• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سارا اډمز: په بدخشان کې د طالبانو دفاعي لیکې سختې زیانمنې شوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو ادارې (سي اې ای) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې چې بدخشان کې د ازادۍ جبهې وروستیو عملیاتو د طالبانو دفاعي لیکې کمزورې کړي دي. نوموړې دغه عملیات د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت له مهمو بریدونو څخه بللي دي.

سارا اډمز د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې د وروستیو نښتو په اړه ویلي، دا عملیات د طالبانو د هغو ادعاوو خلاف دي چې ګواکې په افغانستان کې نور اغېزناک وسله‌وال مقاومت نه شته.

اډمز په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو ضد دغه عملیات د جولای په ۱۷مه د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ له لنډمهالي نیولو وروسته پیل شول او د جولای په ۲۳مه د ازادۍ جبهې او د هغې د سیمه‌ییزو متحدانو له لوري په زیباک ولسوالۍ کې په څو محورونو پراخ شول.

هغې ادعا کړې چې له څلورو ورځو پرله‌پسې نښتو وروسته، طالبان اړ شول له څو امنیتي پوستو، نظامي مورچلو او د کندک له مرکز څخه شاتګ وکړي او د ازادۍ جبهې جنګیالیو د ولسوالۍ ډېری برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د هغې په وینا، دغه عملیاتو د طالبانو څو امنیتي پوستې، مورچلې، توپچي موقعیتونه او د زیباک د سرحدي کندک شاوخوا مهمې سیمې د ازادۍ جبهې لاس ته ورغلي او په سیمه کې یې د طالبانو دفاعي جوړښت ته سخت زیان رسولی دی.

سارا اډمز ادعا کړې چې په دغو نښتو کې طالبانو ته ۷۱ مرګ‌ژوبله اوښتې چې ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. هغې ویلي، په وژل شویو کې د طالبانو څو قوماندانان او تجربه‌لرونکي جنګیالي شامل دي چې د ننګرهار، کندوز، هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي وو، او دا چاره د هغې په وینا ښيي چې طالبان لا هم د بدخشان د جګړو لپاره له نورو ولایتونو ځواکونه لېږي.

اډمز په خپل پوسټ کې د ۱۴ هغو طالب غړو نومونه هم خپاره کړي چې د هغې په وینا په دغو نښتو کې وژل شوي دي.

هغې ټینګار کړی: «موږ به د افغانستان له مقاومت سره تر هغه ودریږو چې افغانستان د ترهګرې واکمنۍ څخه ازاد شوی نه وي.»

د سارا اډمز څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د بدخشان په یفتل پایین او زیباک ولسوالیو کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ د نښتو په اړه دواړو لورو بېلابېلې ادعاوې کړې دي. ازادۍ جبهه وایي چې په دغو عملیاتو کې یې د سیمو کنټرول ترلاسه کړی، خو طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي او مفصل غبرګون نه دی خپور کړی، او د دغو ادعاوو خپلواکه تایید هم نه دی شوی.

•
•
•

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

نور کیسې

د ازبکستان ملي احصایې کمېټه: افغانستان د ازبکستان له لسو سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۱
100%

د ازبکستان حکومت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري لا پراخه شوې او افغانستان د دغه هېواد له لسو سترو سوداګریزو شریکانو څخه ګڼل کېږي. طالبانو بیا ویلي، دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره لسګونه سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.

د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ټولیز حجم ۹۱۵.۸میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. ازبکستان افغانستان ته د ۸۰۴میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي او له افغانستانه یې د ۱۱۱میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کړي دي.

د دغو شمېرو پر بنسټ، افغانستان له چین، روسیې، قزاقستان او ترکیې وروسته د ازبکستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي.

بل لورته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان–ازبکستان د سوداګرۍ فورم پر مهال د کابل او د ازبکستان د فرغانې سیمې د خصوصي سکټور استازو ترمنځ ۲۲سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي چې ارزښت یې له ۲۰۰میلیونه ډالرو څخه زیات دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف د کلنۍ دوه اړخیزې سوداګرۍ د ۵میلیارده ډالرو ته د لوړولو پر هدف ټینګار کړی دی.

هاشمي ویلي، متقابل باور، رښتینې همکاري او ګډې ګټې کولی شي افغانستان او ازبکستان په باثباته اقتصادي او ستراتیژیکو شریکانو بدل کړي. د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړیکې نوي او هیله‌بښونکي پړاو ته داخلې شوې دي.

طالبانو ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې افغانستان او ازبکستان د ۱.۴میلیارد ډالرو په ارزښت ۹۰سوداګریز تړونونه او د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړي دي.

ازبکستان افغانستان ته برېښنا، نفتي توکي، ماشینونه، خوراکي او صنعتي محصولات صادروي، په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات تر ډېره کرنیز محصولات دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، له مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ زیاتېدو د افغانستان د سوېلي سوداګریزو لارو د بندښت اغېزې کمې کړې دي.

هغه ویلي، کله چې د افغانستان سوېلي لارې وتړل شوې، د مرکزي اسیا دروازې پرانیستل شوې او هېواد د توکو له کمښت سره مخ نه شو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د ازبکستان په سرحدي ښار ترمذ کې ګډ سوداګریز بازار هم فعال شوی، چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې پرانیستل شو او موخه یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ اسانتیا ده.

د بدخشان جګړې ته سیاسي غبرګونونه؛ د طالبانو او مخالفانو د تورونو نوې څپه

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱
100%

د بدخشان په زیباک او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ د پرله‌پسې نښتو له دوام سره، یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، سیاستوالو او شنونکو د طالبانو د هغو ادعاوو په اړه غبرګونونه ښودلي چې وسله‌وال مخالفین له پاکستان سره تړي.

ځینو سیاسي څېرو ټینګار کړی چې طالبان د خپلو مخالفانو پر ضد د «پاکستان» نوم د سیاسي وسیلې په توګه کاروي، په داسې حال کې چې ځینو نورو د جګړې پر ځای د ټول‌شموله سیاسي جوړجاړي غوښتنه کړې ده.

د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ او د دغه ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ نښتې دویمې اوونۍ ته غځېدلې دي. ځایي سرچینې او دواړه لوري د جګړو د دوام خبر ورکوي، خو د مرګ‌ژوبلې او د سیمو د کنټرول په اړه یې متضادې ادعاوې کړې دي. د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د امنیتي وضعیت د کنټرول ادعا کړې، خو د ازادۍ جبهې ویلي چې لا هم په زیباک کې عملیات روان دي او طالبانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د دغو نښتو له پراخېدو سره هممهاله، د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند کبیر حقمل د طالبانو هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې چې مخالفین له پاکستان سره تړي. نوموړي لیکلي، طالبان هڅه کوي داسې انګېرنه رامنځته کړي چې ګواکې روانه جګړه له ډیورنډ کرښې هاخوا تنظیمېږي، حال دا چې د هغه په وینا، خپله طالبان د شلو کلونو جګړې پر مهال له پاکستان سره نږدې اړیکې لرلې.

حقمل ویلي: «هاغه نفرت، چې د جمهوریت پر مهال د طالب پلوۍ له امله افغانانو د پاکستان پر وړاندې پیدا کړ، نن دوی غواړي په خپله ګټه کار ترې واخلي.» هغه زیاتوي، که طالبان د پاکستان له نوم سره تړل کېدل «شرموونکی عمل» بولي، «نو لومړی دې خپل مخ ته څپېړې ونیسي، ځکه دوی تر بل هر چا ډېر پنجاب ته مزدوري وکړه او ډېرې وژنې او ورانۍ یې ورته وکړلې.»

100%

د کابل پوهنتون پخواني استاد ډاکټر محبوب شاه محبوب بیا د افغانستان د وروستیو څو لسیزو جګړو ته په اشارې لیکلي چې نږدې هر واکمن او مخالف لوري خپل سیالان د پاکستان لاسپوڅي بللي دي. د هغه په باور، دا لړۍ یا د دې ښکارندويي کوي چې افغانان د هېواد د جګړو له اصلي ماهیته نه دي خبر او یا هم افغانستان په بېلابېلو نیابتي ډلو وېشل شوی دی.

هغه لیکلي: «د ډاکټر نجیب حکومت مجاهدین د پاکستان لاسپوڅي بلل، مجاهدینو طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼل، طالبانو مقاومت د روسیې او هند لاسپوڅی وباله، جمهوري نظام طالبان د پاکستان نیابتي ډله ګڼله او اوس طالبان خپل مخالفین د پاکستان جاسوسان بولي.»

100%

بل خوا د خوست پخواني والي محمد حلیم فدایي بیا د جګړې پر ځای د سیاسي تفاهم غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، د طالبانو مخالف سیاستوال حاضر دي د جګړې او تاوتریخوالي له لارې د واک د ترلاسه کولو هڅې پرېږدي، خو په دې شرط چې طالبان هم د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي او د ټولو افغانانو په ګډون یو مشروع نظام رامنځته کړي.

فدایي لیکلي: «که طالبان د ولس غوښتنې ومني، مخالفین به نه جګړې ته مخه کړي او نه به د تاوتریخوالي له لارې سیاست وکړي.» هغه له طالبانو پوښتنه کړې: «که طالبان له مخالفینو د سولې تضمین غواړي، ایا دوی چمتو دي چې د ولس د حقونو، عدالت، مشارکت او اساسي ازادیو تضمین هم ورکړي؟»

100%

همدا راز په امریکا کې د افغانستان پخواني فرهنګي اتشه مجید قرار هم د طالبانو د چارواکو وروستۍ څرګندونې په طنزیزه ژبه نقد کړي او لیکلي یې دي چې د شمال محدودو نښتو د طالبانو چارواکي اندېښمن کړي دي. هغه په طنز لیکلي: «په یوه ولسوالۍ جنګ دی، تا ته د ټول افغانستان د سقوط وېره ولې زړه ته درلوېدلې ده؟»

100%

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې د وروستیو عملیاتو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ازادۍ جبهې ځواکونو د بغلان د اندراب ولسوالۍ په کاسه‌دره او د ملي مقاومت جبهې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ پر طالب پوستو بریدونه کړي دي. نوموړي دا معلومات د دواړو ډلو د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ شریک کړي دي.

بدخشان له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو پر وړاندې د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیت له مهمو سیمو څخه بلل کېږي. په وروستیو اوونیو کې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، چې تر ټولو مهمې یې د زیباک ولسوالۍ شاوخوا جګړې دي.

100%

د ازادۍ جبهې د جولای په وروستیو کې اعلان وکړ چې ځواکونو یې په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي او ادعا یې وکړه چې د طالبانو ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې او ځینې پوستې یې نیولې دي. طالبانو بیا د دغو نښتو پخلی کړی، خو د مخالفې ډلې د ادعاوو پر خلاف یې ویلي چې برید کوونکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. د دواړو لورو د تلفاتو او پوځي پرمختګونو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

بدخشان د جغرافیایي موقعیت له پلوه هم مهم ولایت دی، ځکه له تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډې پولې لري او غرنی جوړښت یې د وسله‌والو ډلو لپاره د تګ راتګ او پټنځایونو زمینه برابروي.

د بدخشان وروستۍ نښتې داسې مهال روانې دي چې د طالبانو مخالفې سیاسي څېرې او پخواني چارواکي د دې جګړو په اړه بېلابېل تحلیلونه وړاندې کوي؛ ځینې یې د طالبانو د حکومت پر سیاستونو نیوکې کوي او ځینې بیا د افغانستان د روان بحران د حل لپاره د سیاسي مشارکت او خبرو غوښتنه کوي.

روادارۍ بنسټ وایي د پاکستان په پوځي بریدونو کې ۱۱۸۷ ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
100%

د رواداري په نوم د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل یوه نوي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د پاکستان د پوځي عملیاتو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۸۷ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، په همدې موده کې له ۲۹زرو ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې او زیاتوي چې راپور یې د میداني څېړنو، د قربانیانو او عیني شاهدانو د مرکو او د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ چمتو کړی او موخه یې د پاکستان د پوځي بریدونو د بشري او حقوقي اغېزو ارزول، د قربانیانو ملاتړ، د حساب ورکونې پیاوړتیا او د عامه پوهاوي لوړول دي.

د راپور له مخې، د یادې مودې په ترڅ کې پاکستاني ځواکونو په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولایتونو کې هوايي، ځمکني او ګډ بریدونه کړي چې له امله یې سلګونه کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او نور ملکي تأسیسات په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید چې ښايي جنګي جنایت وي

د راپور یوه مهمه برخه په کابل کې د معتادینو د درملنې او بیارغونې پر یوه مرکز (امید) د پاکستان د هوايي برید په اړه ده.

رواداري ویلي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۰۰ناروغان او د مرکز کارکوونکي وژل شوي او ټپیان دي. د بنسټ په وینا، د څېړنې موندنې ښيي چې دا برید د نړیوالو بشردوستانه حقونو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه ده او د جنګي جنایت مصداق کېدای شي.

د نورستان دوې ولسوالۍ له دوو میاشتو زیاتې کلابندې وې

د راپور له مخې، پاکستاني ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۱۴مې پورې د نورستان د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو یوازینۍ مواصلاتي لار تړلې وه.

رواداري ویلي، د دغې لارې بندېدو له امله د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو له اړخه له جدي ستونزو سره مخ شوي وو.

د بریدونو رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې

د روادارۍ د موندنو له مخې، د پاکستان د پوځي بریدونو اغېزې یوازې تر مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو نه دي محدودې پاتې شوې، بلکې پر قربانیانو او سیمه‌ییزو ټولنو یې ژورې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې هم پرېښې دي.

راپور زیاتوي چې دوامداره وېره، د امنیت د احساس له منځه تلل، د ماشومانو د زده‌کړو ګډوډېدل، د بې‌وزلۍ زیاتوالی او جبري بې‌ځایه کېدل هغه ستونزې دي چې ډېری مرکه شویو پرې ټینګار کړی دی.

رواداري ویلي، د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د امنیتي کړکېچ له زیاتېدو سره پاکستان څو ځله د افغانستان په خاوره کې د «ترهګرۍ ضد عملیاتو» تر عنوان لاندې بریدونه کړي دي.

پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)غړي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړې دي.

د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ متقابل بریدونه د نړیوال بشردوستانه حقونو له نظره د نړیوالې وسله‌والې شخړې ځانګړنې لري او له همدې امله د پاکستان د پوځي عملیاتو بشري او حقوقي پایلې د نړیوال بشردوستانه حقونو د اصولو له مخې ارزول شوې دي.

رواداري همداراز ویلي، د ناامنۍ دوام، سیمو ته د لاسرسي محدودیتونه، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ پر وړاندې محدودیتونه او د قربانیانو امنیتي اندېښنې د دې څېړنې له مهمو خنډونو څخه وو. د بنسټ په وینا، ښايي د ملکي زیانونو او د نړیوال بشردوستانه حقونو د سرغړونو حقیقي کچه تر هغه هم لوړه وي چې په دغه راپور کې مستنده شوې ده.

ازادۍ جبهه: د طالبانو تبلیغات د خلکو د افکارو په بدلولو کې پاتې راغلي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې ادعا کړې چې طالبان د پراخو تبلیغاتو او پروپاګند له لارې د عامه افکارو د منحرفولو او د واقعیتونو د تحریف هڅه کوي، خو د دغه جبهې په وینا، د خلکو پوهاوي او ویښتیا دا هڅې ناکامې کړي او خلک د ریښتیا او درواغو ترمنځ توپیر کولای شي.

یادې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي: «طالبان هڅه کوي د پراخو تبلیغاتو او پروپاګند له لارې عامه افکار منحرف او واقعیتونه سرچپه وښيي، خو خلکو په خپل پوهاوي او ویښتیا ثابته کړې چې حقیقت له درواغو بېلولی شي او د رواني جګړې ښکار نه کېږي.»

د اعلامیې له مخې، په ټولنیزو شبکو کې د ازادۍ جبهې له جنګیالیو څخه د خلکو پراخ ملاتړ ښيي چې د ازادۍ او د استبداد پر ضد مبارزه د خلکو په ویښ وجدان کې ژورې ریښې لري او هېڅ تبلیغاتي کمپاین نه شي کولای دا حقیقت پټ کړي.

ازادۍ جبهې د خلکو ملاتړ د خپلو جنګیالیو لپاره د مورال او هڅونې مهم لامل بللی او ویلي یې دي: «د خلکو د ملاتړ او همدردۍ پیغامونه زموږ د جنګیالیو لپاره د زړه ډاډ او د لا زیاتې مبارزې ځواک دی.»

جبهې همداراز ټینګار کړی چې د خلکو پوهاوی، «له خدای تعالی څخه تر توکل وروسته، زموږ د مبارزې اصلي تکیه او د الهام سرچینه ده» او زیاته کړې یې ده چې د همدې ارزښتمنې پانګې پر مټ به د ازادۍ، عدالت او انساني کرامت تر تحقق پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د اعلامیې په پای کې ازادۍ جبهې له هغو افغانانو مننه کړې چې د جبهې په وینا، د خپل غږ، قلم او حضور له لارې یې د دوی ملاتړ کړی دی.

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۱
100%

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو د طالبانو «فدایان» د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره چمتو دي.

ناجي د دوشنبې په ورځ، د زمري په پنځمه د طالبانو د ویاند د څرګندونو په ځواب کې وویل: «ستاسو د ځانمرګو بریدونو کارنامه ټولو ته څرګنده ده؛ هغوی د افغانستان د ملي اردو پر وړاندې د مخامخ جګړې پر ځای د عامو خلکو، زده‌کوونکو، ډاکټرانو، نرسانو، ښځو او د زیږون پر مهال د میندو د وژلو لامل شوي دي. نن هم همداسې دي.»
د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر پر خپل اېکس پاڼه لیلکي: «د ازادۍ جبهې مبارزه کوونکي په ایمان او پوهاوي جګړه کوي او ستاسو له ناپوهۍ او بزدلۍ خبر دي. دا ګز او دا میدان».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د بدخشان وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي وو چې د طالبانو «فدایان» د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري. مجاهد د بدخشان د نښتو او د یفتل ولسوالۍ د سقوط په اړه راپورونه «رسنیزې تبلیغاتي ادعاوې» وبللې او ویې ویل: «هېواد د فداییانو د قربانیو او سرښندنو په برکت ازاد شوی او د ساتنې لپاره به یې دوه برابره زیاتې قربانۍ ورکړو.» طالبان خپلو ځانمرګو بریدګرو ته «فداییان» وايي.

په دې وروستیو کې په بدخشان کې د طالبانو پر پوستو د مخالفو ډلو بریدونه زیات شوي او په تېرو ورځو کې د بدخشان د زیباک ولسوالې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفانو د سختو نښتو شاهده وه.