• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ولسي جرګې د ایران پر ضد د جګړې د درولو طرحه تصویب کړې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د امریکا ولسي جرګې د ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د درولو په موخه یوه طرحه تصویب کړې ده، خو دا پرېکړه رسنیو سمبولیکه بللې، ځکه په وینا یې د جګړې پر درولو عملي اغېز نه لري.

د امریکا ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ د جګړې د واکونو د یوه پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ چې له مخې یې له ډونالډ ټرمپ نه غوښتنه شوې چې د کانګرس له اجازې پرته دې د ایران پر ضد د امریکا پوځي عملیات ودروي.

په رایه‌اچونه کې دغه طرحه په ۲۱۴ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو تصویب شوه. څلورو جمهوري غوښتونکو وکیلانو هم له ډیموکراتانو سره یو ځای د دې طرحې ملاتړ کړی.

دغه پرېکړه‌لیک د واشنګټن ایالت د ډیموکراتې استازې پریمیلا جایاپال له خوا وړاندې شوی و او له ولسمشر څخه غواړي چې د کانګرس له رسمي اجازې پرته دې د ایران پر ضد په جګړه کې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو کارول پای ته ورسوي.

خو د امریکا رسنیو ویلي، دغه پرېکړه تر ډېره سمبولیکه ده ځکه کانګرس په وروستیو میاشتو کې ورته پرېکړه‌لیکونه څو ځله تصویب کړي، خو د جګړې د پای ته رسېدو سبب شوي نه دي.

دا رایه‌اچونه وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد د بریدونو د زیاتولو اعلان وکړ او د امریکایي پوځیانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شول.

په ورته مهال د ایران او امریکا د کړکېچ د پای ته رسېدو هېڅ څرک نه لېدل کېږي او ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د یمن د حوثي ځواکونو له‌خوا د سعوي پر دوو تېل وړونکو بېړیو له برید وروسته د ایران او د هغه د حوثي متحدینو پر ضد د «لویي پوځي سزا» ژمنه هم کړې ده.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران یمن ته د سپاه پاسداران قوماندانان او د ډرون او توغندیو تجهیزات لېږلي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۰ GMT+۱
100%

د رویټرز د راپور له مخې، ایران په جولای میاشت کې یمن ته د سپاه پاسداران قوماندانان، پوځي سلاکاران، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو اړوند تجهیزات او د یاغیانو د تمویل لپاره سره زر لېږلي دي.

رویټرز خبري اژانس د څلورو سرچینو له قوله وايي، د جولای په ۱۳مه یوې الوتکې، چې له تهران څخه الوتې وه، د سپاه پاسداران له ۱۰ تر ۲۱ پورې کسان، چې لوړپوړي قوماندانان هم پکې شامل وو، یمن ته انتقال کړي دي. دغه الوتکه د حوثیانو تر کنټرول لاندې صنعا ته روانه وه، خو د هوايي ډګر د برید له امله حدیده بندر ته تلللې ده.

سرچینې وايي، یمن ته د ایراني قوماندانانو د لېږلو هدف د حوثیانو د پوځي وړتیاوو پیاوړتیا، د نویو توغندیزو سیستمونو په اړه روزنه او په سره سمندرګي کې د بېړیو پر وړاندې د هغوی توان زیاتول دي.

د راپور له مخې، په الوتکه کې د توغندیو او ډرونونو اړوند برخې او د حوثیانو د فعالیتونو د تمویل لپاره سره زر هم لېږدول شوي دي.

د یمن د سعودي پلوه حکومت د اطلاعاتو وزیر معمر الاریاني رویټرز ته ویلي چې د سپاه پاسداران د کسانو دنده د حوثیانو پوځي ظرفیت لوړول او د باب‌المندب تنګي او سره سمندرګي د امنیت ګواښلو لپاره د هغوی چمتو کول دي.

ایران تر اوسه دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې حوثیانو ته توغندي نه ور کوي.

حوثیانو هم مخکې دا رد کړې چې د ایران نیابتي ډله ده او ویلي یې دي چې خپلې وسلې پخپله جوړوي.

د اروپايي هېوادونو د کار په بازار کې د کډوالو د بوختېدو کچه لوړه شوې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۱
100%

د یوه څېړنیز بنسټ د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو د کارموندنې کچه تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلې او د کډوالو او په همغو هېوادونو کې د زېږیدلو کسانو ترمنځ واټن کم شوی دی.

د راک‌وول برلین بنسټ د کډوالۍ د څېړنې او تحلیل مرکز د معلوماتو پر بنسټ په خپل راپور کې ویلي، چې په اروپايي هېوادونو د کډوالو د کارموندنې کچه په ۲۰۲۵ کال ۶۸،۲ سلنې ته لوړه شوې ده او یاده کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۶۷،۸ سلنه وه.

د کډوالۍ د څېړنې او تحلیل مرکز مرستیال توماسو فراتیني ویلي، چې د کډوالو د کارموندنې سلنه له ډېرو کلونو راهیسې مخ پر لوړېدو ده او اوس د اصلي اوسېدونکو د کارموندنې کچې ته نږدې شوې ده.

د راپور له‌مخې، تر ټولو زیات پرمختګ له اروپايي ټولنې نه بهر هېوادونو څخه راغلو کډوالو کې شوی دی. د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د دغې ډلې د کارموندنې کچه ۶،۶ سلنه لوړه شوې او له ۵۹،۴ سلنې څخه ۶۶ سلنې ته رسېدلې ده. په همدې موده کې، د اروپايي ټولنې د نورو غړو هېوادونو د کډوالو د کارموندنې کچه له ۷۱،۱ سلنې څخه ۷۴،۸ سلنې ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې د همغو هېوادونو د زېږېدلو وګړو د کارموندنې کچه له ۶۷،۲ سلنې څخه ۷۱،۶ سلنې ته لوړه شوې ده.

خو د کډوالو د کارموندنې وضعیت په بېلابېلو هېوادونو کې توپیر لري.

له اروپايي ټولنې نه بهر هېوادونو څخه د راغلو کډوالو د کارموندنې کچه په مالټا، چک جمهوریت او ایرلنډ کې لوړه ده، خو په بلجیم او فنلنډ کې ټیټه بلل شوې ده. خو په جرمني کې د کډوالو د کارموندنې کچه ۶۶،۱ سلنه ده، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د اصلي اوسېدونکو ترمنځ دا کچه ۷۹،۶ سلنې ته رسېږي.

راپور وايي، د کارموندنې پاتې واټن تر ډېره له اروپايي ټولنې نه بهر هېوادونو څخه د راغلو ښځینه کډوالو او لوړو زده‌کړو لرونکو کډوالو پورې تړاو لري.

په پاکستان کې د ‌‌ډله‌ییز امنیت تړون او د شانګهای همکارۍ سازمان ګډه غونډه ترسره شوه

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۱
100%

د شانګهای همکارۍ سازمان د امنیت او سرحدونو اړوند ۱۲مه غونډه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د پلاوي په ګډون په پاکستان کې ترسره شوه. په غونډه کې د ډله‌ییز امنیت ټینګښټ د ټولو نړۍوالو سازمانونو له نږدې همکارۍ پرته ناشونې چاره ګڼل شوې ده.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر اندري سیردکوف په دغه غونډه کې د ناورینونو پر وخت پېژندنې او د امنیت د ټینګښت لپاره د نړۍوالو سازمانونو پر همغږو اقداماتو ټینګار وکړ.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې د اندري سردیوکوف په حواله لیکلي، چې د ګډ امنیت ټینګښت د ټولو نړۍوالو سازمانونو له نږدې همکارۍ پرته ناشونې چاره ده.

د یادې غونډې په څنډه کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان استازو د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد اجرایي جوړښت، د خپلواکو ګډو هېوادونو د ټولنې د ترهګرۍ ضد مرکز او د دغه ټولنې د سرحدي ځواکونو د قوماندانانو د شورا له چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړې.

په دغه سلا مشورو کې دواړه لوریو د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډې همکارۍ د پراختیا او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا په اړه نظرونه تبادله کړل.

100%

پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان غړی هېواد دی او د دغه سرحدي غونډې کوربه‌توب یې پر غاړه درلود. د ډله‌ییز امنیت تړون پلاوي هم د سیمه‌ییز امنیت په چارو کې د همکار سازمان په توګه په دې غونډه کې ګډون کړی و.

امریکا او سعودي عربستان د اټومي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
100%

امریکا او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ د «۱۲۳ هوکړې» په نوم د اټومي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. دغه هوکړه کولای شي د سعودي عربستان د ملکي اټومي پروګرام په چوکاټ کې په دغه هېواد کې د یورانیمو غني کولو تاسیساتو د جوړېدو لپاره لاره هواره کړي.

د امریکا د انرژۍ وزیر کرېس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان دغه هوکړه د یوې «دوه‌اړخیزې محافظتي تړون» سره یو ځای لاسلیک کړه. د دوو باخبره سرچینو په وینا؛ دغه چوکاټ به د یوې ګډې تخنیکي ارزونې له بشپړېدو وروسته په سعودي عربستان کې د یورانیمو غني کولو تاسیساتو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې؛ کرېس رایټ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه هوکړې د دواړو هېوادونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي چې سوداګریزې اړیکې پراخې، اقتصادي هوساینه پیاوړې او د خپلو متحدانو امنیت پراخ کړي. هغه ټینګار وکړ، چې دغه همکاري د اټومي خوندیتوب او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د لوړو نړۍوالو معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي.

خو په دغه هوکړه‌لیک کې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې «الحاقي پروتوکول» نه‌دی شامل؛ هغه پروتوکول چې د اټومي فعالیتونو د پراخو پلټنو او څار زمینه برابروي. د دغه مېکانیزم نشتوالي د ځینو کارپوهانو اندېښنې راپارولې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نیوکو په ځواب کې وویل: «امریکا به له هېڅ داسې هېواد سره هوکړه ونه کړي، چې د اټومي وسلو د خپرېدو ګواښ رامنځته کړي». د یادې هوکړې له مخې؛ امریکايي شرکتونه به د سعودي عربستان د اټومي پروګرام په پراختیا کې ونډه ولري.
دغه هوکړه به د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته واستول شي او ښايي د ځینو قانون جوړونکو له مخالفت سره مخ شي.

په منځني ختیځ کې د اټومي سیالۍ اندېښنې

د یادې هوکړې اعلان په داسې مهال شوی، چې امریکا او اسراییل له ایران سره په جګړه بوخت دي؛ هغه جګړه چې د اعلان شویو موخو له ډلې یې یوه دا وه، چې د تهران د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا له‌منځه یوسي. ایران تل ټینګار کړی، چې د یورانیمو غني کولو پروګرام یې سوله‌ییزې موخې لري.

په لندن کې د نړۍوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ د اټومي چارو کارپوه الکساندر بولفراس دغه هوکړه د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي په تګلاره کې «یو بنسټیز بدلون» وباله.

هغه اسوشیټېډ پرېس ته وویل، امریکا د خپلې پخوانۍ تګلارې خلاف چمتو شوې چې سعودي عربستان ته ډېره حساسه اټومي ټېکنالوژي ورکړي پرته له دې چې دغه هېواد د نړۍوالې اټومي څار تر ټولو سختو معیارونو ته ژمن کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د یورانیمو غني کولو وړتیا که څه هم په خپله د اټومي وسلې د جوړولو معنا نه‌لري؛ خو د اټومي وسلو د تولید پر لور د تګ لپاره اړین تخنیکي بنسټ برابرولای شي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تر دې مخکې ویلي و، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي سعودي عربستان به هم همدا لاره خپله کړي. متحده عربي اماراتو هم تر دې مخکې د براکه اټومي برېښناکوټ د جوړولو لپاره له امریکا سره د «۱۲۳ هوکړه» لاسلیک کړې وه؛ خو د سعودي عربستان برعکس یې د یورانیمو غني کولو له حقه تېر شوی و. د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي کارپوهان دغه اقدام د ملکي اټومي همکاریو په برخه کې «طلایي معیار» ګڼي.

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران په اړه زموږ تګلاره د افغانستان له احمقانه جګړې سره توپیر لري

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت وایي، واشنګټن نه غواړي د ایران جګړه د پخوا په څېر د «افغانستان او عراق د احمقانه جګړو» په بڼه پر مخ یوسي. هېګسېت وویل، تراوسه په ایران کې جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی.

د نوموړي‌ په خبره؛ د پوځي عملیاتو د دوام لپاره به ۷۰ مېلیارد ډالره نورې اضافي بودجې ته هم اړتیا وي. د امریکا د جګړې وزیر دغه څرګندونې هغو نیوکو ته په ځواب کې وکړې، چې ګواکې امریکا ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر یوې اوږدمهاله جګړې ته ننوځي.

هغه وویل، د امریکا موخه له دې جګړې څخه په ایران کې د ټولنې جوړول یا د نظام بدلول نه‌دي؛ بلکې تمرکز یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو پر مخنیوي دی. ښاغلي هېګسېت وویل: «زموږ نسل ولیدل، چې دواړه ګوندونو هڅه وکړه په افغانستان او عراق کې دغه ټولنې د امریکايي بېلګې له مخې ورغوي او بدلې کړي؛ خو دغه کار د زرګونه کسانو د ژوند په بیه ډېر دروند تاوان درلود».

د امریکا د جګړې وزیر زیاته کړه، چې په عراق او افغانستان کې زرګونه نارینه او ښځې ووژل شوې او د قربانیانو شمېر لسګونه زرو ته ورسېد. پیټ هېګسېت وویل: «ولسمشر ټرمپ ویلي و، چې موږ به بیا هېڅکله داسې احمقانه جګړو ته داخل نه‌شو او تراوسه یې هم همداسې کړي دي».

هغه ټینګار وکړ، چې واشنګټن د ایراني ټولنې د بیا جوړولو هڅه نه‌کوي؛ بلکې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هیڅکله د اټومي وسلې جوړولو لاره ونه مومي. ښاغلي هېګسېت په غونډه کې د خپلو خبرو پر دوام وویل، تراوسه د ایران جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی او حکومت له کانګرس نه د پوځي عملیاتو د دوام او د پوځ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د شاوخوا ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د جګړې وزیر دغه مالي غوښتنه د پنټاګون د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه وبلله او ویې ویل، که دغه مالي سرچینې برابرې نه‌شي د امریکا پوځ به د تجهیزاتو او پوځي عملیاتو په برخه کې له جدي کمښت سره مخ شي.

هغه زیاته کړه، چې دغه بودجه د ډونالډ ټرمپ د ۱.۵ ټرېلیون ډالرو د دفاعي بودجې له وړاندیز سره یوځای د امریکا د پوځ لپاره یوه اوږدمهاله پانګونه ګڼل کېږي.
د ډیموکراټ ګوند سناتوره او د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې مخکښې غړې پیټي موري وویل، چې د ایران جګړه «یو ځل بیا له کنټروله د وتلو په حال کې ده». هغې وپوښتل په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي و، هوکړه نږدې ده او جګړه به ژر پای ته ورسېږي اوس ولې حکومت د ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کوي؟
د جمهوري غوښتونکو د بودجې د وړاندیز ډېره برخه د جګړې اړوندو لګښتونو ته ځانګړې شوې او ټاکل شوې، چې د «بودجوي مصالحې» په نوم د یوه ځانګړي بهیر له لارې تصویب شي. جمهوري غوښتونکو پخوا د ډونالډ ټرمپ د مالیې کمولو او ځینې دفاعي لګښتونو د تصویب لپاره ورته پروسه کارولې ده.

ځینو محافظه کاره جمهوري غوښتونکو هم غوښتنه کړې، چې د جګړې نوي لګښتونه دې د حکومت په نورو برخو کې د کمښت له لارې جبران شي.