د مېلیونونه افغان کډوالو بېرته ستنېدل، پر ښځو د طالبانو لهخوا لګېدلي محدودیتونه، د بشري مرستو کمښت، د طالبانو لهخوا د واک انحصار، د پانګونې ټیټه کچه او طبیعي پېښې په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ مهم لاملونه ګڼل کېږي.
احسان الله چې له شپږو کلونو کډوالۍ وروسته تازه له پاکستان نه افغانستان ته ستون شوی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د کار په لټه دی؛ خو تراوسه یې هېڅ دنده نهده موندلې.
هغه وایي، افغانستان د پخوا پرتله ډېر بدل شوی او د دولتي دندو ترلاسه کول اوس اسانه نهدي. نوموړی پنځه کسیزه کورنۍ لري او وایي، د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو توان نهلري.
احسانالله زیاتوي: «که اوس هم د بیا کډوالۍ فرصت راته برابر شي، یوه دقیقه به هم ځنډ ونه کړم؛ که څه هم ناقانونه کډوالي له ګواښونو ډکه ده، خو د اوسني وضعیت دوام راته تر هغې هم سخت دی». هغه وایي: «له دغه وجداني عذاب نه مرګ غوره ګڼم، چې هره ورځ خپلو ماشومانو ته په تشو لاسونو کور ته ستنېږم».
د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه مخ په لوړېدو ده او بشري مرستو ته اړتیا ورځ تر بلې پراخېږي. د شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان د بېکارۍ کچه ۱۳.۳۵ سلنې ته رسېدلې وه.
د نړۍوال بانک د افغانستان څانګې مشر فاریس حداد زېرووس ویلي، له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغان کډوالو ستنېدو د هېواد پر اقتصاد او د خلکو پر عایداتو لا زیات فشار راوستی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له ډېرو دولتي او نادولتي دندو منع شوې دي. اقتصادي شنونکي باور لري، چې دغه بندیزونو د بېکارۍ او اقتصادي ځوړ کچه لا لوړه کړې ده.
یلدا (مستعار نوم) چې د چارو ادارې پخوانۍ کارکوونکې وه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې خاوند یې د فلج ناروغۍ له امله د کار توان نهلري او هغې د خپلې څلور کسیزې کورنۍ لګښتونه برابرول؛ خو د طالبانو له بندیزونو وروسته خپله هم په کور ناسته ده.
هغې وویل: «خاوند مې ناروغ دی او کار نهشي کولی؛ خو طالبانو زه هم سره له دې چې د کار بشپړ توان لرم، له کار کولو منع کړې یم».
فقر او بېکاري یوازې اقتصادي ستونزې نهدي زېږولې؛ بلکې د ټولنې پر بشري وضعیت یې هم ژور اغېز کړی. وړاندې بيبيسي په خپل یوه راپور کې لیکلي و، چې د غور ولایت په ځینو سیمو کې بېوزلي او بېکاري داسې کچې ته رسېدلې چې ځینې کورنۍ د درملنې، پورونو او خوراکي توکو د برابرولو لپاره د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړې شوې دي.
دغه راپور زیاتوي چې، کاري فرصتونه ډېر محدود دي او ډېری مزدوران څو ورځې ان اوونۍ، بې له کاره تېروي.
ځینې افغانان بیا وایي، که د خپلو خپلوانو له لوري بهرنیو هېوادونو څخه مالي مرسته ترلاسه نهکړي؛ نو د ورځنیو اړتیاوو برابرول ورته ستونزمن دي. په افغانستان کې د بېکارۍ، ګرانۍ او اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره له هېواده بهر د افغانانو لهخوا خپلو کورنیو ته لېږل کېدونکې پيسې د ځینو کورنیو د ژوند مهمه سرچینه ګرځېدلې ده؛ خو ګڼې کورنۍ بیا دغه ډول سرچینه نهلري.
بېکاري او ناقانونه کډوالي
په نیمروز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، په تېره یوه میاشت کې یې د انساني قاچاق پرضد عملیاتو کې ۹۴۰ هغه کسان نیولي چې غوښتل یې په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
په ورته وخت کې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د نیمروز د چهار برجک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې ۶۵ افغان مساپر لادرکه شوي دي. همدارنګه، دوه اونۍ وړاندې پنځه افغانان ایران ته د قاچاقي تګ پرمهال د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي وو.
دغه پېښې ښيي، چې ډېری ځوانان، سره له دې چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي؛ بیا هم د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ناقانونه کډوالي غوره کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په افغانستان کې د بېکارۍ مهم لاملونه د پانګونې کمښت، د خصوصي سکټور کمزورتیا، د مدیریت ستونزې او له هېواده د متخصصینو وتل دي.
د هغه په وینا؛ همدغه اقتصادي ضعف ځوانان ناقانونه کډوالۍ، انساني قاچاق او نورو نارسمي او ګواښونکو فعالیتونو ته هڅوي. قریشي ټینګار کوي، چې د بېکارۍ د کمولو لپاره باید د حرفوي زدهکړو زمینه برابره شي، له خصوصي سکټور ملاتړ وشي او د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
هغه خبرداری ورکوي، که د بېکارۍ روان وضعیت دوام وکړي نه یوازې به بشري ناورین او ناقانونه کډوالي نوره هم پراخه شي؛ بلکې پاتې مسلکي او متخصص افغانان به هم هېواد پرېښودو ته اړ شي، چې جبران به یې په اوږدمهال کې خورا ستونزمن وي.
په وروستیو میاشتو کې طالبانو څو ځلې اعلان کړی، چې د ایران پر پوله یې لسګونه کسان د قاچاقي تګ پرمهال نیولي دي. همدارنګه دوه کاله وړاندې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره امنیتي او کشفي ادارو ته د قاچاق کوونکو د څارلو او نیولو ځانګړی فرمان صادر کړی و.
خو په افغانستان شته اقتصادي ستونزې، بېکاري او فقر لاهم خلک اړ اېستي چې ناقانونه کډوالي غوره کړي.