د پاکستان پوځ وايي، بلوچستان کې یې ۱۶ وسلوال وژلي

د پاکستان امنیتي ځواکونو ویلي، په بلوچستان کې د «العزم» په نوم د روانو عملیاتو پر مهال یې تر اوسه ۱۶ وسلوال وژلي، څو پټنځایونه یې له منځه وړي او وسلې او چاودېدونکي توکي یې ترې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو ویلي، په بلوچستان کې د «العزم» په نوم د روانو عملیاتو پر مهال یې تر اوسه ۱۶ وسلوال وژلي، څو پټنځایونه یې له منځه وړي او وسلې او چاودېدونکي توکي یې ترې ترلاسه کړي دي.
د پاکستان دولتي ټلوېزیون د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، دا استخباراتي عملیات د هغو وسلهوالو پر ضد روان دي چې اسلاماباد یې «فتنه الهندستان» بولي. پاکستان دغه اصطلاح د بلوچستان د بېلتونپالو ډلو لپاره کاروي او ادعا کوي چې هند یې ملاتړ کوي.
د «العزم» عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د جولای په ۲۳مه د کوټې څخه کراچۍ ته پر تلونکي مسافر وړونکي بس برید کې درې کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
دا عملیات داسې مهال روان دي چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی. د پاکستان پوځ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د مستونګ او سوراب په عملیاتو کې یې لس وسلوال وژلي او دوه ځانمرګي بریدګر یې له خپل همکار سره نیولي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ د جون میاشتې په راپور کې ویلي، د مې په میاشت کې یوازې په بلوچستان کې ۷۱ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، چې د اپرېل میاشتې په پرتله ۱۰۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
راپور زیاتوي، د مې میاشتې له ۵۴ تښتونو څخه ۵۲ یې یوازې په بلوچستان کې شوي، چې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو پراخوالی څرګندوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تر دې مخکې ویلي وو چې د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه په ګډه پرېکړه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد به عملیات نور هم پراخ کړي.
همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په کوټه کې په یوې ګډې غونډې کې ټینګار کړی چې په بلوچستان کې به د وسلهوالو لپاره هېڅ ځای نه وي او د امنیتي ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره به اصلاحات چټک شي.