• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې سازمان: پاکستان دې په کشمیر کې د بیان ازادي او انټرنېټي محدودیتونه پای ته ورسوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې ویلي، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې خلکو د تېرو ۵۰ ورځو پر مهال د انټرنېټ له بندیزونو، پراخو نیونو او د تګ راتګ په محدودیتونو کې ژوند کړی دی.

دغه سازمان ویلي، دا اقدامات د بیان ازادۍ، سوله‌ییزو لاریونونو او د ټولنو د جوړولو له حقونو سره په ټکر کې دي.

بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، چې د جولای په ۲۷مه د سیمه‌ییزو ټاکنو له نږدې کېدو سره باید پاکستاني چارواکي ډاډ ورکړي، چې خلک خپل سیاسي او مدني حقونه له وېرې پرته وکارولای شي.

دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارونې ادعاوې وڅېړي، انټرنېټي خدمات په بشپړ ډول بېرته فعال کړي، هغه کسان خوشې کړي چې د خپلو حقونو د سوله‌ییزې کارونې له امله نیول شوي او د «جمو او کشمیر ګډې عوامي اکشن کمېټه» بندیز هم لغوه کړي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

•
•
•

نور کیسې

د لاهور پولیسو مشر د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد د پراخو عملیاتو امر وکړ

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور د عملیاتو پولیسو مشر فیصل کامران د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد د پراخو عملیاتو امر کړی او ویلي یې دي چې د ښار امنیت او د خلکو ساتنه یې لومړیتوب دی.

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، فیصل کامران اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې په لاهور ښار کې په سوداګریزو مرکزونو او بازارونو کې د کاروبار او کار له لارې مېشت ناقانونه افغان کډوال ونیسي.

هغه همدارنګه امر کړی چې هغه کسان هم ونیول شي چې ناقانونه افغانانو ته د اوسېدو ځای او نورې اسانتیاوې برابروي.

دغه څرګندونې د لاهور د صدر سیمې له پولیسو سره د جرمونو د مخنیوي په غونډه کې شوې دي، چې پکې د امنیتي چارواکو، د حوزو افسرانو او د پولیسو د مرکزونو مسولانو ګډون کړی و.

اسحاق ډار: طالبان دې د ترهګرۍ پر ضد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، د افغانستان د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ پر ضد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي او د افغانستان له خاورې دې د وسله‌والو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

ډار ویلي پاکستان یو سوله‌ییز، باثباته او له خپلو ګاونډیو سره په سوله کې افغانستان غواړي، خو د هغه په وینا، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ دوام د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
هغه ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله‌والې ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې فعالیت، جذب او روزنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې راپورونه هم دا ادعا تاییدوي چې د افغانستان خاوره د وسله‌والو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابروي.
اسحاق ډار وویل، یوازې روان کال په پاکستان کې له دوو زرو څخه په زیاتو بریدونو کې له ۵۶۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او د هغه په خبره، په یو شمېر بریدونو کې افغان وګړي هم ښکېل موندل شوي دي.
هغه د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې عملي او د نړیوالې سولې او امنیت په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.
ډار همدارنګه وویل، پاکستان باور لري چې د سیمې د شخړو د حل یوازینۍ لار خبرې، ډیپلوماسي او متقابل درناوی دی.

ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو د موجودیت په اړه اندېښنې لري ویلي، اسلام‌اباد باید خپلې کورنۍ ستونزې پر طالبانو ور ونه‌تپي.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې، چې په پاکستان کې ناامني څو لسیزې پخوانۍ ریښې لري او د طالبانو له واکمنۍ سره تړاو نه‌لري.

منظور پښتین د پاکستان له زندانونو د خپل غورځنګ د یو شمېر غړو د خلاصون خبر ورکړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۱
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان له زندانونو څخه د زبیر شاه اغا، عثمان شېراني او محمد شعیب خان په ګډون د یاد غورځنګ د یو شمېر مخکښو غړو له ازادېدو خبر ورکړی او همداراز یې د هغوی له ازادېدو هر کلی کړی دی.

منظور پښتن د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي، چې د دغو کسانو د خوشې کېدو لپاره په بېلابېلو کچو هڅې شوې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د زبیر شاه اغا، عثمان شېراني او محمد شعیب خان د خلاصون تر څنګ، د تحریک له ټولو غړو او د «وطن له خیرخوا وګړو» مننه کړې، چې د عدالت، وکالت، نړیوالو سازمانونو او رسنیو له لارې یې د خپلو بندي ملګرو د خلاصون لپاره پرله‌پسې هڅې کړې دي.

منظور پښتین له خپلو پلویانو او فعالانو غوښتي، چې د حاجي عبدالصمد، علي وزیر، نورالله ترین، حنیف پښتین او فرید اپریدي په ګډون د نورو پاتې بندي ملګرو د خوشې کېدو لپاره خپلې هڅې او کمپاینونه په لا زیات ځواک سره دوامدار او چټک وساتي. هغه ټینګار کړی، چې د ټولو بندي فعالانو تر بشپړ خلاصون پورې مبارزه باید ونه‌درول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د صوابۍ سیمې یو پښتون ځوان ضیاءالله همدرد ته د پي‌ټي‌اېم په اړه د پي‌اېچ‌ډي (PhD) تیزس د بریالي بشپړېدو مبارکي هم ورکړې ده. پښتین غوښتنه کړې، چې په تېرو څو کلونو کې که چا د پي‌ټي‌اېم په اړه یا په عمومي ډول د پښتون ـ افغان خاورې او ولسونو پر موضوع هر ډول څېړنې یا تیزیسونه لیکلي وي، له دوی سره دې شریک کړي، څو د دغه غورځنګ مرکزي څېړنیزه کمېټه یې په یوه ځای راټوله او عمومي جاج ترې واخلي.

د طالبانو وياند د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته: خپلې کورنۍ ستونزې پر موږ مه تپئ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو د موجودیت په اړه اندېښنې لري ویلي، اسلام‌اباد باید خپلې کورنۍ ستونزې پر طالبانو ور ونه‌تپي.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې، چې په پاکستان کې ناامني څو لسیزې پخوانۍ ریښې لري او د طالبانو له واکمنۍ سره تړاو نه‌لري.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له غړو هېوادونو غوښتي وو، چې طالبان دې د «ترهګرۍ» پر وړاندې خپلو ژمنو عملي کولو او په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د پناه ځایونو د له‌منځه وړلو لپاره وهڅوي.

اسحاق ډار ویلي وو، چې له افغانستان څخه راولاړېدونکی د «ترهګرۍ» ګواښ د اسلام‌اباد لپاره یو له جدي امنیتي ننګونو څخه دی.

ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ (د زمري په دویمه) د اسحاق ډار د څرګندونو په غبرګون کې وویل، طالبان پر خپلې ژمنې ولاړ دي او اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

هغه یو ځل بیا په افغانستان کې د هر ډول «ترهګرې ډلې» حضور رد کړ.

طالبانو تل د پاکستان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې حضور او فعالیت لري. طالبان وايي، اجازه نه‌ورکوي چې افغان خاوره هېڅ هېواد پر ضد وکارول وشي.

خو له بلې خوا، یو شمېر نړیوالو سازمانونو په خپلو مستندو راپورونو کې څو ځله ویلي، چې په افغانستان کې ځینې وسله‌والې ډلې فعال حضور لري.

حیدر خان هوتي تحریک انصاف ته: عمران خان په پېنډۍ کې بندي دی، لاریونونه هلته وکړئ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر حیدر خان هوتي پر تحریک انصاف ګوند نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه ګوند بنسټګر عمران خان په پېنډۍ کې بندي دی، خو تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې لاریونونه کوي. هغه وايي، باید هلته لاریون وشي، چې عمران خان بندي دی.

حیدر خان هوتي د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) یوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل، تحریک انصاف اعلان کړی، چې د اګست پر پنځمه به په پېښور کې غونډه کوي او په دې غونډه کې به د عمران خان د خوشې کېدو لپاره راتلونکی پلان اعلان کړي.

هغه وویل، د عمران خان د نیول کېدو درې کاله پوره کېږي، خو د خیبر پښتونخوا د تحریک انصاف استازو چې له خلکو د عمران خان په نوم رایې اخیستې وې چې هغه به خوشې کوي، خو د هوتي په وینا، اوس حالت داسې دی چې دوی نه یوازې د هغه د خوشې کولو وس نه‌لري، بلکې ورسره د لیدنې اجازه هم نه‌لري.

حیدر خان هوتي د تحریک انصاف له غړو وغوښتل چې فکر وکړي، د دوی مشر په پېنډۍ کې بندي دی، خو اعتراضي لاریونونه په پېښور کې ترسره کېږي.

هغه د خیبر پښتونخوا حکومت ته په خطاب کې وویل: «که عمران خان خوشې کول غواړئ، نو ايمانونه تېر کړئ په پېنډۍ او پنجاب کې لاریونونه وکړئ. پښتنو تاسو ته رایې درکړې دي؛ دلته ورته لاریونونه مه‌کوئ، سړکونه ورته مه بندوئ».

هوتي وویل، که حکومت غواړي په خیبر پښتونخوا کې فعالیت وکړي، نو باید د خلکو لپاره پوهنتونونه، کالجونه، سړکونه جوړ کړي او د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «حکومتونه لاریونونه نه‌کوي، حکومتونه خدمت کوي».

د يادونې وړ ده، چې تحریک انصاف ګوند د اګست په پنځمه په پېښور کې د یوې غونډې د جوړېدو اعلان کړی دی. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د جمعې په ورځ د دې غونډې د چمتووالي په اړه یوه غونډه هم شوې ده.

د تحریک انصاف په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اګست د پنځمې نېټې غونډه به پرېکنده وي او په‌کې به راتلونکې تګلاره اعلان شي.