د سره سمندر په سوېلي برخه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، یوې نفتلېږدوونکې بېړۍ د سره سمندر له سوېلي برخې د تېرېدو پر مهال د چاودنې غږ اورېدلی دی.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، یوې نفتلېږدوونکې بېړۍ د سره سمندر له سوېلي برخې د تېرېدو پر مهال د چاودنې غږ اورېدلی دی.
یادې ادارې، چې د بریتانیا له سمندري ځواکونو سره تړاو لري، د سېشنبې په ماښام (د زمري ۷مه) ویلي چې دا پېښه د زمري په ۶مه رامنځته شوې ده.
د دغه ادارې په وینا، بېړۍ او د هغې عمله خوندي دي او د چاپېریال د ککړتیا یا زیان کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې په خپل وروستي تازه معلوماتو کې له ټولو بېړیو غوښتي چې د سره سمندر له لارې د تګ راتګ پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او هر ډول شکمن فعالیت دې سمدستي راپور کړي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د سېشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ څخه هغه انځورونه خپاره کړل چې په کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدلي او د ایران د جګړې په اړه یې خبرې اترې کړي دي.
په دغه لېدنه کې د ټرمپ مرستیال جيډي وېنس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ هم شتون درلود.
د سياېناېن د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، تمه کېږي چې ټرمپ او نتنیاهو په دې لیدنه کې د ایران جګړې، له لبنان سره د روانو خبرو د پرمختګ او د «ابراهیم تړونونو» د پراخولو پر هڅو خبرې وکړي.
بلخوا، فاکس نیوز راپور ورکړی چې سره له دې چې ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه د ډیپلوماسۍ په بریا خوشبیني ښودلې، تهران لا هم له امریکا سره له مستقیمو خبرو ډډه کوي.
د راپور له مخې، تمه ده چې نتنیاهو په دې لیدنه کې ولسمشر ټرمپ ته داسې معلومات وړاندې کړي چې د ایران د اټومي تاسیساتو د پراختیا ادعا پکې شوې ده.
تر اوسه ایران د دغو ادعاوو او د یادې لیدنې د جزئیاتو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
رویټرز د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ سیمهییز مدیریت طرحه وړاندې کړې ده. د دې وړاندیز له مخې به ایران د اوبو پر دې لارې انحصاري کنټرول نه لري او د تنګي کاروونکي به په خپله خوښه د تګ راتګ، چاپېریال ساتنې او ژغورنې چارو لپاره مالي ونډه ورکوي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه وړاندیز د مالاکا تنګي د مدیریت له ماډل څخه الهام اخیستی، چې پکې د تنګي کاروونکي په خپله خوښه د سمندري تګ راتګ، چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د چارو د تمویل لپاره مالي ونډه ورکوي.
دا وړاندیز وروسته له هغه مطرح شوی چې امریکا د تېرې اوونۍ په پای کې پر ایران خپل هوايي بریدونه ناڅاپه ودرول. دې اقدام د یوه ډیپلوماټیک حل هیلې راژوندۍ کړې دي؛ داسې حل چې د هرمز تنګي له لارې د نړیوالو بار وړونکو بېړیو عادي تګ راتګ بېرته ممکن کړي.
په ورته مهال تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، واشنګټن له ایران سره «ښې خبرې» کوي او د یوې هوکړې امکان شته، خو خبرداری یې ورکړ چې که خبرې پایله ورنه کړي، د امریکا هوايي بریدونه به بېرته پیل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د دوشنبې په ورځ د عمان او سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د هرمز تنګي په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې عراقچي «په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا پر اړتیا» ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د امریکا د «تیریګرو اقداماتو» له امله پر هرمز تنګي تپل شوی ناامني باید پای ته ورسېږي.
د خېبر پښتونخوا سر وزیر د اساسي قانون محکمې ته په یوه لېږلي لیک کې ویلي، چې «د عمران خان د خلاصون لپاره د ازادۍ غورځنګ هېڅ ډول وسلهواله ډله یا نیمه پوځي جوړښت نهدی؛ بلکې یوه سولهییزه، بېوسلې او سیاسي مبارزه ده.
د سهیل اپریدي لهخوا محکمې ته په سپارل شوي لیکلي ځواب کې ویل شوي، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د ازادۍ ځواک په نوم نه کومه اداره جوړه شوې او نه هم په دې اړه کومه رسمي اعلامیه خپره شوې.
هغه دغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکې صوبایي ادارې د کوم وسلهوال یا نیمه پوځي جوړښت د جوړولو په اړه غور کړی. سهیل اپریدي ویلي، که په تېرو وختونو کې د «ځواک» اصطلاح کارول شوې وي؛ نو هغه په ناسم ډول وړاندې شوې ده.
د هغه په وینا؛ اصلي اقدام «د عمران خان د خلاصون لپاره د «ازادۍ غورځنګ» دی، چې یو قانوني، ولسواکه او سولهییز سیاسي فعالیت دی او له هر ډول وسلهوال فعالیت، زور زیاتي یا تاوتریخوالي سره تړاو نهلري.
سهیل اپریدي زیاته کړې، چې د دغه غورځنګ موخه د خلکو ترمنځ د قانون له مخې د اقداماتو، عادلانه عدالتي پروسې او د دولت د اساسي قانون مسوولیتونو په اړه د پوهاوی رامنځته کول دي. هغه وایي، دا یوه سیاسي مبارزه ده چې د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.
هغه پرځان د شوي شکایت په اړه ویلي، چې دغه عریضه پر اټکلونو، رسنیزو راپورونو او قیاسونو ولاړه ده او قانوني زیان یا د عملي دعوې بنسټ نهشي ثابتولی. د دغه قضیې اورېدنه به سبا وشي.
د رویټرز او اېپسوس د ګډې وروستۍ نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې یوازې یو پر درېیمه برخه امریکایي وګړي له ایران سره د جګړې ملاتړ کوي او ډېری یې په دې باور دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه جګړه کې د امریکا موخې په روښانه توګه نهدي بیان کړې.
دغه شمېرې ښيي، چې د امریکايي وګړو ترمنځ له ایران سره د امریکا د جګړې ملاتړ په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. دغه نظرپوښتنه چې د جولای له ۲۵مې تر ۲۷مې ترسره شوې، ۶۹ سلنه ګډونوالو چې له هر لسو جمهوريپالو پهکې څلور تنو ګډون کړی و ویلي، ټرمپ نهدی توانېدلی چې په ایران کې د امریکا د پوځي ګډون موخې په روښانه توګه بیان کړي.
سره له دې د ټرمپ د محبوبیت کچه د تېرې میاشتې پرتله لوړه شوې او له ۳۴ سلنې څخه ۳۷ سلنې ته رسېدلې ده. دغه نظرپوښتنه دا هم ښيي، چې د فبرورۍ له ۲۸مې یعنې د امریکا او اسراییل لهخوا پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې د جګړې ملاتړ تل له ۴۰ سلنې کم پاتې شوی دی. دغه کچه د عراق او افغانستان د جګړو پرتله چې د امریکا عامه افکارو پهکې ډېر ملاتړ ښودلی و، د پام وړ ټیټه بلل کېږي.
په دغه نظرپوښتنه ۱۲۴۶ بالغو امریکايي وګړو په انلاین بڼه ګډون کړی و. سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې پرېکړې د نظرپوښتنو پر بنسټ نهکوي او لاهم ټینګار لري چې ایران باید د اټومي وسلې ترلاسه کولو ته پرېنښودل شي.
د افغانستان، سوډان او کامرون اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پر ضد د دغه هېواد سترې محکمې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې د دوی د هېوادونو د وګړو لپاره د زدهکړو ویزو د صادرېدو درول، د لوړو زدهکړو هیلې له منځه وړي دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، سوډان، کامرون او میانمار د وګړو لپاره د زدهکړو د ویزو صادرول ودرول. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي وو، ځینې کسان د زدهکړو په ویزه بریتانیا ته ننوځي، خو وروسته د پناه غوښتنه کوي.
خو د شکایت کوونکو وکیلانو د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۵مه، د سترې محکمې په غونډه کې استدلال وکړ چې دا بندیز ګڼ هغه کسان هم اغېزمن کړي چې هېڅکله یې د زدهکړو له ویزې ناوړه ګټه نه ده اخیستې.
د دوی په وینا، د کورنیو چارو وزیرې خپله پرېکړه د هغو شمېرو پر بنسټ کړې چې د زدهکړو ویزه لرونکو له خوا د پناه غوښتنې حقیقي کچه نه څرګندوي.
د شکایت کوونکو وکیلانو وویل، وزارت د یوه کال په اوږدو کې د صادر شویو زدهکړیزو ویزو شمېر د هماغه کال د پناه غوښتونکو له شمېر سره پرتله کړی، حال دا چې ځینې محصلان بریتانیا ته له ننوتلو څو کاله وروسته د پناه غوښتنه کوي، نه د خپلو زدهکړو په لومړي کال کې.
د شکایت کوونکو په ډله کې دوه افغانې محصلانې هم شاملې دي. یوې افغانې محصلې د مصنوعي ځیرکتیاد ماسټرۍ لپاره د ساسکس او برادفورډ پوهنتونونو څخه وروستی منل شوی وړاندیز ترلاسه کړی، او بله افغانه محصله غواړي د مانچسټر په پوهنتون کې د ملکي انجینرۍ زدهکړې وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې، تېر میلادي کال په بریتانیا کې شاوخوا ۴۱زره ویزه لرونکو د پناه غوښتنه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۴۷سلنه پناه غوښتونکي محصلان وو.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې ویلي، د پناه غوښتنې لپاره د قانوني ویزو کارول د دغه هېواد د کډوالۍ پر نظام د خلکو باور کمزوری کولای شي.