د امریکا د انرژۍ وزیر کرېس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان دغه هوکړه د یوې «دوهاړخیزې محافظتي تړون» سره یو ځای لاسلیک کړه. د دوو باخبره سرچینو په وینا؛ دغه چوکاټ به د یوې ګډې تخنیکي ارزونې له بشپړېدو وروسته په سعودي عربستان کې د یورانیمو غني کولو تاسیساتو د جوړېدو زمینه برابره کړي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې؛ کرېس رایټ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه هوکړې د دواړو هېوادونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي چې سوداګریزې اړیکې پراخې، اقتصادي هوساینه پیاوړې او د خپلو متحدانو امنیت پراخ کړي. هغه ټینګار وکړ، چې دغه همکاري د اټومي خوندیتوب او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د لوړو نړۍوالو معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي.
خو په دغه هوکړهلیک کې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې «الحاقي پروتوکول» نهدی شامل؛ هغه پروتوکول چې د اټومي فعالیتونو د پراخو پلټنو او څار زمینه برابروي. د دغه مېکانیزم نشتوالي د ځینو کارپوهانو اندېښنې راپارولې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نیوکو په ځواب کې وویل: «امریکا به له هېڅ داسې هېواد سره هوکړه ونه کړي، چې د اټومي وسلو د خپرېدو ګواښ رامنځته کړي». د یادې هوکړې له مخې؛ امریکايي شرکتونه به د سعودي عربستان د اټومي پروګرام په پراختیا کې ونډه ولري.
دغه هوکړه به د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته واستول شي او ښايي د ځینو قانون جوړونکو له مخالفت سره مخ شي.
په منځني ختیځ کې د اټومي سیالۍ اندېښنې
د یادې هوکړې اعلان په داسې مهال شوی، چې امریکا او اسراییل له ایران سره په جګړه بوخت دي؛ هغه جګړه چې د اعلان شویو موخو له ډلې یې یوه دا وه، چې د تهران د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا لهمنځه یوسي. ایران تل ټینګار کړی، چې د یورانیمو غني کولو پروګرام یې سولهییزې موخې لري.
په لندن کې د نړۍوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ د اټومي چارو کارپوه الکساندر بولفراس دغه هوکړه د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي په تګلاره کې «یو بنسټیز بدلون» وباله.
هغه اسوشیټېډ پرېس ته وویل، امریکا د خپلې پخوانۍ تګلارې خلاف چمتو شوې چې سعودي عربستان ته ډېره حساسه اټومي ټېکنالوژي ورکړي پرته له دې چې دغه هېواد د نړۍوالې اټومي څار تر ټولو سختو معیارونو ته ژمن کړي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د یورانیمو غني کولو وړتیا که څه هم په خپله د اټومي وسلې د جوړولو معنا نهلري؛ خو د اټومي وسلو د تولید پر لور د تګ لپاره اړین تخنیکي بنسټ برابرولای شي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تر دې مخکې ویلي و، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي سعودي عربستان به هم همدا لاره خپله کړي. متحده عربي اماراتو هم تر دې مخکې د براکه اټومي برېښناکوټ د جوړولو لپاره له امریکا سره د «۱۲۳ هوکړه» لاسلیک کړې وه؛ خو د سعودي عربستان برعکس یې د یورانیمو غني کولو له حقه تېر شوی و. د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي کارپوهان دغه اقدام د ملکي اټومي همکاریو په برخه کې «طلایي معیار» ګڼي.