• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

سپاه: زموږ پر بنسټیزو تاسیساتو تېری د امریکا د متحدینو د برېښنا د پرې کېدو لامل کېږي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱

د سپاه پاسداران د هوافضايي ځواکونو قوماندان مجید موسوي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په یوه پیغام کې ویلي، که د ایران پر پلونو او د برېښنا پر تاسیساتو «تېری» وشي، د امریکا د متحدینو او د هغو هېوادونو د برېښنا قطع کېدل چې د امریکایي ځواکونو کوربانه دي، حتمي دي.

له دې سره سم، د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسوول او ویاند حسین محبي د بېړۍ چلونې شرکتونو ته په یوه پیغام کې لیکلي: «د هرمز تنګي سویلي ماین ‌ايښودل شوې لاره، ستاسو د پانګو د له‌منځه تللو لاره ده؛ د امریکا په فریب مه تېر وځئ».

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ سېنټکام ته: د «دوزخ» دروازې پرانیزئ او پر ایران بریدونه پیل کړئ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر په ټروت سوشل خواله رسنۍ کې د یوه مطلب په بیا خپرولو سره د امريکايي ځواکونو له وژل کېدو وروسته یې سېنټکام ته امر کړی: «د دوزخ دروازې پرانیزئ او د اسلامي جمهوریت پر ضد بریدونه پیل کړئ».

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د ایران په جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو د جسدونو د لېږد په رسمي مراسمو کې له ګډون وروسته یادې څرګندونې کړې دي.

له دې سره سم، د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي د بدیلو لارو کارول نه جبرانېدونکې پایلې لري.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندانۍ، د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په یوې اعلامیې کې وویل: «د هرمز تنګي ورودي او خروجي برخې روښانه دي او زموږ تر بشپړ کنټرول لاندې دي. بدیلې لارې ناامنې او خطرناکې دي؛ خبرداری ورکوو چې ترې ګټه وانه‌خیستل شي، ځکه د پام وړ او نه جبرانېدونکې پایلې به ولري».

سېنټکام: د ایران د سمندري محاصرې په ترڅ کې مو د نهو بېړیو مسیر بدل کړی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د ایران پر وړاندې د روانې سمندري محاصرې د پلي کولو په لړ کې یې د نهو سوداګریزو بېړیو د تګ مسیر بدل کړی او یوه بله بېړۍ یې له فعالیته ایستلې ده.

سنټکام د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۱مه، په اېکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د امریکا د توغندیو وېشتونکې جنګي بېړۍ یو‌اېس‌اېس مایکل مورفيعمله د عرب سمندر له لارې د تېرېدو پر مهال له خپل جنګي معلوماتي مرکز څخه عملیات څاري.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه هم‌مهاله د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې د پلي کولو په عملیاتو بوخت دي.

د سېنټکام د معلوماتو له مخې، تر چنګاښ ۳۱مې پورې د دې محاصرې د بشپړ تطبیق لپاره د نهو سوداګریزو بېړیو مسیر بدل شوی او یوه بېړۍ هم له فعالیته ایستل شوې ده.

سېنټکام د یادو بېړیو د هویت، د مسیر د بدلون د علت او د بې‌فعاله شوې بېړۍ په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ټرمپ غواړي د فیفا مشر چې نوموړي ته یې د سولې جایزه ورکړې د ملګرو ملتونو سرمنشي شي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر جیاني اینفانتینو د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي په توګه وټاکل شي.

نیویارک پوسټ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ اینفانتینو په نړۍ کې د درناوي وړ شخصیت بولي او په باور یې، نوموړی د خلکو د یو بل ته نږدې کولو ځانګړې وړتیا لري.

۵۶ کلن اینفانتینو په سویس کې زېږېدلی او له ټرمپ سره یې اړیکې د سږني نړیوال جام پر مهال نږدې شوې دي. هغه تېر کال ټرمپ ته د فیفا د سولې لومړنۍ جایزه هم ورکړې وه.

د ملګرو ملتونو راتلونکی سرمنشي سږکال ټاکل کېږي او انتونیو ګوترېش به د ۱۴۰۵ کال په مرغومي میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شي. نوماند باید لومړی د امنیت شورا او وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ملاتړ ترلاسه کړي.

لا روښانه نه ده چې اینفانتینو دې څوکۍ ته لېوالتیا لري او که نه. نوموړی د فیفا د راتلونکو ټاکنو نوماند هم دی او په دغه سازمان کې هر کال شاوخوا شپږ میلیونه ډالره عاید لري.

لبنان او اسراییل د ایټالیا په کوربه‌توب د اوربند د هوکړې د عملي کولو په اړه خبرې پیلوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱
100%

یوه لبناني چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ایټالیا په کوربه‌توب او د امریکا په منځګړیتوب به له اسراییل سره د خبرو بل پړاو د اګسټ په څلورمه په روم کې ترسره کړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې دواړو لورو په سویلي لبنان کې د اسراییلي ځواکونو د وتلو او پر ځای یې د لبنان د پوځ د ځای پر ځای کېدو پلان عملي کول پیل کړي دي.

اسراییلي ځواکونه روانه اوونۍ د ازمایښتي سیمو د پروګرام له مخې د سویلي لبنان له زوتر الغربیه ښارګوټي ووتل او لبناني پوځ هلته خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل. چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې له ناچاودو مهماتو څخه د سیمې تر پاکېدو پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د چهارشنبې په ورځ دې ښارګوټي ته د سفر پر مهال د اسراییل وتل یو مهم لومړی ګام وباله، خو ټینګار یې وکړ چې بیروت د لبنان له ټولې خاورې د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل غواړي.

لبنان او اسراییل، چې لا هم په رسمي ډول د جګړې په حالت کې دي، له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د سفیرانو په کچه مخامخ خبرې کوي. د امریکا په کوربه‌توب د دوی پنځو غونډو تېره میاشت د یوه چوکاټي تړون زمینه برابره کړه.

په دغه تړون کې د حزب‌الله بې‌وسلې کول، له سویلي لبنان څخه د اسراییلي ځواکونو پړاویز وتل او په دغو سیمو کې د لبناني ځواکونو ځای پر ځای کېدل شامل دي.

اسراییل اوس هم د لبنان د پولې په اوږدو کې شاوخوا لس کیلومتره پراخه سیمه تر ولکې لاندې لري او هغه حایله سیمه بولي. اسراییلي چارواکي وايي، تر هغه چې حزب‌الله وسله ولري، ځواکونه به یې په سویلي لبنان کې پاتې وي.

خو حزب‌الله له اسراییل سره د لبنان د حکومت مستقیمې خبرې رد کړې او په بشپړ ډول یې له بې‌وسلې کېدو انکار کړی دی.

د لبنان ولسمشر جوزف عون واشنګټن ته د خپل لومړي رسمي سفر پر مهال ویلي، له لبنان څخه د اسراییل وتل کولای شي هغه اصلي لامل له منځه یوسي چې حزب‌الله له اوږدې مودې راهیسې د وسلو د ساتلو لپاره د توجیه په توګه یادوي.

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د سیمې د وضعیت په اړه غږېدلي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د فلیپین په مانیلا کې د اسیان غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره کتلي. دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو او د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د اسیان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۹مه غونډه د دوشنبې په ورځ د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې پیل شوې ده چې د اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي هم د اسیان د غړو هېوادونو ترڅنګ په دې غونډه کې ګډون لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې سرګي لاوروف له اسحاق ډار سره لیدنه کې د سوداګرۍ، انرژۍ، سیمه ییز اتصال او په څو اړخیزو نړیوالو فورمونو کې د همغږۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې خپلې نږدې اړیکې او سلا مشورو ته به دوام ورکړي

په جلا خبرپاڼه کې د لاوروف او د هند د بهرنیو چارو وزیر د لیدنې یادونه هم کړې ده.

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، په ټولو کچو د باور پر بنسټ د خبرو د دوام او د مهمو نړیوالو چوکاټونو په دننه کې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.