• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

شات خواږه خواړه که طبیعي درمل؟ ساینس څه وایي؟

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۱

شات یوازې یو طبیعي خوږ خوراک نه، بلکې د علمي څېړنو له مخې د انټياکسیدنټونو، ویټامینونو او ګټورو مرکباتو بډایه سرچینه هم ده. څېړنې ښيي چې شات د ټوخي په کمولو، د زخمونو په رغېدو، د هاضمې په ښه کېدو او د بدن د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې مرسته کولای شي، خو باید په اندازه وکارول شي.

علمي څېړنې ښيي چې شات د فلاونوېډونو او فینولیک مرکباتو په نوم طبیعي انټياکسیدنټونه لري، چې د بدن حجرې د زیانمنو ازادو راډیکالونو پر وړاندې ساتي او د ځینو مزمنو ناروغیو د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

څېړونکي وايي، یوه کاشوغه شات، په ځانګړي ډول د شپې له خوب مخکې، د ټوخي شدت کموي او د ستوني درد په ارامولو کې مرسته کوي. همدارنګه، ځینې طبي شات د باکتریاوو ضد ځانګړتیاوې لري او د زخمونو او سپکو سوځېدنو په رغېدو کې هم کارول کېږي.

د څېړنو له مخې، شات طبیعي ګلوکوز او فروکتوز لري، چې بدن ته ژر انرژي ورکوي. له همدې امله ډېری ورزشکاران د انرژۍ د طبیعي سرچینې په توګه ترې ګټه اخلي.

کارپوهان وایي، شات د کولمو د ګټورو باکتریاوو په وده کې هم مرسته کوي او د هاضمې د سیستم د ښه فعالیت لپاره ګټور تمامېږي. سربېره پر دې، که د سپینې بورې پر ځای په مناسب مقدار وکارول شي، د زړه روغتیا ته هم ګټه رسولای شي.

روغتیايي متخصصین سپارښتنه کوي چې شات باید په اعتدال وکارول شي، ځکه دا هم طبیعي بوره لري. همدارنګه، د یو کال څخه کم عمر ماشومانو ته باید شات ورنه کړل شي، ځکه د بوتولیزم په نوم د خطرناکې ناروغۍ احتمال رامنځته کولای شي. د شکر ناروغانو ته هم سپارښتنه کېږي چې د شاتو له منظم استعمال مخکې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی
۱

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۳

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۴

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

یونیسف په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات پیل کړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ یې د نورستان ولایت سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ټپونو درملنې او بېړنۍ طبي پاملرنې لپاره ګرځنده روغتیايي کلینیک فعال کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي تاج الدین اویوواله د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه ګرځنده کلینیک د سېلاب‌ځپلو کورنیو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.

دغه بنسټ په یوه بل پیغام کې له هغو کورنیو سره چې د نورستان په وروستیو سېلابونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ په سیمه کې حضور لري او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.

د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د نورستان مرکز پارون ښار د سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو شاهد و، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳کسان وژل شوي او له ۱۰۰څخه ډېر نور لا هم نادرکه دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم بارانونه شوي، خو تر اوسه له دغو ولایتونو څخه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.

روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې مو ۵۳۱ روغتیايي کارکوونکي روزلي دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) ویلي چې په افغانستان کې یې ۵۳۱ روغتیايي کارکوونکي په ۱۴ تخصصي برخو کې روزلي او د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو کې یې خلکو ته پراخ روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په خپل راپور کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د روغتیايي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د پام وړ پانګونه شوې او د روغتیايي کارکوونکو روزنه د هېواد د درملیزو خدماتو د ښه‌والي لپاره د ترسره شویو هڅو مهمه برخه ده.

د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو ۶۴زره او ۱۴۶ سرپايي مشورې وړاندې کړې او له درې زرو څخه ډېرو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وو، واکسین تطبیق شوی دی.

راپور زیاتوي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هم له ۴۷زرو څخه ډېرو کسانو د روغتیايي زده‌کړو او عامه پوهاوي له پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې، سره له دې پرمختګونو، په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د خدماتو د رسولو لپاره د نړیوال ملاتړ دوام اړین دی.

امریکا او چین په سپټمبر میاشت کې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه رسمي خبرې کوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۷ GMT+۱
100%

امریکا او چین به د سپټمبر په میاشت کې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه رسمي خبرې وکړي. ټاکل شوې په دغو خبرو کې د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو د ګواښونو، د فکري ملکیت حقونو، امنیتي اندېښنو او د دواړو هېوادونو د اړوندو تګلارو په اړه بحث وشي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ د مې میاشتې د غونډې مهمه پایله بلل کېږي.

پنځو سرچینو، چې له موضوع سره بلدې دي، رویټرز ته ویلي، ټاکل شوې دغه خبرې د سپټمبر په ۲۴مه امریکا ته د شي جین پینګ له پلان شوي سفر مخکې ترسره شي، خو وروستۍ نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې.

راپور وایي، دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ له امله د یو بل د وړتیاوو او احتمالي امنیتي خطرونو په اړه اندېښمن دي.

واشنګټن او بیجینګ پر دې بحث کوي چې څنګه پرمختللي مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونه تنظیم کړي.

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱
100%

ډېری خلک شکایت کوي چې غوماشې دوی تر نورو ډېر چیچي. علمي څېړنې ښيي چې د انسان د بدن طبیعي بوی، د ساه ایستلو پر مهال د کاربن ډای اکسایډ اندازه، د بدن تودوخه، خوله او ځینې نور بیولوژیکي عوامل ددې سبب کیږي، چې غوماشي ځینې کسان تر نورو ډېر وچیچي.

څېړنې ښيي چې د انسان د پوستکي طبیعي کیمیاوي مواد او د بدن بوی هغه مهم عوامل دي چې غوماشي ځینو کسانو ته تر نورو ډېر جذبوي.

روغتیایي متخصصین وايي، د هر انسان پر پوستکي بېلابېل کیمیاوي مرکبات موجود وي چې د بدن ځانګړی بوی جوړوي او غوماشې د همدې بوی له مخې خپل هدف ټاکي.

همداراز هغه کسان چې د ساه ایستلو پر مهال ډېر کاربن ډای اکسایډ تولیدوي لکه لویان، امیندواره ښځې او هغه کسان چې تازه یې ورزش یا سخت فزیکي فعالیت کړی وي، ښايي غوماشو ته ژر ورمعلوم شي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا، د بدن لوړه تودوخه، خوله او په خوله کې موجود لاکتیک اسید هم د غوماشو د جذب سبب ګرځي. له همدې امله له ورزش وروسته د غوماشې د چیچلو امکان زیاتېږي.

که څه هم ځینې څېړنې ښيي چې د O وینې ګروپ لرونکي کسان ښايي لږ څه زیات د غوماشو ښکار شي خو ساینسپوهان وايي دا یوازې یو فرعي عامل دی او اصلي لامل نه ګڼل کېږي.

د جامو رنګ هم رول لري؛ ځکه غوماشي تیاره رنګونه لکه تور، تیاره شین او سور تر روښانه رنګونو ښه تشخیصوي.

د غوماشې له چیچلو وروسته سوروالی، پړسوب او خارښت د بدن د معافیتي غبرګون له امله رامنځته کېږي. غوماشې د چیچلو پر مهال داسې مواد پوستکي ته داخلوي چې د بدن دفاعي سیستم یې پردي ګڼي او د هسټامین د ازادېدو له امله خارښت او حساسیت پیدا کېږي.

روغتیايي متخصصین سپارښتنه کوي چې د غوماشو د مخنیوي لپاره دې د غوماشو ضد کریمونه او سپرې وکارول شي، اوږده او روښانه کالي دې واغوستل شي، ډنډونه دې له منځه یووړل شي او د ماښام او سهار پر مهال دې زیات احتیاط وشي.

یونیسف: په هرات کې لسګونه زره کسان له روغتیايي خدماتو برخمن شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د هرات ولایت په نواباد روغتیايي مرکز کې یې د مالي شریکانو په ملاتړ نږدې ۵۵زرو کسانو ته، چې راستنېدونکي او ځایي اړمنې کورنۍ هم په کې شاملې دي، روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاج‌الدین اویوواله، د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۹مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دغه روغتیايي خدمتونه د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره برابر شوي چې روغتیايي پاملرنې ته جدي اړتیا لري.

د هغه په وینا، د دوامدارو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د ماشومانو د ژوند په ټولو پړاوونو کې د روغتیايي پاملرنې د تضمین په معنا دي او د ماشومانو او کورنیو د هوساینې لپاره مهم رول لري.

یونیسف ویلي، د دې ادارې موخه دا ده چې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان، د لومړنیو او اړینو روغتیايي خدمتونو دوامداره لاسرسي ته لاسرسی ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو او روان بشري بحران سره مخ دی، او مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره لا هم پراخو نړیوالو مرستو ته اړتیا شته.