د بنګلهدېش ولسمشر محمد شهابالدین استعفا به شیخ حسینه په داسې حال کې په لوړو دولتي کچو کې له هېڅ ډول ملاتړ پرته پرېږدي چې نوموړې غواړي تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې خپل هېواد ته ستنه شي.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سکرتر سرور عالم ویلي، د اساسي قانون له مخې د ولسمشر استعفا هغه وخت د اجرا وړ ګرځي، چې لاسلیک شوی استعفا لیک د پارلمان مشر ته وسپارل شي. هغه زیاته کړه، چې ولسمشر به خپله استعفا د جمعې په ورځ له تایلنډ څخه د پارلمان د مشر حافظ الدین احمد تر راستنېدو وروسته په رسمي ډول وړاندې کړي.
د بنګلهدېش د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر تر استعفا وروسته د پارلمان مشر د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د سرپرست ولسمشر په توګه غوره کېږي.
که څه هم د ولسمشر ویاند د نوموړي د استعفا د لامل په اړه څه نهدي ویلي، خو درېیو باوري سرچینو رویترز خبري اژانس ته ویلي، چې حکومت پر محمد شهابالدین له شیخ حسینه سره د پخوانیو نږدې اړیکو له امله فشار راوړی، چې له خپلې دندې تېر شي.
دغه فشارونه وروسته له هغې زیات شول چې شیخ حسینه په یوې مرکه کې اعلان وکړ، چې غواړي بنګلهدېش ته ستنه شي او ځان قانون ته وسپاري. بلخوا د بنګلهدېش د لومړي وزیر طارق رحمان ویاندویانو چې ګوند یې د تېرې فبرورۍ په ټاکنو کې لوی اکثریت ترلاسه کړی، په دې اړه سمدستي غبرګون نهدی ښودلی.
د بنګلهدېش د جنګي جرمونو محکمې په تېر نومبر میاشت کې په غیابي محکمه کې شیخ حسینه د هغو لاریونونو د ځپلو په تور پر اعدام محکومه کړه، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې پهکې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل شول.
محمد شهابالدین چې ۷۶ کلن دی، په ۲۰۲۳ کال کې د شیخ حسینه د عوامي لیګ ګوند لخوا د پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو د ۲۰۲۴ کال د اګسټ میاشتې تر پاڅون وروسته چې شیخ حسینه نوي ډیلي ته وتښتېده، د ولسمشر رول چې تر ډېره تشریفاتي دی، د سیاسي تشې د ډکولو لپاره مهم شو.
پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه ویلي، چې غواړي د روان کال په ډسمبر کې هېواد ته ستنه شي او ځان تسلیم کړي، خو د هغې بېرته راستنېدل به په دغه ۱۷۳ میلیوني هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره د نوي حکومت هڅې له جدي ازموینې سره مخ کړي.