• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د امریکا مرکزي قوماندانۍ: د دیارلسمې شپې لپاره د ایران پر پوځي هدفونو بریدونه پیل شو

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱

د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې ځواکونو یې یو ځل بیا د واشنګټن په وخت د ماښام په شپږ بجو او پنځه څلوېښت دقیقو د ایران اسلامي جمهوریت پر پوځي اهدافو نوي هوايي بریدونه پیل کړي دي.

دغه بریدونه د تېر په څېر د اسلامي جمهوریت د نظام د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو په موخه ترسره شوي دي.

سنتکام د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې دا پرله‌پسې دیارلسمه شپه ده چې امریکایي ځواکونه په سیمه کې د اسلامي جمهوریت پر پوځي مرکزونو بریدونه کوي. د دغې قومانداني په وینا، د دې عملیاتو اصلي موخه د خپلو کړنو په وړاندې د اسلامي جمهوریت ځواب ویونکی کول او د سپاه پاسداران له خوا د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د شته ګواښونو له منځه وړل دي.

د امریکا پوځي چارواکو ټینګار کړی چې د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران نظامي فعالیتونه د نړیوالو اوبو او سوداګریزو بېړیو امنیت ته جدي خطرونه پېښ کړي دي. د دغو پرله‌پسې بریدونو له لارې هڅه کېږي چې د دغه رژیم هغه نظامي وړتیاوې په نښه او له منځه یوړل شي چې د سیمې د امنیت د خرابولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې په سیمه کې د اسلامي جمهوریت او د هغوی د نیابتي ځواکونو له خوا پر نړیوالو سوداګریزو بېړیو ګواښونه او بریدونه زیات شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو په ځلونو خبرداری ورکړی چې د نړیوالې سوداګرۍ د خوندیتوب او د بېړۍ چلولو د ازادۍ د ساتنې لپاره به د اسلامي جمهوریت د ګواښونو په وړاندې خپلو پوځي اقداماتو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۵

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د بېړیو هر ډول زیان به د ایران له کنګل شویو شتمنیو جبران کړو

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر بلې خبرتیا پورې به بېړیو، د هغوی بارونو او هر هغه څه ته چې له دغو بېړیو سره تړاو لري، د اوښتو ټولو زیانونو تاوان د ایران د هغو شتمنیو له لارې ورکړل شي چې د امریکا په واک او کنټرول کې دي.

ټرمپ دغه څرګندونې په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې په یوه خپاره کړي پیغام کې کړې دي.

هغه لیکلي چې د دغو زیانونو کچه ښايي ډېره لوړه وي، خو په وینا یې، د ایران له کنګل شویو شتمنیو څخه د تاوان ورکولو پرېکړه «منصفانه او عادلانه» ده.

د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې د دې پرېکړې د عملي کېدو د څرنګوالي یا قانوني میکانیزم په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه تر اوسه د ایران حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

وال‌سټریټ ژورنال: ایران د زیانمنو شویو تاسیساتو د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې کړې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱
100%

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، ایران د هغو تاسیساتو د بیارغونې بهیر په چټکۍ پیل کړی چې د امریکا او اسراییل په هوايي بریدونو کې زیانمن شوي وو.

د راپور له مخې، د دغو زیربناوو د بیارغونې چټک بهیر د امریکا او اسراییل د هوايي عملیاتو د اغېزمنتیا په اړه نوې اندېښنې راپارولي دي.

وال‌سټریټ ژورنال لیکلي چې د سپوږمکۍ وروستي انځورونه ښيي، د ایران حکومت په هغو ځایونو کې چې د بریدونو هدف ګرځېدلي وو، د رغنیزو او ترمیمي فعالیتونو لړۍ په چټکۍ مخته وړي.

د ورځپاڼې په وینا، د بیارغونې دا چټک پرمختګ دا پوښتنې راپورته کړې چې ایا د امریکا او اسراییل ګډ هوايي کمپاین په رښتیا هم د ایران د مهمو تاسیساتو د اوږدمهاله زیانمنولو په برخه کې خپلې موخې ترلاسه کړې دي که نه.

تر اوسه ایراني چارواکو د وال‌سټریټ ژورنال د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د بنګله‌دېش ولسمشر سبا د جمعې په ورځ‌ له خپلې دندې استعفا کوي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
100%

د بنګله‌دېش د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند رویټرز ته تایید کړې، چې ولسمشر محمد شهاب‌الدین به د جمعې په ورځ په رسمي ډول له خپلې دندې استعفا وکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي، چې د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له جلاوطنۍ څخه د بېرته ستنېدو او محکمې ته د ځان سپارلو خبر ورکړی دی.

د بنګله‌دېش ولسمشر محمد شهاب‌الدین استعفا به شیخ حسینه په داسې حال کې په لوړو دولتي کچو کې له هېڅ ډول ملاتړ پرته پرېږدي چې نوموړې غواړي تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې خپل هېواد ته ستنه شي.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سکرتر سرور عالم ویلي، د اساسي قانون له مخې د ولسمشر استعفا هغه وخت د اجرا وړ ګرځي، چې لاسلیک شوی استعفا لیک د پارلمان مشر ته وسپارل شي. هغه زیاته کړه، چې ولسمشر به خپله استعفا د جمعې په ورځ له تایلنډ څخه د پارلمان د مشر حافظ الدین احمد تر راستنېدو وروسته په رسمي ډول وړاندې کړي.

د بنګله‌دېش د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر تر استعفا وروسته د پارلمان مشر د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د سرپرست ولسمشر په توګه غوره کېږي.

که څه هم د ولسمشر ویاند د نوموړي د استعفا د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي، خو درېیو باوري سرچینو رویترز خبري اژانس ته ویلي، چې حکومت پر محمد شهاب‌الدین له شیخ حسینه سره د پخوانیو نږدې اړیکو له امله فشار راوړی، چې له خپلې دندې تېر شي.

دغه فشارونه وروسته له هغې زیات شول چې شیخ حسینه په یوې مرکه کې اعلان وکړ، چې غواړي بنګله‌دېش ته ستنه شي او ځان قانون ته وسپاري. بلخوا د بنګله‌دېش د لومړي وزیر طارق رحمان ویاندویانو چې ګوند یې د تېرې فبرورۍ په ټاکنو کې لوی اکثریت ترلاسه کړی، په دې اړه سمدستي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د بنګله‌دېش د جنګي جرمونو محکمې په تېر نومبر میاشت کې په غیابي محکمه کې شیخ حسینه د هغو لاریونونو د ځپلو په تور پر اعدام محکومه کړه، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په‌کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل شول.

محمد شهاب‌الدین چې ۷۶ کلن دی، په ۲۰۲۳ کال کې د شیخ حسینه د عوامي لیګ ګوند لخوا د پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو د ۲۰۲۴ کال د اګسټ میاشتې تر پاڅون وروسته چې شیخ حسینه نوي ډیلي ته وتښتېده، د ولسمشر رول چې تر ډېره تشریفاتي دی، د سیاسي تشې د ډکولو لپاره مهم شو.

پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه ویلي، چې غواړي د روان کال په ډسمبر کې هېواد ته ستنه شي او ځان تسلیم کړي، خو د هغې بېرته راستنېدل به په دغه ۱۷۳ میلیوني هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره د نوي حکومت هڅې له جدي ازموینې سره مخ کړي.

کریم خُرم: د امریکا، اسراییل او ایران جګړې به په افغانستان او پاکستان ژورې اغېزې وکړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

د ارګ د دفتر پخواني رییس عبدالکریم خُرم خبرداری ورکړی چې د امریکا، اسراییل او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ جګړه په بشپړ ډول د نړیوال کېدو په لور روانه ده او دا وضعیت به پر افغانستان او پاکستان مستقیمې او ژورې اغېزې ولري.

د هغه په وینا، امریکا تمه درلوده چې د «سر پرې کولو» په عملیاتو سره په ایران کې واکمن نظام نسکور او کار تمام کړي، خو د اسلامي جمهوریت نظام او خلکو مقاومت وکړ او اوس واشنګټن د دغه نظام د له پښو غورځولو لپاره پر یوې اوږدمهالې طرحې کار کوي.

عبدالکریم خرم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې امریکا د خپلو موخو لپاره د ناراضه عربي هېوادونو د همکارۍ راجلبولو هڅې زیاتې کړې دي. د هغه په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له همدې امله د سعودي عربستان د ملکي اټومي پروګرام تړون منلی، په داسې حال کې چې واشنګټن پخوا په منځني ختیځ کې د توازن د ساتلو لپاره دا کار نه کاوه او ټینګار یې کاوه چې دا پروګرام باید د یورانیمو د غني کولو لامل نه شي.

د ارګ دغه پخواني چارواکي زیاته کړې چې امریکا د لبنان له حکومت سره داسې هوکړې پیل کړې چې ښايي په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه توده کړي. د هغه په وینا، واشنګټن همدارنګه هڅه کوي سوریه د حزب‌الله پر وړاندې جګړې ته وهڅوي او د ترکیې له مخالفت سره سره، د اسلامي جمهوریت پر ضد د کردانو د کارولو برنامه هم تعقیبوي.

خرم د سیمې په دغه نوي وضعیت کې د پاکستان رول د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکی بللی او پوښتنه یې کړې چې که د یمن د حوثیانو د بریدونو او د باب‌المندب د تړل کېدو له امله سعودي عربستان په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي، نو د پاکستان دریځ به څه وي، ځکه اسلام‌اباد له ریاض او کویټ سره دفاعي تړونونه لري. هغه زیاته کړې چې په دې ترڅ کې د برېتانیا د نوي حکومت رول هم مهم دی چې د امریکا تر څنګ ولاړ دی او په پاکستان کې پراخ نفوذ لري، او ښايي د دې جګړې پراخېدل په افغانستان کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د نوې همکارۍ اړتیا رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران پراخ بریدونه پیل شول چې په ترڅ کې یې علي خامنه‌ای ووژل شو او وروسته مجتبی خامنه‌ای د نوي رهبر په توګه وټاکل شو. له دغو بریدونو وروسته د اسلامي جمهوریت او عربي هېوادونو ترمنځ اړیکې په بې ساري ډول خرابې شوې او د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د سولې تړون چې د چین په منځګړیتوب شوی و، په بشپړ ډول له منځه لاړ.

بریتانیا: زموږ وسله‌وال ځواکونه هر ډول برید ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۱
100%

د ایران د سپاه پاسداران له خبرداري وروسته د بریتانیا حکومت ویلي، د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د غبرګون ښودلو او د هېواد د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بریتانیا د حکومت ویاند د پنجشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران د خبرداري په غبرګون کې ویلي: «زموږ وسله‌وال ځواکونه چمتو دي چې د هر ډول برید پر وړاندې له بریتانیا دفاع وکړي».

د بریتانیا د حکومت ویاند زیاته کړې چې هېواد یې د ورځې او شپې په ۲۴ ساعتونو کې د خپلو ناټو متحدانو سره په نږدې همغږۍ کې د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د دفاع لپاره چمتو دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ایران سپاه پاسداران بریتانیا ته خبرداری ورکړی و، خو د دواړو لورو ترمنځ د وروستیو لفظي ناندریو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بریتانیا تر دې وړاندې هم ټینګار کړی چې د خپلو امنیتي ژمنو او د ناټو د متحدانو ترمنځ د ګډې دفاع د اصل له مخې به د هر ډول ګواښ پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.