• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

ستاسو روایت: د طالبانو په ادارو کې خلک د اسنادو د سمون لپاره له ستونزو سره مخ دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۳ GMT+۱

یو افغان وګړي احرار افغان د سرای شمالي د کاغذي تذکرو د وېش په مرکز کې د نومونو د ناسم ثبت شکایت کړی او خبرداری یې ورکړی چې د اسنادو په لیکلو کې تېروتنې کولای شي خلک له جدي ستونزو او بیا بیا سرګردانۍ سره مخ کړي.

دغه اوسېدونکي په ایکس خواله رسنۍ کې په خپل پیغام کې لیکلي، چې سرای شمالي ته د خپلې کورنۍ د یوه غړي د کاغذي تذکرې جوړولو لپاره تللی و، خو د نوم ثبتولو پر مهال له ستونزې سره مخ شو.

هغه ادعا کړې چې یوه کارکوونکي د «حسین شاه» نوم په ناسم ډول «محسن شاه» ثبت کړ او د سمون غوښتنه یې وروسته له ډېرو هڅو ومنل شوه.

نوموړي زیاته کړې: «ما ورته وویل مه یې غلطوه، سم یې ولیکه، په ډېر تکلیف مې پرې بېرته بدل کړ.»

د هغه په وینا، د نوم د وروستۍ برخې د لیکلو پر مهال هم ستونزه رامنځته شوه او کارکوونکي «شاه» په ناسم شکل ولیکه. نوموړي ویلي، وروسته له اعتراضه یې بیا هم د لیک بڼه په سمه توګه اصلاح نه شوه.

احرار افغان ادعا کړې چې په دغه مرکز کې یې د نورو کسانو په تذکرو کې هم ورته تېروتنې لیدلې دي او لیکلي یې دي چې ځینې کارکوونکي خپلې تېروتنې نه مني.

هغه له اړوندو ادارو غوښتي چې د تذکرو د ثبت پروسې ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د ده په باور، که ستونزې حل نه شي، خلک به د خپلو اسنادو د سمون لپاره له دوامدارو ستونزو او سرګردانۍ سره مخ وي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړیوال سازمان: میلیونونه کسان لا هم د ایډز له درملنې بې برخې دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که څه هم په نړۍ کې د ایډز د نوو پېښو او د دغه ناروغۍ له امله د مړینو کچه راټیټه شوې، خو لا هم میلیونونه کسان درملنې ته لاسرسی نه لري. په ورته وخت کې په افغانستان کې هم شاوخوا تر ۳ زره کسان له ایډز ناروغۍ سره ژوند کوي،

همدارز نږدې ۷۴۹ زره کسان د مزمن هیپاټایټس «بي» او ۲۱۲ زره کسان د هیپاټایټس «سي» له ناروغۍ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۳۲ میلیونه کسان چې د اچ‌ ای‌ وي (د انسان د معافیت کمزوري کوونکي وایرس) سره ژوند کوي، درملنه ترلاسه کوي، خو نږدې ۹ میلیونه نور لا هم له ژوند ژغورونکو درملو بې برخې دي.

دغه راپور چې د «۲۰۲۲ تر ۲۰۳۰ کال پورې د اچ‌ ای‌ وي، وایرسي هپاتیت او جنسي لېږدېدونکو ناروغیو د مخنیوي نړیوالو روغتیايي تګلارو» د پلي کېدو ارزونه کوي، د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ایډز د ۲۶م نړیوال کنفرانس پر مهال خپور شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «دا راپور دوه واقعیتونه ښيي، یو دا چې کله هېوادونه په روغتیا، ټولنو او ساینس پانګونه کوي، پرمختګ ممکن دی. خو بل لور ته د مالي مرستو کمېدل، بشري بېړني حالتونه او دوامدارې نابرابرۍ کولای شي دا لاسته راوړنې ژر له منځه یوسي.»

هغه ټینګار کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې باید داسې پیاوړي او انعطاف منونکي روغتیايي نظامونه جوړ شي چې تر ټولو زیان‌منو خلکو ته هم ورسېږي.

د راپور له مخې، له ۲۰۱۰ کال راهیسې په نړۍ کې د اچ‌ ای‌ وي نوې پېښې ۴۲ سلنه او د ایډز له امله مړینې ۵۷ سلنه کمې شوې دي. خو د نړۍ په ځینو سیمو کې لا هم د دې ناروغۍ پېښې د لوړېدو په حال کې دي، په ځانګړې توګه د هغو ډلو ترمنځ چې د ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ دي.

افغانستان کې د ایډز ناروغۍ وضعیت

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ایډز ضد پروګرام د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د اچ‌ ای‌ وي د خپرېدو کچه د نړۍ په پرتله ټیټه ده، خو د ناروغۍ د تشخیص، درملنې او مخنیوي په برخه کې ستونزې شته.

د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د اټکلي معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲،۵۰۰ تر ۳،۰۰۰ پورې کسان له اچ‌ ای‌ وي سره ژوند کوي. روغتیايي ادارې وايي، د دغو کسانو یوه برخه لا هم له خپل وضعیت نه ده خبره، ځکه د معاینې، پوهاوي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې موجودې دي.

په افغانستان کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه د وینې د خوندي انتقال کمزوري سیستمونه، د پوهاوي ټیټه کچه، د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د لوړ خطر لرونکو ډلو لپاره د مخنیوي خدمتونو کمښت یاد شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د وایرسي هپاتیت په برخه کې هم ځینې پرمختګونه شوي، خو لا هم دا ناروغۍ د نړۍ له تر ټولو وژونکو ساري ناروغیو څخه دي. د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د هپاتیت له امله شاوخوا ۱،۳ میلیونه کسان مړه شوي دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د جنسي لېږدېدونکو ناروغیو پېښې په ځینو هېوادونو کې مخ پر زیاتېدو دي او د ځینو درملو پر وړاندې د مقاومت زیاتوالی د درملنې لپاره نوې ستونزې جوړوي.

د ۲۰۳۰ کال هدف ته د رسېدو لپاره وړاندیزونه

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې هېوادونه دې د اچ‌ ای‌ وي، هپاتیت او نورو جنسي لېږدېدونکو ناروغیو خدمتونه د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له سیستم سره یوځای کړي.

دغه سازمان وايي، د روغتیايي معلوماتو د راټولولو پیاوړتیا، د ټولنو ونډه زیاتول، د نوې ټکنالوژۍ کارول او د ازموینو او درملنې پراخول د دې ناروغیو د له منځه وړلو لپاره مهم ګامونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اچ‌ ای‌ وي اړوند د خدمتونو د وړاندې کولو نوې لارښود هم خپور کړی او وايي، دا به هېوادونو سره مرسته وکړي چې د مخنیوي، تشخیص، درملنې او اوږدمهاله پاملرنې چارې لا اغېزمنې کړي.

سارا اډمز: په بدخشان کې د طالبانو دفاعي لیکې سختې زیانمنې شوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
100%

د امریکا د استخباراتو ادارې (سي اې ای) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې چې بدخشان کې د ازادۍ جبهې وروستیو عملیاتو د طالبانو دفاعي لیکې کمزورې کړي دي. نوموړې دغه عملیات د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت له مهمو بریدونو څخه بللي دي.

سارا اډمز د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې د وروستیو نښتو په اړه ویلي، دا عملیات د طالبانو د هغو ادعاوو خلاف دي چې ګواکې په افغانستان کې نور اغېزناک وسله‌وال مقاومت نه شته.

اډمز په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو ضد دغه عملیات د جولای په ۱۷مه د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ له لنډمهالي نیولو وروسته پیل شول او د جولای په ۲۳مه د ازادۍ جبهې او د هغې د سیمه‌ییزو متحدانو له لوري په زیباک ولسوالۍ کې په څو محورونو پراخ شول.

هغې ادعا کړې چې له څلورو ورځو پرله‌پسې نښتو وروسته، طالبان اړ شول له څو امنیتي پوستو، نظامي مورچلو او د کندک له مرکز څخه شاتګ وکړي او د ازادۍ جبهې جنګیالیو د ولسوالۍ ډېری برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د هغې په وینا، دغه عملیاتو د طالبانو څو امنیتي پوستې، مورچلې، توپچي موقعیتونه او د زیباک د سرحدي کندک شاوخوا مهمې سیمې د ازادۍ جبهې لاس ته ورغلي او په سیمه کې یې د طالبانو دفاعي جوړښت ته سخت زیان رسولی دی.

سارا اډمز ادعا کړې چې په دغو نښتو کې طالبانو ته ۷۱ مرګ‌ژوبله اوښتې چې ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. هغې ویلي، په وژل شویو کې د طالبانو څو قوماندانان او تجربه‌لرونکي جنګیالي شامل دي چې د ننګرهار، کندوز، هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي وو، او دا چاره د هغې په وینا ښيي چې طالبان لا هم د بدخشان د جګړو لپاره له نورو ولایتونو ځواکونه لېږي.

اډمز په خپل پوسټ کې د ۱۴ هغو طالب غړو نومونه هم خپاره کړي چې د هغې په وینا په دغو نښتو کې وژل شوي دي.

هغې ټینګار کړی: «موږ به د افغانستان له مقاومت سره تر هغه ودریږو چې افغانستان د ترهګرې واکمنۍ څخه ازاد شوی نه وي.»

د سارا اډمز څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د بدخشان په یفتل پایین او زیباک ولسوالیو کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ د نښتو په اړه دواړو لورو بېلابېلې ادعاوې کړې دي. ازادۍ جبهه وایي چې په دغو عملیاتو کې یې د سیمو کنټرول ترلاسه کړی، خو طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي او مفصل غبرګون نه دی خپور کړی، او د دغو ادعاوو خپلواکه تایید هم نه دی شوی.

د ازبکستان ملي احصایې کمېټه: افغانستان د ازبکستان له لسو سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۱
100%

د ازبکستان حکومت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري لا پراخه شوې او افغانستان د دغه هېواد له لسو سترو سوداګریزو شریکانو څخه ګڼل کېږي. طالبانو بیا ویلي، دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره لسګونه سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.

د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ټولیز حجم ۹۱۵.۸میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. ازبکستان افغانستان ته د ۸۰۴میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي او له افغانستانه یې د ۱۱۱میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کړي دي.

د دغو شمېرو پر بنسټ، افغانستان له چین، روسیې، قزاقستان او ترکیې وروسته د ازبکستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي.

بل لورته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان–ازبکستان د سوداګرۍ فورم پر مهال د کابل او د ازبکستان د فرغانې سیمې د خصوصي سکټور استازو ترمنځ ۲۲سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي چې ارزښت یې له ۲۰۰میلیونه ډالرو څخه زیات دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف د کلنۍ دوه اړخیزې سوداګرۍ د ۵میلیارده ډالرو ته د لوړولو پر هدف ټینګار کړی دی.

هاشمي ویلي، متقابل باور، رښتینې همکاري او ګډې ګټې کولی شي افغانستان او ازبکستان په باثباته اقتصادي او ستراتیژیکو شریکانو بدل کړي. د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړیکې نوي او هیله‌بښونکي پړاو ته داخلې شوې دي.

طالبانو ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې افغانستان او ازبکستان د ۱.۴میلیارد ډالرو په ارزښت ۹۰سوداګریز تړونونه او د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړي دي.

ازبکستان افغانستان ته برېښنا، نفتي توکي، ماشینونه، خوراکي او صنعتي محصولات صادروي، په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات تر ډېره کرنیز محصولات دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، له مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ زیاتېدو د افغانستان د سوېلي سوداګریزو لارو د بندښت اغېزې کمې کړې دي.

هغه ویلي، کله چې د افغانستان سوېلي لارې وتړل شوې، د مرکزي اسیا دروازې پرانیستل شوې او هېواد د توکو له کمښت سره مخ نه شو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د ازبکستان په سرحدي ښار ترمذ کې ګډ سوداګریز بازار هم فعال شوی، چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې پرانیستل شو او موخه یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ اسانتیا ده.

اندېشه په بدخشان کې د روانو جګړو په تړاو: د بدیلې ولسي ادارې جوړول د ثبات لپاره اړین دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو په جینوا دفتر کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بدخشان د وروستیو نښتو په تړاو ویلي، د هرې مبارزې دوامداره بریا یوازې په جګړه کې نه، بلکې د خلکو پر بنسټ د ادارې، اساسي خدمتونو او ولسي مشارکت په رامنځته کولو کې ده.

نصیر احمد اندېشه د بدخشان په ګډون د افغانستان په ځینو سیمو کې د روانو نښتو په اړه ویلي، د جګړې له ډګر وروسته د خلکو پر بنسټ د ادارې جوړول د ثبات د ټینګښت لپاره مهم دي.

اندېشې په یوه خپاره کړي ایکس پوسټ کې لیکلي چې د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې د ازادي غوښتونکو مبارزو د دوامدار بریالیتوب مهم عنصر، «د تیري کوونکي او ظالم له شاتګ وروسته د خلکو لپاره د بدیلې عامه ادارې جوړول» دي.

نوموړي ویلي، په هغو سیمو کې چې د ده په وینا د طالبانو له کنټروله ووځي، د ولسوالیو شوراګانو جوړول د ولسي حاکمیت او ثبات د ساتلو لپاره مهم رول لرلی شي.

هغه د خلکو پر بنسټ د ادارې جوړولو لپاره درې پړاوېز پلان وړاندې کړی چې له مخې یې باید لومړی د بحران مدیریت، بشري مرستو ته د لاسرسي زمینه او د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل ترسره شي.

اندېشه ویلي، په دویم پړاو کې باید د محلي نظم لپاره د ولسوالیو شوراګانې جوړې شي چې پکې قومي مشران، ښوونکي، ښځې او ځوانان ګډون ولري، او په درېیم پړاو کې باید روغتیايي مرکزونه، لارې او نورې عامه زیربناوې بېرته ورغول شي.

هغه د طالبانو او خپلو مخالفانو ترمنځ د توپیر په بیانولو کې لیکلي: «د ازادي غوښتونکو او افراطي ډلو ترمنځ اساسي توپیر له خلکو سره د انساني کرامت او بشري تمدن پر بنسټ چلند دی.»

اندېشې په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو پر موضوع ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د بدخشان او شمال ختیځ خلک د خپلو سیمو د مدیریت وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې: «حاکمیت واقعي د خلکو دی او د تدبیر، د اساسي خدمتونو د مدیریت او د انساني کرامت د درناوي له لارې به ټول افغانستان د جبر له سیوري څخه ازاد شي.»

د اندېشه دا څرګندونې داسې مهال دي چې په بدخشان کې د طالبانو او وسله‌والو مخالفو ډلو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي او دواړو لورو د وضعیت په اړه متضادې ادعاوې کړې دي.

په بالکان کې د افغان قاچاقي شبکو بڼه؛ د کډوالۍ له اسانتیا برابرونکو تر تاوتریخجنو جرمي ډلو

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د څېړونکو شبکې په یوه تازه راپور ویلي، په بالکان کې د افغان کډوالو د قاچاق شبکو په تېره یوه لسیزه کې بڼه بدله کړې او ځینې یې له کوچنیو تنظیموونکو ډلو څخه په جرمي شبکو اوښتي دي. راپور زیاتوي چې د سختو سرحدي محدودیتونو له امله کډوال د قاچاقبرانو پر شبکو لا ډېر متکي شوي.

د افغانستان د څېړونکو شبکې په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د لوېدیځ بالکان له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو په ډله کې افغانان تر ټولو لویه ډله جوړوي. د راپور له مخې، له ۲۰۱۵ کال راهیسې شاوخوا ۲،۵ میلیونه کسان د بالکان له لارې د لوېدیځې اروپا پر لور تللي، چې نږدې پنځمه برخه یې افغانان دي.

راپور، چې د جیلینا بیلیکا او فابریزیو فوسکیني له خوا چمتو شوی، وايي د افغان قاچاقي شبکو جوړښت په تېرو لسو کلونو کې د پام وړ بدل شوی. پخوا دغه شبکې تر ډېره د کورنیو، قومي اړیکو او افغان کډوالو د ټولنو پر باور ولاړې وې، خو اوس په ځینو سیمو کې په منظمې، نړیوالې او تاوتریخجنو جرمي شبکو بدلې شوې دي.

د راپور له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۵ کال پورې د افغان کډوالو د سفرونو تنظیموونکي ډېری وخت د افغان کډوالو له ټولنو سره تړلي کسان وو چې د سفر، ترانسپورټ او اسنادو په برابرولو کې یې مرسته کوله. په هغه وخت کې قاچاقبران عموما د کورنیو او دوستانو د سپارښتنو له لارې ټاکل کېدل او د باور موضوع د دغو سفرونو مهمه برخه وه.

خو راپور وايي، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د بالکان د بشري دهلېز له تړل کېدو وروسته، د قاچاقبرو رول بېرته ډېر شو. د اروپا د سرحدي کنټرولونو له زیاتېدو سره د کډوالو ناقانونه سفرونه سخت شول او د قاچاق شبکو ته یې د پراختیا زمینه برابره کړه.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د دغو شبکو په فعالیتونو کې نوی بدلون راغی. د نړیوالو څېړنیزو بنسټونو، د اروپا د پولیسو ادارې (یوروپول) او د بالکان د څېړنیزو خبریالانو شبکې د معلوماتو له مخې، ځینې افغان قاچاقي شبکې اوس د سیمې له نورو جرمي ډلو سره همکاري کوي، خپلې سیمې کنټرولوي او د کډوالو د انتقال لپاره له نوې ټکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو کار اخلي.

راپور کې د بلګراد او د سربیا-هنګري پولې ته څېرمه د څېړونکو د سفر یادونه شوې او ویل شوي چې کډوال اوس د اروپا ته د رسېدو لپاره تر ډېره د قاچاقبرانو له لارې تېرېدو ته اړ کېږي. د راپور له مخې، د ترکیې له لارې تر ایټالیا پورې د سفر بیه اوس له ۶ زرو تر ۸ زرو یورو پورې رسېږي، په داسې حال کې چې لس کاله مخکې له کابل څخه تر جرمني پورې د ټول سفر لګښت شاوخوا ۴ زره یورو بلل کېده.

راپور وايي، د کډوالو د شمېر له کمېدو سره سره د قاچاقبرانو عایدات کم شوي نه دي، ځکه د سفر بیې لوړې شوې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د اټکلونو له مخې، په لوېدیځ بالکان کې د تېرېدونکو کسانو شمېر له ۲۰۲۲ کال کې له ۱۹۲ زرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۵ زرو ته راکم شوی دی.

په راپور کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د افغان قاچاقي شبکو د نوې بڼې یوه مهمه نښه بلل شوې ده. د څېړونکو په وینا، په شمالي سربیا او بوسنیا کې د قاچاقي ډلو ترمنځ د سیمو د کنټرول پر سر وسله‌والې نښتې شوې دي. راپور د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې د بلګراد ته څېرمه د یوې نښتې یادونه کوي چې پکې یو افغان وژل شوی او بل ټپي شوی و.

راپور همداراز د «BWK» په نوم د یوې افغان تړلې ډلې یادونه کوي چې د څېړونکو په وینا، د کډوالو د تښتونې، وهلو ټکولو او له کورنیو څخه د پیسو غوښتلو له تورونو سره مخ ده. د بالکان د څېړنیزو خبریالانو شبکې خبریال ساشا دراګویلو ویلي: «تاوتریخوالی له دې چې یوازې د ډلو ترمنځ د شخړو بڼه ولري، د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالي ته اوښتی، ځکه د قاچاق د عاید سرچینې له فیس اخیستنې څخه تښتونې او باج اخیستنې ته بدلې شوې دي.»

راپور وايي، د قاچاق شبکو یوه مهمه برخه اوس ټولنیزې رسنۍ دي. قاچاقبران په ټک ټاک، فیسبوک، ټیلیګرام او نورو شبکو کې د خپلو خدمتونو اعلانونه کوي، د پولې د اوښتو ویډیوګانې خپروي او ځوان کډوال هڅوي چې له دوی سره اړیکه ونیسي.

د راپور له مخې، د «حوالې» غیررسمي مالي سیستم هم د دغو شبکو په فعالیتونو کې مهم رول لري. په دې سیستم کې د کډوال کورنۍ پیسې یوه منځګړي ته سپاري او قاچاقبر هغه مهال پیسې ترلاسه کوي چې کډوال ټاکلي ځای ته ورسېږي. د راپور له مخې، دغه سیستم د کډوالو او قاچاقبرانو ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره کارول کېږي.

څېړونکي پایله اخلي چې په بالکان کې د افغان قاچاق شبکې یوه واحده «افغان مافیا» نه ده، بلکې د بېلابېلو اندازو او وړتیاوو لرونکو شبکو مجموعه ده. د دوی په وینا، د اروپا سختو سرحدي سیاستونو قاچاق له منځه نه دی وړی، بلکې په ځینو سیمو کې یې د لا زیات سازمان‌یافته او جرمي کېدو لامل شوی دی.