د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، د ایران په پلازمېنه تهران کې د «مخدره توکو او منظم جرمونو په برخه کې د ایران د امنیتي کېدو» دویم کلني کنفرانس کې لوړپوړو کارپوهانو او ستراتیژیکو شنونکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د امنیتي موضوع له نړیوالې اجنډا ایستل، په عملي توګه د ایران د ناامنۍ او پر دغه هېواد د نویو امنیتي تورونو د زیاتېدو لامل ګرځي.
د کنفرانس ګډونوالو ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مخدره توکو د کر او تولید د بڼې بدلون یوازې کورنۍ مسله نه ده، بلکې د نړیوالو تورونو د تمرکز د ایران پر پولو د لېږد یوه برخه ګڼل کېږي.
د غونډې د ویناوالو په وینا، د طالبانو د مشر له فرمان وروسته په افغانستان کې د تریاکو کر او تولید د پام وړ کم شوی، خو په ورته وخت کې د «مېتامفېټامین» یا ښیښې په نوم صنعتي نشه یي توکو تولید زیات شوی دی.
دوی ادعا کوي چې طالبان د کوکنارو د کر په کمولو سره هڅه کوي خپل نړیوال اعتبار لوړ او د نړیوالې ټولنې مشروعیت او مالي ملاتړ ترلاسه کړي، خو د مېتامفېټامین د تولید پر وړاندې یې جدي مبارزه نه ده کړې.
د کنفرانس ګډونوالو همداراز ویلي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو په وروستیو راپورونو کې د ایران پر وړاندې د مخدره توکو او منظم جرمونو اړوند ادبیات بدل شوي او اوس ادعا کېږي چې ایران د مېتامفېټامین د قاچاق پر وړاندې لازم اقدامات نه کوي.
دوی زیاته کړه، په ځینو نړیوالو راپورونو کې دا ادعا هم شوې چې د مېتامفېټامین د تولید ځینې لابراتوارونه له افغانستان د ایران پولو ته لېږدول شوي، هغه ادعا چې د کنفرانس ویناوالو د ایران پر ضد د نوي امنیتي دوسیې د جوړولو برخه ګڼلې.
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی که څه هم د مېتامفېټامین د تولید لپاره اړین کیمیاوي مواد له اروپايي هېوادونو سیمې ته لېږدول کېږي، خو د امنیتي ګواښ پړه یوازې د سیمې پر هېوادونو ور اچول کېږي.
د کنفرانس په پای کې ګډونوالو وویل، د افغانستان د مخدره توکو اړوند وروستي بدلونونه نور یوازې جنايي یا ټولنیزه موضوع نه، بلکې یوه لویه امنیتي او سیاسي پروژه ده او ایران باید د فعالې ډیپلوماسۍ، رسنیز فعالیت او مستندو روایتونو له لارې د دغو ادعاوو پر وړاندې دریځ خپل کړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د کوکنارو پر کر او د مخدره توکو پر تولید د بندیز اعلان وکړ. وروسته د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) هم په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کر د پام وړ کمېدو خبر ورکړ. په همدې حال کې ځینې څېړنیز او سیاسي بنسټونه ادعا کوي چې د مخدره توکو د تولید د بڼې بدلون او د مېتامفېټامین د تولید زیاتوالی د سیمې پر امنیتي معادلو اغېز کړی.
خو د افغانستان انترنشنل وروستۍ څیړنې شیې چې د کوکنارو کر په افغانستان کې ندی کم شوی یوازی د کښت سیمې رابدلې شوې مخکې جنوب غرب ولایتونه د کوکنارو د کښت اصلی محور بلل کیده خو اوس مهال د بدخشان په ګډون یو شمیر شمالي ولایتونو کې د کوکنارو کښت ډیر شوی.