چین په ۲۰۱۵ کال کې د «چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز» پروژه پیل کړه او تر اوسه یې شاوخوا ۶۵ میلیارده ډالر په سړکونو، انرژۍ، بندرونو، کانونو او نورو بنسټیزو پروژو کې پانګونه کړې ده. د دې پروژې مهمه برخه د بلوچستان ایالت له لارې پلې کېږي.
خو په وروستیو کلونو کې د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو وسلهوالو بریدونه زیات شوي او چینایي پروژې او کارکوونکي یې په پرلهپسې ډول په نښه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له سلو ډېر بریدونه کړي، چې امنیتي ځواکونه، بهرني پانګوال او چینایي پروژې یې هدف ګرځولي دي.
په همدې موده کې لږ تر لږه ۴۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي دي. وسلهوالو د مارچ په میاشت کې د جعفر اکسپریس اورګاډی هم تښتولی و او سلګونه مسافر یې یرغمل کړي وو.
د چینایي وګړو پر ضد هم په تېرو کلونو کې څو خونړي بریدونه شوي دي. په ۲۰۲۱ کال کې د داسو بند د کارکوونکو پر بس ځانمرګي برید کې ۹ چینایان ووژل شول، په ۲۰۲۲ کال کې د کراچۍ د کنفوسیوس انسټیټیوټ درې چینایي ښوونکي ووژل شول، او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم د چینایي پروژو پر کارکوونکو او کاروانونو بریدونه شوي دي.
د دغو بریدونو له زیاتېدو وروسته، پاکستان د چینایي وګړو او پروژو امنیتي تدابیر سخت کړي او دواړو هېوادونو د امنیتي همکاریو د پراخولو پرېکړه کړې ده.
د راپور له مخې، د چین او پاکستان چارواکو د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ترهګرۍ ضد امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا هم هوکړه کړې ده.
سره له دې، شنونکي وايي، دوامداره ناامني، سیاسي بېثباتي او اقتصادي ستونزې د چین د پانګونو پرمختګ ورو کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، بیجینګ به د نویو پانګونو په اړه له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.