• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي سویلي وزیرستان کې پر دوو پوستو په برید سره د ۴۰ پاکستاني نظامیانو د وژلو ادعا کړې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې، چې د خيبرپښتونخوا په سويلي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر دوه کمپونو په برید سره یې څه باندې ۴۰ پاکستاني نظامیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د پاکستان پوځ بیا پر یادو کمپونو د وسله‌والو دبریدونو له شنډولو خبر ورکړی دی.

ټي‌ټي‌پي په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې څلورو وسله‌والو یې نن سهار (شنبه د زمري ۳مه) د سويلي وزيرستان د واڼا په ګنګي خېلو سیمه کې د پوځ پر دوه کمپونو بريد کړی او په دې څو ساعته نښته کې څه باندې ۴۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان زیاته کړې، چې په دغه برید کې یاد څلور بریدګر وسله‌وال یې هم وژل شوي دي.

خو د پاکستان پوځ د شنبې ورځې په ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر یادو نظامي کمپونو د وسله‌والو برید له شنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون ۴ بریدګر یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې په دې برید کې دوی ته هېڅ ډول تلفات نه‌دي اوښتي او څرګنده کړې یې ده، چې لا هم په سیمه کې چاڼيز عملیات روان دي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

•
•
•

نور کیسې

د بښنې سازمان: پاکستان دې په کشمیر کې د بیان ازادي او انټرنېټي محدودیتونه پای ته ورسوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې ویلي، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې خلکو د تېرو ۵۰ ورځو پر مهال د انټرنېټ له بندیزونو، پراخو نیونو او د تګ راتګ په محدودیتونو کې ژوند کړی دی.

دغه سازمان ویلي، دا اقدامات د بیان ازادۍ، سوله‌ییزو لاریونونو او د ټولنو د جوړولو له حقونو سره په ټکر کې دي.

بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، چې د جولای په ۲۷مه د سیمه‌ییزو ټاکنو له نږدې کېدو سره باید پاکستاني چارواکي ډاډ ورکړي، چې خلک خپل سیاسي او مدني حقونه له وېرې پرته وکارولای شي.

دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارونې ادعاوې وڅېړي، انټرنېټي خدمات په بشپړ ډول بېرته فعال کړي، هغه کسان خوشې کړي چې د خپلو حقونو د سوله‌ییزې کارونې له امله نیول شوي او د «جمو او کشمیر ګډې عوامي اکشن کمېټه» بندیز هم لغوه کړي.

په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوسته موټربم برید شوی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید شوی، چې له چاودنې وروسته د ډزو د تبادلې غږونه هم اورېدل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، برید د واڼه او اعظم ورسک ترمنځ پر ګنګي‌خېل امنیتي پوسته شوی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

پاکستاني چارواکو او رسمي امنیتي سرچینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د لاهور پولیسو مشر د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد د پراخو عملیاتو امر وکړ

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور د عملیاتو پولیسو مشر فیصل کامران د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد د پراخو عملیاتو امر کړی او ویلي یې دي چې د ښار امنیت او د خلکو ساتنه یې لومړیتوب دی.

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، فیصل کامران اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې په لاهور ښار کې په سوداګریزو مرکزونو او بازارونو کې د کاروبار او کار له لارې مېشت ناقانونه افغان کډوال ونیسي.

هغه همدارنګه امر کړی چې هغه کسان هم ونیول شي چې ناقانونه افغانانو ته د اوسېدو ځای او نورې اسانتیاوې برابروي.

دغه څرګندونې د لاهور د صدر سیمې له پولیسو سره د جرمونو د مخنیوي په غونډه کې شوې دي، چې پکې د امنیتي چارواکو، د حوزو افسرانو او د پولیسو د مرکزونو مسولانو ګډون کړی و.

د افغان کډوالو ایستلو لړۍ؛ په خیبر پښتونخوا کې د کورونو او دوکانونو پر کرایه ورکولو بندیز

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

خیبر پښتونخوا کې دولتي ادارو د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې د کورونو مالکانو ته د خپلو ملکیتونو د خالي کولو او افغان وګړو ته د بیا کرایه ورکولو د مخنیوي لارښوونه کړې، چې له امله یې زرګونه افغان کورنۍ او د ملکیتونو مالکانو هم له اقتصادي او قانوني ستونزو سره مخ شوي دي.

په پېښور، نوښار، چارسده، مردان، سوات، صوابۍ، خیبر او هریپور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ولسوالیو کې ضلعي ادارو د کورونو او دوکانونو مالکانو ته رسمي خبرتیاوې سپارلې دي. په دغو خبرتیاوو کې له مالکانو غوښتل شوي چې خپل ملکیتونه له هغو افغان وګړو څخه خالي کړي چې حکومت یې «غیرقانوني» بولي او له دې وروسته ورته د استوګنې یا سوداګرۍ لپاره ځای ور نه کړي.

دغه اقدام نه یوازې زرګونه افغان کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې، بلکې د کورونو او دوکانونو مالکانو او د بازارونو له سوداګرۍ سره تړلو ګڼو کسانو ته یې هم اقتصادي ستونزې پیدا کړې دي.

د پېښور د تاج‌اباد سیمې یوه افغان اوسېدونکي عبدالرحمن افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو کې وویل، حکومتي چارواکو یې د کور دروازه وټکوله او د کور د تخلیې رسمي خبرتیا یې ورکړه.

هغه وایي: «کله چې چارواکي ولاړل او د کور دروازه بنده شوه، په ټول کور کې چوپتیا خپره شوه. د ماشومانو پر څېرو وېره او اندېښنه ښکاره وه او د کور مشران په دې فکر کې شول چې په دومره لنډ وخت کې به خپل سامان چېرې یوسي او وروسته به چېرې ژوند وکړي.»

د عبدالرحمن د کور مالک حاجي سلیم هم افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو وایي، چې له څو کلونو راهیسې یې خپل کورونه افغان کورنیو ته په کرایه ورکړي وو، خو اوس د ولسوالۍ ادارو له لارښوونو سره سم اړ دی چې له هغوی څخه کورونه بېرته خالي کړي.

هغه زیاتوي: «زه پوهېږم چې افغانان له ډېرو کلونو راهیسې زما کرایه‌داران دي او تل یې پر وخت کرایه راکړې ده، خو اوس زما په لاس کې هم څه نه شته. د ولسوالۍ ادارې راته په څرګنده ویلي چې که د ټاکلې مودې دننه کور تخلیه نه شي، زما پر وړاندې به هم قانوني اقدام وشي.»

حاجي سلیم زیاته کړه چې د افغان کورنیو له وتلو وروسته د نويو کرایه‌دارانو موندل وخت غواړي او له همدې امله به له مالي زیان سره مخ شي.

د دوکانونو یو مالک شهزاد علي وايي، د افغان کرایه‌دارانو له وتلو وروسته ګڼ شمېر دوکانونه او کورونه تش پاتې شوي او د بازارونو سوداګریز فعالیت کم شوی دی.

هغه وایي: «موږ د قانون درناوی کوو او د ولسوالۍ ادارې د لارښوونو عملي کولو ته ژمن یو، خو حقیقت دا دی چې د افغان کرایه‌دارانو له وتلو وروسته ګڼ شمېر دوکانونه او کورونه تش پاتې دي. د بازار پخوانۍ ګڼه‌ګوڼه او سوداګریز رونق هم کم شوی او زموږ د کرایې عاید هم د پام وړ راټیټ شوی دی.»

په پېښور کې د افغان کډوالو د ایستلو له امله د سوداګرۍ پر وضعیت هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د بورډ بازار یو شمېر دوکانونه تړل شوي او ځینو افغان سوداګرو خپل مالونه د اصلي بیې په پرتله په ټیټه بیه پلورلو ته وړاندې کړي دي.

د بورډ بازار افغان سوداګر عبدالله ویلي، د کلونو سوداګري یې په څو ورځو کې د ختمېدو له خطر سره مخ ده.

هغه ویلي: «دا دوکان یوازې زما د کاروبار ځای نه و، بلکې زما د ژوند ټوله پانګه او د کلونو زحمت و. پنځلس کاله وړاندې مې له یوه کوچني کاونټر څخه کار پیل کړی و، خو اوس اړ یم چې په څو ورځو کې هر څه راټول او پرېږدم.»

هغه زیاته کړې: «موږ خپل ډېری مالونه له اصلي بیې هم په ټیټه بیه پلورو، ځکه افغانستان ته یې لېږدول زموږ لپاره ممکن نه دي. هغه څه چې د کلونو په زحمت مو راټول کړي وو، نن یې د مجبورۍ له امله په نیمه بیه پلورو.»

بلخوا، د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې پولیسو د افغان کډوالو په یوه ساتنځای کې د جعلي ټوکنونو له لارې له کډوالو څخه د پیسو اخیستلو په تور د ۲۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، پولیسو د اپرېل په ۱۵مه درې کسان، د اپرېل په ۲۰مه ۱۴ کسان او د جولای په ۲۲مه پنځه نور کسان نیولي دي. د نیول شویو کسانو پر وړاندې د پیسو اخیستلو او د نوم‌لیکنې په پلمه د جعلي ټوکنونو د وېش په تړاو جنايي دوسیې ثبت شوې دي.

په سوات کې هم د افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر چټک شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې له ثبت شویو ۳،۰۷۱ افغان وګړو څخه تر اوسه ۲،۰۷۴ کسان افغانستان ته ستانه شوي او ۱۱۷ افغان کورنۍ لا هم په سیمه کې مېشتې دي. پولیس وايي، د پاتې کورنیو د بېرته ستنولو لپاره هم اقدامات روان دي.

په پنجاب ایالت کې بیا د پولیسو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۳۶،۵۴۵ افغان وګړي افغانستان ته بېرته لېږدول شوي دي. د چارواکو په وینا، ۵۰۴ افغان وګړي اوس مهال په بېلابېلو ساتنځایونو کې ساتل کېږي چې د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ولېږدول شي.

د پنجاب پولیسو د معلوماتو له مخې، په بېرته لېږدول شویو کسانو کې ۱۴،۶۱۴ نارینه، ۷،۲۳۴ ښځې او ۱۴،۶۹۷ ماشومان شامل دي. له دې ډلې ۱۱،۱۲۴ کسان د ثبت‌نامې د ثبوت کارتونه، ۱۱،۱۳۷ کسان د افغان تابعیت کارتونه لرل او ۱۴،۲۸۴ کسان هغه افغان وګړي وو چې د پاکستان د چارواکو په وینا، په غیرقانوني ډول په دغه ایالت کې مېشت وو.

له بلې خوا، له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو یو شمېر کورنۍ د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په ساتنځای کې د سختې ګرمۍ او د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي.

دوی وايي، د نوم‌لیکنې او قانوني بهیر د بشپړېدو لپاره ساعتونه تر لمر لاندې انتظار باسي او د څښاک اوبو، سیوري، پنکو او روغتیايي خدمتونو کمښت ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو یوه اداره وايي، په پاکستان کې د افغان وګړو د ایستلو په اړه د پېښور عالي محکمې د ادعا شویو موقتي قضايي حکمونو په اړه خپرو شویو اوازو ګڼ شمېر افغانان اندېښمن کړي دي.

د «نړیوال بشري حقونو سازمان» د همغږۍ مسوولې فوزیه بي‌بي ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د پېښور عالي محکمې شاوخوا ۱۴۰ افغان وګړو ته د ایستلو د مخنیوي لپاره موقتي قضايي حکمونه صادر کړي دي.

د هغې په وینا، د دوی ادارې په عالي محکمه کې په دوو جلا قضیو کې عریضې ثبت کړې دي او محکمې ویلي چې که د کوم عریضه‌کوونکي د بیا مېشتېدو یا کډوالۍ غوښتنلیک د کوم سفارت له خوا تر ارزونې لاندې وي، اړوند سفارت باید خپله رسمي تاییدپاڼه محکمې ته وړاندې کړي، له هغې وروسته به محکمه د موقتي قضايي حکم د غوښتنې په اړه غور وکړي.

فوزیه بي‌بي ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي یو شمېر افغانان، که افغانستان ته بېرته ولېږدول شي، له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي. د هغې په وینا، په دې ډله کې پخواني دولتي کارکوونکي، سیاسي فعالان، د ناټو او نړیوالو ادارو پخواني همکاران، خبریالان، هنرمندان، د بشري حقونو فعالان او ښځې شاملې دي.

اسحاق ډار: طالبان دې د ترهګرۍ پر ضد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، د افغانستان د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ پر ضد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي او د افغانستان له خاورې دې د وسله‌والو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

ډار ویلي پاکستان یو سوله‌ییز، باثباته او له خپلو ګاونډیو سره په سوله کې افغانستان غواړي، خو د هغه په وینا، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ دوام د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
هغه ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله‌والې ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې فعالیت، جذب او روزنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې راپورونه هم دا ادعا تاییدوي چې د افغانستان خاوره د وسله‌والو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابروي.
اسحاق ډار وویل، یوازې روان کال په پاکستان کې له دوو زرو څخه په زیاتو بریدونو کې له ۵۶۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او د هغه په خبره، په یو شمېر بریدونو کې افغان وګړي هم ښکېل موندل شوي دي.
هغه د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې عملي او د نړیوالې سولې او امنیت په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.
ډار همدارنګه وویل، پاکستان باور لري چې د سیمې د شخړو د حل یوازینۍ لار خبرې، ډیپلوماسي او متقابل درناوی دی.

ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو د موجودیت په اړه اندېښنې لري ویلي، اسلام‌اباد باید خپلې کورنۍ ستونزې پر طالبانو ور ونه‌تپي.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې، چې په پاکستان کې ناامني څو لسیزې پخوانۍ ریښې لري او د طالبانو له واکمنۍ سره تړاو نه‌لري.