• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د اقینې بندر له لارې د افغانستان سوداګرۍ وده کړې، واردات او صادرات لوړ شوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۱

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د فاریاب ولایت اقینې بندر د هېواد له مهمو سوداګریزو دروازو څخه بلل کېږي، چې له لارې یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره کېږي.

د اقیني ګمرک مسؤلین وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د دغه بندر له لارې افغانستان ته څه باندې ۶۰۰ زره ټنه بېلابېل سوداګریز توکي وارد شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د مسولینو په وینا، تېر کال د اقیني بندر له لارې نږدې ۲۴۰ زره ټنه توکي وارد شوي وو، خو سږ کال په همدې موده کې د وارداتو کچه شاوخوا ۶۰۰ زره ټنو ته لوړه شوې ده.

د اقیني بندر چارواکي وايي، د وارداتو تر څنګ د صادراتو په برخه کې هم پرمختګ شوی او له دې لارې کرنیز محصولات، کورني تولیدات او نور توکي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

سوداګر وايي، د ګمرکي اسانتیاوو، چټکو ترانزیټي خدمتونو او د چارواکو د همکارۍ له امله د اقیني بندر له لارې سوداګریز فعالیتونه زیات شوي دي.

د اقیني بندر مسولینو همداراز ویلي، افغانستان له ترکمنستان سره ښې سوداګریزې او سرحدي اړیکې لري او د ستونزو د حل لپاره وخت ناوخت ګډې ناستې ترسره کېږي.

د معلوماتو له مخې، یوازې تېر کال د اقیني بندر له لارې شاوخوا ۱۲۰ زره ټنه کنځلې، ممیز او نور کرنیز محصولات بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له ایران سره د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۱
100%

هرات ولایت کې د طالبانو سوداګرۍ خونې ویلي، د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ زیاته شوې ده. د دوی په وینا، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دې اوسپنیزې کرښې افغانستان ته تر ۳۰۰ زره ټنو ډېر سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.

د خونې د معلوماتو له مخې، د بار وړلو ټیټ لګښت، چټک ترانسپورټ او د توکو اسانه لېږد د دې لامل شوی چې سوداګر د مالونو د انتقال لپاره دې ریلي مسیر ته لومړیتوب ورکړي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ افغانستان له نړیوالو بازارونو سره نښلوي او د معدني موادو، صنعتي محصولاتو او نورو افغاني تولیداتو د صادراتو لپاره هم مناسب فرصتونه برابروي.

د یادې خونې مسوولان هیله څرګندوي چې د دې ریلي کرښې د فعالیتونو په پراخېدو سره به د افغانستان بهرنۍ سوداګري نوره هم وده وکړي او د سیمې له هېوادونو سره به اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.

د ټرانزیټي لارو د بندېدو له امله د وچې مېوې افغان سوداګر له درندو زیانونو سره مخ دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د کندهار د وچې مېوې سوداګر وایي، د ټرانزیټي لارو بندېدو له امله یې صادرات ټکني شوي او د انځرو، ځیرې، ریحان او د انارو دانو ډېره برخه په ګودامونو کې خرابه شوې ده. د سوداګرۍ خونه د لارو بندښت او د منځني ختیځ کړکېچ د ستونزې اصلي لاملونه بولي.

په کندهار کې د وچې مېوې سوداګر عبدالسلام، چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د صادراتو د لارو د بندېدو له امله یې توکي په ګودامونو کې پاتې دي. د هغه په وینا، انځر، ریحان، ځیره او د انارو دانه یې د صادرولو لپاره اخیستي وو، خو د لارو د تړل کېدو له امله تر نیمايي ډېره برخه یې خوسا شوې ده.

د انځرو د یوه من بیه، چې دوه کاله مخکې درې زره افغانۍ وه، اوس ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د کندهار د انځرو او وچې مېوې سوداګر حاجي جان محمد خبرداری ورکوي، چې که ټرانزیټي لارې همداسې تړلې پاتې شي، ډېرې وچې مېوې به خوسا شي او سوداګر به له ګڼو زیانونو سره مخ شي.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، د افغانستان سوداګریز کسر له ۲۰۲۱ کال راهیسې په بېساري ډول زیات شوی او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۹،۴ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی. راپور ښيي چې په ۲۰۲۱ کال کې د هېواد سوداګریز کسر ۴،۵ میلیارډ ډالر و، خو په وروستیو کلونو کې د وارداتو د زیاتوالي او د صادراتو د کمېدو له امله نږدې دوه برابره شوی دی.

د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا هېوادونه او ایران د بدیلو لارو په توګه غوره کړي، خو د منځنۍ اسیا هېوادونه خپله په وچه کې ښکیل دي او د افغانستان د وچې او لندې مېوې لپاره پراخ بازار نه لري.

100%

تېر کال د پاکستان د لارو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان د وچې او لندې مېوې، پنبې او طبي بوټو یوه برخه د هوايي دهلیز او د ایران د بندرعباس له لارې صادره شوه، خو ډېره برخه محصولات په کور دننه پاتې شول او بیې یې راولوېدې.

د هلمند د پنبې یو بزګر لعل محمد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پنبې اوسنی قیمت د کښت لګښتونه هم نه پوره کوي او بزګران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ډېرو کرګرو خپل باغونه اړولي او د کندهار دارغستان ولسوالۍ په څېر سیمو کې ځینو د مارکیټ د نشتوالي او د اوبو د کمي له امله اره کړي دي.

د ټرانزیټي لارو له تړل کېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د ایران له لارې له پاکستان نه افغانستان ته د توکو د قاچاق پېښې ډېرې شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عظیم الله افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې که د افغانستان صادرات د پاکستان له لارې بند وي او پاکستاني توکي په پراخه کچه هېواد ته واردېږي، دا به د سوداګریز کسر د زیاتېدو او له هېواده د پانګې د وتلو لامل شي.

100%

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د وچې مېوې او نورو توکو صادرات په بشپړه توګه نه دي درېدلي، بلکې هغه سوداګر چې په بهرنیو هېوادونو کې بازار او پېرودونکي لري، لا هم خپل توکي صادروي.

هغه وویل، «د پاکستان له خوا د ټرانزیټي لارو تړل کېدو او په منځني ختیځ کې روان کړکېچ صادرات ټکني کړي دي. پخوا به یو شمېر سوداګرو خپل توکي د سپین بولدک له لارې پاکستان ته لېږدول او له هغه ځایه به نورو هېوادونو ته صادرېدل».

د نوموړي په وینا، دغه راز د ایران د بندرعباس له لارې هم اروپايي هېوادونو ته صادرات ترسره کېدل، خو اوس د لارو د بندېدو او د ایران او امریکا د کړکېچ له امله د لېږد لګښتونه لوړ شوي دي.

بینا زیاته کړه، « د لګښتونو د زیاتوالي له امله واړه او متوسط سوداګر نه شي کولای خپل توکي په لوړه بیه صادر کړي او خپل سوداګریز فعالیتونه په عادي ډول وساتي».

هغه وویل، چې د تېر کال وچه مېوه نږدې بشپړه صادره شوې ده، خو د سږ کال مېوه چې تر وچېدو وروسته د صادراتو لپاره چمتو کېږي، هیله شته تر هغه وخته به ټرانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي او سوداګر به خپل توکي په عادي ډول بهرنیو بازارونو ته صادر کړای شي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې له کندهار څخه د ۴۲۸ میلیونه او ۸۶۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت تازه او وچه مېوه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.د دغه وزارت په وینا، په دې موده کې ۱۸۲ زره او ۳۸۱ مټریک ټنه تازه او وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.

اقتصادي کارپوهان وایي، چې که د افغانستان کرنیز محصولات سږ کال هم صادر نه شي او د وارداتو بهیر همداسې روان پاتې شي، د هېواد سوداګریز کسر به نور هم زیات شي.

ایراني چارواکي وایي له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا هوډ لري

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۹ GMT+۱
100%

د ایران د کرمان د سوداګرۍ خونې مشر ویلي: «موږ هوډ لرو چې د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو ترمنځ یو پُل جوړ کړو». مهدي طبیب‌زاده ټینګار وکړ، چې کرمان د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ له مهمو مرکزونو څخه یو شي.

دغه غونډه د کرمان د بازار پراختیا د لسمې دورې د پروګرام په چوکاټ کې د «کرمان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا» تر عنوان لاندې جوړه شوې ده. د یادې غونډې موخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو معرفي کول او د همکارۍ د هوکړه‌لیکونو لاسلیکول دي.

طبیب‌زاده د سې‌شنبې په ورځ په دغه غونډه کې ویلي: «د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو څېړنه او پېژندنه لګښت نه؛ بلکې پانګونه ګڼو ځکه دغه کار د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ګټه رسوي». هغه زیاته کړه: «له همدې امله موږ هوډ لرو، چې د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو ترمنځ یو پُل جوړ کړو».

هغه وویل، کرمان د ایران په ختیځ کې د خپل جغرافیایي موقعیت او ازاده اوبو ته د نږدېوالي له امله دا وړتیا لري چې د افغانستان د توکو د بسته‌بندۍ، برنډ جوړونې او بیا صادراتو لپاره په یوه مهم لوژستیکي مرکز بدل شي.

د کرمان د سوداګرۍ خونې مشر همدارنګه د دغه ولایت صنعتي ظرفیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې کرمان د ودانیزو توکو، فولادو، خوراکي صنایعو، کرنې، ماشین‌الاتو او لمریزې انرژۍ په برخو کې پراخ امکانات لري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بازار چې له ۴۲ مېلیونو ډېر نفوس لري د کرمان د اقتصادي فعالانو لپاره یو مهم او ارزښتناک بازار کېدای شي. هغه دا هم وویل، چې له افغانستان نه کرمان ته د توکو ترانزیټ کولای شي د لېږد رالېږد لګښتونه له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې راکم کړي.
د نوموړي په خبره؛ سره له دې چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت له ۱۰ مېلیارد ډالرو څخه زیات اټکل شوی، خو د کرمان ولایت ونډه تراوسه تر ۵۰ مېلیون ډالرو نه‌ده اوښتې.

دغه ایراني چارواکي هیله څرګنده کړه، چې د کرمان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو او راکړې ورکړې په پراختیا سره به د افغانستان له بازار سره د کرمان د سوداګرۍ ونډه ۳ مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.

په همدې حال کې د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید اختریان افغانستان یو مخ پر ودې بازار وباله، چې د پانګونې ګڼ فرصتونه لري. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې او تګ‌راتګ د اسانتیا غوښتنه هم وکړه.

نوموړي همداراز د تخنیکي پوهې د لېږد او د کانونو، کرنې، انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ. د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت هم وویل، چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د کرمان او افغانستان ترمنځ اقتصادي تعاملات تر شپږ برابره زیاتېدای شي. هغه له اقتصادي فعالانو وغوښتل، چې د افغانستان په بازار کې مستقیم حضور ته لومړیتوب ورکړي.

وروسته د ایران د سوداګرۍ خونې سرمنشي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د ټیټې کچې په اړه نیوکه وکړه او دا یې «ناورین» وباله. هغه د ګډې اقتصادي ژبې د رامنځته کولو او د ګډو پانګونو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې ایراني او طالب چارواکو د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د کرمان څانګې د جوړېدو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ او د یادې څانګې دفتر یې په رسمي ډول پرانیست.

طالبان: سیمه‌ییز عوامل د سون‌توکو د بیو لوړېدو لامل شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې چارواکي وايي، په افغانستان کې د اوبلن ګاز او نفتي توکو د بیو لوړېدل تر ډېره د سیمه‌ییزو او نړیوالو عواملو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې، اغېز دی.

د پخوانیو دولتي او اوسنیو «امارتي شرکتونو» ویاند محمد نبي بهار وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د عرضې کمښت، سیمه‌ییز کړکېچونه او شخړې، د لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالی او د تقاضا ډېرېدل د مایع ګاز او نفتي توکو د نړیوالو بیو د لوړېدو مهم لاملونه دي.

د هغه په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د نرخونو زیاتوالي له امله په افغانستان کې هم د اوبلن ګاز او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د نفت او ګاز شرکت د بیو د کنټرول او په بازار کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره دغه توکي د خپلو استازولیو له لارې خلکو ته په مناسبه بیه وړاندې کوي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو او سون‌توکو بیې لوړې شوې دي. د ځینو توکو، په ځانګړي ډول د اوبلن ګاز بیه تر ۶۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده.

د دغو موندنو له مخې، په کابل کې د هر کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۵ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده. همدارنګه د یوه لیټر پټرولو بیه له ۶۵ افغانیو څخه ۸۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سون‌توکو د بیو لوړېدو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژوند ټولیز لګښت هم زیات کړی دی.

په همدې موده کې د ۱۶ لېټره غوړیو د یوه بوشکې بیه له ۱۸۰۰ افغانیو څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

همدارنګه د ۲۵ کیلوګرامه وریجو د یوې بورۍ بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته، او د اوړو د یوې بورۍ بیه له ۱۵۰۰ افغانیو څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د یوه سیر بورې بیه هم له ۳۳۰ افغانیو څخه ۴۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفت او ګاز شرکت وايي، د بازار د څارنې لپاره اوبلن ګاز د خپلو پلورنځیو له لارې خلکو ته وړاندې کوي.

دغه شرکت په کابل او پروان کې د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکلې ده.

خو ښاریان وايي، په ازاد بازار کې لا هم د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه د ۸۵ او ۹۰ افغانیو ترمنځ ده.

د هغوی په وینا، د طالبانو له لوري د ټاکل شوې بیې او د ازاد بازار د نرخ ترمنځ توپیر د ژوند لګښتونه نور هم لوړ کړي او پېرودونکي یې له ستونزو او ګډوډۍ سره مخ کړي دي.

طالبانو له بنګله‌دېش سره د دوه اړخیزو ګډو همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټينګار کړی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر گل حسن حسن په روسیه کې د بنگله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه، چې د بنگله‌دېش خصوصي سکټور په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي. طالب سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، گل حسن حسن په مسکو کې د بنگله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره په کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د رامنځته شویو «مناسبو» فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ګل حسن حسن په دې کتنه کې هیله څرگنده کړې، چې د بنگله‌دېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه په افغانستان کې پانگونې ته وهڅول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو سفیرانو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو په اړه هم خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار وکړ».

په خبرپاڼه کې د بنګله‌دېش د سفیر له قوله هېڅ راز معلومات ‌نه‌دي شریک شوي او د همدې لیدنې په تړاو په خپاره شوي عکس کې داسې ښکاري، چې د طالبانو سفیر د بنګله‌دېش سفارت ته د دغې لیدنې لپاره ورغلی دی.

بنګله‌دېش د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې د طالبانو له حاکمیت څخه د پنځو کلونو په تېرېدو یې لا تراوسه دغه ډله په رسميت نه‌ده پېژندلې.