• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین د پاکستان له زندانونو د خپل غورځنګ د یو شمېر غړو د خلاصون خبر ورکړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان له زندانونو څخه د زبیر شاه اغا، عثمان شېراني او محمد شعیب خان په ګډون د یاد غورځنګ د یو شمېر مخکښو غړو له ازادېدو خبر ورکړی او همداراز یې د هغوی له ازادېدو هر کلی کړی دی.

منظور پښتن د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي، چې د دغو کسانو د خوشې کېدو لپاره په بېلابېلو کچو هڅې شوې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د زبیر شاه اغا، عثمان شېراني او محمد شعیب خان د خلاصون تر څنګ، د تحریک له ټولو غړو او د «وطن له خیرخوا وګړو» مننه کړې، چې د عدالت، وکالت، نړیوالو سازمانونو او رسنیو له لارې یې د خپلو بندي ملګرو د خلاصون لپاره پرله‌پسې هڅې کړې دي.

منظور پښتین له خپلو پلویانو او فعالانو غوښتي، چې د حاجي عبدالصمد، علي وزیر، نورالله ترین، حنیف پښتین او فرید اپریدي په ګډون د نورو پاتې بندي ملګرو د خوشې کېدو لپاره خپلې هڅې او کمپاینونه په لا زیات ځواک سره دوامدار او چټک وساتي. هغه ټینګار کړی، چې د ټولو بندي فعالانو تر بشپړ خلاصون پورې مبارزه باید ونه‌درول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د صوابۍ سیمې یو پښتون ځوان ضیاءالله همدرد ته د پي‌ټي‌اېم په اړه د پي‌اېچ‌ډي (PhD) تیزس د بریالي بشپړېدو مبارکي هم ورکړې ده. پښتین غوښتنه کړې، چې په تېرو څو کلونو کې که چا د پي‌ټي‌اېم په اړه یا په عمومي ډول د پښتون ـ افغان خاورې او ولسونو پر موضوع هر ډول څېړنې یا تیزیسونه لیکلي وي، له دوی سره دې شریک کړي، څو د دغه غورځنګ مرکزي څېړنیزه کمېټه یې په یوه ځای راټوله او عمومي جاج ترې واخلي.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

سرچینې: د مولوي هبت الله په امر د ځینو پخوانیو افغان چارواکو کورونه تخلیه کېږي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»

•
•
•

نور خبرونه

بېنېټ: د امید پر مرکز د پاکستان د برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان څېړنه باید جدي وګڼل شي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان د هوايي برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان څېړنه مهمه ده او باید ډېره جدي وګڼل شي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د بښنې نړیوال سازمان د تازه راپور په غبرګون کې په یوه لنډ پیغام کې لیکلي، چې د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ باید اقدام وشي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید باید د احتمالي «جنګي جنایت» په توګه وڅېړل شي.

دغه سازمان د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۶مه پر دې مرکز تر برید څلور میاشتې وروسته خپله تازه څېړنه خپره کړې ده. په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، داسې هېڅ سند یې نه‌دی موندلی، چې د وسلو او مهماتو د ساتلو یا نورو پوځي موخو لپاره د امید مرکز د کارولو په اړه د پاکستان د پوځ ادعا تایید کړي.

د دغه سازمان په وینا، پر امید مرکز برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له‌مخې د روغتیايي مرکزونو له ځانګړي خوندیتوب څخه سرغړونه ده او په دې برید کې د پوځي او ملکي هدفونو د تفکیک، احتیاط او تناسب اصول هم نه‌دي مراعت شوي.

د پاکستان حکومت پر امید مرکز برید رد کړی او طالبان یې تورن کړي چې له دې روغتون څخه یې پوځي استفاده کوله.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي، چې د دې برید او د مرکز د هدف ګرځولو د پرېکړې د بهیر په اړه شفافه، بشپړه، خپلواکه او بې‌پرې څېړنه وکړي او پایلې یې خپرې کړي.

دغه سازمان وايي، که کافي شواهد موجود وي، مسوول چارواکي باید د قوماندانۍ د مسوولیت د اصل له مخې، ټول هغه کسان محاکمه کړي، چې د دې برید جزايي مسوولیت ور تر غاړې دی.

پر امید مرکز برید د هغو هوايي بریدونو یوه برخه وه، چې د پاکستان پوځ د ۱۴۰۴ کال له تلې راهیسې له طالبانو سره په ډیورند کرښې د نښتو تر زیاتېدو وروسته د افغانستان دننه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر وايي، د ۱۴۰۴ کال له مرغومي تر کب میاشتې په دغو نښتو کې ۳۷۲ کسان وژل شوي او ۳۹۲ نور ټپیان شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د جګړې ټولې خواوې باید نړیوال بشردوستانه قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو، ملکي شتمنیو او روغتیايي مرکزونو د ساتنې لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې پر امید مرکز د برید په اړه د څېړنې نه کول، نړیوالو قوانینو ته د اندېښنې وړ بې‌پامي ښيي او ښايي د مجازاتو د معافیت د دوام، نورو ناقانونه بریدونو او ملکي وګړو ته د تازه مرګ‌ژوبلې لامل شي.

د امید مرکز په ۱۳۹۵ کال کې د ناټو د یوې پخوانۍ اډې په ساحه کې جوړ شو. دغه ځای په پیل کې د روږدو کسانو لپاره د حرفوي زده‌کړو د مرکز په توګه فعالیت کاوه.

په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغه ځای د روږدو کسانو د درملنې په دوه زره بستریز مرکز بدل شو او طالبانو بیا پر یاد مرکز د پاکستان د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ ښودلی وو.

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او پر خپل اقتصاد د فشار د کمښت لپاره له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

د ایران د جګړې اړوند خبرو اترو کې د اسلام‌اباد منځګړیتوب له واشنګټن نه د اقتصادي ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې د دغه هېواد هیلې زیاتې کړې دي. دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې پاکستان هڅه کوي د څو کلونو اقتصادي کړکېچ، د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمښت او پر بهرنیو مرستو د تکیې له دورې وروسته خپل اقتصاد باثباته کړي.

د اسلام‌اباد په غوښتنه کې د امریکا او پاکستان د حکومتونو ترمنځ «د اسعارو د تبادلې بیې د ثبات ملاتړ لپاره د دوه‌اړخیزو اسانتیاوو» په نوم د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مېکانیزم جوړول شامل دي، چې د بېرته ورکړې موده یې تر پنځو کلونو پورې غځېدای شي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوې، چې پاکستان د ایران د جګړې په تړاو د خبرو اترو په منځګړیتوب کې ونډه واخیسته. د شنونکو په وینا؛ دغه رول د اسلام‌اباد ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړی او د امریکا او نورو نړۍوالو شریکانو څخه د اقتصادي ملاتړ د ترلاسه کولو هیلې یې زیاتې کړې دي.

که امریکا له دې غوښتنې سره هوکړه وکړي، نو دغه مالي مېکانیزم به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په زیاتېدو، پر پاکستاني روپۍ د فشار په کمښت او د څو اړخیزو پورونو پر وړاندې د دغه هېواد د اړتیا په راکمېدو کې مرسته وکړي.

خو له دې سره، سره پاکستان لاهم د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) د ۷ مېلیارد ډالرو د مالي پروګرام تر چتر لاندې دی. د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره د مالیاتو لوړول، د دولتي لګښتونو کمښت او سخت اقتصادي اصلاحات شرط ګرځول شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت د پاکستان د یادې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي او د پاکستان د مالیې وزارت هم تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی. د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره په لیدنه کې وویل، دواړه خواوو د سیمې د جیوپولیټیکي بدلونونو پر وړاندې د پاکستان د اقتصاد زیان‌منېدو، نړۍوالو بازارونو ته د پاکستان د لاسرسي زیاتېدو، د بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او د دغه هېواد د اعتبار درجې د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځلې د بهرنیو اسعارو له ناورین او د خپلو بهرنیو پورونو د بېرته ورکولو له ستونزو سره مخ شوی دی.

دغه هېواد په ۲۰۲۳کال کې د نړۍوال وجهي صندوق له ۳ مېلیارد ډالرو بېړنۍ مالي کڅوړې په ترلاسه کولو سره د پورونو د نه ورکړې له ګواښه وژغورل شو او وروسته یې له همدې صندوق څخه د ۷ مېلیارد ډالرو بل مالي پروګرام هم ترلاسه کړ.

له دې مرستو سره، سره د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې لاهم پر بهرني ملاتړ، د پورونو پر تمدید او د چین او سعودي عربستان په څېر د متحدو هېوادونو پر زېرمو او مالي مرستو تکیه لري.

دغه تکیه د اپرېل په میاشت کې هغه وخت څرګنده شوه، کله چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته شاوخوا ۳.۵ مېلیارد ډالر بېرته ورکړل او په همدې مهال سعودي عربستان د ۳ مېلیارد ډالرو نوې مالي مرسته وړاندې کړه.

پاکستان هیله لري، تر ۲۰۲۶کال پورې به دومره د بهرنیو اسعارو زېرمې ولري چې د ۲۰۲۱کال پرتله باثباته مالي وضعیت ته بېرته ور وګرځي او د اسعارو د ناورین او د بهرنیو پیسو د کمښت په اړه اندېښنې یې کمې شي.

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر وضعیت او امنیتي ګواښونو غږېدلي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
100%

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام‌اباد کې د افغانستان د وضعیت، له افغانستان څخه د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو، امنیتي همکاریو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ترهګرۍ او له کرښې هاخوا د سازمان‌یافته جرمونو پر ضد د امنیتي همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان وروستي وضعیت او د هغو امنیتي اندېښنو په اړه هم خبرې کړې چې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره تړاو لري، خو د دغو خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي. طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

انیتا اناند د خپل یو ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم لیدلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، اناند او عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د دفاعي همکاریو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې او د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراخولو یې ټینګار کړی دی.

اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم د دواړو هېوادونو د خبرو مهمه برخه وه. د شهباز شریف په حضور کې کاناډا او پاکستان له کاناډا څخه پاکستان ته د کنولا د صادراتو تړون لاسلیک کړ.

دواړو لورو همدارنګه د بهرنیو پانګونو د ملاتړ د هوکړې د وروستي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تېر کال پاکستان ته د کاناډا صادرات ۶۵سلنه زیات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۱.۲میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

اناند زیاته کړه، کاناډا په پاکستان کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او موټرو جوړونې په برخو کې د پانګونې له پراخولو سره لېوالتیا لري.

نوموړې په اېکس خواله رسنۍ کې هم لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ولسي اړیکې د همکاریو له مهمو بنسټونو څخه دي. د هغې په وینا، په کاناډا کې له ۳۰۰زرو ډېر پاکستاني الاصله کاناډایان ژوند کوي او کولای شي د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دا نږدې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان ته د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر بلل کېږي. دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د تعقیب لپاره به هر کال منظمې مشورتي غونډې ترسره کوي.

مولانا فضل الرحمان پاکستاني پوځ ته؛ په کارګل کې مو خپل «شهيدان» هندوانو ته پرېښي وو

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۱
100%

د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، ده ته دې د «شهيد» مقام ونه ښودل شي ځکه د «شهيد» مقام پېژني. هغه د پاکستان د پوځ د نوم اخيستو پرته په اشارې سره وویل، د هند سره د کارګل په جګره کې یې «خپل شهیدان هندوانو» ته پرېښې وو.

د يکشنبې په ورځ د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې يوې غونډې ته په وينا کې مولانا فضل الرحمان د پاکستان د پوځ د نوم اخيستو پرته وویل: «زه تا پېژنم چې ستا په نظر کې ستا د شهيد قدر څه دی؟ تر ننه پورې دې قوم ته ونه ویل چې په کارګل کې ستا څومره ځوانان شهيدان شوي او تا د هاغه ځای نه د څومره شهيدانو جنازې ترلاسه کړي دي؟».

هغه زياته کړه: «تا خپل شهیدان هندوانو ته سپارلي دي او د هلته نه خبر راغلو چې هغوی موږ په اسلامي طريقه خاورو ته سپارلي دي د هغو بېلابيلې شمېرې ښودل کيږي خو دي د سلګونو په شمېره کې، تاسو خو د خپلو شيهيدانو جنازو اخيستو ته تيار نه وئ».

همداراز هغه وويل: «تاسو خپلې جنازې هندوانو ته وسپارلې، او کرنل شېر خان که موږ ته ترلاسه شوی دی د هند په فشار مو ترلاسه کړی دی، د شهيدانو سپکاوی تاسو کړی دی او اوس د شهيدانو په جامه کې د پټېدو هڅه کوئ».

ياده دې وي په کال ۱۹۹۹م کې د پاکستان او هند ترمنځ د کارګل په سيمه کې جګړه شوې وه.

مولانا فضل الرحمان زياته کړه، ده کومه ناسمه خبره یې نه ده کړې ځکه پاکستان يو اداره جاتي هېواد دی، ادارې او کار یې معلوم دی او «ما درته يوازې د هغې د پاملرنې خبره کړې ده».

هغه وويل، دی د پاليسيانو مخالفت کوي او بيا د ده د بدنامولو هڅه کيږي چې «فضل الرحمان به ټيټ شي نو دی یې مور پلار د ټيټېدو لپاره نه دی زېږولی» او ده يوه کړې خبره سمه نه ده وړاندې کړل شوې په دغه اړه خلک ګمراه کړل شوي دي.

همداراز هغه زياته کړه، په خپله جمعيت علمای اسلام ګوند قربانۍ ورکړي، علما یې وژل شوي او د دوی قربانيانو ته سپک کتل شوي دي.

فضل الرحمان وویل: «ده ته ويل کيږي چې بښه وغواړي خو زه غوښتنه کوم چې کوم پوځي او جنرال او د هغه د دفتر څخه زما او زما د ګوند پر ضد پروپاګند شوی هغه به بښنه غواړي».

د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ يوې غونډې ته په وينا کې وویل، چا چې د پاکستان سره خيانت کړی دی هغه رسوا شوی دی.

هغه هم د چا نوم اخيستو پرته وويل: «دغه خلک به له پاکستانيانو او شهيدانو څخه بښه غواړې، نن سبا يو نوی رواج جوړ شوی چې د چا زړه وغواړي په شهيدانو پسې خبرې پيل کړي خو داسې فکر د غندلو وړ دی».

تارړ زیاته کړه، خلکو د سياست لپاره د رياست په سپکاوي لاس پورې کړی دی او د عمران خان خور نورين نیازي هم دغسې څرګندونې کړي دي او دا د قبلولو وړ نه دي.

ياده دې وي نزدې يوه اونۍ وړاندې مولانا فضل الرحمان يوې غونډې ته په وینا کې پوځ ته په اشارې سره ويلي و، د پوځ سرتېرو د شهيدېدلو لپاره يونيفورم اغوستی، په دې معاش اخلي «په موږ دې د وینې احسان نه کوي موږ ورته په خپله ماليه معاش برابروو».

د مولانا دغو څرګندونو ته د حکومت لخوا سخت غبرګون ويل شوی او د هغه نه غوښتنه شوې وه چې د قربانيانو سپکاوی یې کړی په خپله خبره دې بښنه وغواړي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پراخ شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پراخ شوي او د استوګنځایونو له تخلیې او نړولو وروسته سلګونه افغان کورنۍ د لنډي کوتل حمزه بابا کمپ ته انتقال شوې دي. کډوال وايي، د کلونو ژوند، کورونه او کاروبارونه پرېږدي، خو په افغانستان کې د نوي ژوند د پیل لپاره کافي امکانات نه لري.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان د حکومت د عملیاتو له پراخېدو سره، ګڼې افغان کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي او د بېرته ستنېدو لپاره د لنډي کوتل حمزه بابا لنډمهالي پنډغالي ته ولاړې شي.

په ځینو سیمو کې د افغانانو استوګنځي تخلیه شوي او د چارواکو په وینا، د ناقانونه ودانیو د نړولو لړۍ هم روانه ده. د دغو اقداماتو له امله سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو، کاروبارونو او د کلونو له ژوند سره د تړلو شتمنیو څخه د جلا کېدو له ستونزې سره مخ شوې دي.

په حمزه بابا کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، د سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او د سفر د اسانتیاوو کمښت د دوی مهمې ستونزې دي. په کمپ کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم د سختو شرایطو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د لنډي کوتل یوه افغان کډوال رحمت‌الله وايي، ډېری کلونه یې په دغه سیمه کې تېر کړي، خو اوس اړ شوی چې خپل کور او کاروبار پرېږدي.

هغه وايي: «دلته مو کور، کاروبار او د ژوند ټولې هیلې وې. زموږ ماشومان همدلته لوی شول او هېڅکله مو فکر نه کاوه چې یوه ورځ به هر څه پرېږدو او بېرته ستنېدو ته اړ شو. اوس زموږ تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې په افغانستان کې له سره د ژوند د پیلولو لپاره کافي امکانات نه لرو.»

بل افغان کډوال عبدالکریم، چې د حمزه بابا په ترانزیټي کمپ کې دی، وايي چې د بېرته ستنېدو لپاره یې د کور ډېری وسایل او د کاروبار سامانونه په ټیټه بیه پلورلي دي.

هغه وايي: «موږ خپله ټوله شتمني دلته لګولې وه، خو اوس چې د بېرته ستنېدو لپاره اړ شوي یو، د کور فرنیچر، د کار وسایل او هغه شیان مو چې له ژوند او خاطرو سره تړلي وو، پرېښودل. کومې لږې پیسې چې راسره پاتې وې، د سفر، لېږد او نورو اړینو لګښتونو لپاره مصرف شوې.»

عبدالکریم وايي، په کمپ کې د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو لپاره ژوند سخت دی او دوی نه پوهېږي چې افغانستان ته له رسېدو وروسته به څنګه خپل ژوند له سره پیل کړي.

کډوال غوښتنه کوي چې که د بېرته ستنېدو بهیر حتمي وي، نو باید په «عزت، امنیت او ارامۍ» ترسره شي او د سفر پر مهال او افغانستان ته له رسېدو وروسته د دوی لومړنیو اړتیاوو ته پاملرنه وشي.

د پېښور پولیس چارواکي وایي، د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات د جولای له ۱۰مې راهیسې دوام لري. د هغه په وینا، د عملیاتو له پیل مخکې افغان کډوالو ته د جوماتونو د لوډسپیکرونو، قومي مشرانو او نورو لارو له مخې په وار وار خبر ورکړل شوی و چې پاکستان پرېږدي.

بلخوا، د بشري حقونو فعالان وايي چې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې باید روڼتیا، انساني چلند او د لومړنیو اړتیاوو برابرول یقیني شي، په ځانګړي ډول ځکه چې د اغېزمنو شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم شامل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد روان اقدامات په داسې حال کې دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې، د سرحدي وضعیت او د افغان کډوالو موضوع لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ له حساسو مسئلو څخه ګڼل کېږي.