د جبري ستنولو دوام؛ د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ۱۵۸ افغان کډوال نیول شوي

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د بېاسناده افغان کډوالو پرضد د پولیسو عملیات لاهم دوام لري، چې په ترڅ کې یې یوازې د جولای له ۴مې تر ۲۵مې نېټې پورې ۱۵۸ افغان کډوال نیول شوي دي.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د بېاسناده افغان کډوالو پرضد د پولیسو عملیات لاهم دوام لري، چې په ترڅ کې یې یوازې د جولای له ۴مې تر ۲۵مې نېټې پورې ۱۵۸ افغان کډوال نیول شوي دي.
د ځایي پولیس چارواکو په وینا؛ نیول شوي کسان د لا زیاتو پلټنو لپاره د کډوالو د ساتنې لنډمهاله پنډغالو ته لېږدول شوي، چې له ډلې یې یوشمېر افغان کډوال د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د راولپنډۍ ښار پولیس چارواکو خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې له ویزې او قانوني اسنادو پرته مېشتو بهرنیو وګړو پر وړاندې به عملیات نور هم چټک شي. پولیس وايي، د نیول شویو کسانو او روانو عملیاتو په اړه راپورونه هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته استول کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له وړاندې د صوبايي حکومتونو، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر، ګلګت بلتستان او اسلاماباد اړوندو ادارو ته د بېاسناده افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو عملیاتو په اړه لارښوونې کړې دي.

د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو پرضد د لنډي کوتل په سیمه کې د کارګرو، سوداګرو او قومي مشرانو غونډه جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو په تورخم لاره د سوداګرۍ د ځنډ، اقتصادي ستونزو او د زرګونه کسانو د روزګار د لهمنځه تلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
ګډونوالو وویل، د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې د ورخم لاره د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ په بشپړه توګه تړل شوې ده چې له امله یې د دواړه خواوو سوداګرو ته هره ورځ په سلګونه مېلیونه روپۍ زیان اوړي.
دوی وایي، چې د لارې بندښت یوازې لنډي کوتل او خیبر ولسوالي نهده اغېزمنه کړې؛ بلکې د دواړه هېوادونو په بېلابېلو سیمو کې صنعتونه، ټرانسپورټ، سوداګریز مرکزونه او د روزګار اړوند خلک هم له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د غونډې کوربه اسرار شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې تورخم د سیمې د اقتصاد د ملا تیر دی چې زرګونه کورنۍ یې د سوداګرۍ، مزدورۍ او ترانسپورټ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي. د هغه په وینا؛ د لارې تر تړل کېدو وروسته سوداګر، ټرانسپورټران او ورځني مزدوران له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي.
اسرار شینواري وویل، چې په تورخم کې ډېرو کارګرو هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ روپیو پورې عاید ترلاسه کاوه؛ خو اوس د کار د نشتوالي له امله د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو توان نهلري. د دغه وضعیت له امله په سیمه کې بېوزلي زیاته شوې او ګڼې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي د پاکستان حکومت پر تګلارې نیوکه وکړه او ویې ویل، که د لارې تړل کېدل د امنیت د ښه والي لپاره وو؛ نو باید تراوسه وضعیت ښه شوی وای خو اوسني حالات د دې برعکس دي.
هغه وویل، چې د لارې له تړل کېدو سره، سره امنیتي پېښې نهدي کمې شوې؛ خو عامو خلکو ته اقتصادي زیانونه ورځ تر بلې زیاتېږي. هغه وایي، پاکستان او افغانستان تاریخي، کلتوري او قومي اړیکې لري او د ډیورنډ کرښې دواړه خواوو ته ولسونه له پېړیو راهیسې له یو بل سره تړلي دي.
د تورخم د ګمرک د تصفیې کارکوونکو مشر مجیب شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې پاکستان ته د وارداتو او صادراتو په برخه کې تر ۳۰۰ اربه روپیو زیات زیان اوښتی دی. د هغه په وینا؛ د تورخم بندښت نه یوازې پاکستاني سوداګر زیانمن کړي؛ بلکې افغان سوداګر یې هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
مجیب شینواري د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې ژر تر ژره سوداګریز فعالیتونه بېرته پیل کړي؛ ځکه د لارې بندښت د ستونزو د حل دایمي لاره نهده. هغه ټینګار وکړ، چې سوداګري باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا شي او د عامو خلکو د روزګار ساتنه باید لومړیتوب وي.
د تورخم د کارګرو ډلې مشر حضرت اسلام افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د لارې تړل پاتې کېدو تر ټولو ډېر زیان بېوزله طبقې ته رسولی دی. د هغه په وینا؛ زرګونه کارګر د کار پیدا کولو لپاره نورو سیمو ته تللي؛ خو هلته هم د روزګار فرصتونه محدود دي.
حضرت اسلام وویل، چې دی خپله د کار لپاره د پنجاب بېلابېلو سیمو ته تللی و؛ خو هلته هم خلکو ورته ویلي چې د تورخم د بندېدو له امله کاري فرصتونه کم شوي دي. نوموړي زیاته کړه، د اقتصادي ستونزو له امله ځینې کورنۍ اړې شوې چې خپل ماشومان له ښوونځیو وباسي.
نوموړي خبرداری ورکړ، د بېروزګارۍ له امله ځینې ځوانان پر ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي چې له امله یې ګڼو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې ژر تر ژره د سوداګرۍ لپاره لارې پرانیزي؛ څو د کارګرو او بېوزله کورنیو روزګار بېرته ورغول شي.
د لنډي کوتل پخواني چارواکي شاه خالد شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د تورخم بندښت د سیمې هره طبقه اغېزمنه کړې ده. سوداګري، مزدوري، ټرانسپورټ، کوچني کاروبارونه او صنعتونه له یو بل سره تړلي دي او د یوه سکتور زیان د ټول اقتصادي نظام اغېزمنېدو لامل کېږي.
شاه خالد شینواري وویل، که حکومت باور لري چې د لارې تړل کېدل به امنیت ښه کړي؛ نو باید د اوسني وضعیت ارزونه هم وکړي. ځکه د لارې له بندېدو سره، سره امنیتي ستونزې لاهم پرځای دي. نوموړي خبرداری ورکړی، که ژر اقدام ونه شي نو اغېزمن شوي خلک به د ولسي احتجاجونو نورې لارې هم وکاروي.
د غونډې په پای کې اعلان وشو، چې په لنډي کوتل کې به راتلونکې یکشنبه د تورخم لارې د پرانیستلو په اړه لوی احتجاجي لاریون هم ترسره کېږي.
په لغمان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د چرګانو روزنه د پام وړ زیاته شوې ده او اوسمهال شاوخوا ۱۰۰ د چرګانو فارمونه پهکې فعالیت کوي.
د یاد ریاست د مالدارۍ ترویج عمومي مدیر محمدمعصوم محمدي وایي، چې دغه فارمونه د هګیو او د غوښې د تولید په برخه کې فعالیت کوي. د هغه په وینا؛ یاد فارمونه د لغمان ولایت نږدې ۵۰ سلنه د چرګانو د غوښې اړتیا پوره کوي او پاتې اړتیاوې له ګاونډیو ولایتونو، کونړ او ننګرهار څخه برابرېږي.
محمدي زیاته کړې، چې په دغه فارمونو کې هره ورځ شاوخوا ۲۵۰۰ چرګوړي روزل کېږي. بلخوا په لغمان کې د چرګانو فارم لرونکو ټولنې مشر ډاکټر حبیبالله وایي، چې د سرخکانو په سیمه کې یو لوی فارم فعالیت لري.
د نوموړي په وینا؛ دغه فارم د ۱۰زره چرګانو د روزنې ظرفیت لري، خو اوسمهال پهکې ۵۵۰۰ د چرګانو ساتنه کېږي چې هره ورځ شاوخوا ۳زره هګۍ تولیدوي. د فارم د مسوولینو په وینا؛ پخوا به چرګان او هګۍ له بهرنیو هېوادونو واردېدل، خو اوس د کورني تولید له امله د دغه محصولاتو ډېره اړتیا په کور دننه پوره کېږي.
د کابل یوشمېر اوسېدونکي وایي، چې په وروستیو ورځو کې د اوبلن ګازو بیه په بېساري ډول لوړه شوې او د هر کیلوګرام بیه تر ۹۰ او ۹۵ افغانیو پورې رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د نرخنامې له مخې د هر کیلوګرام ګازو بیه ۶۵ افغانۍ ټاکل شوې ده.
خو سوداګر وایي، هغه بیه چې طالبانو ټاکلې، د ګازو له اصلي پېرلو هم ټیټه ده. د کابل د څلورمو مکروریانو سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هټیو کې اوبلن ګاز په ۹۰ افغانۍ او د تېلو په ټانکونو کې په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د کارته پروان سیمې یو اوسېدونکی هم وایي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې د ګازو بیه په بېساري ډول لوړه شوې ده. د هغه په وینا؛ درې اوونۍ مخکې د هر کیلوګرام ګازو بیه د ۵۲ او ۵۶ افغانیو ترمنځ وه، خو وروسته تر ۹۵ او ان ۱۰۰ افغانیو پورې ورسېده او اوس شاوخوا ۹۰ افغانۍ ده.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د کابل په بازار کې د هر کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له شاوخوا ۵۵ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. همدارنګه د پټرولو د هر لیټر بیه له ۶۵ افغانیو څخه ۸۲ افغانیو ته رسېدلې ده.
په همدې حال کې، یوه سوداګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي سره له دې چې د ښاروالۍ په نرخنامه کې د هر کیلوګرام اوبلن ګازو بیه ۶۵ افغانۍ ټاکل شوې؛ خو د ټانکلرونکو لپاره د ګازو پېرلو لګښت، د لېږد رالېږد کرایه، برېښنا، مالیه، د کارکوونکو تنخواوې او نور لګښتونه له حسابه پرته ۷۰ افغانۍ کېږي.
هغه زیاته کړه، په داسې شرایطو کې پلورونکي لا د نورو لګښتونو له محاسبې مخکې د هر کیلوګرام ګازو په پلور کې ۵ افغانۍ تاوان کوي.
په پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د شمېرو له مخې، د ۲۶م جون څخه تر ۲۶مې جولای پورې په ټول هېواد کې د موسمي بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو او سېلابونو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي او ۳۴۴ نور ټپيان شوې دي.
د یادې ادارې په وېب پاڼه د خپرو کړل شوو معلوماتو له مخې، د پېښو له امله په ۱۰۷ مړه شویو کسانو کې، يوازې په خېبرپښتونخوا کې ۵۵ کسان مړه شوې دي. او د مړينو نورې زياتې پېښې په پنجاب ايالت کې رامنځته شوې او په دغه ایالت کې ۳۶ کسان مړه شوې دي.
په مړه شويو کې زياته شمېره، ۴۷ ماشومان، ۳۷ سړي او ۲۳ ښځې شاملې دي.
د اېن ډي اېم اې د شمېرو له مخې، د مړينو زياتې پېښې د کورونو د راپرېوتو له امله رامنځته شوي چې ۵۷ سلنه جوړېږي او ۱۸ سلنه د مړينو پېښې د سېلابونو له امله رامنځته شوې دي.
ویل شوي په يادو پېښو کې ۲۴۷ کسان په پنجاب ایالت او ۷۸ په پښتونخوا ایالت کې ټپيان شوې دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله تازه وړاندوینه کې ویلي، چې د جولای له ۲۹مې نېټې څخه د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د موسمي بارانونو نوې لړۍ پیلېږي. د دغې وړاندوینې له مخې، په دې موده کې به په خيبرپښتونخوا، اسلاماباد، او د پنجاب په ځينو برخو کې سخت اورښتونه وشي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې په دې موده کې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
له وړمې جمعې (د چنګاښ ۲۶مې) راهیسې د بدخشان امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او شنونکي دغه وضعیت د طالبانو د پالیسیو پایله ګڼي او خبرداری ورکوي، که طالبان د افغان ولس پر وړاندې په خپلو پالیسیو کې بدلون رانهولي، نه یوازې بدخشان بلکې ټول افغانستان به یې تر پښو لاندې «تنور» شي.
بدخشان له چترال سره نښتی ولایت دی او د دغه ولایت وضعیت په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو ته یو ننګونکی موقعیت بلل شوی دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه غرنیز ولایت کانونه او په ځانګړې توګه د سرو زرو کانونه د ځایي اوسېدونکو، کان کېندونکو او طالبانو تر منځ د اخ و ډب سرچینه بلل شوې او په دې بهیر کې د طالبانو په ګډون یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د کانونو پر سر له خونړیو شخړو وروسته د طالبانو د یوه ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح مسئله راپورته شوه؛ جمعه خان فاتح د افغانستان په شمالختیځ کې د طالبانو له نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د خپلو پلویانو ترمنځ په «د دروازونو په فاتح» شهرت لري.
فاتح په دې وروستیو اونیو کې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره د سیمه ییزو سرچینو او د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر د اختلافاتو له جدي کېدو وروسته، د زابل ولایت له مرستیالۍ څخه ګوښه کړل شو.
په دې موده کې د طالبانو دفاع وزیر د یاد ولایت د امنیتي ارزونې په پلمه بدخشان ته سفر وکړ او تر هغې وروسته د یادې ډلې لوی درستیز همالته پاتې شو.
له دې وروسته د طالبانو په نږدې ۵ کلنۍ واکمنۍ کې د لومړي ځل لپاره په بدخشان ولایت کې یوه ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د یادې ډلې د مخالفو وسلهوالو له لوري ونیول شوه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د «سپاهي میهن» په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسلهوالې ډلې د وړمې جمعې په سهار وختي (د چنګاښ ۲۶مه) د څو ساعتونو لپاره د بدخشان یفتل پایین ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
یفتل پایین ولسوالۍ د بدخشان مرکز فیضاباد ښار ته نږدې پرته ولسوالۍ ده او د دغه ولایت له مهمو او ستراتیژیکو ولسوالیو شمېرل کېږي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو تل د بدخشان په سیمهییزو او سیاسي تحولاتو کې مهم رول لوبولی دی.
د دغې ولسوالۍ له لنډ مهالي سقوط وروسته د طالبانو یوې بلې وسلهوالې مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) هم د زېباک ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې پیل کړې او لا هم په وقفهيي ډول روانې دي.
د دغه وضعیت په تړاو د چارو یو شمېر شنونکي وايي، که طالبان د افغان ولس پر وړاندې په خپلو پالیسیو او په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم او کار او همداراز د «وحشت فضا» د خپرولو په تړاو سیاستونو کې بدلون رانهولي، نو نه یوازې بدخشان، بلکې ټول افغانستان به د طالبانو تر پښو لاندې «تنور» شي.
د سیاسي چارو شنونکی حکیم روان د افغانستان انټرنشنل سپړنې خپرونه کې وویل:«بې له شکه که چېرې دا طالبان وي، او دا یې سیاستونه وي، نو نه یوازې بدخشان، بلکې ټول افغانستان به د طالبانو تر پښتو لاندې تنور شي او پر طالبانو به ځمکه او اسمان یو شي».
د پوځي او سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ بیا په بدخشان کې د روان وضعیت لامل پاکستان ګڼي او په باور یې پاکستان د افغانستان او چین تر منځ د ځمکنۍ لارې (واخان لارې) مخالف دی او ادعا لري، چې په چترال کې یې د طالبانو وسلهوالو مخالفینو ته ځای ورکړی دی.
هغه د افغانستان انټرنشنل سپړنې خپرونه کې په ډاګه وویل: «پاکستان هڅه کوي، چې د امریکا په «شین څراغ» سره په افغانستان کې یوه نوې جګړه «ډیزاین» کړي او د دغې جګړې د سمبالولو لپاره یې له امریکا ۱۰ میلیارده ډالره هم غوښتي دي. پاکستان نهغواړي، چې افغانستان له چین سره سرحدي دروازه ولري».
ازاد خبریال طاهر خان بیا وايي، سره له دې چې د څو ساعتونو لپاره د یوې ولسوالۍ له لاسه وتل د طالبانو لپاره جدي ګواښ نهدی، خو یوه جدي مسئله ده.
طالبان بیا په بدخشان کې وضعیت نورمال ښيي او خبرداری ورکوي، چې هېچا ته به اجازه ورنهکړي، چې ګډوډي رامنځته کړي.