورې شي چې د نړیوالو اوبو د امنیت او د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګراتګ لپاره ګواښ رامنځته کوي.
تر اوسه د ایران چارواکو د سنټکام د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو د احتمالي زیانونو په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

د امریکا د استازو جرګې د چهارشنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکو په اکثریت رایو سره د ۹۵میلیارد ډالرو بودیجې یوه طرحه تصویب کړه چې موخه یې د ایران پر ضد د جګړې لګښتونو او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د نورو لومړیتوبونو تمویل بلل شوی دی.
دا طرحه د ۲۱۶موافقو او ۲۱۴مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شوه. د راپورونو له مخې، ټولو ډیموکراټ استازو له دې بودیجې سره مخالفت کړی دی.
د تصویب شوې طرحې له مخې، ۶۰میلیارد ډالر د امریکا د دفاع وزارت، ۱۳میلیارد ډالر د ملي امنیت د نورو اړتیاوو، ۱۲میلیارد ډالر هغو بزګرانو ته د ملاتړ لپاره چې د ټرمپ د تعرفو له امله زیانمن شوي، او ۱۰میلیارد ډالر د ټاکنیزو قوانینو د وړاندیز شویو بدلونونو د پلي کولو لپاره ځانګړي شوي دي. په دغو بدلونونو کې د رایې ورکولو پر مهال د تابعیت د ثبوت وړاندې کول هم شامل دي.
جمهوري غوښتونکو د دې بودیجې د تصویب لپاره د «بودیجې د تطبیق» ځانګړی میکانیزم کارولی، چې له مخې یې طرحه د ساده اکثریت په رایو تصویبېدای شي او په سنا کې د اوږدو پارلماني خنډونو (فیلیباسټر) مخه نیول کېږي.
سره له دې، د دې بودیجې برخلیک لا هم د امریکا په سنا جرګه کې روښانه نه دی، ځکه یو شمېر جمهوري غوښتونکي سناتوران هم د دې طرحې په اړه شکونه لري.
ډیموکراټانو پر دې طرحه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې مالي سرچینې باید د خلکو د ژوند د لګښتونو د کمولو لپاره ولګول شي. په مقابل کې جمهوري غوښتونکي استدلال کوي چې دا بودیجه د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د چمتووالي، د پوځیانو د معاشونو او د هېواد د امنیت د ساتنې لپاره اړینه ده.
دا بودیجه اوس د وروستۍ ارزونې او پرېکړې لپاره د امریکا سنا جرګې ته استول شوې ده.
رویټرز خپر اژانس راپور ورکړی چې د پیرو په پلازمېنه لیما کې د یو کور دننه د اور لګېدنې له امله د یوې کورنۍ د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي دي. دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د لیما په «لا ویکتوریا» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پیرو د پولیسو یوه جګپوړي قوماندان اسکار اریولا خبريالانو ته وویل، چې دغه اور لګېدنه د چهارشنبې په ورځ وختي په یوه استوګنیز کور کې پیل شوه. د هغه په وینا، په مړو شویو کسانو کې پنځه تنه یې ماشومان دي چې په دغه کور کې یې ژوند کاوه.
قوماندان اسکار اریولا زیاته کړه، چې د پېښې ځای ته د عدلي طب متخصصین او څېړونکي رسېدلي دي. د پیرو د پولیسو دغه چارواکي وویل چې د پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې دي.
تراوسه پورې د دغې خونړۍ اور لګېدنې اصلي لامل نه دی روښانه شوی. پولیس او د پېښو د څېړنې ډلې هڅه کوي معلومه کړي چې اور د کومې ستونزې له امله لګېدلی او څنګه یې ټول کور په غېږ کې اخیستی دی.
د امریکا ولسمشر په ټروت سوشل خواله رسنۍ کې د یوه مطلب په بیا خپرولو سره د امريکايي ځواکونو له وژل کېدو وروسته یې سېنټکام ته امر کړی: «د دوزخ دروازې پرانیزئ او د اسلامي جمهوریت پر ضد بریدونه پیل کړئ».
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د ایران په جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو د جسدونو د لېږد په رسمي مراسمو کې له ګډون وروسته یادې څرګندونې کړې دي.
له دې سره سم، د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي د بدیلو لارو کارول نه جبرانېدونکې پایلې لري.
د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندانۍ، د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په یوې اعلامیې کې وویل: «د هرمز تنګي ورودي او خروجي برخې روښانه دي او زموږ تر بشپړ کنټرول لاندې دي. بدیلې لارې ناامنې او خطرناکې دي؛ خبرداری ورکوو چې ترې ګټه وانهخیستل شي، ځکه د پام وړ او نه جبرانېدونکې پایلې به ولري».
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د ایران پر وړاندې د روانې سمندري محاصرې د پلي کولو په لړ کې یې د نهو سوداګریزو بېړیو د تګ مسیر بدل کړی او یوه بله بېړۍ یې له فعالیته ایستلې ده.
سنټکام د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۱مه، په اېکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د امریکا د توغندیو وېشتونکې جنګي بېړۍ یواېساېس مایکل مورفيعمله د عرب سمندر له لارې د تېرېدو پر مهال له خپل جنګي معلوماتي مرکز څخه عملیات څاري.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه هممهاله د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې د پلي کولو په عملیاتو بوخت دي.
د سېنټکام د معلوماتو له مخې، تر چنګاښ ۳۱مې پورې د دې محاصرې د بشپړ تطبیق لپاره د نهو سوداګریزو بېړیو مسیر بدل شوی او یوه بېړۍ هم له فعالیته ایستل شوې ده.
سېنټکام د یادو بېړیو د هویت، د مسیر د بدلون د علت او د بېفعاله شوې بېړۍ په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر جیاني اینفانتینو د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي په توګه وټاکل شي.
نیویارک پوسټ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ اینفانتینو په نړۍ کې د درناوي وړ شخصیت بولي او په باور یې، نوموړی د خلکو د یو بل ته نږدې کولو ځانګړې وړتیا لري.
۵۶ کلن اینفانتینو په سویس کې زېږېدلی او له ټرمپ سره یې اړیکې د سږني نړیوال جام پر مهال نږدې شوې دي. هغه تېر کال ټرمپ ته د فیفا د سولې لومړنۍ جایزه هم ورکړې وه.
د ملګرو ملتونو راتلونکی سرمنشي سږکال ټاکل کېږي او انتونیو ګوترېش به د ۱۴۰۵ کال په مرغومي میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شي. نوماند باید لومړی د امنیت شورا او وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ملاتړ ترلاسه کړي.
لا روښانه نه ده چې اینفانتینو دې څوکۍ ته لېوالتیا لري او که نه. نوموړی د فیفا د راتلونکو ټاکنو نوماند هم دی او په دغه سازمان کې هر کال شاوخوا شپږ میلیونه ډالره عاید لري.