• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل اپریدی: د ناامنۍ د پای ته رسولو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلو

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل افريدي په پېښور کې د امنیتي وضعیت په اړه د یوې مهمې غونډې مشري کړې او ویلي یې دي چې حکومت به د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.

د خیبر پښتونخوا د اعلیی وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې، غونډه د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې جوړه شوه او پکې د ایالت، په ځانګړي ډول د سویلي ولسوالیو، د امنیتي وضعیت په اړه بحثونه وشو.

سهیل اپریدي د یادې امنیتي ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې د ناامنیو د بشپړ پای ته رسولو او په ایالت کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخیستل شي.

هغه وویل:« د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره پر یوې همغږې، اغېزمنې او هر اړخیزې تګلارې عمل روان دی». یاده امنیتی ناسته په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو وسله والو بریدو وروسته شوې ده. د راپورونو له‌مخې، په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو په بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ۳۰ نظامیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

ناپېژاندو وسله والو د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یو ښوونځی په بمونو الوځولی دی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۱
100%

ناپېژاندو وسله والو د چارشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د هلکانو یو دولتي ښوونځی په بمونو الوځولی دی. پولیسو وايي، د پېښې له ځایه یې شواهد راټول کړي او په سیمه کې یې د عاملانو د لټون عملیات پیل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ چارواکي وایي چې تېره شپه نامعلومو وسله‌والو د هلکانو یو دولتي ښوونځی ودانۍ د چاودېدونکو توکو په مټ ویجاړه کړې ده.

عيني شاهدان وایي چې دا پېښه د چارشنبې په شپه د باجوړ د واړه ماموند سیمې اړوند د لوېي خرکي په کلي کې شوې ده. د سیمې اوسېدونکي وايي،ناپېژانده وسله‌وال د شپې په تیاره کې د د هلکانو په دولتي ښوونځي کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړل او له چاودنې ورکولو وروسته د ښوونځي ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوه.

ځايي پولیسو ویلي، د دولتي ښوونځی د ویجاړونکو د نیولو په موخه یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه د یاد دولتی ښوونځي د ودانۍ د ویجاړولو پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستي.

ځايي خلک وایي چې څو اونۍ وړاندې هم په همدې سیمه کې یو بل ښوونځی د نامعلومو وسله‌والو له خوا په نښه شوی و. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په باجوړ کې پر دولتي ښوونځیو په ځانګړې توګه د نجونو پر ښوونځیو څو ځلې بریدونه شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د پښتونخوا په سویلې ولسوالیو شمالي او سویلې وزیرستان، بنو او لکي مروت کې هم د هلکانو او نجونو پر تعلیمي ادارو بریدونه زیات شوي چې پکې ګڼ ښوونځي ویجاړ شوي دي.

په تېره یوه اوونۍ کې؛ په خیبر پښتونخوا کې د ملکي وګړو په ګډون ۳۰ نظامیان وژل شوي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت ځینې سیمې په تېره یوه اوونۍ کې د خونړو بریدونو شاهده وه او په دغه موده کې د ملکي وګړو په ګډون ۳۰ نظامیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. پر پاکستاني نظامیانو د بریدونو مسولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د تېرو څو ورځو په لړ کې یو ځل بیا د ترهګرۍ په پېښو کې چټک زیاتوالی راغلی او په دې ترڅ کې په ټولیزه توګه د ۳۰ په شاوخوا کې امنیتي سرتېري او عام وګړي وژل شوي دي. په ډېری بریدونو کې پولیس سرتېري په نښه شوي دي.

د چهارشنبې په ماښام د هنګو په خزینه بانډه کې د پولیسو د یوه لوړپوړي افسر پر موټر د وسله‌والو له خوا برید وشو چې په پایله کې یې هغه ووژل شو. د هنګو پولیسو په وینا، له دې پېښې سمدستي وروسته د پولیسو اضافي ځواکونه د پېښې ځای ته واستول شول چې په لاره کې د وسله‌والو له خوا پرې بل برید وشو او په ترڅ کې یې نهه سرتېري ووژل شول او شاوخوا ۲۳ نور ټپیان شول.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر نن سهار په هنګو کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په ځوابي برید کې له ۱۲ څخه تر ۱۵ پورې وسله وال هم وژل شوي دي.

د دې برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی. هغوی ادعا کوي چې په دې برید کې ۱۸ پولیس سرتېري یرغمل شوي هم دي.

له دې څخه څو ورځې وړاندې د پښتونخوا په سویلې ټانک ولسوالۍ کې د پوځ او پولیسو پر یوې ګډې امنیتي پوستې وسله والو ځانمرګی برید وکړ، چې په کې ۱۵ سرتېري وژل شوي وو. په وژل شویو کې ۱۲ د پوځ سرتېري، دوه پولیس او یو د ځنګلونو د څانګې افسر شامل وو. د دغه برید مسوولیت هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی و. دغه راز د پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې هم له څو ورځو راهیسې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی لیدل کېږي. دوه ورځې وړاندې د مټې تحصیل په غرنیو سیمو کې د پولیسو او ترمنځ ترمنځ نښته شوې وه چې په کې یو پولیس او د ځايي لښکر درې غړي وژل شوي وو، په داسې حال کې چې په ځوابي برید کې څلور ترهګر ووژل شول.

په خیبر پښتونخوا کې د تېرو څو کلونو راهیسې پولیس سرتېري په نښه کېږي او په ډېرو پېښو کې ورته درانه ځاني زیانونه اوښتي چې له امله یې د هغوی مورال هم زیانمن شوی دی.

شنونکي وایي چې په پښتونخوا کې پولیس نږدې له تېرو شلو کلونو راهیسې په پرله‌پسې توګه په نښه کېږي او پر پولیسو پرله‌پسې بریدونو د هغوی پر مورال هم منفي اغېز کړی دي.

د پښتونخوا اعلی وزیر په هنګو کې د‌ پولیسو پر مرکز د تازه برید د څېړلو امر وکړ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي په هنګو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو برید په کلکه غندلی او د دغه ایالت د پولیسو له عمومي مشر څخه یې د پېښې په اړه د عاجل راپور غوښتنه کړې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په دغه نښته کې د پولیسو د مرستیال قوماندان دیار خان په ګډون لږ تر لږه ۷ پولیس وژل شوي او د یو بل جګپوړي افسر مجاهد حسین په ګډون ۲۲ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه په ځوابي ډزو کې لږ تر لږه ۸ بریدګر وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

سر وزیر محمد سهیل اپریدي د وژل شویو پولیسو کورنیو ته د ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کړي او اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې ټپیانو ته د درملنې غوره اسانتیاوې برابرې کړي. هغه ژمنه وکړه چې د قربانیانو له کورنیو سره به هر ډول لازمې مرستې وشي.

سهیل اپریدي زیاته کړه چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو قربانۍ نه هېرېدونکې دي او د سولې او امنیت ټینګښت د دوی لومړیتوب دی. د هغه په وینا، د ترهګرۍ پر وړاندې ټول ملت متحد دی او عاملین به یې خپل حقیقي انجام ته ورسول شي.

دا برید داسې مهال کېږي چې په سیمه کې امنیتي عملیات زیات شوي دي او د پاکستان پوځ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې یې د ځانګړو پوځي عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان د غړو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ وسله وال وژلي دي.

په هنګو کې پر امنیتي پوسته برید؛ د یوه قوماندان په ګډون ۷ پولیس وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا د هنګو په خزینه بانډه سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌والو په برید کې د یوه جګپوړي پولیس افسر ډي‌ايس‌پي دیار خان په ګډون لږ تر لږه ۷ پولیس وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغه نښته کې د دوی په ځوابي ډزو کې شپږ بریدګر هم وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، بریدګرو دا ځل د پولیسو پر پوستې د کواډ کاپټر ډرون الوتکې په وسیله برید کړی چې له امله یې مرګ‌ژوبله خورا زیاته شوې ده. د ټپیانو له ډلې ۱۵ تنه د ډي‌ایچ‌کیو روغتون ته لېږدول شوي او د نورو ژوبلو کسانو د لېږدولو لړۍ هم دوام لري، چې د ډاکترانو په وینا د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

بلخوا، تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې ده چې په دغه برید کې یې اووه پولیس سرتېري ژوندي نیولي دي. د دغې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنګیالیو یې د پولیسو درې موټر سوځولي او یو بل موټر یې له ځان سره خوندي ځای ته لېږدولی دی.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته او د ډزو تبادله تر پنځو ساعتونو پورې دوام درلود. پولیسو ویلي چې د وژل شویو سرتېرو په شمېر کې د زیاتوالي احتمال شته او په سیمه کې د بریدګرو د ځپلو لپاره د تصفیې عملیات پیل شوي دي.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسله‌والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې خورا زیاتې شوې دي. د پاکستان د پوځ د وروستیو معلوماتو له مخې، په دغو سیمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان د غړو په ګډون ۳۲ وسله‌وال وژل شوي دي؛ خو د بېلابېلو بریدونو له امله تر اووه سوه زیات کسان مړه او ژوبل شوي او له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

د ټي‌ټي‌پي نوی کتاب؛ دغه ډله څنګه د پاکستان پر ضد خپله جګړه او راتلونکی هدف توجیه کوي؟

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱
100%

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په یوه تازه خپاره شوي ۱۷۴ مخیز کتاب کې هڅه کړې چې د پاکستان پر ضد خپله شاوخوا دوې لسیزې وسله‌واله جګړه له مذهبي، تاریخي او سیاسي اړخه مشروعه وښيي.

دغه کتاب چې «اعتراف؛ تحریک طالبان پاکستان» نومېږي، په اردو ژبه خپور شوی او دغه ډله وایي چې پښتو ژباړه به یې هم ژر خپره کړي.

کتاب د ټي‌ټي‌پي د یوه لوړپوړي غړي له خوا لیکل شوی او د دې ډلې د رسمي ایډیالوژیک دریځ تر ټولو مفصل بیان بلل کېږي. لیکوال په کې د تحریک د جوړېدو لاملونه، د پاکستان د پوځ او دولت پر ضد د جګړې دلیلونه، مذهبي استدلالونه او د ډلې راتلونکی لیدلوری تشریح کوي.

د کتاب له مخې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پاکستان د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف ته د پوځي، لوژستیکي او استخباراتي اسانتیاوو په برابرولو سره د افغانستان جګړې ته داخل شو. لیکوال ادعا کوي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملیات، د بې ځایه کېدو پېښې او د امریکا ملاتړ د دې لامل شول چې وسله‌وال مقاومت رامنځته او وروسته د تحریک طالبان پاکستان بنسټ کېښودل شي.

د کتاب تر ټولو لویه برخه د پاکستان د پوځ پر ضد جګړه د «دفاعي جهاد» په توګه د توجیه لپاره ځانګړې شوې ده. په دغه برخه کې د قران کریم ایتونه، حدیثونه، فقهي استدلالونه او د ځینو دیوبندي علماوو فتواوې را اخیستل شوې او استدلال کېږي چې پاکستاني پوځ د امریکا او ناټو د پوځي ایتلاف ملاتړ کړی، نو ځکه د هغه پر ضد وسله‌واله مبارزه شریعت له‌مخې مشروع ده.

کتاب یوازې پر پوځ په انتقاد بسنه نه کوي، بلکې د پاکستان ټول سیاسي جوړښت تر پوښتنې لاندې راولي. لیکوال حکومت، پوځ، محکمې او نافذه قوانین «غیرشرعي» بولي او ادعا کوي چې د هېواد واکمن نظام د اسلامي شریعت پر ځای د لوېدیځو قوانینو او سیاسي نفوذ پر بنسټ ولاړ دی. د کتاب له مخې، د پاکستان پوځ د برتانوي هند د پوځ دوام دی او د خپل تاریخ په اوږدو کې یې د بهرنیو قدرتونو ګټې خوندي کړې دي.

په کتاب کې د افغان طالبانو تجربه هم د د ټي ټي پي د دریځ د توجیه لپاره یادېږي. لیکوال د افغان طالبانو شل کلنه وسله واله جګړه د یوې بریالۍ بېلګې په توګه وړاندې کوي او هڅه کوي وښيي چې په پاکستان کې هم ورته وسله‌واله مبارزه د «اسلامي نظام» د رامنځته کېدو لپاره اړینه ده.

د کتاب یوه بله برخه د هغو نیوکو ځواب دی چې د ټي‌ټي‌پي ډله د افراطي تفسیر او تکفیر له امله ورسره مخ ده. یادې ډلې ادعا کړې چې د حنفي فقهې او د اهل سنتو د علماوو له منهج څخه پیروي کوي او د داعش یا خوارجو په څېر د ټولو مسلمانانو د تکفیر قایله نه ده، بلکې خپلې پرېکړې د ځانګړو فقهي اصولو پر بنسټ کوي.

د کتاب له محتوا ښکاري چې د ټي‌ټي‌پي یوازې د خپلې تېرې جګړې دفاع نه کوي، بلکې د خپل راتلونکي سیاسي او نظامي لیدلوري انځور هم وړاندې کوي. ټي‌ټي‌پي د پاکستان د اوسني نظام د بدلون، د پوځ او دولتي ادارو د مشروعیت د ردولو او د خپلې ادعا له مخې د «اسلامي نظام» د رامنځته کولو غوښتنه کوي. په همدې موخه، کتاب د دعوت، تعلیم، اقتصاد، دفاع، رسنیو او نورو برخو لپاره د تنظیمي جوړښتونو یادونه هم کوي او ځان د یوې پراخې سیاسي او اداري پروژې په توګه معرفي کوي، نه یوازې د یوې وسله‌والې ډلې په توګه.

دغه کتاب د تحریک طالبان پاکستان د تبلیغاتي او ایډیالوژیکو خپرونو د لړۍ برخه ده او د ډلې رسمي سیاسي او مذهبي دریځ منعکسوي. کتاب په اردو ژبه خپور شوی او د ټي ټي پي ویلي چې پښتو ژباړه به یې هم په نږدې راتلونکې کې خپره کړي. په کتاب کې مطرح شوې ادعاوې د ډلې خپل روایت دی او افغانستان انټرنشنل پښتو یې په خپلواک ډول نه تاییدوي.