پنجاب کې د بارانونو له امله ۷ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه اووه کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه اووه کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د پنجاب د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د راپور له مخې، په دغه موده کې په ایالت کې ۱۴ د باران اړوند پېښې ثبت شوې دي.
راپور وايي، د کورونو د چتونو لوېدو، د اوبو ډوبېدو او برېښنا نیولو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې او د اوو کورونو چتونه هم نړېدلي دي. سربېره پر دې، پنځه غواګانې هم مړې شوې دي.
په لاهور کې د کورونو د چتونو لوېدو په څلورو بېلابېلو پېښو کې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي، او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د قصور په سیمه کې د یوه کور د چت لوېدو له امله یو سړی او یو ماشوم مړه شوي، درې نور کسان ټپیان شوي دي. په فیصل اباد کې هم د باران له امله د کور چت نړېدو یوه ښځه وژلې ده، او په ګوجرانواله کې یو ماشوم د باراني اوبو په ډنډ کې ډوب شوی دی.
په بهاولنګر، نارووال، سیالکوټ، ننکانه صاحب، شیخوپوره او اوکاړه کې هم د چتونو لوېدو او نورو پېښو له امله ګڼ کسان ټپیان شوي دي.
د پنجاب د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې مشر عمر عباس ویلي، سره له دوامدارو بارانونو پنجاب تر ډېره د سېلابونو له خطره خوندي پاتې شوی او د راوي او ستلج په ګډون د لویو سیندونو د اوبو کچه عادي ده.
د هغه په وینا، تر ټولو زیات بارانونه د ګوجرانواله او راولپنډۍ په څانګو، په ځانګړې توګه نارووال، جهلم او ګجرات ولسوالیو کې شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د نارووال د ډېک نالې او د شیخوپورې د بند ماتېدل ژر تر ژره کنټرول شوي او له لوی زیان څخه مخنیوی شوی دی.
د چارواکو په وینا، د روان مونسون له پیل راهیسې په پنجاب کې د بارانونو اړوندو پېښو کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۸۳ نور ټپیان شوي دي.