د رویټرز د راپور له مخې، سږ کال په اروپا کې د تېرو شلو کلونو د کلني اوسط په پرتله ډېره ځمکه د ځنګلي اورونو له امله سوځېدلې ده. اروپا، چې د نړۍ تر ټولو په چټکۍ تودېدونکې وچه بلل کېږي، سږ کال د ګرمۍ له درې پرله پسې سختو څپو سره مخ شوې ده.
په فرانسه کې د سې شنبې په ورځ د ګیروند په سیمه کې د اور وژني دوه کارکوونکي هغه مهال مړه شول چې موټر یې د اور لمبو محاصره کړ. چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ګرمۍ ځپلو سیمو کې له باربیکیو څخه کار وانخلي، ځکه د دوی په وینا، له لسو ځنګلي اورونو نهه یې د انسانانو د فعالیتونو له امله رامنځته کېږي.
په ورته مهال په هسپانیا کې هم د ګوادالاخارا اور شاوخوا ۳۲ زره هکټاره ځمکه سوځولې او د ۳۴ ښاروالیو اوسېدونکي یې ایستلو ته اړ کړي و. چارواکو اوس د پنځو کلیو خلکو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړې.
د هسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز ویلي، هېواد یې سږ کال تر دې دمه له ۲۲ لویو ځنګلي اورونو سره مخ شوی او نږدې ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه سوځېدلې ده. هغه ټینګار کړی چې د اورونو د مخنیوي لپاره باید نور جدي اقدامات ترسره شي.
د هسپانیا د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ډېری برخو کې د ځنګلي اورونو خطر «ډېر لوړ» یا «بېساری» دی او په راتلونکو ورځو کې به نور هم زیات شي. د ادارې په وینا، د ګرمۍ څپه، وچ تندر او صحرايي دوړې د اورونو د خپرېدو خطر زیاتوي.
په فرانسه کې نسبتاً ټیټې تودوخې او سپکو بادونو د وار سیمې د اور د مهارولو هڅې اسانه کړې، خو چارواکي وایي چې اور لا هم فعال دی او د هېواد په لوېدیځ، سوېل لوېدیځ او سوېل ختیځ کې د نورو اورونو خطر د اوونۍ تر پایه لوړ پاتې کېږي.
په همدې حال کې، په یونان او قبرس کې د سختې ګرمۍ له امله د ورځې په تودو ساعتونو کې په ازاده فضا کې کار کول منع شوي دي.
په شمالي مقدونیه او کوسوو کې بیا د ګرمۍ پر ځای سخت توپانونه او ږلۍ رامنځته شوې دي. په شمالي مقدونیه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي، ونې نسکورې شوې، د کورونو چتونه زیانمن شوي او د برېښنا او اوبو شبکې هم اغېزمنې شوې دي. د کوسوو چارواکو هم د نورو توپانونو، برېښنا، سېلابونو او مالي زیانونو خبرداری ورکړی دی.