• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حیدر خان هوتي تحریک انصاف ته: عمران خان په پېنډۍ کې بندي دی، لاریونونه هلته وکړئ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر حیدر خان هوتي پر تحریک انصاف ګوند نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه ګوند بنسټګر عمران خان په پېنډۍ کې بندي دی، خو تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې لاریونونه کوي. هغه وايي، باید هلته لاریون وشي، چې عمران خان بندي دی.

حیدر خان هوتي د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) یوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل، تحریک انصاف اعلان کړی، چې د اګست پر پنځمه به په پېښور کې غونډه کوي او په دې غونډه کې به د عمران خان د خوشې کېدو لپاره راتلونکی پلان اعلان کړي.

هغه وویل، د عمران خان د نیول کېدو درې کاله پوره کېږي، خو د خیبر پښتونخوا د تحریک انصاف استازو چې له خلکو د عمران خان په نوم رایې اخیستې وې چې هغه به خوشې کوي، خو د هوتي په وینا، اوس حالت داسې دی چې دوی نه یوازې د هغه د خوشې کولو وس نه‌لري، بلکې ورسره د لیدنې اجازه هم نه‌لري.

حیدر خان هوتي د تحریک انصاف له غړو وغوښتل چې فکر وکړي، د دوی مشر په پېنډۍ کې بندي دی، خو اعتراضي لاریونونه په پېښور کې ترسره کېږي.

هغه د خیبر پښتونخوا حکومت ته په خطاب کې وویل: «که عمران خان خوشې کول غواړئ، نو ايمانونه تېر کړئ په پېنډۍ او پنجاب کې لاریونونه وکړئ. پښتنو تاسو ته رایې درکړې دي؛ دلته ورته لاریونونه مه‌کوئ، سړکونه ورته مه بندوئ».

هوتي وویل، که حکومت غواړي په خیبر پښتونخوا کې فعالیت وکړي، نو باید د خلکو لپاره پوهنتونونه، کالجونه، سړکونه جوړ کړي او د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «حکومتونه لاریونونه نه‌کوي، حکومتونه خدمت کوي».

د يادونې وړ ده، چې تحریک انصاف ګوند د اګست په پنځمه په پېښور کې د یوې غونډې د جوړېدو اعلان کړی دی. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د جمعې په ورځ د دې غونډې د چمتووالي په اړه یوه غونډه هم شوې ده.

د تحریک انصاف په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اګست د پنځمې نېټې غونډه به پرېکنده وي او په‌کې به راتلونکې تګلاره اعلان شي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا چارواکي: د وسله‌والو د تمویل شبکو د له‌منځه وړلو هڅې روانې دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي، په دغه ایالت کې د وسله‌والو د تمویل، وسلو، مهماتو او د استخباراتي معلوماتو د برابرولو شبکو او سرچینو د له‌منځه وړلو لپاره جدي اقدامات روان دي. په دې وروستیو کې په دغه ایالت کې د ناامنیو لمن ډېره پراخه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د کورنیو او قبایلي چارو سلاکار طارق سعید مروت او د ایالت سکرتر شهاب علي شاه د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) په ډېره اسماعیل خان کې له لوړپوړو پولیس چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، حکومت د وسله‌والو پر ضد مبارزه کې د پام وړ اقدامات کوي.

طارق سعید مروت وویل، د خیبر پښتونخوا د سویلي ولسوالیو په ګډون په ټول ایالت کې د امنیت د ټینګښت لپاره همغږي او پراخ اقدامات روان دي.

هغه زیاته کړه، چې د سویلي سیمو په پنځو ولسوالیو کې د پولیسو وړتیاوې لا پیاوړې کېږي او د ایالت ولس، پولیس، امنیتي ځواکونه او حکومت به په ګډه د وسله‌والو هر ډول پلان شنډ کړي او یو خوندي، سوله‌ییز او سوکاله خیبر پښتونخوا به رامنځته کړي.

د ایالت سکرتر شهاب علي شاه وویل، تر هغو چې حکومت، امنیتي ځواکونه، رسنۍ او ولس په ګډه د وسله‌والو پر ضد یو موټی نه‌وي، د دې پدیدې پر وړاندې چټکه بریا ترلاسه کېدای نه‌شي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې تېره شپه (پنجنشنبه د زمري لومړۍ) د ډېره اسماعیل خان سره څنګ ته پرتې ټانک ولسوالۍ کې وسله‌والو د پوځ او پولیسو پر یوې ګډې پوستې برید کړی وو.

د پاکستان پوځ ویلي، په دغه برید کې ۱۲ پوځیان، دوه پولیس او د ځنګلاتو ادارې یو چارواکی وژل شوي دي. پوځ ادعا کړې، چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۱۲ وسله‌وال هم وژلي دي.

د دغه برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي منلی دی.

په ټانک ولسوالۍ کې پر یوې پوستې د موټربم برید له امله ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ د مانجه خېلو په سیمه کې د پاکستاني پولیسو او امنیتي ځواکونو پر ګډې امنیتي پوستې د موټربم برید کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۲ او د ټپیانو ۲۵ ته لوړ شو. تر برید وروسته له بریدګرو سره د سختې نښتې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ بریدګرو شاوخوا ۱۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پرځای کړي وو او هغه یې د یادې پوستې له ودانۍ سره وجنګاوه او وروسته یې جګړه پیل کړه.

پولیس وایي، تر برید وروسته په چاڼیزو عملیاتو کې درې وسله‌وال وژل شوي او د نړېدلې پوستې له کنډوالو د نورو وژل شویو او ټپیانو رااېستلو لړۍ روانه وه. د پولیسو په وینا؛ د برید پر مهال په یاده پوسته کې شاوخوا ۴۰ امنیتي سرتېري پر دنده بوخت وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ په ځانمرګي برید کې د وژل شویو ۱۲ سرتېرو جسدونه د ټانک ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او تر ۲۵ زیات ټپیان د ټانک او نږدې روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د روغتون سرچینې وایي، د ګڼو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

تر برید وروسته په ټولې ولسوالۍ کې امنیتي تدابیر سخت شوي، ګرځ‌بندیز هم اعلان شوی او ټول بازارونه تړل شوي دي.

په ټانک ولسوالۍ کې پر یوې پوستې د موټربم برید امله ۳پولیس سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په مانجه‌خېلو سیمه کې د پاکستاني پولیسو او پوځ پر ګډې امنیتي پوستې موټربم برید شوی، چې له امله یې درې پولیس سرتېري وژل شوي او شپږ نور کسان ټپیان دي.

د پولیسو په وینا؛ بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر له امنیتي پوستې سره وجنګاوه، چې له امله یې پوستې ته زیان اوښتی او درې پولیس سرتېري په‌کې وژل شوي دي. د وژل شویو پولیسو مړي د ټانک ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون د سرچینو له مخې؛ د دغه برید شپږ ټپیان چې امنیتي کسان هم په‌کې شامل دي، روغتون ته وړل شوي دي. د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.

تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي. تر یادې پېښې وروسته په ټانک ولسوالۍ کې ګرځ‌بندیز اعلان شوی دی. د ټانک مرستیال کمېشنر ویلي، چې د سهار له ۶ بجو د ماښام تر ۶ بجو پورې د خلکو پر تګ‌راتګ، هر ډول ټرافیک، مساپر وړونکو او بار وړونکو موټرو بندیز لګول شوی دی.

ټي‌ټي‌پي د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځ پر یوې اډې د برید ادعا کړې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
100%

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د پنجشنبې په شپه (د زمري لومړۍ) د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په منجي‌خېلو سیمه کې د پاکستاني پوځ او پولیسو پر ګډې اډې د برید ادعا کړې ده. د پاکستان پوځ او پولیسو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې، چې د پنجشنبې په شپه (د زمري لومړۍ) د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په منځي‌خيلو سیمه کې د پاکستان د پوځ او پولیسو پر یوه ګډ نظامي مرکز برید کړی دی.

دوی په څو پرلپسې اعلامیو کې ادعا کړې، چې د یادې نظامي اډې دیوالونه یې په ماینونو او نورو درنو وسلو له‌منځه وړي او اډې ته دننه شوي او له ځايي پوځيانو او پولیسو سره په مخامخ جګړه بوخت دي.

ټي‌ټي‌پي تر اوسه د لسګونه پاکستاني عسکرو د وژنې ادعا کړې، خو د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه پوځ او پولیسو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

دغې ډلې همداراز ادعا کړې، چې تېره شپه یې د بلوچستان د کوېټې په زیارت سیمه کې د پاکستاني پولسیو یوه پوستې نیولې او د وسلو او نورو توکو له ترلاسه کولو وروسته یې پوسته د چاودېدونکو توکو په وسیله ‌له‌منځه وړې ده.

د یادونې وړ ده، د وړمې سې‌شنبې (د چنګاښ ۲۱مه) راهیسې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ناامنیو له امله د دغې ولسوالۍ پر یو شمېر مهمو لویو لارو ګرځ‌بندیز لګېدلی دی. دغه بندیز د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې اعلان شوی دی.

د ډېره اسماعیل خان مرستیال کمېشنر حکمت‌الله ویلي وو، چې د بندیز پر مهال به د مساپر وړونکو موټرو، بار وړونکو وسایطو، موټرسایکلونه او د عامو خلکو تګ‌راتګ منع وي، خو امبولانسونه، اطفایې او نور بېړني خدمتونه له دغه محدودیت څخه مستثنا دي.

عاصم منیر: مونږ به د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو پر ضد عملیات تر بشپړې بریا روان وساتو

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر، ویلي چې پوځ به یې د وسله‌والو ډلو د پټنځایونو او مرکزونو پر ضد عملیاتو ته تر هغه دوام ورکړي چې د ده په وینا، د امنیتي ګواښونو جرړې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارېد پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، عاصم منیر ټینګار کړی چې پاکستان هوډ لري د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې هر ډول امنیتي ګواښ له منځه یوسي.خبرپاڼه زیاتوي، هغه دغه څرګندونې په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ (جي‌اېچ‌کيو) کې د «د بلوچستان شلم ملي ورکشاپ» له ګډونوالو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي: «د خوارجو فتنه او هندوستان فتنې پر ضد هدفي عملیات به په بشپړ عزم دوام وکړي، څو د ترهګرۍ ګواښ او د هغې ملاتړي په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي».

د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ته د «فتنه خوارج» او بلوڅ بېلتون‌پالو ته د «فتنه هندوستان» نوم کاروي.

عاصم منیر زیاته کړې، پاکستان هوډ لري چې هر هغه ځای کې د وسله‌والو بنسټونه او مرکزونه له منځه یوسي چې د هېواد او د هغه د وګړو پر امنیت ګواښ پېښوي.

د پاکستان پوځ له دې وړاندې هم څو ځله ادعا کړې چې د دولت ضد وسله‌والې ډلې، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي. خو طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

پاکستان همداراز ادعا کوي چې «له بهر څخه ملاتړ کېدونکي نیابتي ځواکونه» په دوامداره توګه هڅه کوي په بلوچستان ایالت کې تاوتریخوالی زیات کړي، ثبات کمزوری کړي او د سولې بهیر ګډوډ کړي.

د پاکستان د پوځ مشر بلوچستان د «پاکستان ویاړ» وباله او ویې ویل چې دغه ایالت د خپلو پراخو طبیعي سرچینو او زړورو خلکو له امله د پرمختګ ستر ظرفیت لري. نوموړي زیاته کړه چې د فدرالي او ایالتي حکومتونو پراختیایي پروژې به د بلوچستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه والي لپاره دوام ولري.