طالبان وایي درېیو میاشتو کې تر ۲۵۰ زرو ډېرو سیلانیانو له پنجشیر لیدنه کړې

په پنجشیر کې طالب سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۵۰ زره او ۱۲۰ سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی او له تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.

په پنجشیر کې طالب سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۵۰ زره او ۱۲۰ سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی او له تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.
د دوی په وینا، له یادو سیلانیانو څخه ۲۵۰ زره کورني او ۱۲۰ بهرني سیلانیان دي.
تر دې مخکې د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي وو، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د «افغان ټوور» شرکت له لارې ۱۵۴۰ بهرني سیلانیان د سیاحت لپاره د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تللي دي.
خو یو شمېر خلک د طالبانو پر توپیري چلند نیوکه کوي. دوی وایي، طالبانو پر کورنیو او ښځو تفریحي سیمو ته د تګ بندیز لګولی، خو بهرنیو سیلانیانو ته، چې ښځې هم پکې شاملې دي، په ورین تندي هرکلی وایي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو د کاروونکو شمېر د تاریخ تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلی دی.
د دغه راپور له مخې، د نړۍ د ۱۵ تر ۶۴ کلنو وګړو له ډلې تر ۶ سلنې ډېر کسان ناقانونه نشهيي توکي کاروي، چې دا کچه د تېرو لسو کلونو په پرتله ۳۴ سلنه لوړه شوې ده.
ملګرو ملتونو لیکلي چې د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور د مخدره توکو د کارونې د زیاتوالي، د نړیوالو بازارونو بدلونونه او د روغتیا، امنیت او ټولنو پر وړاندې د رامنځته کېدونکو ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.
افغانستان او د تریاکو په بازار کې بدلونونه
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د تریاکو تولید په بېساري ډول کم شوی دی. افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک یې تولیدول، اوس یې د تریاکو په تولید کې شاوخوا ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
راپور زیاتوي چې د کوکنارو د کښت ساحه ۲۰۲۲ کال کې د شاوخوا ۲۳۲ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته راټیټه شوې ده. همداراز د تریاکو تولید له شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ ټنو څخه نږدې ۲۹۶ ټنو ته کم شوی دی.
خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړي چې په افغانستان کې د تریاکو پاتې زېرمې لا هم دوام لري او اټکل کېږي چې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه موجودې وي. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان او د سیمې هېوادونو کې د تریاکو او هېرویینو یوه برخه لا هم له همدې پاتې زېرمو سره تړاو لري.
راپور زیاتوي چې تر اوسه هېڅ بل هېواد نه دی توانېدلی چې د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت په بشپړه توګه جبران کړي؛ که څه هم میانمار له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نړۍ له سترو تریاکو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تیره ورځ (د زمري۳مه) ۳۵۴کډوالۍ کورنۍ چې شمیر یې ۱۸۱۵ تنه و له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې کړل شوې دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۲۸۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۴کورنۍ د سپین بولدک له لارې۲۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۶کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۸میلیونه افغانان له ایران پاکستان او ترکیې افغانستان ته ستانه شوي.
بلخوا، راپورونه ښي چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې شاوخوا ۲،۵ مېلیونه هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې په پاکستان کې له اسنادو پرته مېشت وو.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د کابل ـ بدخشان پر لویه لار، د دوشي ولسوالۍ په شاوخوا کې یې د طالبانو پر یوه پوځي کاروان راکټي برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې اووه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
جبهې په خپله ایکسپاڼه کې ویلي، برید د شنبې په ماښام، د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري پر درېیمه، د شمالي سالنګ په سیمه کې د طالبانو پر هغه کاروان شوی چې له کابل څخه بدخشان ته روان و.
د ازادۍ جبهې په وینا، په کاروان کې د طالبانو غړي، پوځي تجهیزات او د مرستندویو چارو اړوند پرسونل شامل وو او د جبهې وسلهوالو دغه کاروان له کابله تر شمالي سالنګه تعقیب کړی و.
جبهې ادعا کړې چې په برید کې د طالبانو اووه غړي وژل شوي او شپږ نور، ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په وینا، په دغه عملیاتو کې د جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه طالبانو د ازادۍ جبهې د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
په هرات ولایت کې د یوه سوداګر له لوري په شخصي لګښت د ۱۰۰۰تنه نجونو او هلکانو لپاره یو شپږ پوړیزه د ښوونځي ودانۍ جوړه شوې چې ټولیز لګښت یې۲ میلیونه او ۴۰۰ زره امریکایي ډالر ښودل شوی دی.
د خیریه بنسټ سلاکار، خلیل احمد شهیدزاده، ویلي چې د ښوونځي ټول درسي ټولګي په معیاري ډول جوړ شوي. د هغه په وینا، ښوونځی د کمپیوټر ټولګي، کتابتون او په عصري وسایلو سمبال د ساینس لابراتوار هم لري.
په همدې حال کې، د هرات لپاره د طالبانو والي، نور احمد اسلامجار، له نورو پانګهوالو غوښتي چې په هرات ولایت کې ورته عامه پروژې پلې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له نږدې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی.
ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو بنسټونو دغه محدودیتونه د نجونو د زدهکړو له حق څخه سرغړونه بللې او پر طالبانو یې په وار، وار غږ کړی چې دا بندیزونه لرې کړي. طالبانو په لومړۍ کې ویل چې د زدهکړو د بیا پیل لپاره یوه طرحه جوړوي، خو تر اوسه یې د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو بندیز نه دی لرې کړی.
د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د قلعه حیدرخان سیمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د خښتو د بټیو له دود څخه د چاپېریال له ککړتیا سربېره ځايي اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي. دوی له اړوندو مسوولینو غواړي چې په استوګنیزو سیمو کې د خښتو بټیو د فعالیتونو مخه ډب کړي.
د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدرخان اوسېدونکو ویلي، په دې سیمه کې د خښتو څلور بټۍ فعالیت لري چې شپه او ورځ پهکې د خښتو د پخولو لپاره ټایرونه، د ډبرو سکاره او پلاستیکي توکي سوځول کېږي.
د قلعه حېدر خان يوه اوسېدونکي محمد نعيم د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې ويلي: «له دغو بټيو نه موږ ټول په تکليف یو. زموږ چاپېريال یې الوده کړی او چټل کړی دی. شپه او ورځ دغه بټۍ روانې وي ټول خلک له طالبانو غواړي چې زموږ دغه مشکل حل کړي».
د سیمې اوسېدونکو زیاته کړې، چې د خښتو د بټیو دود ځايي اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي او له طالبانو یې غوښتي چې په استوګنیزو سیمو کې د خښتو د بټیو فعالیت بند کړي.
د قلعه حېدر خان يوه بل اوسېدونکي ولي محمد د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې ويلي: «د بټيو نه ډېر په تکليف یو، دغه دود کار بيخي خراب کړی دی زموږه کورونو ته دغه دود راځي. زموږ په ماشومانو او زنانو باندې یې تاثير کړی دی، لس کاله کيږي چې شپه او ورځ دا بټۍ فعالې دي».
د سیمې اوسېدونکو ویلي، دغه بټۍ له چاپېریالي معیارونو او څارنې پرته فعالیت کوي او په سیمه کې یې زرګونه کورنۍ د چاپېریال د ککړتیا له ګواښ سره مخ کړې دي.
دوی غوښتنه کړې، چې دغه بټۍ دې له استوګنیزو سیمو څخه بل مناسب ځای ته ولېږدول شي، څو د خلکو روغتیا او چاپېریال خوندي شي.
د سیمې اوسېدونکو زیاته کړې، چې د دغو بټیو قرارداد د لسو کلونو لپاره شوی وو، خو اوس له پنځلسو کلونو وروسته لا هم فعالې دي، چاپېریال ککړوي او د خلکو د ناروغیو لامل ګرځي.